• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لبنان کې د اسراییل د هوايي برید له امله د یوه ټلویزیون دوه خبریالان وژل شوي دي

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د لبنان په جنوبي برخه کې د اسراییل په هوايي برید کې د المیادین ټلویزیون دوه خبریالان او یو بل ملکي وګړی وژل شوي دي.

د لبنان لومړي وزیر دغه برید د رسنیو د خاموشه کولو لپاره د اسراییل یوه هڅه بللې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دغه برید کې د المیادین شبکې خبریال فرح عمر او د المیادین شبکې کمره مین ربیع المماري وژل شوي دي.

اسراییلي پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اعلان کړی، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د نومبر تر ۲۱ نېټې پورې تر ۵۰ زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

کاناډا په افغانستان کې د کاناډايي پوځ په تړاو د لیکل شوي کتاب پر خرڅلاو بندیز ولګاوه

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۰

"کاناډايي ځواکونه په افغانستان کې" اثر چې د یوې لسیزي په ځنډ سره خپور شو د لوستلو او خرڅلاو محدودیت پرې وضع شوی او یوازې د دې کتاب کاپي د کاناډا په پوځي واحدونو او اکاډمیکو انسټیټیوتونو کې ترلاسه کېدی شي. تر اوسه دا نه ده روښانه چې پر دغه کتاب ولې بندیز لګېدلی.

اوتاوا ستیزن د نومبر په ۲۱مه د کینګسټون کې د رویال پوځي پوهنتون استاد ستیف لوکیټس له قوله لیکلي، چې د کاناډا پوځ باید د افغانستان په اړه دې مهم کتاب ته لاسرسی محدود نه کړي.
خو د کاناډا وسله وال پوځ او د ملي دفاع وزارت د هغه تاریخي اثر له لوستلو چې په افغانستان کې د کاناډایي نارینه او ښځینه و د جګړې او وژل کیدو په اړه دی، منع کوي چې په تېر جولای کې چاپ شوی.
په افغانستان کې د کاناډایې ځواکونو حماسې اثر اتلس سو مخونه لري، چې د کاناډا د پوځ له خوا په ۱۶۰۰ تیراژ کې محدود شوی، ۸۰۰ توکه په انګلیسي او ۸۰۰ یې هم په فرانسوي ژبې چاپ شوی.
د دې کتاب هارډ کاپي یوازې د کاناډا په پوځي واحدونو او اکاډمیکو انسټیټیوتونو کې ترلاسه کیدی شي؛ خو داسې ویل شوي چې دا کتاب به په وړیا توګه د انلاین له لارې د لوستونکو لپاره چمتو شي؛ خو د اوس لپاره حتا هغه کاناډایان هم ورته لاسرسی نه لري چې د کتاب لوستلو لپاره پیسې ورکوي.
د دې کتاب لیکوال پوځي تاریخ لیکونکی شان مالوني دی او دا کتاب یې د لسو کلونو په لړ کې لیکلی.

دا چې ولې د دغه کتاب چاپ یوه لسیزه ونیوله عامل یې په پوځ کې ځینې کسان وو، چې نه یې غوښتل دا کتاب چاپ شي.
شان د دغه کتاب د لیکلو په جریان کې درې نور کتابونه هم چاپ کړي او کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول هڅه یې وکړه له هغو افغانانو سره مرسته وکړي، چې له کاناډایانو سره یې کار کړی و.
د دې کتاب د لوستلو لپاره انتظار او لیوالتیا له بې حده وه؛ خو کله چې چاپ شو، محدودیت پرې ولګید.

د دې کتاب یوه نسخه د ار ام سي کتابوتون کې ایښودل شوې، چې ډېر محدود کاناډایان یې هلته لوستلی شي.
په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د کاناډا د پوځ قوماندان جنرال انډریو لیسلي شان ته دنده وسپارله چې افغانستان ته ولاړ شي او له هغه ځایه دې د پوځ تاریخ د مسلکي تاریخ لیکونکې په توګه ولیکي.

شان د یو عالم په توګه د خپلو لیکلو اکاډمیک او ایډیتوریل ازادي غوښتنه کړې وه.
د رویال پوځي پوهنتون استاد ستیف لوکیټس وايي، چې د کانادا د دفاع وزیر دا واک لري، چې د شان کتاب د پوځ له بندیزونو خلاص کړي.
نوموړي له ښاغلي بیل بلیر څخه غوښتي: «مهرباني وکړئ د شان مالوني کتاب ازاد کړئ، ټولو کاناډایانو ته یې د لوستلو فرصت ورکړئ. ناشرانو ته یې د چاپ فرصت ورکړئ او کاناډایي پوهانو او ماهرانو ته اجازه ورکړئ چې په افغانستان کې زموږ د پوځ د تاریخ په لومړۍ مسوده تبصره وکړئ».

ایراني رسنیو د دغه هېواد د اسلامي شورا د ودانۍ مخې ته د ډزو خبر ورکړی

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۷ GMT+۰

ایراني رسنیو د سې شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د ایران د اسلامي شورا د ودانۍ مخې ته د ډزو خبر ورکړی. د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې برید کوونکی نیول شوی دی.

