کاناډا په افغانستان کې د کاناډايي پوځ په تړاو د لیکل شوي کتاب پر خرڅلاو بندیز ولګاوه

AP ۱۴۰۲ لړم ۳۰

"کاناډايي ځواکونه په افغانستان کې" اثر چې د یوې لسیزي په ځنډ سره خپور شو د لوستلو او خرڅلاو محدودیت پرې وضع شوی او یوازې د دې کتاب کاپي د کاناډا په پوځي واحدونو او اکاډمیکو انسټیټیوتونو کې ترلاسه کېدی شي.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې پر دغه کتاب ولې بندیز لګېدلی.

اوتاوا ستیزن د نومبر په ۲۱مه د کینګسټون کې د رویال پوځي پوهنتون استاد ستیف لوکیټس له قوله لیکلي، چې د کاناډا پوځ باید د افغانستان په اړه دې مهم کتاب ته لاسرسی محدود نه کړي.
خو د کاناډا وسله وال پوځ او د ملي دفاع وزارت د هغه تاریخي اثر له لوستلو چې په افغانستان کې د کاناډایي نارینه او ښځینه و د جګړې او وژل کیدو په اړه دی، منع کوي چې په تېر جولای کې چاپ شوی.
په افغانستان کې د کاناډایې ځواکونو حماسې اثر اتلس سو مخونه لري، چې د کاناډا د پوځ له خوا په ۱۶۰۰ تیراژ کې محدود شوی، ۸۰۰ توکه په انګلیسي او ۸۰۰ یې هم په فرانسوي ژبې چاپ شوی.
د دې کتاب هارډ کاپي یوازې د کاناډا په پوځي واحدونو او اکاډمیکو انسټیټیوتونو کې ترلاسه کیدی شي؛ خو داسې ویل شوي چې دا کتاب به په وړیا توګه د انلاین له لارې د لوستونکو لپاره چمتو شي؛ خو د اوس لپاره حتا هغه کاناډایان هم ورته لاسرسی نه لري چې د کتاب لوستلو لپاره پیسې ورکوي.
د دې کتاب لیکوال پوځي تاریخ لیکونکی شان مالوني دی او دا کتاب یې د لسو کلونو په لړ کې لیکلی.

دا چې ولې د دغه کتاب چاپ یوه لسیزه ونیوله عامل یې په پوځ کې ځینې کسان وو، چې نه یې غوښتل دا کتاب چاپ شي.
شان د دغه کتاب د لیکلو په جریان کې درې نور کتابونه هم چاپ کړي او کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول هڅه یې وکړه له هغو افغانانو سره مرسته وکړي، چې له کاناډایانو سره یې کار کړی و.
د دې کتاب د لوستلو لپاره انتظار او لیوالتیا له بې حده وه؛ خو کله چې چاپ شو، محدودیت پرې ولګید.

د دې کتاب یوه نسخه د ار ام سي کتابوتون کې ایښودل شوې، چې ډېر محدود کاناډایان یې هلته لوستلی شي.
په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د کاناډا د پوځ قوماندان جنرال انډریو لیسلي شان ته دنده وسپارله چې افغانستان ته ولاړ شي او له هغه ځایه دې د پوځ تاریخ د مسلکي تاریخ لیکونکې په توګه ولیکي.

شان د یو عالم په توګه د خپلو لیکلو اکاډمیک او ایډیتوریل ازادي غوښتنه کړې وه.
د رویال پوځي پوهنتون استاد ستیف لوکیټس وايي، چې د کانادا د دفاع وزیر دا واک لري، چې د شان کتاب د پوځ له بندیزونو خلاص کړي.
نوموړي له ښاغلي بیل بلیر څخه غوښتي: «مهرباني وکړئ د شان مالوني کتاب ازاد کړئ، ټولو کاناډایانو ته یې د لوستلو فرصت ورکړئ. ناشرانو ته یې د چاپ فرصت ورکړئ او کاناډایي پوهانو او ماهرانو ته اجازه ورکړئ چې په افغانستان کې زموږ د پوځ د تاریخ په لومړۍ مسوده تبصره وکړئ».

نور خبرونه

رادیو