
نن دوشنبې د نومبر ۲۰مه د ماشوم له نړیوالې ورځې سره برابره ده. سږ کال به له دې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کیږي چې میلیونونه افغان ماشومان له ناوړه وضعیت او د لوږې له لوی ناورین سره مخ دي.
سره له دې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی د نړۍ په هر ځاى کې د ماشومانو د حقونو خوندي کولو له پاره ژمن دي، خو د افغانو ماشومانو په کډون د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې میلیونونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او د جګړو اصلي قربانیان بلل کیږي.
یونیسف تر دې وړاندې د ځینو راپورونو په خپرولو سره ویلي وو چې اوسمهال یوازې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي او اټکل کیږي چې په افغانستان کې به څه باندې دوه میلیونه او ۳لکه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په ګډون له ځینو ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري توګه د اېستل شویو کډوالو لویه برخه ماشومان جوړوي.
د دې ترڅنګ، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان اقتصادي ځوړه، د هرات وروستۍ زلزلې، افغانستان ته د کډوالو ستنېدل او د ژمي په رانږدې کېدو سره د زرګونو ماشومانو بې برخلیکتوب هغه ستونزې دي چې افغان ماشومان یې ډیر اغیزمن کړي دي.
د یو بل خبر له مخې، د حماس او اسراییل ترمنځ د وروستیو نښتو تر ټولو لویه بیه ماشومانو ورکړې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې د ماشومانو د حقونو د ملاتړو ادارو په شتون سره سره، ولې ماشومان له دغه کړکیچن وضعیت سره مخامخ دي؟

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د ښځو څانګې مسوولې د رخشانې خبري آژانس د راپور په حواله ویلي، یو شمېر افغانو مېندوارو مېرمنو له پاکستانه په جبري توکه له اېستلو وروسته د کډوالو په ناڅاپي پنډغالو کې ماشومان زیږولي دي.
هېدربار په خپله اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د کډوالو میرمنو د حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړه، او زیاته کړې یې ده چې په یوه میاشت کې د راستنېدونکو په پنډغالو کې ۱۹ نجونې زېږیدلې دي.
مېرمن بار همدارنګه ویلي دي چې دغه حالت شته اندېښنې نورې هم زیاتوي.
هېدربار تر هغه وروسته په دې اړه اندېښنه څرکنده کړه چې رخشانې خبري آژانس د ننګرهار ولایت د عامې روغتيا رياست وياند نقيب الله رحيمي له قوله لیکلي چې، په تېره يوه مياشت کې د افغانو راستنېدونکو میرمنو په ناڅاپي پنډغالو کې ۱۹ ماشومانې نجونې زېږولي دي.
نقيب الله رحيمي زیاته کړې ده چې، د عامې روغتيا وزارت له لوري د مرستندويه موسسو په همکارۍ د ښځو له پاره د ولادت خونه جوړه شوې ده.
د نوموړي په خبره، راستنېدونکو کډوالو ته د مور او ماشوم د روغتیا، ساري او ویروسي ناروغیو، اسهال، شری، ملاریا، رواني روغتیا، تغذیه، واکسین او نورو برخو کې د درملنې وړیا خدمتونه وړاندې کیږي.
پاکستان تېره میاشت ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په ټاکلو سره د نومبر تر میاشتې پورې د وتلو امر وکړ.
د راپورونو له مخې، ډیری هغه کسان چې اېستل کیږي په افغانستان کې د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري ځکه چې دوی له لسیزو راهېسې په پاکستان کې ژوند کړی او هیڅکله افغانستان ته تللي نه دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې را پورته کیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې، افغانستان ته په یوه وخت کې په ډلییزه توګه د زیاتو کډوالو ستنېدل د پولیو په ګډون د نورو ناروغیو د خپریدو لامل کیږي.
برېټانوۍ افغان ویټنس ادارې د یوه راپور په خپرولو سره په خواله رسنیو کې د افغان ښځینه فعالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خبرداری ورکړی. د افغان ویټنس پروژه وايي، په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر وړاندې له سپکاوي څخه ډک پوسټونه درې برابره زیات شوي.
د دغه بنسټ په وینا، «دغې زهرجنې فضا په افغانستان کې ښځینه سیاسي فعالانې چوپتیا ته اړې کړي دي.»
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د ښځینه فعالانو پر وړاندې د مجازي تاوتریخوالي په اړه یو راپور خپور کړ، چې په کې د اېکس په ټولنیره پاڼه (پخواني ټویټر) کې په فارسي او پښتو ژبو ۷۸ زره پوسټونه د سلو افغان ښځینه فعالانو په اړه څېړل شوي.
دغه سازمان وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان ښځو پر وړاندې آنلاین تاوتریخوالی درې برابره زیات شوی.
