• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د ځمکني پوځ مشر وايي امریکا د دوی له وېرې له افغانستان «ووتله»

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۹ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د ایران د ځمکني پوځ مشر وايي، د امریکا متحده ایالتونه د نړۍ د ۶۵ سلنه انرژۍ د تامین دعوه کوي، خو «د تهران له ویرې له افغانستان او خلیج ووتله.» برید جنرال کیومرث حیدري زیاتوي، امریکایي ځواکونو د افغانستان او عراق «په نیولو پسې د ایران خاورې ته هم سترګې پټې کړې وې.»

هغه زیاته کړه، «هیڅ قدرت هم اسلامي ایران ته د چپ کتلو زړه او د تېري فکر نشي کولی.»

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي دا خبرې پرون د دغه هېواد د وژل شویو بسیجي سرتېرو په یاد غونډه کې کړې دي.

امریکايي‌ او د افغان جمهوریت چارواکو بیا بیا پر ایران نیوکې کولې چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې وسلوال د بهرنیو او کورنیو ځواکونو پرضد وسلوالوي.

که څه هم د تهران چارواکو دا ادعاوې ردولې، خو د جمهوریت پر مهال یې هم له طالبانو سره اړیکه درلوده او د دې ډلې یو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور له ایران په ستنېدو کې د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا له خوا ووژل شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په هرات ښار کې دوه دیني عالمان ووژل شول

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۵ GMT+۰

له هرات سرچینې وايي، چې د دغه ولایت مر کز هرات ښار کې وسلوالو نن دوه دیني عالمان ووژل. دا شیعه عالمان د دوولسمې ناحيې په جبریيل سيمه کې وژل شوي دی. وژل شویو عالمانو کې يو يې شاوخوا ۶۸ کلن رجب اخلاقي او دوهم خادم حسين هدايتي دی.

د عينې شاهدانو په خبره، دغه دوه دينې عالمان سيدالشهدا جومات ته روان وو، چې دوو موټرسېکل سپور په توپانچه وویشتل او دواړه ځای په ځای ووژل شول.

د هرات عالمانو شورا هم دې عالمانو وژل کېدل تايدوي.

ددې شورا يوه غړې افغانستان انټرنشنل – پښتو وويل، چې وژل شويو ديني عالمانو هيڅ شخصي دوښمنې نه درلوده.

د علماء د شورا ځينې غړي وايې، وژل شويو ديني عالمانو د وطن او خلګو اړوند پراخ فکر درلود او هيڅ وخت یې منفې څرګندونې نه کولې.

نن شپږمه ورځ هم د وزیرستان په انګور اډه کې احتجاجي پرلت روان دی

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۱ GMT+۰

د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت له لوري د انګور اډې په دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ جبري کېدو په غبرګون کې پرلت روان دی.

لس ورځې کیږي چې پاکستاني پوځ د پکتیکا او انګور اډې تر منځ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ په مخ تړلې او هیچاته بې ويزې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د دغه پرلت له پیل کېدو سره د سیمې خلکو هم دغلته پوځي چوڼیو او حکومتي ځایونو ته غځېدلې لارې تړلې دي او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
ویل کیږي په وزیرستان فعالو مدني ټولنې او یو شمېر سیاسي ګوندونه هم له دغه پرلت سره یو ځای شوي دي.

د پاکستان حکومت هڅه کوي چې په یو نه يو ډول دغه پرلت ړنګ کوي.
د دغه پرلت یوه ګډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې له ځايي حکومتي چارواکو سره یې د پرلت د ختمېدو غوښتنه نه ده منلې: «سرکاري مشران يې رالیږلي و خبرې مو سره وکړې، د دوی مطالبه دا وه چې پرلت بند کړئ موږ مو هره غوښتنه د پاکستان له آئين سره سمه منو، خو زموږ اول شرط چې پاسپورټ او ویزه په دغه لاره نه منو، دا یې نه منل او ولاړل.»
د سرچینو د معلوماتو له مخې کېدای شي د دغې لارې د خلاصون او پرلت د ختمېدو په موخه د ځايي خلکو او ځايي حکومتي چارواکو تر منځ خبرې اترې بیا پیل شي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي چې د انګور اډې د لارې له بندېدو وروسته چې له پرلت سره د انګور اډې بازار او لويې لارې تړل شوې خلک یوې بلې خوا په آسانه تګ راتګ نه شي کولای.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د چمن ـ سپین بولدک لویه لاره د پاکستان حکومت له لوري په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ د جبري کېد په غبرګون کې د سیمې لسګونه زرو خلکو پرلت وهلی او لا هم روان دی.
د پاکستان حکومت د روان میلادي کال د سبټمبر میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې په دغه هيواد کې بې اسناده کډوال به یوه میاشت وروسته یعنې د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته په زور باسي او دغه هیواد ته راتګ راتګ به پاسپورټ او ویزه ترسره کیږي.
تر هغه وروسته د پښتنخوا قبایلي سیمو اوسیدونکو د پاکستان د دغه حکومت د تصمیم په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

