د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څېړنه کوي چې طالب چارواکی څنګه دغه هېواد ته داخل شو

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۶

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په کولن ښار کې په یوه اسلامي مرکز کې د طالب چارواکي عبدالباري عمر حضور او وینا وغندله او اعلان یې وکړ چې جرمني ته د هغه د راتګ په اړه پلټنې کوي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې طالبان په رسمیت نه پیژني او دغه طالب چارواکي ته یې ویزه نه ده ورکړې.

دغه وزارت د جمعې په ورځ (د لړم په ٢٦مه) په يوې بیانیه کې ليکلي؛ طالبان په رسميت نه پېژني او جرمني ته د دغه طالب چارواکي د سفر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په بیانیه کې راغلي، تر هغه چې طالبان په افغانستان کې په ښکاره له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کوي، د جرمني هېواد اړیکي به د طالبانو له رژیم سره نورمال نه شي.

د جرمني دا غبرګون د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر د وینا په هکله دی.

نوموړي د جرمني په کولن ښار کې د افغانانو یوې ډلې ته په وینا کې د طالبانو له حکومته دفاع وکړه او ویې ویل، چې خلک باید رسنیو ته له پام کولو پرته د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه ریښتیا ته پام وکړي.

دغه طالب چارواکي په دې غونډه کې وويل، چې د طالبانو د مشر ټول فرمانونه په بشپړ ډول پلې کېږي او د دې ډلې په حکومت کې هېڅوک پرې اعتراض نه کوي.

د هغې ویډیو له مخې چې دغه طالب چارواکي په اېکس پاڼه خپره کړې، د عبدالباري عمر دا خبرې د ګډونوالو له هرکلي سره مخامخ شوې او ځینو یې د الله اکبر نارې هم پورته کړې.

د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې له سرپرست سره د افغانانو د دغې غونډې د ترسره کېدو وخت روښانه نه دی.

نور خبرونه

رادیو