په دې راپور کې ویل شوي، د خواله رسنیو هغه کاروونکي چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک پوسټونه لیکي ډیری یې د طالبانو ملاتړ کوي.
د سازمان څیړونکو موندلې ده چې، «د طالبانو ټیټ پوړي غړي او ددغې ډلې ملاتړي ډیری له سپکاوي ډک پوسټونه او ټويټونه کوي.»
د دې څېړنې لوړپوړې څیړونکې فرانچسکا جنټایل وویل: «کله چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، ټولنیز رسنۍ د ټولنیزو او سیاسي نظرونو د څرګندولو ځای څخه د ښځو د ځورونې او ظلم په مرکز بدل شوی دی.»
هغې زیاته کړه، «موږ د ډېرو تاوتریخوالو او بدو پیغامونو د یوې څپې شاهدان یو چې افغان ښځې په نښه کوي، دا پیغامونه اکثرا د شخصي پیغامونو په بڼه لیول شوي او په ورته وخت کې له تاوتریخوالي، ګواښونکي او فحشا څخه ډک دي.»
د دغه راپور پر بنسټ، هغو ښځو چې له افغان ویټنس سره مرکه کړې ده ویلي دي چې، دوی ته له فحشاوو ډک داسې پیغامونه رسېدلي چې غیر اخلاقي انځورونه او د جنسي تېري او مرګ ګواښونه پکې شوي دي.
دغې پروژې ته یوې مرکه کوونکې ویلي دي چې، «که تاسو یوه فعاله ښځه یاست او په ټولنیزو رسنیو کې حضور لرئ، تاسو ته د یوې فاحشې په سترګه کتل کیږي.»
د افغان ویټنس په وینا، دا څیړنه ښیي چې دا میرمنې نه یوازې د انلاین ځورونې او تاوتریخوالي په پایله کې چپ پاتې کیدو ته اړ کیږي، بلکې «د دوی په رواني روغتیا منفي اغیزې" هم پریږدي.»
افغان ویټنس وايي چې د خواله رسنیو په زهرجن چاپیریال کې، «ښځې د آنلاین تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ځانونه سانسور کوي او یا هم د ټولنیزو رسنیو له کارولو ډډه کوي.»
افغان ویټنس چې په برېټانیا کې د ناپېیلی سازمان د اطلاعاتو د مرکز یوه پروژه ده، په افغانستان، اوکراین، میانمار او سوډان کې د بشري حقونو د سرغړونو، جنګي جرمونو او ناسمو اطلاعاتو په اړه معلومات راټولوي.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، د لیندۍ په دویمه نېټه به د طالبانو ضد مشهورې څېرې لکه احمد مسعود او امرالله صالح په مسکو کې د یو شمېر سیاسي او څېړنیزو ډلو په بلنه د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې وینا وکړي.
د اجنډا له مخې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ده، دا "نړیواله ناسته" به "افغانستان د تېر او اوسني تر منځ" تر نامه لاندې جوړه شي.
د غونډې بڼه او د ویناوو سرلیک تر ډېره د فکري او څېړنیزې غونډې په څېر دی.
په دې غونډه کې یوازې د طالبانو ضد مشهورو څېرو لکه د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود، د مقاومت د جبهې نږدې غړي امرالله صالح، د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند مشر حاجي محمد محقق، د مقاومت جبهې غړی فضل احمد معنوي او د اسمعیل خان زوی محمد صادق طاها ته بلنه ورکړل شوې چې په دې غونډه کې ویناوې وکړي.
په ويناوالو کې د دوو ښځينه سياسي او مدني فعالانو فوزيې کوفي او شکريې بارکزۍ نومونه هم ليدل کېږي.
په دې غونډه کې د کډون له پاره طالبانو او یا هم دې ډلې ته نږدې شخصیتونو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
احمد مسعود به د افغانستان د حالاتو په اړه خپل نظر وړاندې کړي او امرالله صالح به د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د تړون په اړه خبرې وکړي.
دغه راز محمد محقق به له طالبانو سره د نړۍ د هېوادونو د تعامل په اړه هم خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د اسمعیل خان زوی صادق طاها به چې د طالبانو له مشهورو مخالفو څېرو څخه دی، په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د رول په اړه او فضل احمد معنوي به له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو په اړه خبرې وکړي.
د مسکو دغه نړیواله غونډه به د جهان عادل انسټیټیوټ، د روسیې د سوسیالیست ګوند او د عدالت لپاره روسیه او همداراز د روسیې د علومو اکاډمۍ په همکارۍ ترسره شي.
که څه هم د دې غونډې په ترسره کولو کې د روسیې حکومت مستقیم رول نه ښکاري، خو یو شمېر روسي غړي د روسیې په دوما یا پارلمان کې د دغې غونډې په برخه کې رول نه لري.
دغه راز د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي هم بلل شوي، خو د هغوی نومونه او موقف یې په اجنډا کې نه دي لیکل شوي.
