• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هلمند کې د طالبانو «د ناوړه چلند» له امله د مستوفیت ادارې ۲۳ کارکوونکو دندې پرېښودې

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۲ GMT+۰

هلمند کې د مستوفیت ادارې ځینو کارمنانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د دې ادارې ۲۳ کارکوونکو د طالب چارواکو د ناوړه چلند او اداري کارونو کې د لاسوهنې له امله دندې پرېښودې. سرچینې وايي د دې ستونزې د هواری لپاره د طالبانو مالیې وزیر ملا عدالناصر اخوند هم هلمند ته سفر کړی.

د هلمند د مستوفیت ځینو کارکوونکو نن یکشنبه ( لیندۍ ۴ مه ) افغانستان انټرنشتل - پښتو وویل چې د دې ولایت لپاره د طالبانو مستوفي او ځینې نور ځايي چارواکي د مستوفیت پر لاندې مسوولینو باندې په خپل سر او په زوره مکتوبونه لاسلیکوي.

دوی زیاتوي د هلمند مستوفي له مدیرانو صلاحیت اخیستی دی او یوازې د ده په غوښتنه بې قانونه کړنو ته یې مجبوري او د نه کولو په صورت کې ورته بېلابیلې ستونزې جوړوي.

ویل کیږي د هلمند مستوفیت په یو وار د ۲۳ کارکوونکو دندې پرېښودل، اداري بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی او طالبان نشي کولی چې ډېر ژر د ورته مدیریتونو او امریتونو ته مسلکي کسان پیدا کړي.

په هلمند کې سرچینې وايي د دې ستونزې د هواري لپاره تېره ورځ د طالبانو مالې وزیر ملا عبدالناصر اخوند هلمند ته ورغی او د مستوفیت ځینو مسوولینو سره یې ناسته کړې ده.

سرچینې زیاتوي عبدالناصر اخوند د دوی ستونزې اوریدلې دي او له کارکوونکو یې غوښتنه کړې ده، چې خپلې استعفاوې بېرته واخلي او خپلو دندو ته ادامه ورکړي خو تراوسه دغو ۲۳ کارمنانو مالې وزیر ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د هلمند لپاره د طالبانو اطلاعاتو کلتور وزارت دې ستونزې ته له اشارې پرته دغه ولایت ته د مالیې وزیر د سفر خبره کړې ده.

له دې وړاندې هم د پلازمینې کابل په شمول یو شمیر ولایتونو کې د دولتي ادارو پخوانیو کارکوونکو سره د طالبانو د ناوړه چلند په اړه شکایتونه شوي.

د طالبانو واک لاندې په دولتي ادارو کې پخوانیو حکومتي مامورینو ویلي، چې طالبان هڅه کوي په ادارو کې خپل طالبان او غیر مسلکي کسان وګماري او د ادارو مسلکي کسان له دندو وشړي.

دوی زیاتوي طالبان له پخوانیو مامورینو سره ښه چلند نه کوي د تېرو حکومتونو بېلابیل پېغرونه ورکوي.

طالبانو په تازه خپلو وسلوالو ته اوږد مهاله او لنډ مهاله عصري زدکړې پیل کړې دي چې د پخواني حکومت مامورین له دندو ګوښه کړي او په ټولو دولتي ادارو کې خپل هغه وسلوال ځای پر ځای کړي چې کلونه کلونه یې د دې ډلې واک ته رسولو لپاره جګړه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان ولسمشر وايي د طالبانو له ګډون پرته نړیوالې خبرې «مثبته نتیجه نه لري»

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۲ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، د طالبانو له ښکېلتیا پرته له نړیوالو خبرو « مثبته نتیجه نشي ترلاسه کېدلی.» نوموړي د منځنۍ اسیا اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي پروګرام یا د سپیکا په سرمشریزه کې افغانستان د منځنۍ اسیا نه بېلېدونکې برخه او د سیمې د ټیکاو لپاره مهم وباله.

شوکت میرضیایف پرون د اذربایجان پلازمېنه باکو کې دې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د ځینې لاملونو له امله افغانستان په دې ناسته کې ګډون نه لري.

