اېکس شبکه د خپلو اعلانونو ګټه په غزه کې اسراییلي روغتونونو او مرستندویه کارکونکو ته ورکوي

د ایکس ټولنیزې شبکې څښتن ایلن ماسک اعلان وکړ چې دغه شبکه به د خپلو اعلانونو ټول ګټه په غزه کې اسراییلي روغتونونو او مرستندویه ډلو ته ورکړي.

د ایکس ټولنیزې شبکې څښتن ایلن ماسک اعلان وکړ چې دغه شبکه به د خپلو اعلانونو ټول ګټه په غزه کې اسراییلي روغتونونو او مرستندویه ډلو ته ورکړي.
ایلن ماسک وايي، چې دغه مرستې به د سره صلیب له لارې لیږي او څارنه به يې هم د دغې ادرې له لوري کیږي.
دغه امریکايي میلیارډر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "موږ باید د نژاد، عقیدې، مذهب یا بل څه په پام کې نیولو پرته د بې ګناه خلکو ساتنه وکړو."


د المان د کولن ښار په یوه جومات کې د طالبانو د یوه چارواکي د راڅرګندېدو په اړه د غوسې په پایله کې د ویلګسټ اکاډمۍ په راتلونکې ډسمبر میاشت کې د یو کنفرانس لپاره د طالبانو حکومت یو چارواکي ته له لیږل شوي بلنلیک بېرته په شا شوې ده.
د دغې اکاډمۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې “د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره دا د خواشینۍ وړ ده، چې د ازادو او انتقادي بحثونو لپاره د مناسبې فضاء جوړول امکان نه لري.”
د دغې اکاډمۍ د مطالعاتو مشر اویې تریتمان وایې”:په اوصولو اعتقاد دا دی که تاسې غواړی د ځمکې پر مخ خلکو سره مرسته وکړئ، باید هغو سره خبرې وکړئ چې د خبرو لپاره څه لري.”
د ۱۹۸۴ کال راهیسې د افغانستان په اړه د جوړېدونکي کنفرانس مشر او د بهرنیو چارو په وزارت کې د فیډرال حکومت پخوانی استازی کرستوف زوپل وایي؛ د افغانستان په اړه د لویدیځ د تګلارې له غمجنې ناکامۍ وروسته د طالبانو له استازو سره خبرې اترې یوه له هغو څو لارو څخه وه، چې په افغانستان کې د بشري پرمختګ لپاره یې پایله ورکولی شوه.
زوپل ټینګار وکړ، چې په دې غونډه کې د طالبانو د استازي ګډون چې اوس لغوه شوی، د فیډرال چارواکو سره له مشورې پرته شونې نه وه.
په همدې حال کې د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې رییس عبدالباري عمر کابل ته له راستنېدو وروسته ومنله چې له هالنډ څخه یې د شینګین وېزه ترلاسه کړې ده.
عمر اف-ای-زي نومې رسنۍ ته ویلي، چې په کولن کې په خپله کړې غوڼډه “ویاړي” او هېڅ ناقانونه عمل یې نه دی ترسره کړي.
هغه اروپا ته د نورو طالبانو د استازو ممکن سفرونه هم رد نه کړل.
د راپورونو له مخې؛ ځینې طالب چارواکي د شنګین اوږدمهالې ویزې لري.

هندي چارواکو اعلان وکړ چې دوی د هېواد په شمال کې د سړک د تونل د نړیدو نه نهه ورځې وروسته په تونل کې بند پاتې ۴۱ ساختماني کارګرانو سره ویډیویي اړیکه نیولې. هندي چارواکي وایي چې ټول کارکوونکي روغ رمټ دي.
هندي چارواکو د سې شنبې په ورځ (د لړم په ۳۰مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد مرستندویه ځواکونه توانېدلي چې د تونل هغې برخې ته یوه کامره په بریالیتوب سره ولېږدوي چېرته چې کارګران بند پاتې.
