تورخم دروازه يوځل بيا د پاکستان له لوري د ترانزېټ پرمخ په مشروط ډول وتړل شوه

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د دغې ډلې د تورخم د کمیسار عصمت الله يعقوب له قوله لیکلي چې، د تورخم دروازه يوځل بيا د پاکستاني چارواکو لهخوا د ترانزېټ پرمخ نن غرمه په داسې حال کې وتړله، چې له موټر چلوونکو څخه يې د ويزې او پاسپورت غوښتنه کوله.