هغه زیاته کړه چې د منځنۍ اسیا اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو د پروګرام دبرخې په توګه له افغلانستان سره همکاري او اړیکي بیا پیل شي.

ښاغلي میرضیایف په افغانستان کې د اوسنیو اقتصادي او بشري ستونزو په یادولو سره وویل دا هېواد یوازې پرېښودلی نه شو.

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واکمن شوي او نړیواله ټولنه یې په رسمیت نه پېژني د افغانستان اړوند غونډو او سازمانونو ته هم نه بلل کېږي.

ازبکستان چې له طالبانو سره نږدې اقتصادي اړیکي لري تر دې مخکې یې هم په ورته غونډو کې د طالبانو ګډون مهم بللی دی.

د ازبکستان ولسمشر د روانې نومبر میاشتې پر یوولسمه په دغه هېواد کې د ایکو په نوم د اقتصادي همکاریو سازمان غونډو کې هم د طالب چارواکو ګډون مهم وباله.

د نوموړي په خبره، «د تلپاتې پرمختګ لپاره دا ضروري ده چې موږ د سیمه ییز یوځایتوب یا ادعام بهیر کې افغانستان په کارند ډول فعال کړو.»

د منځنۍ اسیا د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی پروګرام یا سپیکا د ۱۹۹۸ کال د مارچ پر ۲۶ پیل شوی دی.

په دې پروګرام کې افغانستان، ازبکستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان ګډون لري او موخه یې هم په منځنۍ اسیا کې د سیمه ییزې همکاري زیاتول او نړیوال اقتصاد سره یې ګډول دي.

بلال کریمي په چین کې د طالبانو د «سفیر» په توګه وټاکل شو

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۹ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وايي د دې ډلې د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په چین کې «د افغانستان د سفیر» په توګه ټاکل شوی دی. څو میاشتې وړاندې چین هم د طالبانو حاکمیت لاندې افغانستان کې نوی سفیر وټاکه، چې خپل باورلیک یې ځانکړو مراسمو کې طالب چارواکو ته وړاندې کړ.

تر اوسه د بلال کریمي د نوې دندې په هکله طالبانو او د چین حکومت کومه رسمي خبرپاڼه نه ده خپره کړې.

خو د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو نن یکشنبه ( لیندۍ ۴ مه ) وویل چې ډېر ژر به طالبان په دې اړه رسمي خبرپاڼه خپره کړي.

دغه سرچینې زیاتوي بلال کریمي د چین پلازمینې بېچنګ ته رسېدلی دی او ډېر ژر به هلته خپله نوې دنده پیل کړي.

له دې وړاندې هم طالبانو بېجنګ ته خپل ډيپلوماټان لیږلي او په دغه هیواد کې د افغانستان سفارت د دوی په کنټرول کې دی.

د طالبانو واک ته رسېدو څخه وړاندې بلال کریمي د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د فرهنګي کمیسون غړی و او د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره نوموړی د طالبانو د ډلې حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د مرستیال په توګه کار کاوه.

طالبانو ګڼو هیوادونو ته خپل سفیران او ډپيلوماټان لیږلي دي او یو شمیر د تېر حکومت له سفیرانو سره تعمل له مخې اړیکي لري.

همداراز؛ د روسیې، چین، ترکیې او یو شمیر نور هیوادونو په کابل کې سفارتونه پرانیستي او سفیران یې حضور لري.

د طالبانو د حکومت څه باندې دوه کاله تیریږي خو تروسه ددغه ډلې حکومت د چین په شمول هیڅ کوم هیواد په رسميت نه پيژني خو راشه درشه ورسره د خپلو سیاسي موخو لپاره کوي.