رویټرز راپور ورکړی چې د یوه مرسته کوونکي غږ اوریدل کیږي چې له کارګرانو غواړي یو یو کس د کامرې مخې ته راشئ او ځانونه معرفي کړئ.
د دغه هېواد د چارواکو لخوا په خپرې شوې ۳۰ ثانیې ویډیو کې، چې د کامرې مخې ته ۱۲ کارګران د نیمه دایرې په شکل ولاړ دي ښکاري.
دغه کارګران د لړم په ۲۱مه د تونل د یوې برخې د نړیدو له امله د دغه تونل په ۲۰۰ متره واټن کې بند پاتې دي. دغه کارګرانو د «اوتاراکند» په ایالت کې د همالیا په سیمه کې په داسې حال کې چې دا تونل یې جوړولو په تونل کې بند پاتې شول.
د دغو کارګران د ژغورنې عملیات د جمعې په ورځ د دغه تونل د نړیدو د اندېښنې له وجهې ودرول شو.
چارواکو ویلي چې دوی په پنځو نورو پلانونو کار کوي ترڅو کارګران له تونل څخه وباسي.

په داسې حال کې چې اسراییل د الشفاء روغتون په اړه خپله تبلیغاتي جګړه غزوي، په هم مهاله توګه د یو بل روغتون د محاصره کولو هڅې یې هم پیل کړي دي. بل خوا د اسراییل له خوا خپرې شوې ویډیوګانې قانع کوونکې نه دي، چې وښيي حماس له دغه روغتونه د قوماندې د مرکز په توګه استفاده کوله.
په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر د ۵۵۰۰ ماشومانو په ګډون له ۱۳ زره فلسطینیانو اوړي؛ د اسراییل دفاعي ځواکونو په دې لټه کې دي چې د الشفاء روغتون نه د خپلو هغو اعمالو د توجیه لپاره چې د توجیه وړ نه دي، د یو نندارتون په توګه کار واخلي.
دا روښانه ده چې د اسراییل ستراتیژي د دې باور په جوړولو متمرکزه ده، چې که د اسراییل دفاعي ځواکونه نړۍ په دې قانع کړي، چې حماس د دغه روغتون نه د عملیاتو د مرکز په توګه کار اخیستی، نو ټولې بمبارۍ، د کډوالو په کمپونو، په ښوونځیو او روغتونونو شوي بریدونهربه یوازې د یو ترهګر دښمن پر وړاندې د جنګي کړنو په توګه په نظر کې ونیول شي.
اسراییل او سپینې ماڼۍ، د ولسمشر جو بایډن په ګډون، خپل اعتبار له دې ادعا له امله له چې ګواکې د الشفاء روغتون لاندې یوه ستره دودکونکي وسله شته دی، له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
متحده ایالاتونو په علني توګه دا ویلي، چې د خپلو ادعاو د ملاتړ لپاره یوازې په اسراییل اتکا نه کوي.
سره له دې چې هم امریکا او هم اسراییل په غزې تړانګه کې د خپل دښمن د جرمونو په اړه د دروغ ویلو سابقه لري، مګر اوس اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایا د الشفا روغتون لاندې کومه خونه یا تونل شته او که نه؟ بلکې پوښتنه دا ده چې ایا له دغو تونلونو د یو واضح نظامي یا جګره يیزې موخې لپاره د حماس له خوا کار اخیستل شوی که نه؟ هغه ډول چې امریکا او اسراییل یې ادعا کوي.
په اسراییل که د حماس په رهبرۍ د ۷ د اکتوبر عملیاتو راهیسې، چې پکې ۸۴۵ ملکي اسراییلیان او ۳۵۰ اسراییلي عسکر او پولیس وژل شوي او ۲۴۰ نفره برمته شوي وو، د اسراییل دفاعي ځواکونو د حماس د ځمکې لاندې تونلونو باندې په جدي توګه تمرکز کړي دی.
