ترکي چارواکو له ۸۰۰ زیات بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده وایستل

د ترکیې حکومت اعلان کړی، چې ۸۲۶ افغان کډوال یې د استوګنې له رسمي اسنادو پرته له هېواده ایستلي دي. دغه پناه غوښتونکي له نيول کېدو وروسته په څلورو الوتنو کې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شول. ترکیې ویلي دي، چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر ته به دوام ورکړي.