د لبنان حزب الله ډلې د اسراییل پر شمال تر ۵۰ زیات راکټونه توغولي دي

د لبنان حزب الله ډلې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ دویمه) د اسراییل په شمال کې پر پرتو پوځي اډو څه باندې ۵۰ توغندي توغولي دي.

د لبنان حزب الله ډلې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ دویمه) د اسراییل په شمال کې پر پرتو پوځي اډو څه باندې ۵۰ توغندي توغولي دي.
دغه راکټي بریدونه پرون د لبنان په جنوب کې د اسراییل د هوایي بمبار په ځواب کې شوي، چې ویل کیږي د حزب الله پنځه جګپوړي جنګیالي پکې وژل شوي وو.
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس په وینا؛ د پنجشنبې ورځې راکټي بریدونه په تېره یوه نیمه میاشت کې د اسراییل په شمال کې د حزب الله له خوا تر ټولو سخت بریدونه بلل شوي دي.
په دې موده کې په سرحدي سیمو کې د اسراییلي پوځ او د لبنان د حزب الله تر منځ نېږدې هره ورځ نښتې شوې دي.
حزب الله چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږی، اعلان کړی چې له اسراییل سره پر پوله په خپلو اقداماتو سره توانېدلي چې پر غزې د اسراییل د پوځ فشار راکم کړي.
پر غزه د اسراییل هوايي، ځمکني او سمندري بریدونو تر ۱۳۰۰۰ ډېر کسان وژلي او پراخې سیمې یې ویجاړې کړې دي.


پولیسو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د ایرلنډ د ډوبلین په مرکز کې یو کس د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه تنه په چاقو ټپیان کړي دي.
د دغه هېواد پولیسو ویلي، چې ټول ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
د ایرلنډ پولیسو ویلي، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په دویمه) د ختیځ پارنل په میدان کې شوې ده.
د ایرلنډ ځايي رسنیو ویلي، چې یوه سړي لومړی پر یوې مېرمنې برید وکړ او بیا یې ماشومان ټپیان کړل.
د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی، چې د ځایي رسنیو په وینا ځان یې هم ټپي کړی دی.
د اترېش پولیسو ویلي دي، چې تر اوسه د بریدګر موخه نه ده معلومه چې ولې یې دا عمل ترسره کړی.