د اسراییل هغه ادعا چې ګواکې د حماس اصلي مرکز د الشفاء روغتون لاندې د تونلونو په شبکه کې دی، یوه نوې ادعا نه ده؛ خو په دې اړه لیواله تمرکز د دې ښکارندویې کوي چې اسراییل غواړي دغه موضوع د خپلې قضیې اصلي برخه وګرځوي، چې د هغو انتقادونو پر وړاندې چې په غزه کې د ملکیانو د بې توپیره وژلو او د هغوی د کورونو ویجاړولو په اړه کیږي، له ځانه دفاع وکړي.
اسراییل په دې هڅه کې دی چې د الشفاء روغتون په خپل روایتي جنګ کې د یو ازمون په توګه وکاروي. دغه هېواد په خبریالانو، ملګرو ملتونو، ډاکټرانو او نرسانو تور پورې کړی چې هڅه کوي د حماس له خوا د یو نظامي مرکز په توګه د روغتون کارول له نړۍ پټ وساتي.
تر اوسه د اسراییل دغه پروپاګند په ښه توګه پر مخ نه دی روان.
د اسراییلي ځواکونو په لومړیو کې ادعا کوله چې الشفاء روغتون د حماس پنټځای دی، هغه روایت چې د بایډن د ادارې له خوا یې هم ملاتړ شوی.
اسراییل د شواهدو لومړۍ لړۍ خپره کړې چې پکې ډېر شمېر اوتوماتې وسلې چې ځینې یې د ام ار ای د ماشین تر شا اېښودل شوې او یوه زغره چې د حماس لوګو پرې وهل شوې ده.
داسې برېښي چې د اسرییل د سرسختو ملاتړ کوونکو پرته دغو شواهدو بل هېڅوک په دې نه دي قانع کړي، چې الشفاء روغتون دې د حماس اوسنیو عملیاتو ته ارزښتناکه وي.
ډېری نورې هڅې د هغو ویډیوګانو د جوړولو لپاره چې اسراییل یې په روغتونونو کې د حماس د نظامي مرکزونو د ثبوت په توګه ادعا کوي، د پسخند او شک په سترګه ورته کتل شوي دي؛ ان د غربي رسنیو په ګډون.
په تاریخي توګه دغو رسنیو د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییل د عملیاتو په اړه د هغوی د پوځ څرګندونې د واقعیت په توګه خپرې کړي دي.
د اسراییل د دفاعي ځواکونو له خوا خپرې شوې دغو ویډیوګانو باندې په خواله رسنیو کې ریشخند وهل شوی.
د الشفاء روغتون کارمندانو او اروپایې ډاکټرانو چې هلته یې د کلونو لپاره کار کړی، هغه تورونه رد کړي چې دغه روغتون دې د حماس له خوا د کوم نظامي موخې لپاره کارول شوي وي.
حماس هم دغه تورونه رد کړي دي.
اسراییل د یکشنبی په ورځ د دوو ویډیوکانو په خپرولو سره ادعا وکړه، چې دغه ویډیوګانې یو ۵۵ متره مستحکم تونل مستندوی چې ۱۰ متره تر الشفاء روغتون لاندې جوړ شوی دی.
یادې ویډیو ګانې چې ظاهرا د ډرون په واسطه ثبت شوې دي او د اسراییل په وینا د تونل په پای کې د انفجار ضد هغه دروازه ښیې، چې داسې ځانګړي سوري لري چې حماس ته اجازه ورکوي چې په اسراییلي ځواکونو برید وکړي.
اسراییلي دفاعي ځواکونو په یوې اعلامیه کې ويلي چې “ دغه موندنې پرته له شکه دا ثابتوي چې په دغه روغتون کې شته ودانیو څخه د حماس ډلې له خوا د ترورستي کړنو له پاره کارول کیږي. دا یو بل ثبوت دی چې د حماس ترورستی ډله د خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي ترڅو خپلې وژونکې ترهګریزې کړنې ترسره کړي.”
دا کوم راز نه دی چې غزه پراخ تر ځمکې لاندې تونلونه لري، په تېرو دوو لسیزو کې اسراییل د دغو تونلونو د ویجاړولو لپاره عملیات ترسره کړي دي؛ ترڅو د دغو تونلونو د شبکې ځینې برخې ویجاړې کړي.
