• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرفراز بګتي: ترهګر به په هر قیمت ختمیږي

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر وايي، په دغه هېواد کې د وسلوالو پرضد هڅې چټکوي او په هر قیمت چې وي «ترهګر به له منځه یووړل شي.» سرافراز بګتي دا خبره پرون اسلام اباد کې د ملي پلان د عملي کولو همغږۍ کوونکې کمیټې د مشرۍ پر مهال وکړه، چې پوځي چارواکو هم پکې ګډون درلود.

نوموپي د دغه پلان د پرمختګ د اطمینان څرګندولو سره وویل چې د ترهګرۍ په بشپړه ختمیدو سره به ټول هېواد امن شي او پانګوال به په ډاډه زړه پانګونه کوي.

بګتي هغو سوداګرو او پانګوالو ته چې په پاکستان کې پانګونې ته لیوالتیا لري د پوره امنیت ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه چې له پښتونخوا سره یو ځای شویو قبایلي سیمو کې د پانګونې لپاره به د پوره امنیت ټینګولو هڅې وکړي.

نوموړي دا هم وویل چې د دې سیمو پخواني ملېشه ځواکونه چې اوس یې دندې پولیسۍ ته بدلې شوې دي روزي او پوره یې په وسلو سمبالوي.

پر ۲۰۱۴ کال د پېښور پر پوځي ښوونځي له برید وروسته د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ختمولو لپاره د ملي عمل پلان جوړ کړ، خو لا هم په دغه هېواد کې وسلوال بریدونه شته.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو پسې په پاکستان په تېره پښتونخوا او بلوچستان کې دا بریدونه نور هم ډېر شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

کورمه کې د چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل او ۶ ټپیان شول

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۶ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د لاس بم یا ګرنېټ د چاودنې له امله نن ځايي وخت مازیګر مهال دوه ماشومان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.‌ پېښه د کوزې کورمې د صدې په متخوزه کې هغه مهال وشوه چې ماشومانو د خپل کور سره نږدې له پیدا شوي لاس بم سره لوبې کولې.

د ماشومانو عمرونه د ۱۱ او شپږو کلونو ترمنځ ښودل شوي او صدې روغتون ته وړل شوي دي.

ځینې رسنیو کې د درې ماشومانو د وژل کېدو خبره شوې ده.

خو په صده کې د روغتون یوه ډاکټر نعمان خان هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

په دې وروستیو کې کورمه د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د تاوتریخوالي ډګر وه چې له امله یې تر څلوېښتو ډېر کسان ووژل او په لسګونو نور ټپیان شول.

په خیبر پښتونخوا کې دیني عالمانو د ورزش په ډګر کې د نجونو پر لوبېدو د بندیز غوښتنه وکړه

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۸ GMT+۰

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې د دیني عالمانو یوې ډلې (امامانو) یو بیان خپور کړی او غوښتنه یې کړې، چې په سمدستي توګه دې د دغې سیمې په لوبو کې د نجونو په ګډون بندیز ولګول شي.

دوی په یوه بیان کې ویلي:« موږ د نجونو د زده‌کړې مخالفت نه کوو؛ خو په سپورتونو کې د دوی ګډون فحشا ته وده ورکوي او که بندیز پرې و نه لګول شي، موږ به اعتراضي حرکتونه پیل کړو.»

په پاکستان کې ښځې وخت نا وخته د دغه ډول «تندلاریو» سره مخامخېږي.

تر دې وړاندې هم په خېبر پښتونخوا کې نجونې له ورزش څخه راګرڅول شوې وې.

تېره میاشت هم په پاکستان کې د نړۍ ښکلا سیالۍ کې د یوې پاکستانۍ موډلې ګډون غوغا جوړه کړه.

د مېس یونیورس"د نړۍ مېرمن" ښکلا سیالۍ کې د پاکستانۍ موډلې اېرېکا روبېن ګډون په دغه هېواد کې غبرګونونه راپارولي وو.


په پاکستان کې دیني عالمانو ټینګار کړی، چې حکومت دې د دې سیالۍ د مسوولینو پر ضد اقدام وکړي او ان د دغه هېواد لنډمهاله لومړي وزیر یې هم د پلټنې غوښتنه کړې وه.

امریکا په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته چې له وتلو سره مخامخ دي ټلیفوني شمېره جوړه کړه

۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۵ GMT+۰

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې یې د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره چې امریکا ته د تګ لپاره خپلې دوسیې ته په تمه دي، د بیړنۍ ټلیفوني اړیکې شمېره جوړه کړې ده.

دغه وزارت ویلي، چې دغه شمېره به د سهار له اتو بجو تر نیمې شپې پورې د مستقیمې اړیکې او واټساپ له لارې فعاله وي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، چې هغه پناه غوښتونکي چې د نیول کیدو او ایستلو له خطر سره مخ کیږي له دې شمېرې سره اړیکه نیولی شي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې پاکستان په اکتوبر میاشت کې ټولو هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري یوه میاشت وخت ورکړی و چې ووځي، که نه نو دوی به ونیول شي او په زور به وایستل شي.

