
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وايي د دې ډلې د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په چین کې «د افغانستان د سفیر» په توګه ټاکل شوی دی. څو میاشتې وړاندې چین هم د طالبانو حاکمیت لاندې افغانستان کې نوی سفیر وټاکه، چې خپل باورلیک یې ځانکړو مراسمو کې طالب چارواکو ته وړاندې کړ.
تر اوسه د بلال کریمي د نوې دندې په هکله طالبانو او د چین حکومت کومه رسمي خبرپاڼه نه ده خپره کړې.
خو د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو نن یکشنبه ( لیندۍ ۴ مه ) وویل چې ډېر ژر به طالبان په دې اړه رسمي خبرپاڼه خپره کړي.
دغه سرچینې زیاتوي بلال کریمي د چین پلازمینې بېچنګ ته رسېدلی دی او ډېر ژر به هلته خپله نوې دنده پیل کړي.
له دې وړاندې هم طالبانو بېجنګ ته خپل ډيپلوماټان لیږلي او په دغه هیواد کې د افغانستان سفارت د دوی په کنټرول کې دی.
د طالبانو واک ته رسېدو څخه وړاندې بلال کریمي د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د فرهنګي کمیسون غړی و او د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره نوموړی د طالبانو د ډلې حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د مرستیال په توګه کار کاوه.
طالبانو ګڼو هیوادونو ته خپل سفیران او ډپيلوماټان لیږلي دي او یو شمیر د تېر حکومت له سفیرانو سره تعمل له مخې اړیکي لري.
همداراز؛ د روسیې، چین، ترکیې او یو شمیر نور هیوادونو په کابل کې سفارتونه پرانیستي او سفیران یې حضور لري.
د طالبانو د حکومت څه باندې دوه کاله تیریږي خو تروسه ددغه ډلې حکومت د چین په شمول هیڅ کوم هیواد په رسميت نه پيژني خو راشه درشه ورسره د خپلو سیاسي موخو لپاره کوي.

په ننګرهار کې یوه سوداګره کورنۍ وايي د طالبانو استخباراتو ریاست یې پلار ناصر خان او دیارلس کلن ورور تسل خان د پيسو اخیستلو لپاره نیولي. دغه کورنۍ ادعا کوي چې پخوا هم په استخباراتو کې ځینو کسانو ترې د ۳۰ زره امریکايي ډالرو غوښتنه کوله او وروسته یې فولډر موټر په زور پرې واخیست.
د ننګرهار خوګیاڼیو ولسوالۍ د وزیرو د سیمې اوسیدونکی عصمت الله وزیري چې یو اروپايي هیواد کې ژوند کوي، نن یکشنبه د( لیندۍ ۴ مه ) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو ویډوي پېغام رالیږلی دی.
په دغه پېغام کې وايي په ننګرهار کې د طالبانو د اسخباراتو ریاست کې دننه ځیني طالب چارواکي یې کورنۍ ځوروي او په بېلابیلو فشارونو په واسطه ورڅخه د پيسو غوښتنه کوي.
دوی زیاتوي په هیڅ قانون کې نشته چې ۱۳ کلن ماشوم دې پرته له کومه جرمه او د محکمې بغیر په زندان کې وساتل شي.
عصمت الله وزیري په خپل ویډیو پېغام کې وايي تېره بنچشنبه د طالبانو اسخباراتو ریاست اړوند وسلوالو د دوی پر کور چاپه ووهله او له ښځینه پولیسو پرته کور ته داخل شول، چې د ښځو په شمول یې ماشومان سخته وډار وکړل.
وزیري زیاتوي د دوی کورنۍ سوداګرۍ کې بوخته ده او په جلال اباد ښار کې د افغان دوست په نوم د درملو یو شرکت ترڅنګ د شېدو تجارت کې له بېلابیلو ځايي شرکتونو سره قرارادادونه لري.چې د درملو شرکت یې طالبانو اسخباراتو ورتړلی دی.