هغه تونلونه چې د غزې له سویل د مصر پر لور جوړ شوي، د کلونه لپاره د قاچاق په موخه کارول شوي دي. اسراییل ادعا کوي، چې د دغو تونلونو اصلي موخه د وسلو ځای پر ځای کول دي؛ خو څارونکي بیا دغو تونلو ته د ژغورنې د یوې لارې په توګه ګوري چې خوراکې توکي او نور مواد د غزې محاصره شوي خلکو ته قاچاق کوي.
دا شونې ده چې دغه دواړه ادعاوې سمې وي.
په وروستیو کلونو کې اسراییل او مصر د دوی خاورو د ورغلو تونلونو د بندولو هڅې کړې دي. اسراییل له غزه سره په سرحد کې په دغو تونلونو کې د کانکريټي دیوالونو او نورو موانعو جوړولو هڅه هم کړې، چې خپلې خاورې ته د حماس یا نورو اورپکو د ننوتول او هلته د عملیاتو د ترسره کولو مخه ونیسي.
په ۲۰۰۶ کال کې حماس د دغو تونلونو څخه په استفادې سره د اسراییل د دفاعي ځواکونو د یو عسکر "جیلات شالیت" تر نیولو وروسته غزې ته وړی و. شالیت په ۲۰۱۱ کال د زندانیانو په تبادله کې خوشې شوی و.
د الشفاء تونلونه د اسراییل له خوا جوړ شوی وو
د الشفاء روغتون لاندې تونلونه او خونې شته دي. مونږ په دې ځکه پوهیږو چې اسراییل اقرار کړی و، چې دغه تونلونه او خونې یې په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې جوړ کړې وې. د اسرايیلي رسنیو د رپوټ له مخې؛ د ځمکې لاندې تاسیسات د تل ابیب معمارانو ګرشون زیپور او بنجمین ایدلسون له خوا طراحي شوي وو.
اسراییلو د امریکا په مرسته د روغتون د تعمیر بیارغونه او پراختیا ترسره کړه، په دې پروژه کې د ځمکې لاندې د یو کانکریټي منزل کیندل او جوړول هم شامل وو.
د ځمکې لاندې تاسیسات د الشفاء د بیا جوړونې او پراختیا د هڅو برخه وه، چې د اسراییل د ټولګټو چارو ادارې له خوا ترسره کېده.
د هاارتص اسراییلي ورځپاڼې د رپوټ په اساس “د اسراییل ملکي ادارې د روغتون دویم نمبر تعمیر بیارغونه وکړه چې یوه پراخه کانکریټي زیرزمیني چې د روغتون دوبي خونه او اداري برخې پکې فعالیت لري.”
د الشفاء روغتون لاندې تونل او خونو بیارغونه په ۱۹۸۳ کالې کې پای ته رسېدلې وه.
د تابلیت مجلې دغه فضاء د "یو امنې فضاء ځمکې لاندې خونې او تونلونو شبکې” په توګه بیان کړې ده. د زیپور زوی بارک چې د خپل پلار د طراحۍ په شرکت کې یې په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې کار پیل کړ، ویلې یې دي چې په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې د اسراییل ساختماني قراردادیانو حماس د امنیتي ګاردانو په توګه په کار ګمارلي و، چې په تعمیر د بریدونو مخنیوی وکړي.
اسراییل ادعا کړې، چې په غزه کې په ۲۰۰۶ کال کې واک ته د حماس له رسېدلو وروسته دغه ډلې د اسراییل له خوا په الشفاء روغتون کې جوړ شوي تاسیسات ترلاسه او تر بیارغونې وروسته یې د عملیات د کنټرول په مرکز بدل کړل. ځینې نړۍوالو خبریالانو ویلي، چې د حماس له خوا مجلسونو ته د روغتون زیرزمینۍ ته بلل شوي.
