پاکستان په راتلونکی کال کې د برېکس د غړیتوب غوښتنه کړې ده

په روسیه کې د پاکستان سفیر ویلي، چې پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې د برېکس په ډله کې د شاملېدو غوښتنه کړې او د غړیتوب د ملاتړ لپاره له غړو هېوادونو سره په اړیکه کې دی.

په روسیه کې د پاکستان سفیر ویلي، چې پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې د برېکس په ډله کې د شاملېدو غوښتنه کړې او د غړیتوب د ملاتړ لپاره له غړو هېوادونو سره په اړیکه کې دی.
محمد خالد جمالي ویلي، چې پاکستان په ځانګړې توګه د روسيې په ملاتړ حساب کوي.
پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د پاکستان د سفیر له قوله راپور ورکړ، چې پاکستان د برېکس ډلې غړیتوب ته لیواله دی.
جمالي ویلي:"پاکستان غواړي چې د دې مهم سازمان غړی شي او موږ د غړو هېوادونو سره په اړیکه کې یو."
د پاکستان د مشرانو جرګې یوه پلاوي هم ویلي، چې د دغه هېواد حکومت په برېکس کې د شاملېدو په شونتیا غور کوي.
برېکس ډله د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا په شمول د نوو لویو مخ پر ودې هېوادونو څخه په ۲۰۱۰ کې جوړه شوې ده.
د دې ډلې موخه د نړۍ په نظم کې برخه اخیستل دي.
پر پورتنیو هېوادونو سربېره سږ کال مصر، ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ایتوپیا ته هم په دغه سازمان کې د شاملېدو بلنه ورکړل شوې او تمه ده، چې د دوی بشپړ غړیتوب تر راتلونکي کال پورې وارزول شي.
د برېکس هېوادونه د نړۍ د نفوس ۴۰٪ او د نړۍ د اقتصاد څلورمه برخه جوړوي.

د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت له لوري د انګور اډې په دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ جبري کېدو په غبرګون کې پرلت روان دی.
لس ورځې کیږي چې پاکستاني پوځ د پکتیکا او انګور اډې تر منځ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ په مخ تړلې او هیچاته بې ويزې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د دغه پرلت له پیل کېدو سره د سیمې خلکو هم دغلته پوځي چوڼیو او حکومتي ځایونو ته غځېدلې لارې تړلې دي او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
ویل کیږي په وزیرستان فعالو مدني ټولنې او یو شمېر سیاسي ګوندونه هم له دغه پرلت سره یو ځای شوي دي.
د پاکستان حکومت هڅه کوي چې په یو نه يو ډول دغه پرلت ړنګ کوي.
د دغه پرلت یوه ګډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې له ځايي حکومتي چارواکو سره یې د پرلت د ختمېدو غوښتنه نه ده منلې: «سرکاري مشران يې رالیږلي و خبرې مو سره وکړې، د دوی مطالبه دا وه چې پرلت بند کړئ موږ مو هره غوښتنه د پاکستان له آئين سره سمه منو، خو زموږ اول شرط چې پاسپورټ او ویزه په دغه لاره نه منو، دا یې نه منل او ولاړل.»
د سرچینو د معلوماتو له مخې کېدای شي د دغې لارې د خلاصون او پرلت د ختمېدو په موخه د ځايي خلکو او ځايي حکومتي چارواکو تر منځ خبرې اترې بیا پیل شي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي چې د انګور اډې د لارې له بندېدو وروسته چې له پرلت سره د انګور اډې بازار او لويې لارې تړل شوې خلک یوې بلې خوا په آسانه تګ راتګ نه شي کولای.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د چمن ـ سپین بولدک لویه لاره د پاکستان حکومت له لوري په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ د جبري کېد په غبرګون کې د سیمې لسګونه زرو خلکو پرلت وهلی او لا هم روان دی.
د پاکستان حکومت د روان میلادي کال د سبټمبر میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې په دغه هيواد کې بې اسناده کډوال به یوه میاشت وروسته یعنې د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته په زور باسي او دغه هیواد ته راتګ راتګ به پاسپورټ او ویزه ترسره کیږي.
تر هغه وروسته د پښتنخوا قبایلي سیمو اوسیدونکو د پاکستان د دغه حکومت د تصمیم په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ په لومړۍ نېټه) د ډېورنډ پولې ته نېږدې د پاکستان په شمال لویدیځ کې په دوو بمي چاودنو کې چې امنیتي ځواکونه یې په نښه کړي وو؛ د دوو امنیتي ځواکونو په ګډون ۵ تنه ووژل.
د پاکستان پوځ وایي؛ لومړۍ برید د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیریستان کې شوی، چې دوه پوځیان پکې وژل شوي.
د ځایي پولیسو مشر الله وزیر په وینا؛ دویم برید د شمال لویدیځ وانا ښار کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مرکز په یوه دوکان کې شوی، چې د یوه حکومت پلوه مشر اسلم نور وزیر په ګډون دوه تنه نور کسان پکې ووژل شول او درې تنه ټپیان دي.

