د تورخم دروازه د مسافرینو او بارو وړونکو لاریو پر مخ خلاصه شوه

د طالبانو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې له پاکستاني لوري سره له خبرو وروسته د تورخم دروازه د باروړونکو لاریو او مسافرینو پر مخ خلاصه شوې ده.

د طالبانو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې له پاکستاني لوري سره له خبرو وروسته د تورخم دروازه د باروړونکو لاریو او مسافرینو پر مخ خلاصه شوې ده.
له دې وړاندې په تورخم کې د طالبانو کمیسار عصمت الله يعقوب ویلي وو، چې د تورخم دروازه يو ځل بيا د پاکستاني چارواکو لهخوا د ترانزېټ پرمخ نن غرمه په داسې حال کې وتړل شوه، چې له موټر چلوونکو څخه يې د وېزې او پاسپورت غوښتنه کوله.
کميسار دا هم وويل، دوی تر اوسه له موټر چلوونکو څخه د وېزې او پاسپورټ غوښتنه نه ده کړې.
بل خوا د طالبانو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند رییس زابلی وايي، چې له پاکستاني لوري سره د خبرو وروسته دغه لاره بېرته خلاصه شوې ده.
دا چې پاکستان به بیا هم د وېزو او پاسپورټونو غوښتنه کوي او که نه په اړه یې نوموړي څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم په دغه لاره له بار وړونکو موټرو څخه د تګ راتګ لپاره د پاسپورت او ويزې غوښتنه نه کېدله؛ خو نن يوځل بيا د پاکستاني لوري په همدې پلمه دغه لاره د ټرانزېټ پرمخ وتړل شوه.
تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د تورخم دروازه د طالبانو لهخوا د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.


د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي، چې په پېښور کې د امنیتي ستونزو له امله د یوې اونۍ لپاره پر غونډو، جلسو او عامه ځایونو کې پر راټولېدنې او ګڼې ګوڼې جوړونې بندیز لګېدلی دی.
د خېبر پښتونخوا د پېښو د کمېشنرۍ انتظامیه په یوې خبر پاڼې کې وايي، چې په پېښور کې یې د ۱۴۴ قانون مادې په تطبیق سره په دغه ښار کې په لویو غونډو، لاریونونو او له پنځو کسانو څخه د زیاتو کسانو پر راټولېدنې بندیز لګولی دی.
دغه خبرپاڼه چې پرون دوشنبه ناوخته خپره شوې پکې ویل شوي، چې په ټول ښار کې د وسلو پر ګرځولو، د موټرو پر تورو ښیښو او هوايي ډزو بندیز لګېدلی دی.
په خبر پاڼه کې د ګواښونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو زیاته شوې چې ټولې لویې جلسې او لاریونونه باید د دغې انتظامیې له اجازې پرته ترسره نه شي.
له پېښور څخه یو شمېر ښاریانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې پولیس په بېلابېلو سیمو کې د څارنې په موخه ګرځي او له پنځو کسانو څخه د زیاتو کسانو راټولېدنه نه پرېږدي.
بل خوا په ټیلیګرام کې ټي ټي پي ته نېږدې کانال کې د پاکستان له خلکو غوښتل شوي، چې له حکومتي ادارو سره دې تګ راتګ بند کړي.
په دغه خپاره شوي یادښت کې ویل شوي، چې د پولیسو او پوځ له چوڼیو دې عام خلک لرې واوسي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ پخوانی ویاند وايي؛ د تېر حکومت څارنوال نقي محمد تقي او خور یې په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی. د وژل شوي څارنوال زوی ګل ویس تقي چې اوس مهال په ایران کې جلاوطنه دی، افغانستان انټرنشنل ته برېښنالیک استولی او دا پېښه یې تایید کړې.
په دغه ترلاسه شوي برېښنالیک کې د وژل شوي څارنوال نقي محمد تقي زوی لیکلي:"زما پلار د څرګندو کسانو له خوا د مېلمستیا په نوم ننګرهار ته غوښتل شوی و".
دی زیاتوي د څارنوال نقي محمد تقي او د هغه د خور جسدونه تېره ورځ ( د لړم ۲۹ مه ) د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې په یو کور کې موندل شوي دي.
د وژل شوي څارنوال زوي وايي؛ پلاره یې د جرایمو د څېړولو د عالي ادارې څارنوال پاتې شوی دی.
ویل کیږي وژل شوي څارنوال نقي محمد تقي بل زوی چې څارنوال و؛ څو کاله وړاندې په میدان وردګ ولایت کې په یوه ترهګریز وسلوال برید کې وژل شوی و.
په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د څارنوال نقي محمد تقي د جنازې مراسم نن سې شنبه ( د لړم ۳۰ مه ) د کابل په پکتیا کوټ سیمه کې ترسره شول.
تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه ویلي.
که څه واک ته له رسېدو سره سم طالبانو ټولبښنه اعلان کړې ده او ټینکار یې دا دی چې دغې ډلې د خپل مشر پرېکړه عملي کړې ده؛ خو د تېر حکومت نظامیانو او مامورینو د وژلو پېښو افغانان اندېښمن کړي دي.
د طالبانو له وېرې زیات شمیر د تېر نظام د عدلي او قضايي ادارو چاروکي او مسوولین پاکستان او ایران ته پناه وړې ده او یو برخه نور غربي هېوادونو ته انتقال شوي دي.
نیوکې دا دي، چې د طالبانو د څرګندونو خلاف ګڼ شمېر افغانان چې د پخواني نظام په بېلابیلو برخو کې یې دندې درلودې او جرمونه یې معلوم نه دي، د محکمې له حکم پرته په زندانونو کې ساتل کیږي.

هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ښیي، چې د فارسي ژبې د نامتو شاعر مولانا جلال الدین محمد بلخي ډبرینه نقاشي چې د مزار شریف په الکوزي څلور لارې کې نښلول شوې وه، ړنګه شوې ده. تراوسه معلومه نه ده، چې دا ویجاړۍ د چا کار دی؛ خو د ویډیو لیږونکی وایي چې دا چاره د طالبانو ده.
د مزارشريف ښار دغه اوسېدونکى وايي، چې طالبان د فارسي ژبې د دغه نامتو شاعر د انځور په ويجاړولو سره خپله «بې فرهنګی او ناپوهي» ښیي.
طالبانو تر اوسه د مولانا جلال الدین محمد بلخي د نقاشۍ د ویجاړولو په اړه څه نه دي ویلي.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د اوړي راهیسې کله چې طالبان واک ته ورسېدل، دوی د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د ادبي، کولتوري او جهادي شخصیتونو انځورونه لېرې کړي دي.
د ادبي شخصیتونو انځورونه په ځانګړې ډول د افغانستان په شمالي او لوېدیځو سیمو کې له سړکونو او عامه ځایونو څخه لرې شوي دي.
تر دې مخکې د ملي ټلویزیون له ودانۍ او ځینو نورو دولتي ودانیو څخه د افغانستان د «پرمختګ غوښتونکي» پاچا امان الله خان د انځورونو د لرې کولو انځورونه خپاره شوي وو.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس وايي، چې د پاکستاني چارواکو له ژمنو سره - سره د افغان سوداګرو درې زره کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې نه دي خوشې شوي. نقيب الله صافي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې تر اوسه له کراچۍ څخه کوم کانټينر نه دى خلاص شوى.
د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو تېره اونۍ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه، چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو ولاړ کانټینرونه به ژر تر ژره خوشې کړي.
له دغې غونډې یوه ورځ وروسته د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په یوه لیک کې چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د کراچۍ بندر مسوولینو ته امر کړی و، چې د افغان سوداګرو بند شوي ټرانزیټي مالونه دې له بانکي او مالي ضمانتونو پرته خوشې کړي.

