• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني رسنیو د دغه هېواد د اسلامي شورا د ودانۍ مخې ته د ډزو خبر ورکړی

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۷ GMT+۰

ایراني رسنیو د سې شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د ایران د اسلامي شورا د ودانۍ مخې ته د ډزو خبر ورکړی. د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې برید کوونکی نیول شوی دی.

د تهران پولیسو ویلي دي، چې په دې ډزو کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د تهران د پولیسو د اطلاعاتو مرکز اعلان وکړ، چې یو کس د اسلامی شورا د ودانۍ مخې ته د ښکار د وسلو په وسیله ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا؛ برید کوونکی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په سوېلي وزیرستان انګور اډه کې احتجاج کوونکو په دویمه ورځ خپلې غوښتنې وړاندې کړې

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د چمن تر پرلت وروسته د انګور اډې اوسېدونکو تېره ورځ د انګور اډې لارې د تړلو په غبرګون کې احتجاج کړی او له پاکستاني حکومت يې غوښتي چې که په دغه لاره د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو پرېکړه بیرته وانخلي دوی به حکومتي ځایونو ته تړلې لارې همداسې بندې وساتي.

دغو احتجاج کوونکو له پرون راهیسې په انګور اډه کې پوځي چوڼیو ته تللې لارې یې بندې کړې او ګواښ يې کړی که يې غوښتنې و نه منل شي په ورته نورو ګامونو هم لاس پورې کوي.

100%


له تېرو څلور ورځو راهیسې پاکستاني پوځ د انګور اډې لاره له پکتیکا سره د تګ راتګ پر مخ تړلې.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سوېلي پښتونخوا په چمن کې لسګونه زره ځايي خلکو د سپین بولدک- چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی او غوښتنه يې داده چې په دغه لاره دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ وشي.
تر هغه وړاندې به په دغه لارو تګ راتګ په افغان پيژندپاڼه او پاکستاني شناختي کارډ کېده.
د سوېلي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکو له پاکستاني يوځه غوښتي چې د دوی څوارلس غوښتنې به مني که نه د دوی په خبره که په راتلوونکي کې هر څه پېښ شول مسول به یې پاکستانی پوځ وي.
د انګور اډې يو ځايي مشر حاجي صحبت خان وايي: «موږ د پاکستان پوځ ته دا غوښتنې وړاندې کوو، که مني يې ښه ده، که نه بیا که هر څه پېښ شول مسولیت يې د دوی په غاړه.»
د انګور اډې اوسېدونکو په څوارلس غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل کیدل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کیدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له زندانونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې دي
خو پاکستاني حکومت په دې اړه خپل تازه دريځ نه دی روښانه کړی او یوازې په دې کلک ولاړ دی چې افغانستان ته په ټولو لارو به تګ راتګ په افغاني او پاکستاني پاسپورټ او وېزو کیږي.

د یادولو ده چې له پرون راهیسې د انګور اډې بازار په احتجاجي ډول تړل شوی.

له غزې څخه ۳۰ له وخته وړاندې زېږېدلي ماشومان مصر ته لېږدول کیږي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۰

فارس نیوز د فلسطیني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په غزه کې نېږدې ۳۰ هغه ماشومان چې وړاندې له وخته زېږېدلي د مصر روغتونونو ته به ولېږدول شي.

خبر د فلسطین د روغتیا وزارت د ویاند مدحت عباس په حواله زیاتوي، چې دغه ماشومان د تېرې یکشنبې په ورځ (د نومبر ۱۹مه) د غزې له یو شمېر روغتونونو څخه ایستل شوي دي.

ښاغلی عباس وايي، چې د دغو ماشومانو د ښې ساتنې په پار د مصر له روغتیايي چارواکو سره خبرې شوي او د لېږد چارې یې پیل شوي دي.

تېره ورځ د روغتیا سازمان هم ویلي، چې د غزې په یو شمېر روغتونونو کې ځینې ناروغان شته او هلته د درملنې له ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا دغه سازمان د یو شمېر ماشومانو د موجودیت خبر هم ورکړی و او ویلي یې وو، چې دغه ماشومان په خورا نازک حالت کې ژوند کوي.

دوه ورځې وړاندې د حماس رسنیز دفتر ویلي وو، تر اوسه په غزه کې له دولس زرو زیات انسانان وژل شوي، چې د وژل شویو په ډله کې پنځه زره ماشومان او درې زره یې مېرمنې دي.

د حماس د رسنیز دفتر د اطلاعاتو له مخې؛ لږ تر لږه ۲۰۰ تنه ډاکتران، روغتیا پالان او مرستندویان هم په غزه کې وژل شوي دي.

حماس دا رنګه زیاته کړې؛ د ۲۵ روغتونونو او ۵۲ روغتیايي مرکزونو چارې په ټپه درېدلې او ۵۵ امبولانسونه هم په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي.

جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د جرمني له خوا د پنځه میلیونه یورو د نوې مرسته خبر ورکړ.

