• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوېلي کوریا د سپي غوښې پر خوړلو بندیز لګوي

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د سوېلي کوریا د واکمن ګوند د پالیسۍ مشر وايي، دغه هېواد د سپي غوښې پر خوړولو بندیز لګوي. سوېلي کوریا که په بهر کې د سپي غوښې د خوړلو له امله که له نیوکو سره مخ ده، اوس په کور د ننه هم ور سره د ځوان نسل مخالفت مخ په زیاتېدو دی.

دغو نیوکو ته په پام د واکمن ګوند د پالیسۍ مشر وايي، د څارویو د حقونو په هکله د پوهاوي زیاتېدو په هدف دوی دغه ګام سره یو پخوانی دود ختمول غواړي.

یو اییو ډانګ له حکومتي چارواکو او د څارویو د حقونو فعالانو سره په خبرو کې ویلي، د دې وخت را رسېدلي چې ځانګړي قانون جوړولو سره د سپي غوښې پر خوړلو بندیز ولګوو او په دې برخه کې ټولنیزې ناندرۍ او مخالفتونه ختم کړو.

نوموړی وايي، حکومت سږ کال په دې برخه کې قانون جوړوي او تمه ده چې پارلمان کې په تصویب سره د سپي پر غوښه بندیز ولګېږي.

که څه هم سوېلي کوریا کې د سپې پر غوښه د ژوو د حقونو له امله بندیز لګېږي، خو په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا له پیلېدو وروسته د چین او هند په ځینې سیمو کې د سپي پر غوښه بندیز ولګېد.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې ساحلي ساتونکو ۴۹ افغان کډوال چې یونان ته روان وو نیولي

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د ترکیې ساحلي ځواکونو ۴۹ افغان کډوال چې د یونان له سواحلو څخه د چاناک کلا ښار ته ایستل شوي وو وژغورل. د دغو کډوالو کښتۍ د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا د ایواجیک له سواحلو څخه د ترکیې د اوبو په لور درول شوې وې.

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د شمالي ساحل د ساتونکو قوماندانۍ دغه کډوال ژغورلي او په ایواجیک کې یې توقیف ځای ته سپارلي دي.

دغه پناه غوښتونکي په دوو پلاستیکي کښتیو کې د چاناک کلا ښار سواحلو ته څېرمه په اوبو کې روان وو.

په یو بل خبر کې د ترکیې ټي ار ټي ویب پاڼې ویلي، چې د بالیکسیر ښار په ایوالیک سیمه کې ۲۴ ناقانونه کډوال نیول شوي، چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه د یونان لسبوس ټاپو ته ولاړ شي.

دغې رسنۍ د نیول شویو کډوالو هویت نه دی په ډاګه کړی.

هغه لارې چې افغانان اروپا ته د تلو لپاره ترې استفاده کوي له ننګونو ډکې او ژوند ګواښونکي دي.

یونان د منځني ختیځ، اسیا او افریقا څخه د کډوالو لپاره یو له اصلي لارو څخه دی، چې اروپایي اتحادیې ته ننوځي.

په وروستیو کلونو کې یونان په پرله پسې ډول د نادولتي موسسو له خوا د پناه غوښتونکو د ایستلو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.

د برېتانیا د یوې نادولتي موسسې د راپور له مخې؛ له په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې دغه هېواد ته د افغان کډوالو د ورتګ بهیر نېږدې څلور چنده زیات شوی دی.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ اسټرالیا د کرېکټ د نړۍوال جام پایلوبې ته ووته

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ د نړۍوال جام په وروستیو سیالیو کې اسټرالیا د درېیو ویکټو په توپیر سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه او په خپلې دغې بریا سره یادې لوبډلې پایلوبې ته لاره پېدا کړه.

د کرېکټ نړۍوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن د سوېلي افریقا ملي لوبډلې د اسټرالیا لپاره ۲۱۳ منډې هدف وټاکه.