په دې غونډه کې د پخواني حکومت ګڼو څېرو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
هغه بلنلیکونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي ښیي چې دغې غونډې د ګډون له پاره محمود صیقل، محمد عالم ایزدیار، بهاء الدین جیلاني، مشکور کابلي، خلیل اندرابي، زلمی یونسي، سید باقر محسني، منیر تره خیل، باز محمد احمدي، عتیق الله بریالی، دادالله قانع، نورالرحمن اخلاقي او شمس الله اریانفر ته بلنه ورکړل شوې ده.
ددغو نومونو ترڅنګ د ملي مصالحې د عالي شورا د پخواني رئیس عبدالله عبدالله، د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د محمد اسمعیل خان، حبیب الرحمن سیاف، تادین خان، حاجي الماس زاهد، ستار حسیني، رنګین دادفر سپنتا، فیض الله ذکي، نذیر احمد حنفي، ظاهر تمیم، رحمت الله یارمل، پیر محمد خاکسار، عالیه یلماز او د خالد پښتون نومونه هم لیدل کیږي.
خو له دې سره، تراوسه لا څرګنده نه ده چې د دغو مشهورو سیاستوالو له ډلې څخه به کوم کسان دغه غونډې ته ورشي.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې طالبانو په نړیوالو غونډو کې د ډاکټر عبدالله او حامد کرزي د ګډون مخه نیولې وه.
د "امان لارا" په نوم يوه کاناډايي سازمان افغانستان ته د هغو شپږو افغانو کورنیو د استولو خبر ورکړ چې کاناډا ته د لېږدېدو په تمه ول. ددغه نا پېیلي سازمان د اټکل له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان کاناډا ته د لیږدولو په تمه دي.
امانلارا هغه نا پېیلی سازمان دی چې له کړکیچنو هیوادونو څخه کاناډا ته له ګواښ سره مخامخ او وړ کسان لیږدوي.
دغه سازمان له پاکستانه له اېستل شويو افغان کډوالو غوښتي چې دغه سازمان سره اړیکه ونیسي چې له افغانستان څخه د هغوی د لیږد په برخه کې کار وکړي.
امان لارا اټکل کوي چې شاوخوا ٢٥٠٠ افغانان چې د کاناډا له حکومت سره يې کار کاوه په پاکستان کې دي او کاناډا ته د لېږدېدو په تمه دي.
کاناډا یو له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه دی چې د افغانانو د لېږد بهیر یې نه دی درولی.
د کاناډا سيبي سي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د کاناډا د کډوالو وزارت په پاکستان کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ویلي چې دوی باید "پاکستاني پولیسو ته اسناد وښيي چې دا ثابته کړي چې دوی کاناډا ته ځي او ونه اېستل شي."
په همدې حال کې دغه وزارت اعلان کړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو د لېږدولو له پاره پر لا ډېرو الوتنو کار کوي.
د رواداري په نوم د بشري حقونو اداره د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د کم عمره نجونو جبري ودونه زیات شوي دي. د دغې ادارې په خبره، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ماشومانو د ساتنې له پاره لازم حقوقي خوندیتوب نشته.
د بشري حقونو بنست "روداري" په افغانستان کې د ماشومانو د بشري حقونو د حالت په اړه د شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۵مې د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې تر ۲۴مې پورې خپل نوی راپور خپور کړ.
د دغې ادارې د راپور له مخې، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ماشومانو د بنسټیزو حقونو د تضمین له پاره هېڅ ګام نه دی اخیستی او د بشري حقونو نړیوال کنوانسیون یې نه دی پلی کړی.
په راپور کې راغلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جبري ودونه، د ځان وژنې هڅې، جنسي تېري او له ماشومانو سره د تاوتریخوالي نورې پېښې زیاتې شوې دي.
دغه بنسټ په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه شمېرې نه دي وړاندې کړې.
رواداري بنسټ د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، چې په غور ولایت کې د کم عمره نجونو جبري ودونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.
د بامیانو ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه د دغه بنسټ د موندنو له مخې، په دغه ولایت کې د ځان وژنې د ټولو ثبت شویو پېښو ۵۰ سلنه له ۱۸ کلونو کم عمره کسانو پورې اړه لري.
رواداري زیاته کړې چې، دوی په کندهار او هلمند ولایتونو کې داسې قضیې ثبت کړي چې د ۱۴ او ۱۵ کلونو په عمر کې نجونې د ۵۰ کلونو څخه پورته نارینه وو سره واده شوي.
دغه بنسټ په خپل راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو په محکمو کې د ماشومانو د جبري ودونو یوه عامل ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.
د راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې طالبان یو شمېر نارینه ماشومان د ساتونکي، منشي، خدمه او یا د موټر چلوونکي په توګه ګماري، خو پر هغوی جنسي تېري کوي.