اسلم نور وزیر ته د حکومت له خوا صدارتي جایزه هم ورکړل شوې وه.
پاکستاني طالبانو د لومړي برید مسوولیت چې پر امنیتي ځواکونو وشو منلی؛ خو د دویم برید چې درې ملکیان پکې وژل شوي رد کړی.
پاکستاني طالبان چې د تحریک طالبان پاکستان یا (ټي ټي پي) په نوم یادیږي یوه جلا وسلواله ډله ده؛ خو د افغاني طالبانو متحدین هم بلل کیږي.
پاکستاني چارواکو په کراتو - کراتو ویلي، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او افغاني طالبان یې ملاتړ کوي.
افغان طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره له پاکستان غواړي، چې په ژمي کې د افغان کډوالو له ستنولو ډډ وکړي. دا غوښتنه په داسې مهال شوې ده، چې پاکستاني پولیس کور په کور په کډوالو پسې ګرځي او بې اسناده افغانان ستنوي.
د یونیسیار سیمه ییز ویاند بابر بلوڅ نن رویټرز سره مرکه کې ویلي: "افغانستان کې وژونکی ژمی راتلونکی دی او د خلکو ژوند اخیستلی شي، ځکه موږ بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوو چې د کډوالو ستنول دې سخت موسم کې ودروي."
ملګري ملتونه وايي؛ افغانستان ته ستنېدل باید په خپله خوښه وي او اسلام اباد باید هغه کسان وپېژني چې نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري.
د ملکرو ملتونو دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي نن رسنیو ته ویلي، په دغه صوبه کې د بې قانونه کډوالو اېستلو لړۍ لا چټکه شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د جنورۍ تر لومړیو به دا ډول ټول کډوال افغانستان ته ستنوي.
اسلام اباد د تېرې میلادي میاشتې لومړیو کې د نېږدې دوه میلیونه بې اسناده کډوالو د وتلو لپاره نېټه وټاکله.
موقت حکومت ویلي وو، چې افغان کډوال د پاکستان ضد وسلوالو سره لار لري؛ خو طالبان دا تورونه ردوي.
د تېر اکټوبر لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه تر درې لکه اویا زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ په لومړۍ) د زنداني شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان د ضمانت غوښتنه ومنله. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یوې بلې محکمې د دولتي رازونو د افشاء کولو په تور د هغه محاکمه ناقانونه بللې وه.
د کرېکټ دغه پخوانی ستوری له بېلابېلو قانوني لارو چارو هڅه کوي، چې له زندانه خلاص او د فیبرورۍ د اتمې نېټې د عمومي ټاکنو په کمپاین کې د خپل ګوند رهبري وکړي.
هغه ټاکنې چې د عمران خان سیال، یو بل پخوانی لومړی وزیر یې د ګټلو هیله لري.
دغه ۷۱ کلن سیاستوال په تېر اګسټ کې په ناقانونه ډول د دولتي ډالیو پلورلو په تور چې د ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۲ کال پورې د لومړۍ وزیرۍ پر مهال یې ترلاسه کړې وې، په درې کاله بند محکوم شو.
د هغه وکیل نعیم پنجوتا ویلي، چې سترې محکمې د نوموړي د ضمانت غوښتنه منلې ده.
نوموړي په اېکس ټولنیزې شبکې لیکي، چې د محکمې پریکړه به په راتلونکې ناسته کې د دواړو خواو د دلایلو له اورېدو وروسته واورول شي.
تراوسه، د راتلونکې ناستې لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.
هغه زیاته کړې، چې ستره محکمه به د دغې غوښتنې په اړه له حکومته معلومات وغواړي.
عمران خان په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له پارلمان څخه د باور رایي په نه ترلاسه کولو له دندې ګوښه شو.
نوموړي هغه وخت ویلي وو، چې د لوړپوړو پوځي ګومارنو پر سر له جنرالانو سره تر اختلاف وروسته له دندې ګوښه شوی دی.
همدا راز خان او د هغه د ګوند مرستیال شاه محمود قریشي د پاکستان په چارو کې د امریکا له مداخلې هم یادونه کړې وه او ویلي یې وو، چې د امریکا په غوښتنه د پاکستان پوځ د خان حکومت ړنګ کړ.
که څه هم خان نه شي کولی د فیبرورۍ په ټاکنو کې د محکومیت له وجې ګډون وکړي؛ خو ګوند به یې د نواز شریف له ګوند سره سیالي کوي.
نواز شریف تېره میاشت له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته هېواد ته راستون شو.
پاکستان د سیاسي رقابتونو یوه اوږده سابقه لري چې د حقوقي مبارزو له لارې ترسره کیږي.
د عمران خان په وړاندې د شکایتونو لسګونه دوسیې ثبت شوې خو نوموړی پر هغه لګیدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې دغه تورونه د پوځ په ګډون د هغه د دښمنانو له خوا لګول شوي او دوی غواړي چې دی له سیاسته لېرې وساتي.
بل خوا د پاکستان پوځ ویلي، چې د خان په قضیو کې لاس نه لري.
د اسلام اباد سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د هغه محرمو اسناد خپورلو له امله د خان محاکمه ناقانونه وبلله چې تېر کال په متحده ایالاتو کې د پاکستان د سفیر له خوا اسلام اباد ته لیږل شوی و.
د محکمې موندنې ښیې، چې د عمران خان محکمه د امنیتي دلایلو له امله په زندان کې ترسره شوې، چې د حقوقي نورمونو سره په ټکر کې دی او د قضيې څارنوال باید دغه قضیه بېرته له سره پیل کړي.