د سوېلي افریقا او اسټرالیا دا لوبه د کوربه هند په کلکته ښار کې روانه ده.

د اسټرالیا د توپ وهنې په پاڼۍ کې یادې لوبډلې د ۷ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۸م اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ټروېس هېډ وګټله او تر ټولو چټکه پنځوسیزه وهونکی حساب شو.

د یادونې وړ ده، چې اسټرالیا به د روان نومبر په ۱۹مه نېټه له هندوستان سره پایلوبه ترسره کړي.

د پاکستان پوځ وايي پښتونخوا کې یې یو سرتېری وژل شوی خو ټي ټي پي د ۳ سرتېرو د وژلو ادعا کړې

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، د پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې یې د عملیاتو پر مهال یو سرتېری وژل شوی. خو ټي ټي پي ته نېږدې سرچینې وايي، چې په کلاچۍ کې یې درې سرتېري وژلي او دوه نور ټپیان دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي؛ دا عملیات یې د پنجشنبې په ورځ له کشفي راپورونو وروسته کړي دي.

د دې اعلامیې له مخې؛ په دې سیمه کې د وسلوالو د له منځه وړلو لپاره عملیات روان دي.

بل خوا په ټیلګراف کې ټي ټي پي ته نېږدې کانالونه وايي، چې پوځ ته یې د کلاچۍ په سیمه کې کمین نیولی و، چې په پایله کې یې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي، موټر او یو شمېر وسلې ترې پر ځای پاتې شوي او پوځ یاده سیمه پرېښې ده.

په دغه نښته کې د ټي ټي پي د یوه غړي"قاري ابونصیر" د وژل کېدو خبره هم شوې ده.

که څه هم پوځ په دې عملیاتو کې د وسلوالو د وژل کېدو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو په جلا اعلامیه کې وايي، چې د پېښور په بډه بېره کې یې څلور وسلوال وژلي دی.

پوځ پرون د ډېره اسماعیل خان په ټانک کې هم د اوو وسلوالو د وژلو خبره کړې وه.

په مقابل کې ټي ټي پي ته نېږدې سرچینو ویلي وو، چې په دې مخامخ جګړه کې د دوی درې ملګري او په مقابل کې څلور پوځیان هم وژل شوي.

همدا راز د یو بل خبر له مخې؛ نن مازیګر د خېبرپښتونخوا په تیراه بازار کې د ټي ټي پي د وسلوالو له خوا د پوځ پر پوستو برید شوی؛ خو تر اوسه پورې یې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.

د اوراسیا بانک کارپوه: د قوش تېپې کانال جوړول به په منځنۍ اسیا کې د اوبو د بحران لامل شي

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۶ GMT+۰

د اوراسیا د پراختیایي بانک ستر اقتصادي کارپوه خبرداری ورکړ، چې د طالبانو له خوا د قوش تېپې کانال جوړول به په منځنۍ اسیا کې د اوبو د بحران لامل شي. وینو اوګني کوروف وویل، چې دا کانال به د امو سیند د اوبو رسولو کچه راټیټه کړي او د اوبو په اړه سیمه ییز تړون به اغیزمن کړي.

د قزاقستان رسنیو د اوراسیا پراختیایي بانک د ستر اقتصاد پوه له خولې خبر ورکړی، چې د وړاندوینې له مخې به منځنۍ اسیا تر ۲۰۲۸ کال پورې د اوبو له اوږدمهاله کمښت سره مخ شي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۵مه) په الماتا کې په یوه ګردي میز کې وویل: «طالبان اوس د قوش تېپې کانال جوړوي او په ۲۰۲۸ کال کې یې د پرانیستلو پلان جوړ شوی، چې په منځنۍ اسیا کې به د سیندونو د اوبو د کمښت لامل شي».

د هغه په وينا؛ په دې برخه کې به په منځنۍ اسيا کې د اوبو د سرچينو د مديريت لپاره يو ميکانيزم جوړ شي.