ښاغلی صافی په داسې حال کې وايي، چې تر دغه حکم وروسته د پاکستان حکومت بیا د کراچۍ بندر چارواکو ته د انتظار امر وکړ.
د پاکستان سرپرست حکومت د ( لړم په ١٥مه ) اعلان وکړ، چې افغان سوداګر د کراچۍ له بندر څخه د خپلو ټرانزيتي توکو له لېږدولو مخکې بايد د هغو توکو د بيو په اندازه بانکي ضمانت ورکړي، چې د يو شمېر هغو توکو لپاره چې احتمالي قاچاق کېږي، د توکو د ټول ارزښت 10٪ مالیه ورکوي.
په دغو توکو کې خواږه، بوټان، جامې، میخانیکي وسایل او برېښنایي ماشینونه، کمپلې او د کور توکي شامل دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د چارواکو په وینا؛ د ټرانزیټي سوداګرۍ په برخه کې مالیه نه شته؛ خو پاکستان د افغان سوداګرو پر ټرانزیټي توکو لس سلنه مالیه وضع کړې ده.
د پاکستان حکومت وايي، چې دغه پرېکړه يې په پاکستان کې د افغان سوداګرو له خوا د ټرانزيټي توکو د قاچاق له امله کړې ده.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د کراچۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو ټرانزیټي توکي یا په پاکستان کې پلورل کېږي او یا له افغانستانه بېرته د پاکستان بازار ته قاچاق کېږي.
پاکستان دغه مساله د دغه هېواد اقتصادي زیان ګڼي.
په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی نورالله مبارز وايي: "د پاکستان دا ادعا رښتیا نه ده، بلکې دسیسه ده او موخه یې د افغان سوداګرو اقتصادي زیان او د هغوی کمزوري کول دي".
بل خوا افغان سوداګر وايي؛ په کراچۍ کې شاوخوا ۴۰۰ کانټینرونه درول شوي، چې د پاکستان د حکومت په منفي لېست کې دي.
په دې لېست کې هغه سوداګریز توکي شامل دي، چې پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې د ټرانزیټ له لارې افغانستان ته راوړي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، په تېر کې د سګریټو په ګډون یوازې دوه ډوله توکي د پاکستان په لېست کې شامل وو؛ خو په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت افغانستان ته د ټرانزیټ له لارې د ۲۱۲ توکو پر لېږد بندیز لګولی دی.
د کراچۍ بندر د افغان سوداګرو لپاره تر ټولو نېږدې لار ده؛ خو افغانستان تل پر پاکستان تور پورې کړی چې له دغه بندر څخه د سیاسي فشار لپاره کار اخلي.

د روسیې ولسمشر د سې شنبې په ورځ ( د لړم په ۳۰مه) له خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره په کتنه کې وویل، چې دوی به د افغانستان پر امنیتي او اوله درجه مسایلو خبرې وکړي.
ولادیمیر پوتین زیاته کړه، چې دا خبرې د ډله ییز امنیتي د تړون د سازمان د غونډې په څنډه کې مهمې دي.
ټاکل شوې ده د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د امنیت شورا غونډه د نومبر په ۲۳مه په بیلاروس کې جوړه شي.
ولادیمیر پوتین او امام علي رحمان به د ډله ییز امنیتي تړون سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.
د ډله اییز منیتي تړون سازمان په پرله پسې ډول اعلان کړی، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعال حضور لري.
ښاغلي پوتین د سې شنبې په ورځ (د لړم په ۳۰مه) د کرملین په ماڼۍ کې امام علي رحمان ته وویل: «په سیمه کې د امنیت اړوند مسایل خورا مهم دي، په تېره بیا په مینسک کې د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د غونډې په څنډه کې».
د ریانووستي خبری اژانس د راپور له مخې؛ ولادیمیر پوتین وویل، چې روسیه او تاجکستان له یو بل سره ډېر نېږدې کار کوی او دریځونه همغږي کوي.
د روسیې او تاجکستان د مشرانو ترمنځ خبرې اترې د مسکو په کرملین ماڼۍ کې د تړلو دروازو تر شا روانې دي.
روسیه او تاجکستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني او په وار - وار یې له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو خبرداری ورکړی دی.
پر دې سربېره دواړو هېوادونو پرله پسې ټېنګار کړی، چې په افغانستان کې باید یو ټول شموله حکومت جوړ شي.