د بښنې نړۍوال سازمان د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د بښنې نړۍوال سازمان د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د بښنې نړۍوال سازمان د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
دغې ادارې نن شنبې د لېندۍ ۴مه چې د نومبر له پنځه ویشتمې نیټې سره برابره ده په خپله اېکس پانه لیکلي چې، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې کمپاین پیل کړی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان له خلکو غواړي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د پیوستون پیغامونه شریک کړي.
دا کمپاین نن د «افغان ښځو لپاره خبرې وکړئ» تر نامه لاندې پیل او ۱۶ ورځې به دوام وکړي.
د نومبر ۲۵مه په داسې حال کې په نړۍ کې لمانځل کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې پر ښځو ډېر بندیزونه لګولي، چې تر ټولو بیا د تعلیمي مرکزونو بندېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته لومړی ښوونځي او بیا پوهنتونونه د نجونو له پاره وتړل او په نا دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو پر کار کولو هم بندیزونه ولګول.


په ممبیي کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیه وردک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې هغې او په حیدراباد کې د افغانستان سرپرست قونسل سیدمحمد ابراهیم خېل په ډیلي کې د افغانستان سفارت مشري پر غاړه اخیستې ده.
دغو دوه تنو افغان ډیپلوماټانو یوه ورځ وروسته له هغې دغه بیان خپور کړی، چې پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان د جمهوریت پخواني سفیر فرید ماموند زي د دغه سفارت د بشپړ بندېدلو خبر خپور کړ.
دغو دوو ډیپلوماټانو په اېکس پاڼه دا هم لیکلي، چې هند او افغانستان ترمنځ تاریخي، فرهنګي او دوستانه اړیکو ته په پام یې پرېکړه کړې چې «په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د فعالیت دوام ډاډمن کړي.»
هغوی په هند کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د پخوا په څېر خپلو دندو ته دوام ورکوي او د قونسلګرۍ د خدمتونو وړاندې کولو کې به هیڅ ډول خنډ رامنځته نه شي.
سرچینې زیاته کړې: «همدارنګه له پخواني افغان سفیر او پخوانیو افغان ډیپلوماټانو غوښتنه کوو، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت خواله رسنۍ د هر ډول نا مسووله څرګندونو او مطبوعاتي اعلامیو د خپرولو له پاره و نه کاروي.»
هغوی وایي، د هند بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دي او هڅې کوي چې اوسنۍ ستونزې هوارې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز د هند حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغو دوه تنو افغان ډیپلوماټانو یوه ورځ وروسته له هغې دغه بیان خپور کړی، چې پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان د جمهوریت پخواني سفیر فرید ماموند زي د دغه سفارت د بشپړ بندېدلو خبر خپور کړ.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې د دیني عالمانو یوې ډلې (امامانو) یو بیان خپور کړی او غوښتنه یې کړې، چې په سمدستي توګه دې د دغې سیمې په لوبو کې د نجونو په ګډون بندیز ولګول شي.
دوی په یوه بیان کې ویلي:« موږ د نجونو د زدهکړې مخالفت نه کوو؛ خو په سپورتونو کې د دوی ګډون فحشا ته وده ورکوي او که بندیز پرې و نه لګول شي، موږ به اعتراضي حرکتونه پیل کړو.»
په پاکستان کې ښځې وخت نا وخته د دغه ډول «تندلاریو» سره مخامخېږي.
تر دې وړاندې هم په خېبر پښتونخوا کې نجونې له ورزش څخه راګرڅول شوې وې.
تېره میاشت هم په پاکستان کې د نړۍ ښکلا سیالۍ کې د یوې پاکستانۍ موډلې ګډون غوغا جوړه کړه.
د مېس یونیورس"د نړۍ مېرمن" ښکلا سیالۍ کې د پاکستانۍ موډلې اېرېکا روبېن ګډون په دغه هېواد کې غبرګونونه راپارولي وو.