دغه کورنۍ وايي نه یې هم په تېر نظام کې دندې کړې او نه له چاسره شخصي دوښمني لري خو په ننګرهار کې د طالبانو په استخباراتو کې ځیني مسوولین چې د دوی د سیمي اوسیدونکي دي له خپله واکه ناوړه ګټه اخلي او ډیری داسې نورې کورنۍ هم ځوروي ترڅو پيسې ورڅخه ترلاسه کړي.
دغه کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي او په کابل کې له طالب مشرانو غواړي چې په دغه قضیه کې دې مداخله وکړي او په خپلو لیکو کې دې د هغو کسانو مخه ونیسي چې له واکه ناوړه ګټه اخلي او عام خلک د خپلو شخصي موخو لپاره ځوروي.
دغه کورنۍ وايي که طالب مشران یې غږ نه اوري نو ددغږ خپلسریو له امله اړ دي چې د ځانونو د خوندي ساتلو په موخه وطن پرېږدي.
هڅه مو وکړه په ننګرهار کې ددې خبر په اړه طالبانو د اسخباراتو د ریاست نظر واخلو خو بریالي نشوو.
د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو څخه دوه کاله تیریږي خو تر اوسه دغې ډلې خپل هغه طالبان چې خپلسري جرمونه کوي نه دي محاکمه کړي او نه هم د عامو افغانان په څېر علني سزا ورکړل شوې ده.
نیوکې دا دي چې طالبان د خپلو مجرمو غړو او وسلوالو په اړه کوم قانون نه لري.
څه وخت دمخه طالبانو د مدرسو لپاره سل زره نوي بستونه اعلان کړل. د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي زدکړو مرستیال کرامت الله اخوند زاده په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې اوس په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر نولس زرو ته رسېږي او دا شمېره به نوره هم زیاته شي.
په اسلامي دنیا کې همیشه مدرسې وې خو څنګه مدرسې؟ د اسلامي تمدن په طلايي عصر کې مدرسو د خپلې زمانې علوم د خپل وخت د اړتیاوو د پوره کولو لپاره تدریسول.
د هغه وخت مدرسو طبیبان، محرران، ادیبان، قاضیان، دیني عالمان او د خپل وخت د مختلفو پوهنو متخصصان روزل.
دا لړۍ تر هغو پورې کامیابه روانه وه چې په اسلامي هېوادونو کې د اروپا استعمار پیل شو.
اروپایي استعمار یوازې د پیسو ټولولو او حکومت چلولو لپاره رانغی بلکې له ځان سره یې نوي علوم، چې اروپایانو ورنه د ادارې په چلولو او اقتصادي چارو کې استفاده کوله، هم راوړل.
مثلا انګریزان چې په هند باندې مسلط شول نو اداري ژبه یې انګریزي کړه، نوی طبابت یې معرفي کړ، د محاکمو سستم یې غربي کړ او د اورګادي په شمول یې د نوې ټکنالوژي نوي وسایل راوړل.
نوي تمدن د نوې زمانې مکتبونه او نوي تخصصونه غوښتل چې پخوانی تعلیمي نصاب له دغو نویو علمي او فني څانګو سره نااشنا و.
دغه وضعیت د پخوانو مدرسو فارغانو ته ستونزې پیدا کړې. دوی چې په خپلو پخوانو مدرسو کې انګریزي نه لوسته نو د هندوستان په نوې اداره کې ورته کار نه پیدا کېده.
دغه شان له نوي طبابت څخه رانیولې تر نوې ټکنالوژي پورې د نوي ژوند اکثره ساحې داسې وې چې دوی پکې څنډې ته پاتېدل.

پخوانو مدرسانو ته دغه ورپېښې ستونزې او له استعمار سره په ټولنه کې عام مخالفت سره یو ځای شول او یو شمېر پخواني مدرسان یې دې نتیجې ته ورسول چې له نوي علم سره مخالفت وکړي.