د ډیلي میل ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یو افغان کډوال د مهاجرت له توقیف څخه تر خلاصېدو وروسته په پرلپسې توګه له هلکانو د جنسي اړیکو غوښتنه کړې.
دغه کس چې په راپور کې د فیبر مستعار نوم ورکړل شوی د ماشومانو پر وړاندې د ترسره کړو جرمونو له امله زنداني شوی و او بیا د کډوالۍ توقیف مرکز ته لیږدول شوی و.
فیبر د سترې محکمې له هغه حکم وړاندې چې په اوږدمهاله ډول د کډوالو د بندي کولو د ناقانونه بللو په اړه صادر شوی و، د کورنیو چارو وزارت د جدي سرغړونکو په لېست کې و.
د سترې محکمې دغې پرېکړې له امله ۱۱۱ مجرمین د وژونکو، جنسي تېري کونکو او نور مجرمینو د ازادولو سبب شوې دي، چې ښایې فیبر هم د هغوی څخه یو وي.
هغه نور مجرمین چې د فیبر په ګډون د کورنیو چارو وزارت لېست کې وو، ویل کیږي ټول خوشې شوي دي؛ په دوی کې یو داسې کس هم دی، چې خپله میرمن یې وژلې او بل په یو ماشوم جنسي تېری کړی.
فیبر اووه کاله په توقیف او یو کال په زندان کې تېر کړي؛ خو سره د دې هم په قانوني توګه له له دغه هېواده د هغه شړل شوني نه دي.
دغه ۳۴ کلن افغان په محدوده توګه په انګریزۍ خبرې کولای شي او په اسټرالیا کې کورنۍ یا ملګري نه لري.
د اسټرالیا د کډوالو چارو وزیر د ده د قضیې په اړه له څرګندونو ډډه کړې.
یو بل حکومتي ویاند ویلي، چې دوی د انفرادي قضیو په اړه څرګندونې نه کوي.
د فیبر کورنۍ کله چې هغه ۳ کلن و؛ له افغانستانه پاکستان ته کډواله شوې وه، نوموړی د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې په یوې کښتۍ کې اسټرالیا ته ننوتی او د یو ناقانونه کډوال په توګه توقیف شوی و.
نوموړي په توقیف د محافظت د وېزې غوښتنه کړې او اجازه ورکړل شوې وه، چې تر هغه یې چې د پناه غوښتنې پروسه روانه وي، په ټولنه کې ژوند وکړي.
د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په ۱۷ له غرمې مخکې فیبر یو ۱۶ کلن هلک ته چې د لېسې یونیفورم یې اغوستی و، ورغلی او له هغه یې غوښتي چې د جنسي اړیکې په موخه د هغه کور ته ورشي.
نوموړي ماشومانو ته د پیسو په بدل کې د جنسي اړیکو وړاندیز هم کړی و.
فیبر پولیسو ته ویلي، چې ځوان نارینه یې خوښیږي او که دغو درې هلکانو چې ده ورته د جنسي اړیکو وړاندیز کړی وو، د ده وړاندیز یې منلی وی؛ نو ده به ورسره جنسي اړیکه نیولې وه.
نوموړي ویلي، چې دغو هلکانو سره یې جسمي اړیکه نه وه نیولې نو له دې امله یې فکر کاوه چې کار یې ستونزمن نه دی.
د حکومت ویاند ویلي، چې د ټولنې د خوندیتوب لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
نوموړې زیاته کړې: "هغه کسان چې د سترې محکمې د پرېکړې په نتيجه کې خوشې شوي دي، د مناسبو شرايطو سره ورته وېزې ورکړل شوي او د قانون پلي کونکو ادارو ته د هغوی د خوشې کولو خبر ورکړل شوی دی."

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند تړون به سبا د جمعې په ورځ «د لیندۍ درېیمه» پیل شي. مجید الانصاري نن په یوه خبري غونډې کې وویل، چې دا اوربند به سبا اوه بجې پیل او هر څومره چې زر کېدی شي غزې ته به بشري مرستې ورسیږي.
که څه هم د دغه اوربند د تړون په باب لومړني تفصیلات د اسراییل د حکومت له خوا ورکړل شوي؛ خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د حماس له خوا د ملکي یرغمل شویو اسراییلیانو لومړۍ ډله به د جمعې په مازیګر څلور بجې اسراییل ته وسپارل شي.
الانصاري زیاتوي، چې په لومړۍ ډله کې دیارلس مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
د نوموړي په خبره، د دغه تړون په پایله کې به سبا هغه فلسطینیان هم خوشي شي، چې د اسراییل په زندانونو کې دي.
تېره ورځ د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه بیان کې ویلي، چې د حماس له خوا یرغمل شوې ۵۰ ښځې او ماشومان به په څلورو ورځو کې خوشي شي او په دې ورځو کې به نښتې ودریږي.
پرون هم په یوه اعلاميه کې ويل شوي، چې د هرو لسو نورو يرغمل شويو د خلاصون په بدل کې به د نښتو د ختمولو لپاره يوه ورځ نوره هم زياته شي.
د اسراییل د صدراعظم ویاند له فلسطینی بندیانو سره د دغو یرغمل شویو د تبادلې یادونه نه ده کړې.
حماس دا هم ویلي چې د جګړې بندول به غزې ته د بشردوستانه توکو، طبي توکو او تیلو لاریو ته د ننوتلو اجازه ورکړي.
دغې ډلې ویلي دي چې اسراییل ژمنه کړې چې د اوربند پر مهال به د غزې په هېڅ سیمه برید نه کوي او نه به څوک بندیانوي.
دا لومړی ځل دی چې اسراییل او حماس د یوې ډلې یرغمل نیونې او د فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په اړه هوکړه کوي. حماس تر دې مخکې هم څلور برمته شوي کسان خوشي کړي وو.
دا هوکړه د قطر حکومت په منځګړتوب له څو اوونیو خبرو اترو وروسته شوې ده.
تر ۲۰۰ زیات یرغمل شوي کسان چې ډیری یې اسراییليان دي، حماس د تلې په ۱۵مه پر اسراییل د خپل برید پرمهال غزې تړانګې ته ولیږدول.