د پاکستان پوځ وايي، چې له خېبر پښتونخوا سره یو ځای شویو پخوانیو قبایلي ولسوالیو کې یې تر ۲۳ زرو ډېر پولیس وروزل. د پوځ په خبره؛ دا پولیس په پنځو پړاوونو کې روزل شوي او له اوسمهالو اړتیاو سره سم یې وړتیا زیاته شوې ده.
د پاکستان دولتي راډیو د چارشنبې د ورځ د راپور له مخې، له شپږ سوو ډېرو پولیسو ته د اېس اېس جي ټرینینګ هم ور کړل شوی دی او هم مختلفو سیمو کې د ماین شنډولو روزنه ور کړل شوې ده.
دوی ته د درنې وسلې ډزول، چاڼیز عملیات او بېړنیو حالاتو کې د ولس خوندیتوب هم ور ښودل شوی دی.
د پاکستان پوځ دا نه دي ویلي چې دا پولیس یې په څومره وخت کې روزلي دي، خو دا ګام یې په داسې مهال دی چې په پښتونخوا په تېره پخوانیو قبایلي سیمو کې د وسلوالو بریدونه ډېر شوي دی.
په دې بریدونو کې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو سربېره ځايي مخور هم په نښه کېږي.
د پاکستان پوځ وايي، یوازې شمالي وزیرستان کې له وسلوالو سره په جګړه کې د ۵۳ وژل شویو پولیسو پالنه کوي.
