• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: که د ۲۰۲۴ کال ټاکنې وګټم، له طالبانو سره به معامله وکړم او بګرام به ونیسم

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که د ۲۰۲۴ کال ټاکنې وګټي، له طالبانو سره د خبرو له لارې به د بګرام هوايي اډه یو ځل بیا کنټرول کړي. ښاغلي ټرمپ ویلي چې د کابل په شمال کې دغې ستراتیژیکې اډې ته ستنېدلو سره چین څاري.

د ډیلي میل د راپور له مخې ښاغلي ټرمپ دا موضوع د شنبې په ورځ (۲۷ ) په ایوا کې په یوه کنفرانس کې راپورته کړه.

له طالبانو سره د دوحې تړون د ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شو، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړه، خو نوموړي په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې ټینګار کړی، چې امریکا باید د بګرام هوايي ډګر وساتي.

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر وویل چې بګرام اډه له هغه ځای څخه یو ساعت لرې ده چې چین خپل اټومي توغندي جوړوي او "اوس د دوی لخوا اشغال شوې ده."

ښاغلي ټرمپ ټینګار وکړ چې "موږ غوښتل چې د بګرام ساتنه وکړو"، زیاته یې کړه چې اوس نه غواړي د دې هوايي اډې کنټرول سره په افغانستان کې پوځي حضور ولري، بلکې غواړي چې پر چین نظر وساتي.

ښاغلي ټرمپ د بګرام هوايي اډې ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې سره وویل: «دا هوايي اډه هغه ځای ته نږدې پرته ده چې چین خپل توغندي جوړوي. اوس پوه شوئ چې چا قبضه کړې ده؟ چین."

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې، د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه وه.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي شمالي وزیرستان کې یې د طالبانو یو قومندان او درې وسلوالو ووژل

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، د شمالی وزیرستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان یو غړی ابراهیم الیاس موسا له خپلو دریو ساتونکو سره وژلی دی. د پوځ د پرونۍ اعلامیې له مخې، دا قومندان په میرعلي کې د ۴۸ ساعتونو عملیاتو کې وژل شوی دی. پاکستاني طالبانو لا څه نه دي ویلي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، پاکستاني طالبانو د ځان ژغورنې لپاره یوه کور کې پنا اخیستې وه او د کورنۍ غړي یې یرغمل کړي وو.

د سرچینې په خبره، همدا وجه وه چې دا عملیات اوږده شول او یرغمل شویو دریو ښځو او اتو ماشومانو ته کوم زیان ونه رسېد.

ابراهیم الیاس موسا د حافظ ګلبهادر ډلې قومندان و. د تحریک طالبان پاکستان دا څانګه تر ډېره شمالي وزیرستان کې فعاله ده.

چمن کې پرلت وال: که مو غوښتنې و نه منل شي، چمن کې به دولتي ادارې او کارکونکي بند کړو

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۷ GMT+۰

د چمن پرلت وهونکي وايي د سپین بولدک ـ چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ په اړه دې افغانستان طالبان خپل دریځ معلوم کړي. دوی وايي، په ډیورنډ کرښه دواړو لوریو ته پرتو قبایلو ته په پاسپورټ او وېزه تګ راتګ د منلو نه دی.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او وېزه د تګ راتګ په غبرګون کې د پرلت وهلو نن یک شنبه د (لړم ۲۸مه) يوه میاشت بشړه شوه.

پرلت وهونکي وايي، ارادې یې قوي دي او له خپلې غوښتنې نه پر شا کیږي، خو د پاکستان حکومت یې پر وړاندې لا هم چوپ پاتې دی.

پوره دیرش ورځې وړاندې د سوېلي پښتونخوا چمن اوسیدونکو د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پرلت وهلی چې د سپین بولدک ـ چمن په دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه وشي.

په دغه پرلت کې لسګونه زره کسان برخه لري، او غوښتنه يې دا ده چې «د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه پاسپورټ او وېزه نه منو.»

د پرلت په دېرشمه ورځ هم زرګونه کسان راټول دي او د پاکستان له لوري د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون کې يې خپل اعتراض ته دوام ورکړی.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله پرلت ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان د یادې پریکړې په اړه دې د افغانستان اوسني واکداران "طالبان"دې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او وېزې د تګ راتګ په اړه خپل دریځ معلوم کړي.

نوموړی وايي: «د طالبانو مشران پښتانه دي په پښتو پوهیږي ولې د دغه زرګونو کسانو غږ نه اوري؟ همدلته د طالبانو یا وړرونه او یاهم نور خپلوان هم اوسیږي نو دوی باید زموږ غږ واوري او خپل دریځ دې په ډاګه کړي.»

همدارنګه نوموړی ګواښ کوي او وايي، که د پاکستان حکومت له لوري یې غوښتنې و نه منل شي د نجونو د ښوونځیو تر څنګ به په چمن کې د ټولو دولتي ادارو دروازې بندې کړي.«که مو پاکستان او د چمن ځايي چارواکي غوښتنې و نه مني موږ د نجونو ښوونځي بندوو، د پاسپورټ د دفتر دروازې تړو، د ټولو دولتي ادارو دروازې بندوو او هیڅ دولتي کس ته اجازه نه ورکو چې په ښار کې تګ راتګ وکړي.»

