• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ په نړۍوال جام کې هند نیو زیلنډ ته په ماتې ورکولو فاینل ته ووت

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۴ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې هند نیو زیلنډ ته په ۷۰ منډو ماته ورکړه او فاینل ته ووت. د ممبیي ښار په وانکیډا لوبغالي کې هند د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او د څلورو لوبغاړو سوځېدو سره یې په پنځوسو اورونو کې ۳۹۷ منډې جوړې کړې.

ویرات کولي ۱۱۷ او شریاس ۱۰۵ منډې جوړې کړې او تر نورو ښه وځلیدل.

د نیو زیلنډ توپ اچوونکو ټم ساوتي ۳ ویکټې او ټرینټ بولټ یوه ویکټه واخیسته.

د ۳۹۸ منډو په تعقیب کې نیو زیلنډ په ۴۹ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۲۷ منډې جوړې کړې.

د نیو زیلنډ توپ وهونکي ډېرل مچل ۱۳۴ منډې جوړې کړې، چې تر نورو ښه وځلید.

هندي توپ اچونکي محمد شامي غوره توپ اچونه وکړه د ۵۷ منډو په ورکولو سره یې ۷ ویکټې واخیستې. جسپریت بمرا، محمد سراج او کلدیپ یوه یوه ویکټه واخیسته.

محمد شامي ته د ښې توپ اچونې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي ایوارد ورکړل شو.

ویرات کولي د کرېکټ په یو ورځنيو لوبو کې د پنځوسو سلیزو په کولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي نن د نیو زیلنډ په مقابل کې د دې ریکارډ جوړولو سره د خپل هېواد د بل لوبغاړي سچن ټنډولکر د ۴۹ سلیزو ریکارډ مات کړ.

کولي په ۲۹۱ نړۍوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ سلیزې او ۷۱ پنځوسیزې کړې دي.

تر کولي مخکې سچن ټنډولکر په ۴۶۳یو ورځنیو لوبو کې ۴۹ سلیزې او ۹۶ نیمه سلیزې وهلې وې.

دې لوبه کې ویرات کولي د سلیزو او روهیت شرما د شپږیزو ریکارډ مات کړ.

ویرات کولي نړۍوال جام کې د سلیزو شمېر پنځوسو او روهیت شرما د شپږیزو شمېر پنځوسو ته ورساوه.

دا چې هند به په فاینل کې له سویلي افریقا یا اسټرالیا سره لوبیږي دا به د جمعې په شپه د دې دواړو لوبډلو له لوبې وروسته معلومه شي.

د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ لوبه د جمعې په شپه د کلکتې په ایډن ګارډنز لوبغالي کې ترسره کیږي؛ چیرته چې د باران او طوفان اټکل شوی.

که لوبه د باران له امله ودریږي نو دا به لومړی ځل وي چې سویلي افریقا فاینل ته کولیفای کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ په نړیوال جام کې ویرات کولي د سلیزو ریکارډ مات کړ

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۶ GMT+۰

هندي توپ وهونکي ویرات کولي د کرېکټ په یو ورځنيو لوبو کې د پنځوسو سلیزو په کولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ. نوموړي په کرېکټ نړیوال جام کې نن د نوي زیلنډ په مقابل کې د دې ریکارډ جوړولو سره د خپل هېواد د بل لوبغاړي سچن ټنډولکر د ۴۹ سلیزو ریکارډ مات کړ.

سچن ټنډولکر له خپلې مېرمنې سره د لوبې لیدو ته راغلي‌ و او کولي له ریکارډ ماتولو وروسته سچن ته د درنښت په پار سر او لاسونه ټیټ کړل.

کولي دغه ریکارډ د نننۍ لوبې په ۴۲ اور کې چې د نوي زیلنډ لاکي فیرګوسن توپ اچونه کوله مات کړ.

د کرېکت په روان نړیوال جام کې دا د کولي دریمه سلیزه ده. د دې ټورنمنټ په پیل کې یې د بنګلدیش او سویلي افریقا پر وړاندې هم سلیزې وهلې وې.

کولي په یو ورځنيو کرېکټ لوبو کې خپل نړیوال سفر له ۲۰۰۸ میلادي کال څخه پیل کړ او خپله لومړۍ سلیزه یې د ۲۰۰۹ میلادي کال په ډسمبر کې د خپل هېواد په کلکته کې د سریلانکا پر وړاندې ووهله.

دویمه سلیزه یې هم په میرپور کې د بنګلدیش پر وړاندې وهلې وه.

100%

کولي په ۲۹۱ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ سلیزې او ۷۱ پنځوسیزې کړې دي.

تر کولي مخکې سچن ټنډولکر په ۴۶۳ یو ورځنیو لوبو کې ۴۹ سلیزې او ۹۶ نیمه سلیزې وهلې وې.

د کولي تر څنګ هندي توپ وهونکي روهیت شرما په روان نړیوال جام کې د شپږیزو ریکارډ مات کړ.

ویرات کولي نړیوال جام کې د سلیزو شمېر پنځوسو او روهیت شرما د شپږیزو شمېر پنځوسو ته ورساوه.

هند د کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه کې نوي زیلنډ ته ۳۹۸ منډې هدف وټاکه

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۹ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې د هند ملي لوبډلې نن د نوي زیلنډ لپاره ۳۹۸ منډې هدف کېښود. هند د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او د څلورو لوبغاړو سوځېدو سره یې په پنځوسو اورونو کې ۳۹۷ منډې جوړې کړې.

