ازبکستان د افغانستان د ریل پټلۍ په ۵۰ سلنه تخفیف جوړوي

د رېل وې مجلې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ازبکستان د ریل پټلۍ دولتي شرکت له خوا د افغانستان نېږدې ۷۵ کیلومتره ریل پټلۍ په ۵۰ سلنه تخفیف جوړیږي.

د رېل وې مجلې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ازبکستان د ریل پټلۍ دولتي شرکت له خوا د افغانستان نېږدې ۷۵ کیلومتره ریل پټلۍ په ۵۰ سلنه تخفیف جوړیږي.
په راپور کې ویل شوي، چې د ازبکستان د ریل پټلۍ دولتي شرکت "ازبک ریل ویز" له خوا به د حیرتان - مزار شریف د ریل پټلۍ چارې پیل شي.
دغه شرکت د پنځوس سلنه تخفیف په نظر کې نیولو سره ویلي، چې د یادې پروژې لګښت شپږ میلیونه ډالره دی.
بل خوا له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د حیرتان – مزار شریف ریل پټلی چې ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري د بیارغونې چارې به یې ډېر ژر پیل شي.
تېره اونۍ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له پاکستان او ازبکستان سره د افغان ټرانس ریل پټلۍ په راتلونکو پړاوونو، درې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ، د سیمه ییز اتصال پر ستونزو او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ (د نومبر ۱۴مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي وو، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزه غونډه کې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره له پاکستان غواړي، چې په ژمي کې د افغان کډوالو له ستنولو ډډ وکړي. دا غوښتنه په داسې مهال شوې ده، چې پاکستاني پولیس کور په کور په کډوالو پسې ګرځي او بې اسناده افغانان ستنوي.
د یونیسیار سیمه ییز ویاند بابر بلوڅ نن رویټرز سره مرکه کې ویلي: "افغانستان کې وژونکی ژمی راتلونکی دی او د خلکو ژوند اخیستلی شي، ځکه موږ بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوو چې د کډوالو ستنول دې سخت موسم کې ودروي."
ملګري ملتونه وايي؛ افغانستان ته ستنېدل باید په خپله خوښه وي او اسلام اباد باید هغه کسان وپېژني چې نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري.
د ملکرو ملتونو دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي نن رسنیو ته ویلي، په دغه صوبه کې د بې قانونه کډوالو اېستلو لړۍ لا چټکه شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د جنورۍ تر لومړیو به دا ډول ټول کډوال افغانستان ته ستنوي.
اسلام اباد د تېرې میلادي میاشتې لومړیو کې د نېږدې دوه میلیونه بې اسناده کډوالو د وتلو لپاره نېټه وټاکله.
موقت حکومت ویلي وو، چې افغان کډوال د پاکستان ضد وسلوالو سره لار لري؛ خو طالبان دا تورونه ردوي.
د تېر اکټوبر لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه تر درې لکه اویا زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

تاجکستان څخه سیمه ییزې رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد په بدخشان کې نن شپه د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.
په ورته وخت کې د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې پر خپلې ویب پانې لیکلي، چې نن ماخوستن مهال ۸ بجې او ۴۲ دقیقې د تاجکستان په بدخشان ولایت د ریختر په کچه ۳.۷ درجې زلزله شوې.
دغه زلزلې د تاجکستان سربېره د قرغزستان، ازبکستان او چین یو شمېر سیمې هم لړزولې دي.
تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د افغانستان د هرات او بادغس د ولایتونو سربېره د تاجکستان، ایران او ازبکستان یو شمېر سیمې زلزلې لړزولې وې.

د ترکیې سمندرساتي ځواکونه وايي، چې په دوو جلا عملیاتو کې یې د دغه هېواد د چاناک کلا ښار په ایواجیک څنډو کې ۴۷ افغان کډوال وژغورل. له بلې خوا د ترکیې پولیس وايي، چې د افغان کډوالو په ګډون یې شل نور مهاجر په انقره کې ونیول.
ترک رسنیو ویلي؛ د سمندرساتو ځواکونو قوماندانۍ پرون اژاه سمندرګي کې په دوو جلا عملیاتو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۷ افغانان وژغورل او ایواجیک کې یې د کډوالو ساتنې مرکز ته وسپارل.
د ترکیې پولیسو نن دا هم ویلي، چې ۲۰ افغان او پاکستاني کډوال یې په انقره کې نیولي دی.
ترک رسنۍ زیاتوي، چې دا کډوال به له رسمي پړاوونو وروسته واېستل شي.
له بلې خوا دوو افغان کډوالو له سړي تښتوونکو د تېتښې په هڅه کې د اپارتمان له درېیم پوړ ټوپ اچولی، چې یو یې وژل شوی دی.
ترک رسنۍ وايي، هغه درې کسان هم تښتېدلي چې دا افغان کډوال یې بنديان کړي وو.
دوی دا هم وايي، چې دغه کور کې بندي شوي کډوال شکنجه شوي هم دي.
ترکیه اروپا ته د کډوالو د تګ اصلي لار ده.