د یاد پرلت په ملاتړ دوه ورځې وړاندې په چمن کې زرګونو ماشومانو هم لاریون کړی و چې د پاکستان حکومت د یاد پرلت غوښتنې ومني، خو د پاکستان حکومت تردې مهاله د یاد پرلت په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا ولسمشر د خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۷ GMT+۰

جو بایډن د شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په منځني ختیځ کې د اسراییل او فلسطین له پاره د دوو دولتونو پر جوړولو ټینګار وکړ. د امریکا ولسمشر د غزې د خلکو په وضعیت د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: «د فلسطین خلک د یوه خپلواک هیواد او له حماس څخه د آزاد راتلونکي مستحق دي.»

جوبایډن ټینګار وکړ چې امریکا د حماس د ترهګرو د جنایتونو پر وړاندې د اسراییل ترڅنګ ولاړه ده.

بایډن «د بې وقفې تاوتریخوالي دورې په درولو» ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغه د اسراییل له پوځي غبرګون وروسته د غزې د انځورونو په لیدو سره یې زړه مات شوی دی.

د امریکا ولسمشر د حماس په وړاندې په جګړه کې د اسراییل د اصلي ملاتړو په توګه وویل چې، د دوو خپلواکو دولتونو جوړول د اسراییل او فلسطینیانو د اوږدمهاله امنیت د ټینګښت له پاره یوه حل لاره ده.

هغه زیاته کړه چې د دوو دولتونو حل ته د رسیدو له پاره د اسراییل او فلسطینیانو او همدارنګه د متحده ایالاتو ژمنو ته اړتیا ده.

ښاغلي بایډن دا هم وویل چې ده د اسراییل له مشرانو سره په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد د سختو تاوتریخوالو د بندولو او عاملینو ته د حساب ورکولو په اړه ټینګار کړی دی.

له دې سره، بایډن د اوربند مفکوره رد کړه او ویې ویل چې حماس به د اوربند څخه د خپلو توغنديو زیرمو د بیا رغولو، د خپلو جنګیالیو د ځای پرځای کولو او بیا د بې ګناه خلکو د وژلو له پاره لاس په کار شي.

د حماس او اسراییل تر منځ تر نښتو وروسته د روسیې د ولسمشر په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو د یوه فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د فنلنډ او روسیې تر منځ د لارو له تړل کېدو وروسته لسګونه کډوال پولې ته څېرمه بند پاتې دي

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د فنلنډ له پرېکړې وروسته چې له روسیې سره یې خپلې څو لارې تړلې، لسګونه کډوال د دواړو هېوادونو د سرحدي خنډونو تر شا بند پاتې دي. فنلنډ پر روسیې تور لګوي چې له امریکا سره د دغه هېواد د دفاعي همکارۍ د زیاتېدو په غچ کې خپلو پولو ته د کډوالو لارښوونه کوي.

د فنلنډ پوله ساتو د تیرې جمعې په شپه په سوېل ختیځ فنلنډ کې د والیما، نوئیاما، اېماټرا او نیرالا په لارو کې خنډونه جوړ کړل، چې د کډوالو ډیر تګ راتګ لري.

له دې ګام وروسته، د صفر درجې تودوخې په منځ کې، لسګونه کډوال د والیما او نوئیاما ته رسیدلي او د دې دوو لارو د بیا پرانېستلو په تمه دي.

فنلنډ له روسیې سره شاوخوا ۱۳۴۰ کیلومټره ګډه پوله لري، چې اروپا ته د کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه بلل کېږي.

د فنلنډ سرحدي ساتونکي وايي، تېره اوونۍ شاوخوا ۳۰۰ کډوال چې ډېری یې له عراق، یمن، سومالیا او سوریې وو، دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د فنلنډ چارواکو زیاته کړې چې د دغه هېواد په شمال کې د سالا او وارټیوس لارې اوس مهال د پناه غوښتونکو پر مخ خلاص دي.

روسیې د فنلنډ له خوا د پولو د تړلو په غبرګون کې ویلي چې هلسینکي "لویه تېروتنه" کړې چې دوه اړخیزې اړیکې له منځه وړي.

ایراني رسنۍ: تښتول شوی ماشوم ۴۶ ورځې وروسته له افغانستانه ایران ته ولېږدول شو

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۲ GMT+۰

ایراني رسنۍ وايي د دغه هېواد د کرمان ولایت مرکزي څارنوالۍ د یوه دوولس کلن ماشوم د تښتولو په تور د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. دوی ویلي چې تښتول شوی ماشوم له ایرانه افغانستان ته وړل شوی و.

د کرمان څارنوال د شنبې په ورځ دې رسنیو ته ویلي، چې ښتول شوی ماشوم ایران ته تر لیږدول کېدو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د مهدی بخشي په خبره، په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوه چې انسان تښتونکو دغه ماشوم د هېواد د ختیځو پولو له لارې افغانستان ته وړی و.
د کرمان ولایت څارنوال مهدی بخشي وویل چې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو د دغې ډلې غړي پیژندل شوي چې ځینې یې د افغانستان په پوله کې ونیول شول.

د نوموړي په خبره، د دغې ډلې د نورو غړو د نيولو لپاره لازم قضايي حکمونه صادر شول.
ت