په دغو توکو کې خواږه، بوټان، جامې، میخانیکي وسایل او برېښنایي ماشینونه، کمپلې او د کور توکي شامل دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د چارواکو په وینا؛ د ټرانزیټي سوداګرۍ په برخه کې مالیه نه شته؛ خو پاکستان د افغان سوداګرو پر ټرانزیټي توکو لس سلنه مالیه وضع کړې ده.
د پاکستان حکومت وايي، چې دغه پرېکړه يې په پاکستان کې د افغان سوداګرو له خوا د ټرانزيټي توکو د قاچاق له امله کړې ده.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د کراچۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو ټرانزیټي توکي یا په پاکستان کې پلورل کېږي او یا له افغانستانه بېرته د پاکستان بازار ته قاچاق کېږي.
پاکستان دغه مساله د دغه هېواد اقتصادي زیان ګڼي.
په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی نورالله مبارز وايي: "د پاکستان دا ادعا رښتیا نه ده، بلکې دسیسه ده او موخه یې د افغان سوداګرو اقتصادي زیان او د هغوی کمزوري کول دي".
بل خوا افغان سوداګر وايي؛ په کراچۍ کې شاوخوا ۴۰۰ کانټینرونه درول شوي، چې د پاکستان د حکومت په منفي لېست کې دي.
په دې لېست کې هغه سوداګریز توکي شامل دي، چې پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې د ټرانزیټ له لارې افغانستان ته راوړي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، په تېر کې د سګریټو په ګډون یوازې دوه ډوله توکي د پاکستان په لېست کې شامل وو؛ خو په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت افغانستان ته د ټرانزیټ له لارې د ۲۱۲ توکو پر لېږد بندیز لګولی دی.
د کراچۍ بندر د افغان سوداګرو لپاره تر ټولو نېږدې لار ده؛ خو افغانستان تل پر پاکستان تور پورې کړی چې له دغه بندر څخه د سیاسي فشار لپاره کار اخلي.