د پاکستان پوځ وايي، چې له خېبر پښتونخوا سره یو ځای شویو پخوانیو قبایلي ولسوالیو کې یې تر ۲۳ زرو ډېر پولیس وروزل. د پوځ په خبره؛ دا پولیس په پنځو پړاوونو کې روزل شوي او له اوسمهالو اړتیاو سره سم یې وړتیا زیاته شوې ده.
د پاکستان دولتي راډیو د چارشنبې د ورځ د راپور له مخې، له شپږ سوو ډېرو پولیسو ته د اېس اېس جي ټرینینګ هم ور کړل شوی دی او هم مختلفو سیمو کې د ماین شنډولو روزنه ور کړل شوې ده.
دوی ته د درنې وسلې ډزول، چاڼیز عملیات او بېړنیو حالاتو کې د ولس خوندیتوب هم ور ښودل شوی دی.
د پاکستان پوځ دا نه دي ویلي چې دا پولیس یې په څومره وخت کې روزلي دي، خو دا ګام یې په داسې مهال دی چې په پښتونخوا په تېره پخوانیو قبایلي سیمو کې د وسلوالو بریدونه ډېر شوي دی.
په دې بریدونو کې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو سربېره ځايي مخور هم په نښه کېږي.
د پاکستان پوځ وايي، یوازې شمالي وزیرستان کې له وسلوالو سره په جګړه کې د ۵۳ وژل شویو پولیسو پالنه کوي.

د سویلي ولایاتو یو شمېر کروندګر وايي، چې د ځمکو حاصلات يې پرېمانه دي؛ خو نه په کور دننه بازار لري او نه د ساتلو لپاره سړې خونې شته. دوی زیاتوي، چې هر کال یې میوې او سبزي د مناسب بازار د نه درلودلو له امله په ارزانه بیه پلورل کیږي او یا هم خرابیږي.
کروندګر وايي، چې سږ کال د افغانستان د کندهار د انارو ترڅنګ د هلمند سبزيجات او د روزګان اینځر او مڼو حاصلات ښه؛ مګر بازار یې کمزوری و.
د سویل د دې درېيو ولايتونو کروندګر د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې حاصلات یې په کور دننه بازار نه لرې او ان خپل مصرف هم نه شې پوره کولی.
د کندهار یو شمېر باغداران او د لمدې مېوې پلورنکي وايي، چې له تېرو درېيو کلونو راهیسې د دوی د حاصلاتو پر مهال له نورو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه یو شمېر مېوې او سبزيجات راځي، چې د دوی د حاصلاتو پر بازار یې منفي سیوری غوړولی دی.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ يو باغ لرونکی ۵۲ کلن حاجي شېر احمد وايي، چې طالبان د افغان کروندګرو د حاصلاتو د پلور لپاره په کور دننه هېڅ پاليسي نه لرې او تر اوسه هم نه دي توانېدلي چې د دوی د حاصلاتو پر مهال دې د ګاونډيو هېوادونو د حاصلاتو د وارداتو مخنیوی وکړي.
هغه وايي: "پاکستان همېشه زموږ د حاصلاتو پرمهال پر ډېورنډ کرښه ستونزي جوړوي او ډېر وخت زموږ تازه مېوې ډېورنډ کرښې ته نېږدې خرابې شي چې میلیونونه افغانۍ تاوان موږ ته رارسي."
نوموړی غوښتنه کوې، چې د نورو هېوادونو څخه دې د تازه مېوې او سبزيجاتو د وارداتو مخه ونيسې؛ تر څو د دوی حاصلات په کور دننه ښه بازار پېدا کړې.
د هلمند د لښکرګاه ښار د سبزيجاتو پلورنکی حاجي الله داد بيا وايي، چې د هلمند زراعتي توکي په داسې بيو پلور کيږې چې خپل لګښتونه هم نه شې پوره کولی.
هغه زیاته کړه:"موږ همېشه د ایران او پاکستان هغه توکو ته ناست يو، چې هغوې په سټورونو (سړو ساتنځايونو) کې ساتلي او بيا دلته راوړل کېږې، اوس زموږ بېنډې، بانجان او رومي چارک په ۶۰ او ۷۰ افغانۍ نه خرڅېږي د نورو هېوادونو دا بیا په یو نیم چند پلورل کېږې."
د رسمې معلوماتو له مخې؛ سږ کال په کندهار کې شاوخوا ۹ سوه زره ټنه د تازه مېوې حاصلات تر لاسه شوې دي، چې په دې کې انګور، انار، اینځر، هندواڼې، خټکي او يو شمېر نوره تازه مېوه شامله ده، چې په لږ اندازه يې بهرنيو هېوادونو ته صادره شوې او ډېره برخه یې په پاتې شوې ده، چې هغه په کور دننه په ډېره ټيټه بېه بازار کې پلورل کېږې.
د دې سره هممهاله سږ کال په روزګان کې د دغه ولایت د کرنې او مالدارې رياست د معلوماتو له مخې؛ ۲۲۵۰ ټنه مڼې تر لاسه شوي، چې د تېر کال په پرتله ۸ سلنه زياتولې پکې راغلی دي.
په روزګان کې سږ کال د انارو حاصلات ۵ زره ټنو ته رسېدلي دي.
په دې ولايت کې د اینځرو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیات شوي، چې د رسمې ارقامو له مخې يې تولېد ۳۲۰۰ ټنو ته رسېږي.

