پېښور کې د امنیتي ګواښونو له امله پر لویو غونډو او لاریونونو بندیز ولګېد

د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي، چې په پېښور کې د امنیتي ستونزو له امله د یوې اونۍ لپاره پر غونډو، جلسو او عامه ځایونو کې پر راټولېدنې او ګڼې ګوڼې جوړونې بندیز لګېدلی دی.

د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي، چې په پېښور کې د امنیتي ستونزو له امله د یوې اونۍ لپاره پر غونډو، جلسو او عامه ځایونو کې پر راټولېدنې او ګڼې ګوڼې جوړونې بندیز لګېدلی دی.
د خېبر پښتونخوا د پېښو د کمېشنرۍ انتظامیه په یوې خبر پاڼې کې وايي، چې په پېښور کې یې د ۱۴۴ قانون مادې په تطبیق سره په دغه ښار کې په لویو غونډو، لاریونونو او له پنځو کسانو څخه د زیاتو کسانو پر راټولېدنې بندیز لګولی دی.
دغه خبرپاڼه چې پرون دوشنبه ناوخته خپره شوې پکې ویل شوي، چې په ټول ښار کې د وسلو پر ګرځولو، د موټرو پر تورو ښیښو او هوايي ډزو بندیز لګېدلی دی.
په خبر پاڼه کې د ګواښونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو زیاته شوې چې ټولې لویې جلسې او لاریونونه باید د دغې انتظامیې له اجازې پرته ترسره نه شي.
له پېښور څخه یو شمېر ښاریانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې پولیس په بېلابېلو سیمو کې د څارنې په موخه ګرځي او له پنځو کسانو څخه د زیاتو کسانو راټولېدنه نه پرېږدي.
بل خوا په ټیلیګرام کې ټي ټي پي ته نېږدې کانال کې د پاکستان له خلکو غوښتل شوي، چې له حکومتي ادارو سره دې تګ راتګ بند کړي.
په دغه خپاره شوي یادښت کې ویل شوي، چې د پولیسو او پوځ له چوڼیو دې عام خلک لرې واوسي.


د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس وايي، چې د پاکستاني چارواکو له ژمنو سره - سره د افغان سوداګرو درې زره کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې نه دي خوشې شوي. نقيب الله صافي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې تر اوسه له کراچۍ څخه کوم کانټينر نه دى خلاص شوى.
د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو تېره اونۍ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه، چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو ولاړ کانټینرونه به ژر تر ژره خوشې کړي.
له دغې غونډې یوه ورځ وروسته د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په یوه لیک کې چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د کراچۍ بندر مسوولینو ته امر کړی و، چې د افغان سوداګرو بند شوي ټرانزیټي مالونه دې له بانکي او مالي ضمانتونو پرته خوشې کړي.

ښاغلی صافی په داسې حال کې وايي، چې تر دغه حکم وروسته د پاکستان حکومت بیا د کراچۍ بندر چارواکو ته د انتظار امر وکړ.
د پاکستان سرپرست حکومت د ( لړم په ١٥مه ) اعلان وکړ، چې افغان سوداګر د کراچۍ له بندر څخه د خپلو ټرانزيتي توکو له لېږدولو مخکې بايد د هغو توکو د بيو په اندازه بانکي ضمانت ورکړي، چې د يو شمېر هغو توکو لپاره چې احتمالي قاچاق کېږي، د توکو د ټول ارزښت 10٪ مالیه ورکوي.
په دغو توکو کې خواږه، بوټان، جامې، میخانیکي وسایل او برېښنایي ماشینونه، کمپلې او د کور توکي شامل دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د چارواکو په وینا؛ د ټرانزیټي سوداګرۍ په برخه کې مالیه نه شته؛ خو پاکستان د افغان سوداګرو پر ټرانزیټي توکو لس سلنه مالیه وضع کړې ده.
د پاکستان حکومت وايي، چې دغه پرېکړه يې په پاکستان کې د افغان سوداګرو له خوا د ټرانزيټي توکو د قاچاق له امله کړې ده.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د کراچۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو ټرانزیټي توکي یا په پاکستان کې پلورل کېږي او یا له افغانستانه بېرته د پاکستان بازار ته قاچاق کېږي.
پاکستان دغه مساله د دغه هېواد اقتصادي زیان ګڼي.
په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی نورالله مبارز وايي: "د پاکستان دا ادعا رښتیا نه ده، بلکې دسیسه ده او موخه یې د افغان سوداګرو اقتصادي زیان او د هغوی کمزوري کول دي".
بل خوا افغان سوداګر وايي؛ په کراچۍ کې شاوخوا ۴۰۰ کانټینرونه درول شوي، چې د پاکستان د حکومت په منفي لېست کې دي.
په دې لېست کې هغه سوداګریز توکي شامل دي، چې پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې د ټرانزیټ له لارې افغانستان ته راوړي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، په تېر کې د سګریټو په ګډون یوازې دوه ډوله توکي د پاکستان په لېست کې شامل وو؛ خو په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت افغانستان ته د ټرانزیټ له لارې د ۲۱۲ توکو پر لېږد بندیز لګولی دی.
د کراچۍ بندر د افغان سوداګرو لپاره تر ټولو نېږدې لار ده؛ خو افغانستان تل پر پاکستان تور پورې کړی چې له دغه بندر څخه د سیاسي فشار لپاره کار اخلي.