دوی په خپلو مدرسو کې د پخواني نصاب په تدریس ټینګار وکړ. د نولسمې میلادي پېړۍ په اواسطو کې په هند کې د دیوبند دارالعلوم تاسیس په حقیقت کې له نوي استعماري علم سره د مخالفت لپاره یو مهم اقدام و.
د دیوبند عالمانو له استعمار سره د مخالفت لپاره له نوي علم او تمدن سره مخالفت وکړ. مثلا په دیوبند کې یې د جغرافیا د تدریس اجازه ورنکړه، ځکه جغرافیا ورته له استعمار سره راوړل شوې دنیایي پوهه ښکارېده.
دیوبندي عالمانو په خپلو فتواګانو کې ډېر ځله د نوي تمدن وسایل حرام وګرځول. مثلا له عکس اخیستلو، لوډسپیکر، عصريدواګانو یا راډیو سره مخالفت.
که څه هم د وخت په تېرېدو سره چې به خلک له نویو وسایلو سره په پراخه پیمانه عادت شول او د دوی فتواګانو ته به یې ونه کتل، دوی به خپله فتوا بدله کړه، مګر مسلمانه ټولنه ورسره شا ته پاتې شوه.
دې ته ورته حالت په عثماني قلمرو کې هم و. هلته کابو درې پېړۍ له نوي بانکي سیستم سره مخالفت وشو او دغه راز د مطبعې فعالیت ډېره اوږده موده ناروا بلل کېده چې په نتیجه کې عثمانیان په علم او ساینس او اقتصاد کې له خپلو اروپایي رقیبانو ډېر شاته پاته شول.
د هند او پاکستان له بېلېدو وروسته دیوبندي مدرسو په پاکستان کې خپل فعالیت ته ادامه ورکړه خو څرنګه چې شمېر یې کم و نو خاص اجتماعي او سیاسی اغیز یې نه درلود خو د جنرال ضیا الحق له واکمنېدو وروسته دغو مدرسو ته د دولت په کچه توجه زیاته شوه.
جنرال ضیاالحق، چې ملکي حکومت ړنګ کړی او ملکي صدراعظم، ذوالفقار علي بوټو یې اعدام کړی و، په خلکو کې نفوذ ته سخته اړتیا احساسوله. ده د نفوذ لپاره په دیانت باندې زیات تظاهر وکړ.
د جنرال ضیا الحق حکومت مدرسې د ذکات په مرسته، چې اجباري یې ګرځولی و، حمایه کړې او په دې ډول په ډېره لنډه موده کې د زرګونو نویو دیوبندي مدرسو جوړولو ته زمینه برابره شوه.
د نولس سوه اتیایمو کلونو په موده کې عربو هم د ایران له نفوذ سره د مقابلې لپاره په پاکستان کې دیوبندي مدرسو ته ډېرې نغدي مرستې واستولې.
څرنګه چې په مدرسه کې طالبانو ته ځای او ډوډۍ وړیا وو نو د غریبوکورنیو ګڼ ماشومان په مدرسو کې شامل شول.
د ځینو احصاییو مطابق فعلا په پاکستان کې شاوخوا څلوېښت زره لویې او وړې مدرسې فعالیت کوي.
که څه هم د پاکستان حکومت کوښښ کړی دی چې د مدرسو په نصاب کې یو څه تغییرات راولي او نویو اړتیاوو ته په پام سره ځينې نور علوم په نصاب کې شامل کړي خو دغو هڅو یې ظاهرا ډېره نتیجه نه ده ورکړې او علت یې دا دی چې اوسنی علم بې حده وسیع او پېچلی دی.
اوس که په درسي نصاب کې ډېر علوم شامل شي، یو هم په کافي اندازه نه زده کېږي. په تېرو زمانو کې چې علوم ساده او محدود وو، نو دا ممکنه وه چې یو څوک هم طبیب اوسي، هم فیلسوف او هم مثلا دیني عالم، ځکه د علومو لمن خورا تنګه وه.