د الجزیرې ټلویزیون په یو رپوټ کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان په یوه نامعلومه سیمه کې د لبنان د وسله والې ډلې حزب الله له مشر سره کتلي او په غزه کې یې د اسراییل د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو خبرې کړې دي.
د ایراني دیپلومات حسین امیرعبداللهیان او د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله غونډه په داسې حال کې شوې چې اسراییل او فلسطینۍ ډله حماس په جنګ کې د یوې څلور ورځیۍ دمې اخیستو او یوې داسې موافقې ته چمتووالی نیسي چې تمه کیږي په پایله کې یې په غزه کې ۵۰ اسراییلي بندیان او په اسراییل کې بندي ۱۵۰ فلسطینیان خوشي شي.
د جګړې ښکیلې غاړې لاهم د قطر په منځګړیتوب د شوي تړون جزییات ارزوي او اسراییل وايي دغه تړون به تر " راتلونکې جمعې دمخه" پلي نشي.
امیرعبداللهیان د بیروت میشتي المیادین چینل سره په خبرو کې خبرداری ورکړی که د اسراییل او حماس اوربند ونه غځول شي د جګړې لمن به پراخه شي.
د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخکې، امیرعبداللهیان له حسن نصرالله سره تر لیدلو وروسته له بیروته د قطر پلازمینې دوحې ته تللی دی.
حزب الله چې د ایران نږدې متحد دی، د اکتوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل راهیسې یې په وار وار له اسراییل سره د پولې په اوږدو کې مرګونې نښتې کړې دي، چې د پراخې جګړې ویره یې پیدا کړې ده.
حزب الله د پنجشنبې په سهار ویلي دي چې له پولې شاوخوا لس کیلومتره لیرې د عین زیتیم په سیمه کې د اسراییل پوځي اډه یې په راکټونو ویشتلې ده.
دغې ډلې دا هم ویلي، چې له پولې سره نږدې د اسراییل پر پوستو یې لږ تر لږه لس نور بریدونه هم کړي او د مرګژوبلې ادعایې هم کړې ده.
د لبنان دولتي رسنیو ویلي چې اسرائیلو د دغو بریدونو په ځواب کې د لبنان به سویل کې ځینې سیمې بمبار کړې دي.

اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه ټولنه په افغانستان کې د ساري ناروغیو او روغتیا بیړنیو پیښو ته د چمتووالي او ځواب ویلو سیسټم د پیاوړي کولو لپاره لس ملیونه یورو مرسته کوي. دغه مرسته چې نږدې ۷۵۰ ميليونه افغانۍ کیږي د روغتيا نړيوال سازمان «WHO» ته ورکول کیږي.
په اعلامیه کې راغلي چې د اروپايي اتحادیې او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ اوږدمهاله همکاري په افغانستان کې د پیاوړې او انعطاف وړ روغتیایې پاملرنې سره مرسته کړې ده.
د اروپایې ټولنې په وینا دا مرسته به په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د روغتیا پاملرنې د ودې ورکولو په موخه ولګول شي او تر دوه ملیونو څخه ډیر خلک به ترې ګټه واخلي.
دغه مرسته د اروپایې ټولنې او د روغتیا نړیوال سازمان د پخوانیو همکاریو د دوام پر بنسټ کېږي.