اوچا د دوشنبې په ورځ وویل؛ دا پیسې به په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې له فعالیتونو سره د مرستې لپاره ولګول شي.

اوچا وايي، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق تاسیس راهیسې جرمني څه باندې ۲۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم اوچا پر نړۍوالې مرستندویه ټولنې غږ کړی، چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي، لرې نه ده چې راتلونکی ژمی به په افغانستان کې یو بحراني ژمی وي.

د اسراییل او حماس د جګړې په اړه د بېجېنګ غونډه؛ ریاض د جګړې د بندولو د اقدام غوښتنه وکړه

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۱ GMT+۰

د اسلامي همکاريو د سازمان سرمنشي او د ځينو عربي هېوادونو وزيران د لړم په ٢٩مه نېټه د غزې د کړکېچ په اړه په دوه ورځینۍ غونډه کې د ګډون لپاره بېجېنګ ته ولاړل. په ورته وخت کې د سعودي د بهرنیو چارو وزارت له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په غزه کې د جګړې د بندولو لپاره اقدام وکړي.

په دې غونډه کې د اسلامي همکاريو د سازمان د عمومي منشي حسين ابراهيم طحه ترڅنګ د فلسطين، سعودي عربستان، مصر، اردن او انډونيزيا د بهرنيو چارو وزيرانو هم ګډون لري.

ټاکل شوې چې دغه غونډه تر سې شنبې پورې دوام وکړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن برهان ال سعود په دې غونډه کې وویل: "موږ دلته د دې لپاره راغلي یو، چې یو واضح پیغام واستوو، چې جګړه او وژنه باید سمدستي ودرول شي او بشري تجهیزات باید غزې ته ولېږل شي".

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: "ریاض په بېجېنګ کې له خپلو ملګرو سره د لا زیاتو همکاریو په لټه کې دی تر څو ژر تر ژره دا کړکیچ او دغه ناوړه حالت پای ته ورسوي".

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا غونډه په غزه کې د بشري ناورین د مخنیوي او د بشریت پر ضد د اسراییلي چارواکو د «جنایتونو» د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري هم ویلي، چې هېواد یې غواړي بېجېنګ د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو پرضد د بریدونو په مخنیوي کې رغنده رول ولوبوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د تاوتریخوالي د کمولو او د اسراییل او فلسطین له حکومتونو څخه د یوې حل لارې د موندلو غوښتنه کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دې غونډه کې وويل بېجېنګ د عربي او مسلمانو هېوادونو ښه دوست او ورور دی او تل يې د فلسطين د خلکو د مشروع ملي حقوقو او ګټو د تامينولو له عادلانه غوښتنې څخه ټينګ ملاتړ کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزير وويل، بېجېنګ به ژر تر ژره په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو، د بشري ناورين د کمولو او د فلسطين او اسراییل کړکېچ ته د ژر، هراړخيز، عادلانه او دوامداره حل لارې د موندلو لپاره جدي کار وکړي.

امریکايي پوځ د بګرام له اډې د وتلو د شېبې نوی فلم خپور کړ

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۰

له څه باندې دوو کلو وروسته امریکايي پوځ له بګرام اډې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو نوی فلم خپور کړ. امریکايي پوځ د جمعې په شپه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۱مه په افغانستان کې له خپلې اصلي هوايي اډې بګرام څخه ووتل.

هغوی له بګرام څخه د افغان حکومت له خبرولو پرته وتلي و.

دغه اوه نیمې دقیقې فلم "په افغانستان کې د ۷۵ځانګړو ځواکونو د کنډک میراث" په نوم په امریکا کې د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مناسبت خپور شو.

د امریکا پوځ د جګړې فلم اخیستونکی لانډون کارټر په بګرام کې د امریکايي پوځیانو د وروستیو لسو ورځو د شتون او له دې ستراتیژیکې اډې د وتلو د وخت شېبې ثبت کړې.

د فلم موضوع د امریکا د پوځ د ۷۵ ځانګړو ځواکونو د کنډک فعالیتونه دي، هغه ځواکونه چې شل کاله یې په بګرام کې پراته وو، او د بهرنیو ځواکونو وروستۍ ډله وه چې د کابل له سقوط څخه ۴۲ ورځې مخکې د چنګاښ د میاشتې په ۱۱ مه نیټه له دغې اډې څخه ووتله.

په ویډیو کې ښکاري چې امریکايي پوځیان د شپې په تیاره کې د بګرام په هوايي اډه کې د دغه هېواد بیرغ راښکته کوي او په یوه C-130 کارګو الوتکه کې سپاره او له افغانستانه وځي.

د بګرام هوايي اډه شاوخوا شل کاله په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو مهم او ستر مرکز و، چې په افغانستان کې د امریکا سل زره پوځیان پکې ځای پر ځای و.

دغه ستراتیژیکه اډه چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د پخواني شوروي ټلوالې د ځواکونو له خوا جوړه شوې وه، د ۲۰۰۱ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې د امریکا په مشرۍ د ناټو ټلوالې ځواکونو اصلي مرکز و.