• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ولسمشر د خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۷ GMT+۰

جو بایډن د شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په منځني ختیځ کې د اسراییل او فلسطین له پاره د دوو دولتونو پر جوړولو ټینګار وکړ. د امریکا ولسمشر د غزې د خلکو په وضعیت د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: «د فلسطین خلک د یوه خپلواک هیواد او له حماس څخه د آزاد راتلونکي مستحق دي.»

جوبایډن ټینګار وکړ چې امریکا د حماس د ترهګرو د جنایتونو پر وړاندې د اسراییل ترڅنګ ولاړه ده.

بایډن «د بې وقفې تاوتریخوالي دورې په درولو» ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغه د اسراییل له پوځي غبرګون وروسته د غزې د انځورونو په لیدو سره یې زړه مات شوی دی.

د امریکا ولسمشر د حماس په وړاندې په جګړه کې د اسراییل د اصلي ملاتړو په توګه وویل چې، د دوو خپلواکو دولتونو جوړول د اسراییل او فلسطینیانو د اوږدمهاله امنیت د ټینګښت له پاره یوه حل لاره ده.

هغه زیاته کړه چې د دوو دولتونو حل ته د رسیدو له پاره د اسراییل او فلسطینیانو او همدارنګه د متحده ایالاتو ژمنو ته اړتیا ده.

ښاغلي بایډن دا هم وویل چې ده د اسراییل له مشرانو سره په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد د سختو تاوتریخوالو د بندولو او عاملینو ته د حساب ورکولو په اړه ټینګار کړی دی.

له دې سره، بایډن د اوربند مفکوره رد کړه او ویې ویل چې حماس به د اوربند څخه د خپلو توغنديو زیرمو د بیا رغولو، د خپلو جنګیالیو د ځای پرځای کولو او بیا د بې ګناه خلکو د وژلو له پاره لاس په کار شي.

د حماس او اسراییل تر منځ تر نښتو وروسته د روسیې د ولسمشر په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو د یوه فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د فنلنډ او روسیې تر منځ د لارو له تړل کېدو وروسته لسګونه کډوال پولې ته څېرمه بند پاتې دي

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د فنلنډ له پرېکړې وروسته چې له روسیې سره یې خپلې څو لارې تړلې، لسګونه کډوال د دواړو هېوادونو د سرحدي خنډونو تر شا بند پاتې دي. فنلنډ پر روسیې تور لګوي چې له امریکا سره د دغه هېواد د دفاعي همکارۍ د زیاتېدو په غچ کې خپلو پولو ته د کډوالو لارښوونه کوي.

د فنلنډ پوله ساتو د تیرې جمعې په شپه په سوېل ختیځ فنلنډ کې د والیما، نوئیاما، اېماټرا او نیرالا په لارو کې خنډونه جوړ کړل، چې د کډوالو ډیر تګ راتګ لري.

له دې ګام وروسته، د صفر درجې تودوخې په منځ کې، لسګونه کډوال د والیما او نوئیاما ته رسیدلي او د دې دوو لارو د بیا پرانېستلو په تمه دي.

فنلنډ له روسیې سره شاوخوا ۱۳۴۰ کیلومټره ګډه پوله لري، چې اروپا ته د کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه بلل کېږي.

د فنلنډ سرحدي ساتونکي وايي، تېره اوونۍ شاوخوا ۳۰۰ کډوال چې ډېری یې له عراق، یمن، سومالیا او سوریې وو، دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د فنلنډ چارواکو زیاته کړې چې د دغه هېواد په شمال کې د سالا او وارټیوس لارې اوس مهال د پناه غوښتونکو پر مخ خلاص دي.

روسیې د فنلنډ له خوا د پولو د تړلو په غبرګون کې ویلي چې هلسینکي "لویه تېروتنه" کړې چې دوه اړخیزې اړیکې له منځه وړي.

ایراني رسنۍ: تښتول شوی ماشوم ۴۶ ورځې وروسته له افغانستانه ایران ته ولېږدول شو

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۲ GMT+۰

ایراني رسنۍ وايي د دغه هېواد د کرمان ولایت مرکزي څارنوالۍ د یوه دوولس کلن ماشوم د تښتولو په تور د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. دوی ویلي چې تښتول شوی ماشوم له ایرانه افغانستان ته وړل شوی و.

د کرمان څارنوال د شنبې په ورځ دې رسنیو ته ویلي، چې ښتول شوی ماشوم ایران ته تر لیږدول کېدو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د مهدی بخشي په خبره، په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوه چې انسان تښتونکو دغه ماشوم د هېواد د ختیځو پولو له لارې افغانستان ته وړی و.
د کرمان ولایت څارنوال مهدی بخشي وویل چې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو د دغې ډلې غړي پیژندل شوي چې ځینې یې د افغانستان په پوله کې ونیول شول.

د نوموړي په خبره، د دغې ډلې د نورو غړو د نيولو لپاره لازم قضايي حکمونه صادر شول.
ت

د سټار شېپ فضايي بېړۍ دویم ازمایښتي ماموریت هم ناکام شو

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۱ GMT+۰

سپېس اېکس شرکت د شنبې په ورځ -د لړم په ۲۷مه - اعلان وکړ، چې سټار شېپ ستره فضايي بیړۍ د مکسیکو خلیج پر څنډو له ازماېښتي توغول کېد اته دقیقې وروسته وچاودیده. د تېر مارچ وروستیو کې هم د دې تشیال بېړۍ لومړنۍ ازموينه له الوتنې څو دقیقې وروسته د چاودنې له امله ناکامه شوه.