ازادۍ جبهه په کاپیسا کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۹ GMT+۰

ازادۍ جبهې د کاپیسا په کوهبند ولسوالۍ کې د دوه طالبانو د وژلو ادعا کړې ده. دغه جبهه وايي، چې نن پنجشنبه (د لیندۍ دویمه) یې د کوهبند ولسوالۍ په پل میرویس سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی او دوه طالبان یې وژلي.‌

دغې جبهې په خواله رسنۍ ایکس کې په یو خپور کړي پیغام کې ویلي، چې دغه برید د شپې درې نیمې بجې شوی او په نیم ساعت جګړه کې یې یو طالب ټپي کړی هم دی.‌

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو نظر هم را واخلو خو ونه توانېدو.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ازادۍ جبهې یاده ادعا تایید او یا ردولی نه شي، خو د راپورونو له مخې د دغې جبهې په بریدونو کې تېر ته په کتو د پام وړ زیات والی راغلی.

پوتین:‌ د افغانستان او د سیمې د امنیت په اړه مې د تاجکستان له ولسمشر سره خبرې وکړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۰ GMT+۰

د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د راپور له مخې؛ ولسمشر پوتین ویلي چې د سې شنبې په ورځ ناوخته یې د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره په لیدنه کې د منځنۍ اسیا د امنیت په اړه خبرې کړي دي.‌

پوتین په هغه اعلامیه کې چې تر مجلس وروسته خپره شوې ده ویلي: “په منځنۍ اسیا کې د امنیت په مساله خبرې وشوې، په ځانکړې توګه د هغه مسایلو په اړه چې په افغانستان کې روان دي.”

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې په ټولیزه توګه د خبرو اترو تمرکز د سیمه ییزو او نړۍوالو مسالو په اړه وو.

تېره ورځ د روسیې ولسمشر له خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره په لومړۍ کتنه کې وویل، چې دوی به د افغانستان پر امنیتي او اوله درجه مسایلو خبرې وکړي.

ولادیمیر پوتین زیاته کړې وه، چې دا خبرې د ډله ییز امنیتي د تړون د سازمان د غونډې په څنډه کې مهمې دي.
د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د امنیت شورا غونډه په بېلاروس کې د نومبر تر ۲۳مې نېټې پورې دوام لري.

ازبکستان د افغانستان د ریل پټلۍ په ۵۰ سلنه تخفیف جوړوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د رېل وې مجلې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ازبکستان د ریل پټلۍ دولتي شرکت له خوا د افغانستان نېږدې ۷۵ کیلومتره ریل پټلۍ په ۵۰ سلنه تخفیف جوړیږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ازبکستان د ریل پټلۍ دولتي شرکت "ازبک ریل ویز" له خوا به د حیرتان - مزار شریف د ریل پټلۍ چارې پیل شي.

دغه شرکت د پنځوس سلنه تخفیف په نظر کې نیولو سره ویلي، چې د یادې پروژې لګښت شپږ میلیونه ډالره دی.

بل خوا له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د حیرتان – مزار شریف ریل پټلی چې ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري د بیارغونې چارې به یې ډېر ژر پیل شي.

تېره اونۍ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له پاکستان او ازبکستان سره د افغان ټرانس ریل پټلۍ په راتلونکو پړاوونو، درې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ، د سیمه ییز اتصال پر ستونزو او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ (د نومبر ۱۴مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي وو، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزه غونډه کې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی و.