ویرات کولي په ۱۱۷ او شریاس ۱۰۵ منډو سره تورو نورو لوبغاړو ښه وځلېدل.

دې لوبه کې ویرات کولي د سلیزو او روهیت شرما د شپږیزو ریکارډ مات کړ.

ویرات کولي نړیوال جام کې د سلیزو شمېر پنځوسو او روهیت شرما د شپږیزو شمېر پنځوسو ته ورساوه.

د هند او نوي زیلنډ نننۍ لوبه د ممبيي ښار په وانکیډا لوبغالي کې روانه ده.

روهیت شرما کرېکټ نړیوال جام کې د ډېرو شپږیزو ریکارډ جوړ کړ

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۰ GMT+۰

د هند کرېکټ ملي لوبډلې کپتان روهیت شرما د سړیو کرېکټ نړیوال جام کې د ډېرو شپږیزو ریکارډ جوړ کړ. نوموړي نن په ممبیي کې د کرېکټ نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې د نوي زیلنډ په مقابل کې د خپلو شپږیزو شمېر پنځوسو ته ورساوه.

روهیت شرما د نړیوال جام په ۲۷ پاڼیو کې ۵۰ شپږیزې پوره کړې.

تر دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز د لوبغاړي کریس ګېل سره و.

کریس ګېل چې د شپږیزو پر پاچا هم مشهور دی د نړیوال جام په ۳۴ پاڼیو کې ۴۹ شپږیزې کړې دي.

د کرېکټ په نړیوال جام کې د افغان ملي لوبډلي بریالی سفر او د هیوادوالو تود هرکلی

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۵ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې له نهو لوبو څخه د څلورو لوبو په ګټلو په نړیوال جام کې خپل لوبیز سفر پای ته ورساوه او په ۲۰۲۵ کال کې د ترسره کېدونکي چمپينز ټراپي کې يې د لوبېدو چانس پیدا کړ. افغان ملي لوبډله به د لومړي ځل له پاره په دغه ټورنمنټ کې ولوبیږي.

د کرېکټ افغان ملي لوبډله تېره ورځ هیواد ته ستنه شوه.

په کابل هوایي ډګر کې د افغان ملي لوبډلې د هرکلي له پاره چمتوالی نیول شوی و او سلګونه افغانان د کرېکټ ملي لوبډلې هرکلی وکړ.

افغانستان د یو ورځینو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې انګلینډ، پاکستان، سریلانکا او هالنډ ته په ماتې ورکولو سره د نهو لوبو څخه څلور لوبې وګټلې.

د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې افغان لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې څلور بریاوي خپلوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان، هیواد ته د کرېکټ ملي لوبډلې د رسېدو پر مهال وویل: «د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په دغه جام کې د لوبېدو له پاره دوه کاله چمتوالی نیولی و، موږ دا تمه لرله چې لوبډله به نوره هم مخته ولاړه شي خو بیا هم کوم هدف چې لوبډلې د ځان له پاره ټاکلی و هغه یې ترلاسه کړ. موږ ښې لاسته راوړنې لرلې او نور به ملي لوبډله د هرې لوبډلې سره داسې سیالي کوي لکه څنګه چې یې په نړیوال جام کې وکړې.»

همدارنګه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي: «موږ خپلې ټولې هڅې وکړلې چې د هیوادوالو د خوشحالیو له پاره په نړیوال جام کې ښې لاسته راوړنې ولرو، په نړیوال جام کې مو ښه پایله ولرله. نړۍ ته مو یو پیغام لاره، چې په دې نړیوال جام کې مو ورکړ نور به شاته نه ګورو او په نورو سیالیو کې به هم ښې لاسته راوړني ولرو.»

په نړیوال جام کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبېدو انداز د کرېکټ د نړۍ د ډیرو مشهورو څیرو د پام وړ ګرځیدلی و.

په افغان لوبډله کې راشدخان، مجیب ځدران، نور احمد، عظمت عمرزی، ابراهیم ځدران او رحمان الله ګربز هغه لوبغاړي وه چې د نورو په پرتله په توپ اچونه او توپ وهونه کې د نړیوالو پام ځان ته اړولی و.

د کرېکټ مبصرین او د کرېکټ د نړۍ پخوانیو ستورو افغان لوبډله قوي لوبډله یادوي او وايي چې د کرېکټ په نړۍ کې به یو ښه تاریخ جوړ کړي.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ هند په ۱۶۰ منډو هالنډ مات کړ

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۹ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوال جام په ۴۵ او وروستۍ ګروپي لوبه کې کوربه هند د ۱۶۰ منډو په لوی توپیر هالنډ ته ماتې ورکړه. هند د ۴۱۱ منډې هدف ټاکلی و؛ خو هالنډ یې په مقابل کې یوازې ۲۵۰ منډې جوړې کړې. دا لوبه د هند په بنګلور ښار کې د کوربه هېواد له خوا د پچې ګټلو او توپ وهلو سره پیل شوه.

هند په پنځوسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان سره ۴۱۰ منډې جوړې کړې.

خو هالنډ تر ۴۸ اور پورې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۵۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

دواړو لوبډلو تر دې مخکې اته - اته لوبې کړې دي، هند ټولې ګټلې؛ خو هالنډ دوه ګټلې وې.

د دې جام د نومرو د مهالوېش له مخې؛ هند د ټولو په سر او هالنډ په لسم نمبر دی.

هند، سوېلي افریقا، اسټرالیا او نیو زیلنډ د جام نیمه پایلوبې ته وتلي دي.