د ایلان ماسک فضايي شرکت اعلان وکړ چې د تاریخ تر ټولو ځواکمن او تر ټولو لوی راکټ له توغولو څو دقیقې وروسته د پورتنیو او ښکتنیو برخو په جلاکیدو سره، وچاودید.
دا ازموینه د تګزاس په سویل ختیځ کې شوې ده.
د سپېس اېکس شرکت د یوې ویډیو له مخې، د راکټ لېږدوونکي مخ له بېلیدو وروسته د مکسیکو خلیج پر څنډو وچاودید.

دا ستر سټار شیپ راکټ د ۱۴۸ متره لوړوالي سره سپوږمۍ او مریخ ته د ماموریتونو لپاره ډیزاین شوی و.
د متحده ایالاتو د فدرالي هوايي چلند اداره، چې سوداګریزې لېږونکې بټۍ څاري، تایید کړې چې د یوې پېښې له امله «یوه فضایي بیړۍ» له منځه تللې.

دغه اداره وايي چې په دې عملياتو کې د سر او مال زيان په اړه کوم راپور نشته.

برلین ته د اردوغان سفر؛ د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې پر سر د جرمني او ترکیې اختلاف

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۵ GMT+۰

د جرمني او ترکيې مشرانو د جمعې په ورځ د لړم ۲۶ مه د اسراييل او حماس ترمنځ د جګړې په اړه خپل اختلافات څرګند کړل. د جرمني لومړي وزیر د اسراییل له ځانه د دفاع پر حق ټینګار وکړ. د ترکیې ولسمشر یو ځل بیا پر غزې د اسراییل د بمباریو د سملاسي بندېدو غوښتنه وکړه.

د جرمني لومړی ویز اولاف شولتس د جمعې په ماښام د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د اسراییل د « موجودیت حق» د انکار وړ نه دی.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې دا څرګندونې د اردوغان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې شوې چې د اسراییل د حکومت مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

خو اردوغان جرمني ته د خپل سفر پرمهال خپلې پخوانۍ څرګندونې تکرار نه کړې چې اسراییل یو "ترهګریز دولت" بللی و.

هغه چې په تېرو درېیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره جرمني ته تللی، لومړی یې د جرمني له ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر سره خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د بیان له مخې اردوغان په دغه کتنه کې وویل: په غزه کې پیښو یو ځل بیا وښودله چې د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پراساس د دوو دولتونو له حل انکار نشي کېدلی.

فرانک والتر شتاین مایر د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په اړه د جرمني دریځ هم تکرار کړ او ویې ویل: «اسراییل د اکتوبر په اوومه د حماس له وژونکي برید وروسته چې ۱۴۰۰ تنه پکې ووژل شول د ځان دفاع حق لري.»

فرانس خبري اژانس لیکلي چې اردوغان د حماس او اسراییل ترمنځ د شخړې په لومړیو ورځو کې د منځګړي په رول کې راڅرګند شو، خو د حماس د برید په غبرګون کې د اسراییلي پوځ لخوا پر غزې د پراخو بمباریو په ترڅ کې یې د اسراییل پر خلاف لفظي بریدونه زیات کړل.

اردوغان په برلین کې وویل: «د روغتونونو بمبارول یا د ماشومانو وژل په تورات کې نه دي. تاسو دا نشئ کولی."

هغه په ​​اسراييل باندې په خپله نیوکه کې هر ډول صهیونیزم ضد مفهوم رد کړ او ویې ویل: زمونږ لپاره باید په سیمه کې د یهودانو، مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځ هیڅ ډول تبعیض ونه اوسی. زه لومړی کس یم چې په نړۍ کې له یهودانو سره د دوښمنۍ ضد مبارزې مشري کوم."

د جرمني لومړی وزیر په غزه کې د ملکي وګړو لپاره د ناوړه بشري وضعیت د درک کولو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې حماس د دې وضعیت اصلي مسوول دی ځکه چې دغه ډله له ملکي وګړو د انساني ډال په توګه کار اخلي.

شولتس وویل، «د تلپاتې سولې د امکان لپاره، حماس باید نور د دې توان ونه لري چې د اکتوبر د اوومې نېټې د برید په څېر تیريګر اعمال وکړي.»

هغه تر دې مخکې د اسراییل په اړه د اردوغان څرګندونې بې بنسټه بللې وې.

په دې وروستیو ورځو کې ځینو په ځانګړې توګه د یهودانو ټولنې جرمني ته د اردوغان د سفر د ځنډولو یا لغوه کولو غوښتنه کړې وه.

د اردوغان سفر پوځي اړخونه هم لري او د ترکیې ولسمشر به له جرمني څخه د ۴۰ جنګي الوتکو د پېرلو په اړه هم خبرې وکړي.
​

د پنجاب د لاهور په ګډون په لسو ولسوالیو کې د ککړې هوا له امله ورځنۍ چارې محدودې شوې

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۲ GMT+۰

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د ککړې هوا له امله د مرکز لاهور په ګډون په لسو ضلعو کې د ګاډو چلښت او د ځینو ادارو چارې محدودې شوې. لاهور چې صنعتي ښار دی ټولې ښوونیزې ادارې پکې بندې دي، خو بازار، سینما او دفترونه د مازیګر له دریو بجو و روسته پرانیستل کېږي.

پر لاهور سربېره په ننکانه صاحب، شیخپوره، قصور، ګوجرانواله، ګجرات، سیالکوټ، نارووال، حافظ اباد او منډي بهاوالدین کې هم د ګاډو چلښت محدود شوی دی.

د پاکستان د پنجاب صوبې سرپرست سروزیر محسن نقوي وايي، پر ککړه هوا د کنټرول لپاره هر ډول هڅې کوي.

هغه زیاته کړه چې لاهور کې دوولسو سیمو کې پر لړه د کنټرول لپاره فلترونه لګوي او همدارنګه د کارپوهانو په همکارۍ د مصنوعي باران جوړولو هڅه کوي