ننګرهار کې سوداګره کورنۍ: د طالبانو استخباراتو مو پلار او وړوکی ورور د پیسو لپاره نیولي

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۴ GMT+۰

په ننګرهار کې یوه سوداګره کورنۍ وايي د طالبانو استخباراتو ریاست یې پلار ناصر خان او دیارلس کلن ورور تسل خان د پيسو اخیستلو لپاره نیولي. دغه کورنۍ ادعا کوي چې پخوا هم په استخباراتو کې ځینو کسانو ترې د ۳۰ زره امریکايي ډالرو غوښتنه کوله او وروسته یې فولډر موټر په زور پرې واخیست.

د ننګرهار خوګیاڼیو ولسوالۍ د وزیرو د سیمې اوسیدونکی عصمت الله وزیري چې یو اروپايي هیواد کې ژوند کوي، نن یکشنبه د( لیندۍ ۴ مه ) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو ویډوي پېغام رالیږلی دی.

په دغه پېغام کې وايي په ننګرهار کې د طالبانو د اسخباراتو ریاست کې دننه ځیني طالب چارواکي یې کورنۍ ځوروي او په بېلابیلو فشارونو په واسطه ورڅخه د پيسو غوښتنه کوي.

دوی زیاتوي په هیڅ قانون کې نشته چې ۱۳ کلن ماشوم دې پرته له کومه جرمه او د محکمې بغیر په زندان کې وساتل شي.

عصمت الله وزیري په خپل ویډیو پېغام کې وايي تېره بنچشنبه د طالبانو اسخباراتو ریاست اړوند وسلوالو د دوی پر کور چاپه ووهله او له ښځینه پولیسو پرته کور ته داخل شول، چې د ښځو په شمول یې ماشومان سخته وډار وکړل.

وزیري زیاتوي د دوی کورنۍ سوداګرۍ کې بوخته ده او په جلال اباد ښار کې د افغان دوست په نوم د درملو یو شرکت ترڅنګ د شېدو تجارت کې له بېلابیلو ځايي شرکتونو سره قرارادادونه لري.چې د درملو شرکت یې طالبانو اسخباراتو ورتړلی دی.

دغه کورنۍ وايي نه یې هم په تېر نظام کې دندې کړې او نه له چاسره شخصي دوښمني لري خو په ننګرهار کې د طالبانو په استخباراتو کې ځیني مسوولین چې د دوی د سیمي اوسیدونکي دي له خپله واکه ناوړه ګټه اخلي او ډیری داسې نورې کورنۍ هم ځوروي ترڅو پيسې ورڅخه ترلاسه کړي.

دغه کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي او په کابل کې له طالب مشرانو غواړي چې په دغه قضیه کې دې مداخله وکړي او په خپلو لیکو کې دې د هغو کسانو مخه ونیسي چې له واکه ناوړه ګټه اخلي او عام خلک د خپلو شخصي موخو لپاره ځوروي.

دغه کورنۍ وايي که طالب مشران یې غږ نه اوري نو ددغږ خپلسریو له امله اړ دي چې د ځانونو د خوندي ساتلو په موخه وطن پرېږدي.

هڅه مو وکړه په ننګرهار کې ددې خبر په اړه طالبانو د اسخباراتو د ریاست نظر واخلو خو بریالي نشوو.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو څخه دوه کاله تیریږي خو تر اوسه دغې ډلې خپل هغه طالبان چې خپلسري جرمونه کوي نه دي محاکمه کړي او نه هم د عامو افغانان په څېر علني سزا ورکړل شوې ده.

نیوکې دا دي چې طالبان د خپلو مجرمو غړو او وسلوالو په اړه کوم قانون نه لري.

د سیاسي موخو لپاره مدرسې جوړول که طالبانو ته راتلونکی سرخوږی؟

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۳ GMT+۰
•
صفدر سلېمانخېل

څه وخت دمخه طالبانو د مدرسو لپاره سل زره نوي بستونه اعلان کړل. د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي زدکړو مرستیال کرامت الله اخوند زاده په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې اوس په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر نولس زرو ته رسېږي او دا شمېره به نوره هم زیاته شي.

په اسلامي دنیا کې همیشه مدرسې وې خو څنګه مدرسې؟ د اسلامي تمدن په طلايي عصر کې مدرسو د خپلې زمانې علوم د خپل وخت د اړتیاوو د پوره کولو لپاره تدریسول.