طالبان اوس غواړي چې په افغانستان کې د دیوبندي نصاب تجربه ، البته په لا لویه پیمانه تکرار کړي خو دې ته نه ګوري چې دغه فارغان به سبا څه کار کوي؟
پاکستان چې تر افغانستان په مراتبو پیاوړي اقتصاد، ګڼ نفوس او خورا زیاته زراعتي ځمکه لري، د عشر او ذکات له لارې مدرسې چلولی او د مدرسو فارغانو ته په خپله ساحه کې څه نا څه کار پیدا کولی شي مګر د افغانستان د زرګونو مدرسو اکثره فارغان به یوازې له حکومته کار غواړي.
د افغانستان طالبان ظاهرا د اروپا د منځنیو پیړیو د کلیسا د واکمنو په څېر په دې فکر کې دي چې له مدرسو څخه د خپل مشروعیت د ترلاسه کولو او د خپلو نظریاتو د منلو لپاره استفاده وکړي خو لکه څنګه چې تاریخ ښیي له علم څخه سیاسي او ایدیولوژیکه استفاده ناکامه وي.

په منځنیو پیړیو کې په اروپا کې د کلیسا دحاکمیت د ټینګېدو لپاره ګڼې مدرسې جوړې شوې چې سکولاستیک بلل کېږي.
سکولاستیک مدرسو د کلیسا تر څار لاندې شاګردان تربیه کول چې د بدعت مخه ونیسي او د عیسویت په اړه داسې عقیده خپره کړي چې د پاپ او کلیسا د ګټو او اقتدار په ګټه وي.
دغو مدرسو یوازې له عیسوي دیانت سره ځان بوخت ونه ساته بلکې ویې غوښتل چې ساینس او د فکر او علم نورې ساحې په خپل کنټرول کې وساتي.
مثلا د کوپرنیک کتاب چې د مځکې د کرویت په باره کې و، تر اولسمې میلادي پېړۍ پورې اجازه نلرله چې چاپ شي.
دوی به ویل چې انجیل کې مځکه اواره بلل شوې ده او کوپرنیک چې وایي چې ګرده ده، نو دا بدعت دی.
د کلیسا غټانو سکولاستیک مدرسې په دې تمه جوړې کړې وې چې د عیسویت صرف یو ډول تعبیر به وړاندې کېږي یعنې هغه چې دوی ته سم ښکاري او د دوی پکې ګټه ده خو څرنګه چې فکر محدودیت نه مني نو په دغو مدرسو کې شاګردانو ته ورو ورو د مختلف سوالونه او فکرونه پیدا شول او بالاخره خبره دې حد ته ورسېده چې د پاپ او کلیسا قدرت یې چلینج کړ.
په دغو مدرسو کې راپیدا شوي انتقادونه ځکه خطرناک وو چې د کلیسا په منځ کې انتقادونه وو، نه له کلیسا بهر مخالفتونه چې د بدعت او کفر په نامه په اسانه وځپل شي.
په پاکستان کې هم چې مدرسې د حکومت د مخالفانو یا ګاونډیو ملکونو د ځپلو لپاره پکار راتلې، ورو ورو د پاکستان د خپل حکومت په خلاف استعمال شوې.
د افغانستان طالبان او د دوی قومندانان چې اوس له مدرسو جوړولو د ځان لپاره د سیاسي استفادې په فکر کې دي، داسې ښکاري چې نن ویني او سبا نه ویني.
د دغو مدرسو فارغان به سبا ورنه نه یوازې کارونه غواړي بلکې د دوی اعمالو ته به هم انتقادي کتنه کوي.
ځينې یې شاید د ولس په خوا کې ودرېږي او ځينې نور یې شاید د قدرت لرلو په شوق د لا افراطي فکرونو پیروي پیل کړي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.
په ممبیي کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیه وردک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې هغې او په حیدراباد کې د افغانستان سرپرست قونسل سیدمحمد ابراهیم خېل په ډیلي کې د افغانستان سفارت مشري پر غاړه اخیستې ده.