اسراییل د دغې زیرزمینۍ څخه د حماس د مرکز په توګه یادونه کړې ده. په غزه کې د ۲۰۱۴ کال د جګړې پرمهال د واشنګټن پوست خبریال ویلیام بوت ویلي وو، چې الشفاء روغتون د حماس د مشرانو مرکزی دفتر په شان دی او هغوی په دهلیزونو او دفترونو کې لیدل کیږي.
داسې فکر به وکړو، چې دغه ادعاوې سمې دي؛ خو په عین حال کې د شرم وړ او منطقي کار دی، چې حماس په روغتون کې له خبریالانو سره ګوري، ځکه اسراییل په واضح توګه غواړي چې د حماس غړي له منځه یوسي.
دا کار د خجالت وړ هم دی؛ خو له هغه څه سره ډېر توپیر لري، چې ویل کیږي د روغتون لاندې یو پټ ځای د نظامي قوماندې مرکز په توګه کارول کیږي.
دغه واقعیت چې اسراییل د الشفاء روغتون لاندې تونلونه او خونې جوړې کړې وې، هېڅ څه نه ثابتوي. ډېری روغتونونه د اسراییلي روغتونو په ګډون په ځانکړې توګه په جنګي سیمو کې د ځمکې لاندې تاسیسات لري.
دا چې پخوا داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې د حماس غړي په روغتون کې لیدل شوي هم کوم څه نه ثابتوي. اسراییل باید لا ډېر قوي او د قناعت وړ شواهد وړاندې کړي؛ په ځانکړې توګه داسې شواهد چې د دوی دغه ادعا چې ګواکې دغه سیمه په اوسني جنګ کې پراخ پوځي او عملیاتي ارزښت لري.
د اسراییل له خوا د اوښتي ملکي تلفاتو او خساراتو ته په لیدو، د داسې شواهدو لپاره باید معیارونه ډېر لوړ وي.
د بایډن ادارې د دې لپاره چې اسراییل پر الشفاء روغتون عملیات وکړي، د دغه روغتون په اړه یې ځینې ادعاوې وړاندې کړې، اوس باید واضح دلایل وړاندې کړي ترڅو خپلې ادعاوې ثابتې کړي.
پروپاګند او نړۍوال قوانین
په داسې حال کې چې اسراییل د الشفاء روغتون په اړه خپله تبلیغاتي جګړه غځوي، په هم مهاله توګه د یو بل روغتون؛ اندونیزیایي روغتون د محاصره کولو هڅې یې هم پیل کړي، دغه روغتون په شمالي غزه کې یوازینی طبي مرکز دی.
د محلي چارواکو په خبره؛ د اسراییل توغندو په دغه روغتون کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر رتنو مارسودی اسراییل د نړۍوالو قوانینو په ماتولو تورن کړی دی.
هغه ویلي ټول هېوادونه او په ځانګړې توګه هغه چې له اسراییل سره نېږدې اړیکي لري، باید خپل ټول نفوذ او توانایې وکاروي چې اسراییل دې ته اړ کړي چې خپل جنایتونه ودروي.
نړۍوال بشري قوانین د روغتونونو د محافظت په اړه واضح دي، که دا شک موجود وي چې د جګړې د یو اړخ په توګه د روغتون کارول په دې موخه چې خپل دښمن ته صدمه ورسوي، په دې صورت کې روغتون له هر ډول برید نه باید په امان کې وي.
حتا که د جګړې د یو اړخ که خوا د روغتون نه د استفادې په اړه واضح دلایل هم موجود وي، بیا هم د روغتون پر وړاندې پوځي اقدام نه شي کېدای او روغتون کې شته ملکي کسان باید له هر ډول تېري په امان کې اوسي.
که دا په قاطع توګه ثابته شي چې حماس د روغتون نه په عمدې توګه ناوړه استفاده کړې او د هغه لاندې یې د قوماندې مرکز جوړ کړی دی، د دغه کار د کولو په خاطر باید د جنګي جرمونو د ترسره کولو د تور سره مخامخ شي، حماس باید د دغه کار ځوابګویه اوسي؛ نه بیګناه ملکیان.