د هغه وخت مدرسو طبیبان، محرران، ادیبان، قاضیان، دیني عالمان او د خپل وخت د مختلفو پوهنو متخصصان روزل.

دا لړۍ تر هغو پورې کامیابه روانه وه چې په اسلامي هېوادونو کې د اروپا استعمار پیل شو.

اروپایي استعمار یوازې د پیسو ټولولو او حکومت چلولو لپاره رانغی بلکې له ځان سره یې نوي علوم، چې اروپایانو ورنه د ادارې په چلولو او اقتصادي چارو کې استفاده کوله، هم راوړل.

مثلا انګریزان چې په هند باندې مسلط شول نو اداري ژبه یې انګریزي کړه، نوی طبابت یې معرفي کړ، د محاکمو سستم یې غربي کړ او د اورګادي په شمول یې د نوې ټکنالوژي نوي وسایل راوړل.

نوي تمدن د نوې زمانې مکتبونه او نوي تخصصونه غوښتل چې پخوانی تعلیمي نصاب له دغو نویو علمي او فني څانګو سره نااشنا و.

دغه وضعیت د پخوانو مدرسو فارغانو ته ستونزې پیدا کړې. دوی چې په خپلو پخوانو مدرسو کې انګریزي نه لوسته نو د هندوستان په نوې اداره کې ورته کار نه پیدا کېده.

دغه شان له نوي طبابت څخه رانیولې تر نوې ټکنالوژي پورې د نوي ژوند اکثره ساحې داسې وې چې دوی پکې څنډې ته پاتېدل.

له ساینس سره د ملایانو او عثمانیانو مخالفت

د کونړ دارالمعلمین چې طالبانو پر مدرسه بدل کړ
100%
د کونړ دارالمعلمین چې طالبانو پر مدرسه بدل کړ

پخوانو مدرسانو ته دغه ورپېښې ستونزې او له استعمار سره په ټولنه کې عام مخالفت سره یو ځای شول او یو شمېر پخواني مدرسان یې دې نتیجې ته ورسول چې له نوي علم سره مخالفت وکړي.

دوی په خپلو مدرسو کې د پخواني نصاب په تدریس ټینګار وکړ. د نولسمې میلادي پېړۍ په اواسطو کې په هند کې د دیوبند دارالعلوم تاسیس په حقیقت کې له نوي استعماري علم سره د مخالفت لپاره یو مهم اقدام و.

د دیوبند عالمانو له استعمار سره د مخالفت لپاره له نوي علم او تمدن سره مخالفت وکړ. مثلا په دیوبند کې یې د جغرافیا د تدریس اجازه ورنکړه، ځکه جغرافیا ورته له استعمار سره راوړل شوې دنیایي پوهه ښکارېده.

دیوبندي عالمانو په خپلو فتواګانو کې ډېر ځله د نوي تمدن وسایل حرام وګرځول. مثلا له عکس اخیستلو، لوډسپیکر، عصريدواګانو یا راډیو سره مخالفت.

که څه هم د وخت په تېرېدو سره چې به خلک له نویو وسایلو سره په پراخه پیمانه عادت شول او د دوی فتواګانو ته به یې ونه کتل، دوی به خپله فتوا بدله کړه، مګر مسلمانه ټولنه ورسره شا ته پاتې شوه.

دې ته ورته حالت په عثماني قلمرو کې هم و. هلته کابو درې پېړۍ له نوي بانکي سیستم سره مخالفت وشو او دغه راز د مطبعې فعالیت ډېره اوږده موده ناروا بلل کېده چې په نتیجه کې عثمانیان په علم او ساینس او اقتصاد کې له خپلو اروپایي رقیبانو ډېر شاته پاته شول.

د هند او پاکستان له بېلېدو وروسته دیوبندي مدرسو په پاکستان کې خپل فعالیت ته ادامه ورکړه خو څرنګه چې شمېر یې کم و نو خاص اجتماعي او سیاسی اغیز یې نه درلود خو د جنرال ضیا الحق له واکمنېدو وروسته دغو مدرسو ته د دولت په کچه توجه زیاته شوه.