د تهران پولیسو ویلي دي، چې په دې ډزو کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د تهران د پولیسو د اطلاعاتو مرکز اعلان وکړ، چې یو کس د اسلامی شورا د ودانۍ مخې ته د ښکار د وسلو په وسیله ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا؛ برید کوونکی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

په سوېلي وزیرستان انګور اډه کې احتجاج کوونکو په دویمه ورځ خپلې غوښتنې وړاندې کړې

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د چمن تر پرلت وروسته د انګور اډې اوسېدونکو تېره ورځ د انګور اډې لارې د تړلو په غبرګون کې احتجاج کړی او له پاکستاني حکومت يې غوښتي چې که په دغه لاره د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو پرېکړه بیرته وانخلي دوی به حکومتي ځایونو ته تړلې لارې همداسې بندې وساتي.

دغو احتجاج کوونکو له پرون راهیسې په انګور اډه کې پوځي چوڼیو ته تللې لارې یې بندې کړې او ګواښ يې کړی که يې غوښتنې و نه منل شي په ورته نورو ګامونو هم لاس پورې کوي.

100%


له تېرو څلور ورځو راهیسې پاکستاني پوځ د انګور اډې لاره له پکتیکا سره د تګ راتګ پر مخ تړلې.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سوېلي پښتونخوا په چمن کې لسګونه زره ځايي خلکو د سپین بولدک- چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی او غوښتنه يې داده چې په دغه لاره دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ وشي.
تر هغه وړاندې به په دغه لارو تګ راتګ په افغان پيژندپاڼه او پاکستاني شناختي کارډ کېده.
د سوېلي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکو له پاکستاني يوځه غوښتي چې د دوی څوارلس غوښتنې به مني که نه د دوی په خبره که په راتلوونکي کې هر څه پېښ شول مسول به یې پاکستانی پوځ وي.
د انګور اډې يو ځايي مشر حاجي صحبت خان وايي: «موږ د پاکستان پوځ ته دا غوښتنې وړاندې کوو، که مني يې ښه ده، که نه بیا که هر څه پېښ شول مسولیت يې د دوی په غاړه.»
د انګور اډې اوسېدونکو په څوارلس غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل کیدل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کیدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له زندانونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې دي
خو پاکستاني حکومت په دې اړه خپل تازه دريځ نه دی روښانه کړی او یوازې په دې کلک ولاړ دی چې افغانستان ته په ټولو لارو به تګ راتګ په افغاني او پاکستاني پاسپورټ او وېزو کیږي.

د یادولو ده چې له پرون راهیسې د انګور اډې بازار په احتجاجي ډول تړل شوی.

له غزې څخه ۳۰ له وخته وړاندې زېږېدلي ماشومان مصر ته لېږدول کیږي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۰

فارس نیوز د فلسطیني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په غزه کې نېږدې ۳۰ هغه ماشومان چې وړاندې له وخته زېږېدلي د مصر روغتونونو ته به ولېږدول شي.

خبر د فلسطین د روغتیا وزارت د ویاند مدحت عباس په حواله زیاتوي، چې دغه ماشومان د تېرې یکشنبې په ورځ (د نومبر ۱۹مه) د غزې له یو شمېر روغتونونو څخه ایستل شوي دي.

ښاغلی عباس وايي، چې د دغو ماشومانو د ښې ساتنې په پار د مصر له روغتیايي چارواکو سره خبرې شوي او د لېږد چارې یې پیل شوي دي.

تېره ورځ د روغتیا سازمان هم ویلي، چې د غزې په یو شمېر روغتونونو کې ځینې ناروغان شته او هلته د درملنې له ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا دغه سازمان د یو شمېر ماشومانو د موجودیت خبر هم ورکړی و او ویلي یې وو، چې دغه ماشومان په خورا نازک حالت کې ژوند کوي.

دوه ورځې وړاندې د حماس رسنیز دفتر ویلي وو، تر اوسه په غزه کې له دولس زرو زیات انسانان وژل شوي، چې د وژل شویو په ډله کې پنځه زره ماشومان او درې زره یې مېرمنې دي.

د حماس د رسنیز دفتر د اطلاعاتو له مخې؛ لږ تر لږه ۲۰۰ تنه ډاکتران، روغتیا پالان او مرستندویان هم په غزه کې وژل شوي دي.

حماس دا رنګه زیاته کړې؛ د ۲۵ روغتونونو او ۵۲ روغتیايي مرکزونو چارې په ټپه درېدلې او ۵۵ امبولانسونه هم په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي.

جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د جرمني له خوا د پنځه میلیونه یورو د نوې مرسته خبر ورکړ.

اوچا د دوشنبې په ورځ وویل؛ دا پیسې به په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې له فعالیتونو سره د مرستې لپاره ولګول شي.

اوچا وايي، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق تاسیس راهیسې جرمني څه باندې ۲۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم اوچا پر نړۍوالې مرستندویه ټولنې غږ کړی، چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي، لرې نه ده چې راتلونکی ژمی به په افغانستان کې یو بحراني ژمی وي.