د پاکستان پوځ: د پېښور په بډه بېره کې د عملیاتو پر مهال څلور مهم وسلهوال وژل شوي

د نومبر په ۱۶مه د پاکستان پوځ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو د پېښور په بډه بېره کې د ترهګرو پر ضد عملیات ترسره کړل.

د نومبر په ۱۶مه د پاکستان پوځ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو د پېښور په بډه بېره کې د ترهګرو پر ضد عملیات ترسره کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې یې د سميع الله شنا، قوماندان سلمان احمد، عمران محمد او حضرت عمر خالد په گډون څلور تنه وسلهوال وژلي دي.
سرچینې وایي، چې سميع الله عرف شينا د تحریک طالبان پاکستان یو مخکښ قوماندان و؛ خو تحریک طالبان پاکستان په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له وژل شويو کسانو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي او په وینا یې، په سيمه کې یې د ورانکارۍ او هدفي وژنو په ګډون په ګڼو نورو فعاليتونو کې رغنده ونډه درلوده.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، په يوه بل پوځي پرمختګ کې چې د ډېره اسمعيل خان د کلاچې په سيمه کې ترسره شو، نایک محمد اعجاز خان د وسلهوالو سره د سختو نښتو وروسته ووژل شو.

بیلفاسټ ټیلیګراف د راپور له مخکې، له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې برېتانیا ته د افغان کډوالو ناقانونه تګ ۴ برابره زیات شوی دی. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې برېتانیا ته د ټولو ناقانونه کډوالو په ډله کې افغان کډوال ۵ سلنه وو، چې دا کچه په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ میلادي کلونو کې ۲۰ سلنې ته رسیدلې ده.
بیلفاسټ ټیلیګراف لیکلي؛ په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو تر ټولو ډېر ایراني تابعیت لرونکي کډوال برېتانیا ته راغلي، چې شمېر یې ۸۰ او ۶۰ سلنې ته رسیده.
په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دا شمېر ۲۸ سلنه، ۲۰۲۲ کې ۱۳سلنه او ۲۰۲۳ کې ۱۱ سلنې ته ورسېد.
دغه خبري اژانس لیکي: «افغان اتباع د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنوري میاشتې تر اکټوبره پورې برېتانیا ته د راغلو لویه ډله جوړوي، چې ټول ټال ۲۰ سلنه ده».
برېتانیا ته په ۲۰۲۳ میلادي کال د وړو کښتیو کې په هر لسو کډوالو کې ۴ یې له افغانستان، ایران او اریتریا څخه راځي.
سږکال برېتانیا ته د رسیدلو وړو کښتیو مجموعي شمېر ۲۷ زره او ۳۱۴ کښتیو ته رسیږي، چې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه کموالی پکې راغلی.
وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل واک تر لاسه کړ، ګڼ افغانان له افغانستان څخه ووتل، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ د وروستي جمهوري دولت له سقوط وروسته له ۱،۶ میلیونو څخه زیات افغانان له افغانستان څخه ووتل.

هندي چارواکو ویلي، چې په هندي کشمیر کې د ۴۲ مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۳۷ کسان مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا؛ دغه بس د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۲۴مه) د هیمالیا پر یوه سړک له لارې منحرف شو او له ۲۰۰ متره لاندې بل سړک ته ولوېد.
تر اوسه د دې ترافيکي پېښې لامل نه دى معلوم؛ خو د پوليسو يوه افسر رسنيو ته ويلي، چې د بس مسافرانو شمېر له حده ډېر و او د بس سرعت هم ډېر و.
روغتون ته د وړل شويو څلورو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
له دې پېښې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر اېکس ټولنیزه پاڼه له ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره د مالي مرستو اعلان وکړ.
د فرانسې د اژانس د راپور له مخې؛ هند د ټرافیکي پېښو له امله د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې دا ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د سړکونو خراب وضعیت او د زړو موټر له امله رامنځته کیږي.