جنرال ضیاالحق، چې ملکي حکومت ړنګ کړی او ملکي صدراعظم، ذوالفقار علي بوټو یې اعدام کړی و، په خلکو کې نفوذ ته سخته اړتیا احساسوله. ده د نفوذ لپاره په دیانت باندې زیات تظاهر وکړ.

د جنرال ضیا الحق حکومت مدرسې د ذکات په مرسته، چې اجباري یې ګرځولی و، حمایه کړې او په دې ډول په ډېره لنډه موده کې د زرګونو نویو دیوبندي مدرسو جوړولو ته زمینه برابره شوه.

د نولس سوه اتیایمو کلونو په موده کې عربو هم د ایران له نفوذ سره د مقابلې لپاره په پاکستان کې دیوبندي مدرسو ته ډېرې نغدي مرستې واستولې.

څرنګه چې په مدرسه کې طالبانو ته ځای او ډوډۍ وړیا وو نو د غریبوکورنیو ګڼ ماشومان په مدرسو کې شامل شول.

د ځینو احصاییو مطابق فعلا په پاکستان کې شاوخوا څلوېښت زره لویې او وړې مدرسې فعالیت کوي.

که څه هم د پاکستان حکومت کوښښ کړی دی چې د مدرسو په نصاب کې یو څه تغییرات راولي او نویو اړتیاوو ته په پام سره ځينې نور علوم په نصاب کې شامل کړي خو دغو هڅو یې ظاهرا ډېره نتیجه نه ده ورکړې او علت یې دا دی چې اوسنی علم بې حده وسیع او پېچلی دی.

اوس که په درسي نصاب کې ډېر علوم شامل شي، یو هم په کافي اندازه نه زده کېږي. په تېرو زمانو کې چې علوم ساده او محدود وو، نو دا ممکنه وه چې یو څوک هم طبیب اوسي، هم فیلسوف او هم مثلا دیني عالم، ځکه د علومو لمن خورا تنګه وه.

طالبان اوس غواړي چې په افغانستان کې د دیوبندي نصاب تجربه ، البته په لا لویه پیمانه تکرار کړي خو دې ته نه ګوري چې دغه فارغان به سبا څه کار کوي؟

پاکستان چې تر افغانستان په مراتبو پیاوړي اقتصاد، ګڼ نفوس او خورا زیاته زراعتي ځمکه لري، د عشر او ذکات له لارې مدرسې چلولی او د مدرسو فارغانو ته په خپله ساحه کې څه نا څه کار پیدا کولی شي مګر د افغانستان د زرګونو مدرسو اکثره فارغان به یوازې له حکومته کار غواړي.

د افغانستان طالبان ظاهرا د اروپا د منځنیو پیړیو د کلیسا د واکمنو په څېر په دې فکر کې دي چې له مدرسو څخه د خپل مشروعیت د ترلاسه کولو او د خپلو نظریاتو د منلو لپاره استفاده وکړي خو لکه څنګه چې تاریخ ښیي له علم څخه سیاسي او ایدیولوژیکه استفاده ناکامه وي.

کلیساوو ته په سرخوږي بدلې مدرسې

د طالبانو د مشر فرمان چې د مدرسې د قاري تنخا د ښوونکي درې برابره ده
100%
د طالبانو د مشر فرمان چې د مدرسې د قاري تنخا د ښوونکي درې برابره ده

په منځنیو پیړیو کې په اروپا کې د کلیسا دحاکمیت د ټینګېدو لپاره ګڼې مدرسې جوړې شوې چې سکولاستیک بلل کېږي.

سکولاستیک مدرسو د کلیسا تر څار لاندې شاګردان تربیه کول چې د بدعت مخه ونیسي او د عیسویت په اړه داسې عقیده خپره کړي چې د پاپ او کلیسا د ګټو او اقتدار په ګټه وي.

دغو مدرسو یوازې له عیسوي دیانت سره ځان بوخت ونه ساته بلکې ویې غوښتل چې ساینس او د فکر او علم نورې ساحې په خپل کنټرول کې وساتي.