دغو دوه تنو افغان ډیپلوماټانو یوه ورځ وروسته له هغې دغه بیان خپور کړی، چې پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان د جمهوریت پخواني سفیر فرید ماموند زي د دغه سفارت د بشپړ بندېدلو خبر خپور کړ.
دغو دوو ډیپلوماټانو په اېکس پاڼه دا هم لیکلي، چې هند او افغانستان ترمنځ تاریخي، فرهنګي او دوستانه اړیکو ته په پام یې پرېکړه کړې چې «په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د فعالیت دوام ډاډمن کړي.»
هغوی په هند کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د پخوا په څېر خپلو دندو ته دوام ورکوي او د قونسلګرۍ د خدمتونو وړاندې کولو کې به هیڅ ډول خنډ رامنځته نه شي.
سرچینې زیاته کړې: «همدارنګه له پخواني افغان سفیر او پخوانیو افغان ډیپلوماټانو غوښتنه کوو، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت خواله رسنۍ د هر ډول نا مسووله څرګندونو او مطبوعاتي اعلامیو د خپرولو له پاره و نه کاروي.»
هغوی وایي، د هند بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دي او هڅې کوي چې اوسنۍ ستونزې هوارې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز د هند حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغو دوه تنو افغان ډیپلوماټانو یوه ورځ وروسته له هغې دغه بیان خپور کړی، چې پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان د جمهوریت پخواني سفیر فرید ماموند زي د دغه سفارت د بشپړ بندېدلو خبر خپور کړ.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې یې د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره چې امریکا ته د تګ لپاره خپلې دوسیې ته په تمه دي، د بیړنۍ ټلیفوني اړیکې شمېره جوړه کړې ده.
دغه وزارت ویلي، چې دغه شمېره به د سهار له اتو بجو تر نیمې شپې پورې د مستقیمې اړیکې او واټساپ له لارې فعاله وي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، چې هغه پناه غوښتونکي چې د نیول کیدو او ایستلو له خطر سره مخ کیږي له دې شمېرې سره اړیکه نیولی شي.
دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې پاکستان په اکتوبر میاشت کې ټولو هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري یوه میاشت وخت ورکړی و چې ووځي، که نه نو دوی به ونیول شي او په زور به وایستل شي.
له ټاکلې مودې وروسته پاکستان د بې اسنادو افغانانو ډله ییز ایستل پیل کړل.
د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دا مهال په زرګونه افغانان پرته له اسنادو او یا هم له تاریخ تېرو ویزو سره په درېیمو هېوادونو کې په تمه دي تر څو نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
دېری دغو کډوالو د غربي حکومتونو او بنسټونو سره کار کړی او د بشرپالو لاملونو له مخې په دغو هېوادونو کې د استوګنې شرایطو سره برابر دي.
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا د افغان کډوالو د ډله ییز ایستلو د بندولو له غوښتنې سره سره، پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی د ایستلو پلان په جدي توګه عملي کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز بګټي وايي، تر اوسه شاوخوا ۳۰۰ زره بې اسناده کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ۹۹ سلنه یې له افغانستانه دي.
د بهرنیو مرستو د ارزونې په برخه کې د امریکا د حکومت یوه رسمې ویبپاڼه وايي، افغانستان د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۱۱۱ میلیارد ډالر امریکايي مرسته ترلاسه کړې ده. ورپسې اسراییل د ۶۵ میلیارد ډالرو او عراق د ۶۴ میلیارد ډالرو په ترلاسولو د امریکايي مرستو له مخې دویمه او دریمه درجه دي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له برید او پر افغانستان له ځوابي برید وروسته، له کابل سره د امریکا مرستو له نورو ټولو هېوادونو سره د مرستو بهیر تر سیوري لاندې راوست.
امریکا په ۲۰۲۱ کې له افغانستان تر وتلو وروسته هم د نغدو ډالرو بکسې دغه هېواد ته استوي.