کروندګر او د تازه مېوې او سبزيجاتو پلورنکي د سړو ساتنځايونو نه شتون یوه بله لويه ستونزه بولي د دوی په ټکو که چيرې سړې خونې ورته جوړې شي مېوې او سبزيجات به یې د فصل تر پایه وساتل شي.
هغه کسان چې د کندهار او رزوګان په بازارونو کې مېوه پلوري هم وایي، سږ کال انار، زردالو، پلم، شلیل، شفتالو او نورو مېوو ښه حاصل کړي خو بازار نه لري.
دوی وایي، چې دغه مېوې که ژر صادر یا ونه پلورل شي، نو خرابیږې او د ساتنې لپاره يې سړو ساتنځایونو ته اړتیا ده.
دوی وایي، چې له یوې خوا د تازه مېوې د صادراتو پر وړاندې هر کال خنډونه جوړیږي او له بلې خوا په جنوبې ولايتونو کې ساړه ساتنځایونه نه شته تر څو مېوې پکې وساتل شي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجينر عبدالباقي بينا افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې سږ کال د کندهار د تازه مېوې حاصلات پرېمانه وو؛ خو لږ اندازه يې بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوې ده.
د نوموړي په خبره؛ د سړو ساتنځایونو اړتیا ډېره ده خو کندهار کې لویه ستونزه د برېښنا ده.
بينا وايي: "د سړو خونو نه شتون لويه ستونزه ده؛ خو دا هر څه د برېښنا سره تړلي دي، موږ دومره برېښنا نه لرو چې سړې خوني فعاله وساتو، شخصي سړې خونې هم دومره برداشت نه لري، چې مېوه په هغو مصارفو وساتي چې د سړې خونې لپاره په تيلو مصرفوي."
د سوداګرو په وينا" چې طالبان په دې برخه کې ځانګړي پلان نه لري؛ څو د تازه مېوې او سبزيجاتو لپاره سړې خونې جوړې کړې او يا هم په کور دننه افغاني محصولاتو ته بازار پېدا کړي.
بل خوا د کندهار د طالبانو د کرنې رياست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس الرحمن موسی وايي، چې د هندوستان هېواد په مرسته د جوړ شوي سوړ ساتنځي د بیا فعاله کېدو په اړه یې له وزارت سره خبرې کړي؛ تر څو د مېوو لپاره یې فعال کړي خو تر اوسه یې د وزارت له لوري مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.
د مېوې سوداګر بیا وایي؛ سړې خونې جوړول او د برېښنا ستونزه حلول به له مېوو څخه په ترلاسه کېدونکې ګټه کې پنځوس سلنه زیاتوالی راولي.