مثلا د کوپرنیک کتاب چې د مځکې د کرویت په باره کې و، تر اولسمې میلادي پېړۍ پورې اجازه نلرله چې چاپ شي.

دوی به ویل چې انجیل کې مځکه اواره بلل شوې ده او کوپرنیک چې وایي چې ګرده ده، نو دا بدعت دی.

د کلیسا غټانو سکولاستیک مدرسې په دې تمه جوړې کړې وې چې د عیسویت صرف یو ډول تعبیر به وړاندې کېږي یعنې هغه چې دوی ته سم ښکاري او د دوی پکې ګټه ده خو څرنګه چې فکر محدودیت نه مني نو په دغو مدرسو کې شاګردانو ته ورو ورو د مختلف سوالونه او فکرونه پیدا شول او بالاخره خبره دې حد ته ورسېده چې د پاپ او کلیسا قدرت یې چلینج کړ.

په دغو مدرسو کې راپیدا شوي انتقادونه ځکه خطرناک وو چې د کلیسا په منځ کې انتقادونه وو، نه له کلیسا بهر مخالفتونه چې د بدعت او کفر په نامه په اسانه وځپل شي.

په پاکستان کې هم چې مدرسې د حکومت د مخالفانو یا ګاونډیو ملکونو د ځپلو لپاره پکار راتلې، ورو ورو د پاکستان د خپل حکومت په خلاف استعمال شوې.

د افغانستان طالبان او د دوی قومندانان چې اوس له مدرسو جوړولو د ځان لپاره د سیاسي استفادې په فکر کې دي، داسې ښکاري چې نن ویني او سبا نه ویني.

د دغو مدرسو فارغان به سبا ورنه نه یوازې کارونه غواړي بلکې د دوی اعمالو ته به هم انتقادي کتنه کوي.

ځينې یې شاید د ولس په خوا کې ودرېږي او ځينې نور یې شاید د قدرت لرلو په شوق د لا افراطي فکرونو پیروي پیل کړي.

  • یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.


په هند کې دوو افغان ډیپلوماټانو ویلي، چې دوی د افغانستان سفارتي چارې مخته وړي

۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۷ GMT+۰

په ممبیي کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیه وردک پر خپله اېکس‌ پاڼه لیکلي، چې هغې او په حیدراباد کې د افغانستان سرپرست قونسل سیدمحمد ابراهیم‌ خېل په ډیلي کې د افغانستان سفارت مشري پر غاړه اخیستې ده.

دغو دوه تنو افغان ډیپلوماټانو یوه ورځ وروسته له هغې دغه بیان خپور کړی، چې پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان د جمهوریت پخواني سفیر فرید ماموند زي د دغه سفارت د بشپړ بندېدلو خبر خپور کړ.


دغو دوو ډیپلوماټانو په اېکس پاڼه دا هم لیکلي، چې هند او افغانستان ترمنځ تاریخي، فرهنګي او دوستانه اړیکو ته په پام یې پرېکړه کړې چې «په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د فعالیت دوام ډاډمن کړي.»

هغوی په هند کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د پخوا په څېر خپلو دندو ته دوام ورکوي او د قونسلګرۍ د خدمتونو وړاندې کولو کې به هیڅ ډول خنډ رامنځته نه شي.

سرچینې زیاته کړې: «همدارنګه له پخواني افغان سفیر او پخوانیو افغان ډیپلوماټانو غوښتنه کوو، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت خواله رسنۍ د هر ډول نا مسووله څرګندونو او مطبوعاتي اعلامیو د خپرولو له پاره و نه کاروي.»

هغوی وایي، د هند بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دي او هڅې کوي چې اوسنۍ ستونزې هوارې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز د هند حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغو دوه تنو افغان ډیپلوماټانو یوه ورځ وروسته له هغې دغه بیان خپور کړی، چې پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان د جمهوریت پخواني سفیر فرید ماموند زي د دغه سفارت د بشپړ بندېدلو خبر خپور کړ.