په عین حال کې که اسراییل په غزه کې تر ټولو مهم روغتون د یو پوځي مرکز په توګه ښودلو کې غالي کړې وي، باید نړۍ اسرايیلي چارواکي مسوول وبولي د دغه ډول یو پراخ پروپاګند د ترسره کولو په خاطر د بایډن اداره هم باید په دې برخه کې ځوابګویه اوسې.
د ولسمشر بایډن په شمول د هغه نقش له عمله چې امریکا یې په دې جګړه کې لوبوي.
که پراخ تصویر ته وکتل شي، حماس او الشفاء روغتون تر ډېره د غزې پر وړاندې د اسرايیل په جنګ کې د کلي او نه منکریدونکو حقایقو نه د عامه افکارو د اړولو لپاره کار اخیستل شوي.
د متحده ایالاتو له پیسو، سیاسي ملاتړ او پوځي امکاناتو څخه په استفادې سره اسراییل د غزې د ملکي وکړو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک د جمعي مجازاتو کمپاین ترسره کړی دی.
یادونه: دا تحلیلي مطلب له انټرسپټ رسنۍ څخه را ژباړل شوی دی.

د کډوالو نړۍوال سازمان وايي، د افغان راستنېدونکو ورځنی شمېر له ۲۰۰ څخه ۱۷ زرو ته لوړ شوی دی. د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې له اوسني بشري ناورین سره، دغه کډوال له مبهم او ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان له پاکستانه د راستنېدونکو د وضعیت په اړه په تازه خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې ډېری یې له پاکستانه د وتلو او د خپلو شتمنیو پرېښودو ته اړ شوي دي.
دغه سازمان ټینګار کوي چې«افغانستان ته راستنیدونکي خلک ډېر زیانمنونکي دي او په پولو او اوږدمهاله سیمو کې بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.»
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان د تازه شمېرو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۳۷۵ زره افغانان له پاکستانه وتلي، چې ډېری یې د تورخم او سپین بولدک له لارې پاکستان ته اوښتي دي. له بلې خوا پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د ایستل شویو کډوالو شمېر له ۴۰۰ زرو څخه اوښتی دی.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د جورج ټاون پوهنتون له خوا په یوه تازه خپاره شوي راپور کې هم راغلي چې افغانستان د داخلي بې ځایه شویو د شمېر له پلوه په نړۍ کې درېیم هېواد دی.
د دې راپور لیکوالانو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه په خپلو موندنو کې لیکلي چې د بې ځایه شویو لپاره د مناسبو کورونو جوړول د هغوی د اقتصادي خپلواکۍ د تضمین او پر بشري مرستو د هغوی د تکیه د کمولو لپاره یوه اساسي موضوع ده.
ملګري ملتونه په افغانستان کې بشري ناورین او په میلیونونو داخلي بې ځایه شویو ته په اشارې سره وايي، چې له راستنیدونکو سره د عاجلو مرستو د دوام لپاره عاجلو مالي سرچینو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو دغه اژانس ټینګار کوي چې د جبري راستنیدونکو شمېر هره ورځ په بې ساري ډول مخ په زیاتیدو دی او دغو راستنیدونکو لپاره مخکې له دې چې ټاکل شویو سیمو ته ولاړ شي لویو مرکزونو ته اړتیا ده چیرې چې له تګ دمخه مرستې ترلاسه کړي.

د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د لبنان په جنوبي برخه کې د اسراییل په هوايي برید کې د المیادین ټلویزیون دوه خبریالان او یو بل ملکي وګړی وژل شوي دي.
د لبنان لومړي وزیر دغه برید د رسنیو د خاموشه کولو لپاره د اسراییل یوه هڅه بللې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دغه برید کې د المیادین شبکې خبریال فرح عمر او د المیادین شبکې کمره مین ربیع المماري وژل شوي دي.
اسراییلي پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اعلان کړی، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د نومبر تر ۲۱ نېټې پورې تر ۵۰ زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.