په سوېلي پښتونخوا چمن کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ په غبرګون کې د پیل شوي پرلت نن۳۲مه ورځ ده. دوی وايي که طالبان د پاکستان حکومت په کابل نه وي کینولي نو نن دې خپل دریځ روښانه کړي.
هغو زرګونو کسانو چې د تېرو دوه دېرش ورځو راهیسې د پاکستان له لوري پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د حتمي کولو د پرېکړې په غبرګون کې پرلت وهلی وايي، د طالبانو د چوپ پاته کېدو له امله نن سه شنبه د (لړم ۳۰) د لومړي ځل له پاره پر طالبانو سختي نیوکې وکړې.
د چمن د پرلت سرلاری او د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د حتمي کېدو په اړه د طالبان له لوري د دریځ نه روښانه کولو په اړه وايي پاکستان له افغان کډوالو سره ناوړه انساني چلند او پر سپین بولدک چمن دروازه په پاسپورټ او ويزه تګ راتګ د طالبانو په خوښه تر سره کوي.
نوموړی وايي: «اسلامي امارته که ته د پنجاني، امریکايي او یا د روسي په خوله نه یې راغلی اعلان وکړه چې، پاسپورټ نه منو که تاته (طالبان) د پنجابي له لوري افغانستان درکول شوی دی پر دغه دروازه د پاسپورت نه منلو اعلان وکړه او که اعلان نه شې کولای نو بیا دا موږ ته رامعلومه ده چې پټه خوله اقرار ده او که ته چوپ پاته یې تا د دغه ولس پر سر سودا کړي ده.»

همدارنګه نوموړی د طالبانو د چوپتیا په غبرګون وایي: «نور مو بس ده ډیر چوپ پاتې شوئ. طالبانو د پاسپورټ پر مسله خوله چوپه نیولې ده وطن یې پلورلی دی د پښتو ژبه دې پلورلې ده. له افغانانو سره چې د پاکستان له لوري کوم ظلم کیږي دا لس او شل کاله مخکې ولې دا نه ورسره کېدل نن ستا په خوښه پر افغانانو دا ظلم روان دي.»
پرلت وهونکي وايي، د دې لارې په اړه هر ډول تصمیم دلته د پرتو قبایلو په لاس کې دی.
د چمن پرلت د مرکزي کمېټې غړی امیر عبدالخالق وايي: «دلته خبره د کاروبار نه ده دلته خبره د اړیکو ده، زموږ د خپلو هغه کورنیو سره چې د سپین بولدک لوري ته دي اړیکې پرې شوې دي تګ راتګ بند شوی دی. خو د دې لارې په اړه باندې هر ډول تصمیم او پرېکړه یوازې زموږ په لاس کې ده موږ د پاکستان د حکومت هیڅ پرېکړه نه منو.»
له دغه پرلت څخه په هرو څو ورځو کې یو سیاسي ګوند خپل ملاتړ اعلانوي. او د بلوچستان ایالت ګڼ شمېر ګوندونه د یاد پرلت د پاسپورټ او ویزې نه منلو غوښتنې څخه ملاتړ کوي.
پرلت وهونکو نن یو ځل بیا د چمن ځايي چارواکو ته ګواښ وکړ او ویې ويل، که په چمن کې د پاسپورټ جوړولو دفترونه وتړل شي. پرلت وهونکي به په چمن کې ټولې دولتي ادارې بندې کړي.
د دغه پرلت د پرېکړې له مخې تېره ورځ د کوتې چمن تر منځ د لویې لارې بندېدو تر څنګ یې د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه هم ټرانزیت بند کړ.
بل خوا تېره ورځ ناوخته د سوېلي پښتونخوا ځايي حکومتي چارواکو د پرلت له یو شمېر مسولانو سره ناسته کړې خو د مثبې پایلې نه لرلو له امله خبرې اترې ناکامې شوې دي.