خو له افغانستان سره د مرستو ارزوونکې امریکايي ادارې یا سیګار راپورونه ښيي چې د جمهوریت او اوس د طالبانو په وخت کې هم په دې مرسته کې فساد کېږی.
هندو بیزنیس انلاین د بهرنیو مرستو د ارزونې په برخه کې د امریکا د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې په خپل راپور کې زیاتوي، چې د متحده ایالاتو څخه د بهرنیو نظامي مرستو لوی ترلاسه کونکي بیا اسراییل، مصر، اردن، عراق، لبنان او کولمبیا دي.
په داسې حال کې چې د اسراییل او فلسطیني ډلې حماس ترمنځ جګړه روانه وه، د امریکا د استازو مجلس د نومبر په دوهمه نیټه له اسراییل سره د ۱۴.۵ ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته تصویب کړه.
له اسراییل سره د امریکا د وروستیو پام وړ مرستو سره سره، شمیرې ښیي چې اسراییل له لسیزو راهیسې په پرله پسې ډول له متحده ایالاتو څخه د پام وړ مرستې ترلاسه کوي.
د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې اسراییل د امریکا تر ټولو ډیرې نظامي مرستې ترلاسه کړې چې ارزښت یې ۳.۳ میلیارد ډالرو ته رسیږي.
له اسراییل وروسته مصر، اردن، عراق، لبنان او کولمبیا په ترتیب سره ۱.۲ میلیاردالره، ۴۲۵ میلیونه ډالره، ۲۵۰ میلیونه ډالره، ۲۱۰ میلیونه ډالره او ۴۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړې دي.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) په وینا، متحده ایالات په ۲۰۲۲ کې د مرستې ورکوونکو هیوادونو په سر کې وو، جرمني، جاپان او فرانسه هغه نور هیوادونه دي چې تر امریکا وروسته یې تر ټولو ډیرې مرستې کړې دي.
د بهرنیو مرستو د ارزونې په برخه کې د امریکا د حکومت یو رسمې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، امریکا د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۲۱۳ هیوادونه سره ملیارده ډالرو په ارزښت مرسته کړې.
په تیرو دوو لسیزو کې، د هر کال په تیریدو سره د اسراییل سره شوې مرسته کې ډیروالی راغلی.
دغه هیواد په ۲۰۰۱ کال کې ۲.۷ میلیارد ډالره او په ۲۰۲۲ کال کې ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې وه.
په همدې حال کې د مصر سره پوځې مرسته له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه ۱.۱میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه.
د لبنان سره نظامي مرستې په ۲۰۱۱ کې د ۷۴ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۲ کې ۲۱۰ میلیون ډالرو ته لوړې شوي.
امریکا لومړنی هیواد و چې په رسمي توګه یې د اسراییل دولت جوړیدل په رسمیت وپیژندل او د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې یې د پام وړ مالي مرستې او په ځانګړې توګه دفاعي مرستې ورسره کړې دي.
د مصر په قضیه کې، متحده ایالات په لویدیزهاسیا کې د ځواک د توازن لپاره دغه هیواد سره د پام وړ نظامي مرستې کړې دي.
اسراییل ته د متحده ایالاتو د ۶۵ ملیارد ډالرو مرستې څخه نږدې ۹۴ سلنه نظامي مرستې جوړوي.
د کانګرس د څېړنو د خدماتو د ۲۰۲۳ کال راپور په ډاګه کوي چې د دوو لسیزو په اوږدو کې امریکا او اسراییل درې تاریخي تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.
هر تفاهم لیک په نظامي مرستو کې د تدریجي زیاتوالي لامل شوی دی.
د کلینټن د ادارېپه وخت کې لاسلیک شوی تفاهم لیک د ۲۱ ملیارد ډالرو لپاره و، چې وروسته د بوش د په مهال دغه کچه ۳۰ ملیارد ډالرو ته لوړه شوه او بیا د اوباما وخت کې یې اندازه ۳۳ میلیارده ډالرو ته ورسیده.