د قوش تېپې کانال په افغانستان او سیمه کې د اوبو یو له سترو کانالونو څخه دی، چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پیلېږي او د امو سیند اوبه د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته لېږدوي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف مخکې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو له خوا د قوش تېپې د اوبو د لېږد کانال جوړول په منځنۍ اسیا کې د اوبو نظام او توازن په بنسټیز ډول بدلولی شي.

له نیوکو سره - سره طالبانو د اوبو د انتقال د کانال جوړولو ته دوام ورکړی دی.

دغې ډلې د تلې په ۱۹مه اعلان وکړ، چې د لومړي پړاو له بشپړېدو سره یې د قوش تېپې کانال د دویمې برخې د جوړولو کار پیل کړی دی.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب د دغه کانال د دویم فاز د مراسمو په ترڅ کې په خپلو څرګندونو کې چې ښایي ازبکستان ته ځواب وي وویل: «ګاونډیان دې اندېښنه نه کوي، موږ به هېڅکله د امو سیند له اوبو څخه په استفادې د ګاونډیانو حق تر پښو لاندې نه کړو».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم په۲۴مه) د قوش تېپې کانال د امنیت لپاره د یوې ځانګړې قطعې د جوړولو اعلان وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه ځانګړی ځواک د قوش تېپې کانال د ساتنې لپاره «لازم پوځي تجهیزات او وسایل» لري.

د افغان سیاستوالو پرازیټي ژوند

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل

د سیګار له قوله، په تېرو دوه نیم کلونو کې یوازې امریکا د افغانستان سره ۲،۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړې ده؛ خو فقر ورځ تر بلې زیات شوی او د دې ډالرو د لېږد درک هم نه دی معلوم.

هشت صبح ورځپاڼې د سیګار له قوله په یو راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د سقوط نه وروسته یوازې امریکا ۱۱.۱۱ میلیارده ډالره په مجموعي توګه په افغانستان کې مصرف کړي دي، چې په دې کې د افغانانو د ایستلو مصارف هم شامل دي.

د دغه مرستو یوه برخه خامخا د افغانستان په اقتصاد کې څرخېدلې ده. دا چې نورو هېوادونو څومره مرسته کړې ده، د هغوي دقیق ارقام نه دي معلوم.

سربېره پر دې طالبانو هم میلیاردونو ډالره د ټکس او معدنونو د چور له لارې تر لاسه کړي دي؛ خو د هغه پیسو درک او حساب ورکونه هم نه ده معلومه فقط دومره شواهد شته چې یوه لویه برخه پکې کندهار ته ورکړل شوې چې د طالبانو د امیرالمومنین(دا چې شته او که نه شته) د حفاظت لپاره امنیتي ځواک جوړ کړي.

نورې پیسې د انډیوالۍ په شکل د طالبانو مشران په خپلو منځو کې تقسیم کړې دي او ډېر کم خدمات یې خلکو ته پرې تر سره کړي دي.

که په تېرو پنځو لسیزو کې د شرق او غرب، عرب او عجم پوځي او غیر پوځي مرستې محاسبه شي، افغانستان د مساحت او نفوس په اساس د نړۍ تر ټولو زیاته مرسته تر لاسه کړې ده؛ خو بیا هم د افغانستان ستونزې په خپل حال پاتې دي.

د دغو ستونزې په باب باید افغانان فکر وکړي، چې ولې د دومره مرسته تر څنګ افغانستان د ستونزو سره مخامخ دی؟

زما په اند په تېرو پنځو لسیزو کې په مجموعي توګه د افغانستان حکومتونو، تنظیمي او سیاسي ډلو، مدني فعالانو او په کل کې افغانانو پرازیټي ژوند درلود؛ ځکه ټولنیز، سیاسي، امنیتي او اقتصادي سیستمونه ورځ تر بلې فلجیدل، د کار او ابتکار قوه کمېدله او د ټولو تکیه د بهرنیانو په مرسته وه.