د چمن تر پرلت وروسته د انګور اډې اوسېدونکو تېره ورځ د انګور اډې لارې د تړلو په غبرګون کې احتجاج کړی او له پاکستاني حکومت يې غوښتي چې که په دغه لاره د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو پرېکړه بیرته وانخلي دوی به حکومتي ځایونو ته تړلې لارې همداسې بندې وساتي.
دغو احتجاج کوونکو له پرون راهیسې په انګور اډه کې پوځي چوڼیو ته تللې لارې یې بندې کړې او ګواښ يې کړی که يې غوښتنې و نه منل شي په ورته نورو ګامونو هم لاس پورې کوي.

له تېرو څلور ورځو راهیسې پاکستاني پوځ د انګور اډې لاره له پکتیکا سره د تګ راتګ پر مخ تړلې.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سوېلي پښتونخوا په چمن کې لسګونه زره ځايي خلکو د سپین بولدک- چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی او غوښتنه يې داده چې په دغه لاره دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ وشي.
تر هغه وړاندې به په دغه لارو تګ راتګ په افغان پيژندپاڼه او پاکستاني شناختي کارډ کېده.
د سوېلي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکو له پاکستاني يوځه غوښتي چې د دوی څوارلس غوښتنې به مني که نه د دوی په خبره که په راتلوونکي کې هر څه پېښ شول مسول به یې پاکستانی پوځ وي.
د انګور اډې يو ځايي مشر حاجي صحبت خان وايي: «موږ د پاکستان پوځ ته دا غوښتنې وړاندې کوو، که مني يې ښه ده، که نه بیا که هر څه پېښ شول مسولیت يې د دوی په غاړه.»
د انګور اډې اوسېدونکو په څوارلس غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل کیدل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کیدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له زندانونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې دي
خو پاکستاني حکومت په دې اړه خپل تازه دريځ نه دی روښانه کړی او یوازې په دې کلک ولاړ دی چې افغانستان ته په ټولو لارو به تګ راتګ په افغاني او پاکستاني پاسپورټ او وېزو کیږي.
د یادولو ده چې له پرون راهیسې د انګور اډې بازار په احتجاجي ډول تړل شوی.