له ټاکلې مودې وروسته پاکستان د بې اسنادو افغانانو ډله ییز ایستل پیل کړل.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دا مهال په زرګونه افغانان پرته له اسنادو او یا هم له تاریخ تېرو ویزو سره په درېیمو هېوادونو کې په تمه دي تر څو نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

دېری دغو کډوالو د غربي حکومتونو او بنسټونو سره کار کړی او د بشرپالو لاملونو له مخې په دغو هېوادونو کې د استوګنې شرایطو سره برابر دي.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا د افغان کډوالو د ډله ییز ایستلو د بندولو له غوښتنې سره سره، پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی د ایستلو پلان په جدي توګه عملي کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز بګټي وايي، تر اوسه شاوخوا ۳۰۰ زره بې اسناده کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ۹۹ سلنه یې له افغانستانه دي.

پاکستان په راتلونکی کال کې د برېکس د غړیتوب غوښتنه کړې ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۴ GMT+۰

په روسیه کې د پاکستان سفیر ویلي، چې پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې د برېکس په ډله کې د شاملېدو غوښتنه کړې او د غړیتوب د ملاتړ لپاره له غړو هېوادونو سره په اړیکه کې دی.

محمد خالد جمالي ویلي، چې پاکستان په ځانګړې توګه د روسيې په ملاتړ حساب کوي.

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د پاکستان د سفیر له قوله راپور ورکړ، چې پاکستان د برېکس ډلې غړیتوب ته لیواله دی.

جمالي ویلي:"پاکستان غواړي چې د دې مهم سازمان غړی شي او موږ د غړو هېوادونو سره په اړیکه کې یو."

د پاکستان د مشرانو جرګې یوه پلاوي هم ویلي، چې د دغه هېواد حکومت په برېکس کې د شاملېدو په شونتیا غور کوي. ‏

برېکس ډله د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا په شمول د نوو لویو مخ پر ودې هېوادونو څخه په ۲۰۱۰ کې جوړه شوې ده.

د دې ډلې موخه د نړۍ په نظم کې برخه اخیستل دي.

پر پورتنیو هېوادونو سربېره سږ کال مصر، ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ایتوپیا ته هم په دغه سازمان کې د شاملېدو بلنه ورکړل شوې او تمه ده، چې د دوی بشپړ غړیتوب تر راتلونکي کال پورې وارزول شي.

د برېکس هېوادونه د نړۍ د نفوس ۴۰٪ او د نړۍ د اقتصاد څلورمه برخه جوړوي.

نن شپږمه ورځ هم د وزیرستان په انګور اډه کې احتجاجي پرلت روان دی

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۱ GMT+۰

د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت له لوري د انګور اډې په دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ جبري کېدو په غبرګون کې پرلت روان دی.

لس ورځې کیږي چې پاکستاني پوځ د پکتیکا او انګور اډې تر منځ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ په مخ تړلې او هیچاته بې ويزې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د دغه پرلت له پیل کېدو سره د سیمې خلکو هم دغلته پوځي چوڼیو او حکومتي ځایونو ته غځېدلې لارې تړلې دي او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
ویل کیږي په وزیرستان فعالو مدني ټولنې او یو شمېر سیاسي ګوندونه هم له دغه پرلت سره یو ځای شوي دي.

د پاکستان حکومت هڅه کوي چې په یو نه يو ډول دغه پرلت ړنګ کوي.
د دغه پرلت یوه ګډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې له ځايي حکومتي چارواکو سره یې د پرلت د ختمېدو غوښتنه نه ده منلې: «سرکاري مشران يې رالیږلي و خبرې مو سره وکړې، د دوی مطالبه دا وه چې پرلت بند کړئ موږ مو هره غوښتنه د پاکستان له آئين سره سمه منو، خو زموږ اول شرط چې پاسپورټ او ویزه په دغه لاره نه منو، دا یې نه منل او ولاړل.»
د سرچینو د معلوماتو له مخې کېدای شي د دغې لارې د خلاصون او پرلت د ختمېدو په موخه د ځايي خلکو او ځايي حکومتي چارواکو تر منځ خبرې اترې بیا پیل شي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي چې د انګور اډې د لارې له بندېدو وروسته چې له پرلت سره د انګور اډې بازار او لويې لارې تړل شوې خلک یوې بلې خوا په آسانه تګ راتګ نه شي کولای.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د چمن ـ سپین بولدک لویه لاره د پاکستان حکومت له لوري په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ د جبري کېد په غبرګون کې د سیمې لسګونه زرو خلکو پرلت وهلی او لا هم روان دی.
د پاکستان حکومت د روان میلادي کال د سبټمبر میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې په دغه هيواد کې بې اسناده کډوال به یوه میاشت وروسته یعنې د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته په زور باسي او دغه هیواد ته راتګ راتګ به پاسپورټ او ویزه ترسره کیږي.
تر هغه وروسته د پښتنخوا قبایلي سیمو اوسیدونکو د پاکستان د دغه حکومت د تصمیم په وړاندې غبرګون ښودلی دی.