دا سلسله تر اوسه پورې دوام لري.

پرازیټونه واړه حجرات دي، چې د بدن په نورو لویو حجراتو کې ځای نیسي او خپل ژوند ته دوام ورکوي. کله چې د لویو حجراتو شتون ختم شي نو دغه واړه حجرات پخپله مري او له منځه ځي.

د پرازیټونو د شتون په وجه د حکومتونو طبیعي رشد ته زمنیه نه برابریږي. په سیاسي پرازیټي ژوند کې فرمایشات او مشورې زیاتې او عمل کم وي.

د ضعیفه حکومتونو حاکمیت او د قوي ټولنیزو بڼسټونو د نه شتون له امله افغانانو پرازیټي ژوند ته مخه کړې، چې دې ته (Dependency) یا په نورو تکیه کول وایي.

پرازیټي ژوند لکه د روږدو کسانو ژوند دی.

لکه د تریاکو روږدیتوب چې انسانان د فکر او عمل نه وکاږي.

هغه هېوادونه چې په نورو تکیه کوي همېشه په خیالي دنیا کې هوا او فضاء لکه روږدي کسان ګزوي.

روږدي کسان فکر کوي، چې د جنت په ښایسته طبیعت کې اوسیږي او هر څه د دوی په کنټرول کې دي او د دوی اوامرو هر چیرته چلیږي.

د افغانانو پرازیټي ژوند څو اړخیزه دی.

د افغانستان اکثره سیاسیون د کار او ابتکار عمل نه لري او همېشه په دې تمه او فکر کې دي چې کله به کوم هېواد د افغانستان په هکله یوه پروژه عملي کوي او دوی به پکې غوښینه ونډه اخلي.

دوی لکه ټیکه داران هر چا چې ورته زیاته ونډه ورکوله، د همغه هېوادونو د استخباراتو پروژې عملي کوي.

دوی ته ملي‌ وحدت، ملي منافع، ملي ارزښتونه، د افغانانو سوکالي او د راتلونکې نسل لپاره کار کول هېڅ ارزښت نه لري.

دوی همېشه په لوړه بیه کرایه کېدلې شي.

د نړۍ او سیمې استخباراتو دوی ښه پېژندلي دي؛ ځکه دوی یې څو څو ځله په کرایه اخیستي او استعمال کړي یې دي.

که بیا اړتیا شوه؛ دوی بیا هم کرایه کولی شي ځکه دوی د کرایه موټرو غوندې په پارکنګ لاټونو کې ولاړ دي او په رقابت سره د استخباراتي ‌مشتریانو په خدمت کې دي.

که افغانان غواړي، چې د دوی په ژوند کې تغیر راشي؛ تر هر څه د مخه باید د یو قانوني او مشروع حکومت په لټه کې شي، چې تول افغانان د یو چتر لاندې ژوند، کار او سیاست وکړې شي.

د نفې او د قدرت د انحصار سیاست باید ختم شي.

که له یوې خوا پرازیټې ژوند وي؛ لکه هره اونۍ د ډالرو بستې افغانستان ته ځي او له بلې خوا د نفې او د قدرت د انحصار سیاست وي، پرازیټي ټیکه داران په اډه کې ولاړ دي او خامخا به یې یو څوک استخداموي تر څو خپلې موخې پرې تر لاسه کړي.

په هغه صورت کې افغانستان بیا د جنګ میدان ګرځي او د جنګونو دوام د افغانانو لپاره څه ګټه نه لري.

د دې لپاره چې له سیاسي پرایزیټي ژونده راووځو او د یوه قانونمنده ټولنې پر طرف ګامونه کېږدو، مناظره او مذاکره د حل یوازینۍ لار ده؛ چې له مخې یې یوه مشروع او قانوني نظام ته لار هوارېدلی شي.