رویټرز د درېیو ایراني او حماس چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي مشر د حماس له سیاسي مشر سره په وروستۍ کتنه کې هغه ته ویلي: "تاسو موږ ته د اکټوبر د اوومې نېټې د حملې په اړه کوم خبرداری نه دی راکړی. موږ به ستاسو په ملاتړ جګړې ته داخل نه شو".
رویټرز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې علي خامنه يي اسماعیل هنیه ته ویلي، چې ایران به "د حماس سیاسي او اخلاقي ملاتړ ته دوام ورکړي، مګر مستقیمه مداخله به ونه کړي".
د حماس یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خامنه يي پر هنيه فشار راوړی، چې په عامه توګه هغه غږونه خاموش کړي، چې د لبنان اسلامي جمهوریت او حزب الله یې د اسراییل پر ضد جګړه کې د ګډون غوښتنه کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د مذهبي مشر دفتر په دې وروستیو کې تایید کړه، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر ایران ته سفر کړی او له علي خامنه يي سره یې د غزې او لویدیځې غاړې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
د ښاغلي خامنه يي پورې اړوند په اېکس پاڼه د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) لیکل شوي وو، چې د ایران مذهبي مشر له اسماعیل هنیه سره د غزې په وروستیو بدلونونو او روانو مسالو بحث کړی دی.
یادښت زیاتوي: “ د حماس د سیاسي دفتر مشر په غزه کې د وروستیو بدلونونو او جنایاتو په اړه راپور وړاندې کړ”.
د ایران مذهبي مشر د غزې له خلکو د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ پر اسلامي هېوادونو هم غږ کړی و، چې د غزې په اړه غلي پاتې نه شي.
ښاغلي خامنه یي ته په یوه بل منصوب یادښت کې د غزې په تړاو راغلي، چې په غزه کې روان “جنایات” د امریکا او یو شمېر نورو لویدیځو هېوادونو په مستقیم ملاتړ کیږي.

فرانسوي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد یوې محکمې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو نړۍوال حکم صادر کړی دی.
دا حکم د بشارالاسد او د هغه درېیو کسانو پر وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې دمشق ته څېرمه په یوه سیمه کې په کیمیاوي برید کې د «جنګي جرمونو په ترسره کولو کې د لاس لرلو» له امله صادر شوی.
د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) د معلوماتو له مخې؛ د سارین ګاز په کارولو سره دغه برید کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي وو.
د راپورونو له مخې؛ په دغه برید کې ډېری وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.
د روسیې حکومت هغه مهال د دغه برید پړه پر هغو مخالفو ځواکونو اچولې وه، چې د بشارالاسد حکومت ورسره په جګړې بوخت و.
د بشارالاسد سربیره د هغه د ورور چې د سوریې د استخباراتو د ادارې مشري کوي او د دغه هېواد د پوځ د دوو نورو قوماندانانو د نیولو حکم صادر شوی دی.
د بشریت ضد جنایتونو قضیه د ۲۰۲۱میلادي کال په مارچ میاشت کې د سوریې د بیان د ازادۍ او د رسنیو مرکز نادولتي سازمان په شکایت سره پیل شوه.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د لسو کلونو په تېریدو، لا د سوریې رژیم د خپلو کیمیاوي وسلو د زېرمو د وضعیت په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي.
دغه وزارت ویلي، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې "د ملګرو ملتونو او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي ادارې خپلواکو څېړنو ښودلې چې د سوریې رژیم د لږ تر لږه نهو کیمیاوي بریدونو مسوول دی".
پاریس ټینګار کوي، چې «له ۲۰۱۳ کال راهیسې د سوریې د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو بار - بار کارول دا ښيي، چې زیرمې له منځه نه دي تللي او همدا راز دا د سوریې د خلکو لپاره، د سیمې او نړۍوال امنیت ته ګواښ دی».

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو اداره «ای ایس پي ار» وايي، چې د خیبر پښتونخوا د ټانک په مچان خېل سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې اوه وسلوال وژلي دي. بل خوا ټي ټي پي ته نږدې سرچینې وايي، چې په دې مخامخ جګړه کې د دوی درې ملګري او په مقابل کې څلور پوځیان هم وژل شوي.
د ای ایس پي ار خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه عملیات د چهارشنبې په ورځ «د لړم ۲۴مه» د کشفي معلوماتو په اساس شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا وسلوال له سرتېرو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي او دوی په دغه سیمه کې هدفي وژنې کولې.
بل خوا په ټیلګرام کې ټي ټي پي ته نږدې کانال "الجهاد" بیا د پاکستاني پوځ د عملیاتو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې د دوی درې ملګري وژل شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې په مخامخ نښته کې د پاکستان د پوځ د یو لوړه رتبه افسر په ګډون څلور پوځیان وژل شوي دي.
په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان په مختلفو سیمو په تېره خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پوځ او وسلوالو تر منځ مخامخ نښتې رامنځته کیږي، چې دواړه خواوې د تلفاتو په اړه مختلف ارقام وړاندې کوي.