له تېرې ورځې راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د شړلو بهیر چټک شوی او د پېښور په ټولو سیمو کې د افغان کډوالو نیونه په پراخه توګه پیل شوې ده.
ګڼ شمېر هغه افغانان چې په پېښور کې اوسېږي واييؤ چې لا هم د هغوی د پلټنې لپاره پولیس کورونو ته نه دي ورغلي؛ خو له ښارونو او بازارونو یې هغه افغانان نیولي چې د دوی په وینا اسناد یې بشپړ نه دي.
محمد ادریس چې پرون مازیګر د پېښور په کارخانو مارکېټ کې پولیسو نیولی، افغانستان انټرنشنل ته یې وویل:« زه یې له خپل دوکانه ونیولم، په بېړه یې دوکان راباندې وتاړه او زه یې له ځانه سره موټر ته پورته کړم، اوس نه پوهیږم چې څه به راپېښیږي.»
د ادریس تر څنګ لسکونه نور افغانان هغو موټرو ته پورته کړای شوي وو، چې په همدې موخه بازارونو ته راوتلي وو.
ادریس وړاندې زیاته کړه:« دلته موږ د څو لسیزو راهیسې اوسېږو او همدغلته دوکانداري کوو. اوس یې چې زه نیولی یم، نه پوهېږم زما د دوکان او پانګې برخلیک به څنګه شي. دلته زما ډېرې پیسې له خلکو سره دي، د څو لسیزو د کار او زیار ټوله شتمني مې همدلته په دوکان کې ده؛ که دوی ما له دغه هېواده تش لاس ستنوي، نو زما د کورنۍ د غړو برخلیک به څنګه کېږي؟»
د پېښور پولیسو که څه هم چې تر اوسه پورې د نویو نیول شویو افغان کډوالو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ځینو پاکستاني رسنیو په خیبر پښتونخوا کې د دغه نوي بهیر د پیلېدا پخلی کړی او د نیول شویو کډوالو شمېر یې سلګونه کسان یاد کړي دي.
ګڼ افغانان نیوکه کوي، چې د پاکستاني چارواکو د نویو پرېکړو له مخې دوی نه شي کولای چې خپلې شتمنۍ له ځانه سره ولېږدوي او د هر ستنېدونکي کس لپاره یې یوازې د پنځوس زره کلدارو پر پرېښودو هوکړه کړې.
ګڼ خلک د پاکستان پر دغې پرېکړې نیوکه کوی او هغه په لوی لاس د افغان کډوالو د شتمنیو برمته کول ګڼي.
په دې اړه څو، څو ځلې طالب چارواکو هم نېوکې کړې او هغه یې ظالمانه پرېکړه بللې وه؛ خو اسلام اباد ته د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت د وزیر له راتګ سره سم داسې رپوټونه هم خپاره شول، چې ګواکې طالب چارواکي په دې برخه کې د پاکستانی غاړې سره په خبرو اترو بوخت دي؛ خو د دغو خبرو اترو پایلې لا هم رسنیزې شوې نه دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، که افغان طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د فعالیتونو مخه ونه نیسي؛ "پاکستان به د ترهګرو تر پټنځایونو ولاړ شي او هغوی ته به عبرت ورکړي". هغه وویل چې "د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو جرم" د پاکستان لپاره یو دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ اڅکزي د چهارشنبې په ورځ په کوېټه کې په یوه خبري غونډه کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په اړه د طالبانو پر بې تفاوتۍ سخته نیوکه وکړه او دغې ډلې ته یې ګواښ وکړ.
هغه وویل، چې افغان طالبانو "د دې پر ځای چې د ترهګرۍ مخه ونیسي، وسله والو ته پټنځایونه او پرمختللې وسلې ورکړي دي".
افغان طالبانو په وار - وار د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پر وړاندې د اقدام غوښتنه رد کړې ده او د تحریک طالبان پاکستان ستونزه یې د پاکستان د داخلي ستونزو له امله ګڼلې ده.
د دې دلیل په ځواب کې د پاکستان لومړي وزیر پرون وویل، چې افغان طالبان پوهیږي چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې ده او په دغه هېواد کې پر پاکستاني ځواکونو خپل بریدونه پلانوي.
کاکړ زیاته کړه: “ که چېرې پاکستان د داعش ملاتړ وکړي او هغوی هلته لاړ شي په کابل کې چاودنې وکړي؛ نو بیا به د طالبانو او افغانان رویه د پاکستان په اړه څه ډول وي”.
نوموړي ویلي، چې طالبان باید په دې وپوهېږي، چې له افغانستانه څخه یو شمېر خلک راځي او په پاکستان کې چاودنې کوي او خلک وژني ښايي تر یوه حده وزغمل شي؛ خو که چېرې له حده واوړي نو بیا خو یې په اړه تصمیم نیول پکار دي.
هغه زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه باید د ښو ګاونډیانو په توګه له یو بل سره چلند وکړي.
د پاکستان موقت لومړی وزیر د داعش د ملاتړ خبره پر داسې مهال کوي، چې د تېر کال په وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزرات یو سند په رسنیو کې خپور شو، چې پکې ویل شوي وو، چې د داعش پټنځایونه د ډېورنډ له پولې ښکته غاړې د تیراه او یو شمېر نورو سیمو کې د پاکستان د پوځ په مرسته جوړ شوي دي.
د انوارالحق کاکړ په خبره، پاکستاني طالبان د منځنۍ اسیا هېوادونو کې نه، بلکې په افغان ځمکه کې دي او له هغه ځایه د پاکستان پرضد عملیات پلانوي.
افغان طالبانو د پاکستاني چارواکو دا تورونه تل رد کړي او وایي، هیچا ته اجازه نه ور کوي چې افغانستان د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.
طالبان وايي، دوی پاکستان کې امن غواړي او په همدې خاطر یې د واک په لومړیو کې د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو د خبرو کوربتوب هم وکړ.