په پاکستان کې دیني عالمانو ټینګار کړی، چې حکومت دې د دې سیالۍ د مسوولینو پر ضد اقدام وکړي او ان د دغه هېواد لنډمهاله لومړي وزیر یې هم د پلټنې غوښتنه کړې وه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې یې د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره چې امریکا ته د تګ لپاره خپلې دوسیې ته په تمه دي، د بیړنۍ ټلیفوني اړیکې شمېره جوړه کړې ده.
دغه وزارت ویلي، چې دغه شمېره به د سهار له اتو بجو تر نیمې شپې پورې د مستقیمې اړیکې او واټساپ له لارې فعاله وي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، چې هغه پناه غوښتونکي چې د نیول کیدو او ایستلو له خطر سره مخ کیږي له دې شمېرې سره اړیکه نیولی شي.
دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې پاکستان په اکتوبر میاشت کې ټولو هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري یوه میاشت وخت ورکړی و چې ووځي، که نه نو دوی به ونیول شي او په زور به وایستل شي.
له ټاکلې مودې وروسته پاکستان د بې اسنادو افغانانو ډله ییز ایستل پیل کړل.
د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دا مهال په زرګونه افغانان پرته له اسنادو او یا هم له تاریخ تېرو ویزو سره په درېیمو هېوادونو کې په تمه دي تر څو نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
دېری دغو کډوالو د غربي حکومتونو او بنسټونو سره کار کړی او د بشرپالو لاملونو له مخې په دغو هېوادونو کې د استوګنې شرایطو سره برابر دي.
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا د افغان کډوالو د ډله ییز ایستلو د بندولو له غوښتنې سره سره، پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی د ایستلو پلان په جدي توګه عملي کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز بګټي وايي، تر اوسه شاوخوا ۳۰۰ زره بې اسناده کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ۹۹ سلنه یې له افغانستانه دي.

د بهرنیو مرستو د ارزونې په برخه کې د امریکا د حکومت یوه رسمې ویبپاڼه وايي، افغانستان د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۱۱۱ میلیارد ډالر امریکايي مرسته ترلاسه کړې ده. ورپسې اسراییل د ۶۵ میلیارد ډالرو او عراق د ۶۴ میلیارد ډالرو په ترلاسولو د امریکايي مرستو له مخې دویمه او دریمه درجه دي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له برید او پر افغانستان له ځوابي برید وروسته، له کابل سره د امریکا مرستو له نورو ټولو هېوادونو سره د مرستو بهیر تر سیوري لاندې راوست.
امریکا په ۲۰۲۱ کې له افغانستان تر وتلو وروسته هم د نغدو ډالرو بکسې دغه هېواد ته استوي.
خو له افغانستان سره د مرستو ارزوونکې امریکايي ادارې یا سیګار راپورونه ښيي چې د جمهوریت او اوس د طالبانو په وخت کې هم په دې مرسته کې فساد کېږی.
هندو بیزنیس انلاین د بهرنیو مرستو د ارزونې په برخه کې د امریکا د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې په خپل راپور کې زیاتوي، چې د متحده ایالاتو څخه د بهرنیو نظامي مرستو لوی ترلاسه کونکي بیا اسراییل، مصر، اردن، عراق، لبنان او کولمبیا دي.
په داسې حال کې چې د اسراییل او فلسطیني ډلې حماس ترمنځ جګړه روانه وه، د امریکا د استازو مجلس د نومبر په دوهمه نیټه له اسراییل سره د ۱۴.۵ ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته تصویب کړه.
له اسراییل سره د امریکا د وروستیو پام وړ مرستو سره سره، شمیرې ښیي چې اسراییل له لسیزو راهیسې په پرله پسې ډول له متحده ایالاتو څخه د پام وړ مرستې ترلاسه کوي.
د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې اسراییل د امریکا تر ټولو ډیرې نظامي مرستې ترلاسه کړې چې ارزښت یې ۳.۳ میلیارد ډالرو ته رسیږي.
له اسراییل وروسته مصر، اردن، عراق، لبنان او کولمبیا په ترتیب سره ۱.۲ میلیاردالره، ۴۲۵ میلیونه ډالره، ۲۵۰ میلیونه ډالره، ۲۱۰ میلیونه ډالره او ۴۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړې دي.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) په وینا، متحده ایالات په ۲۰۲۲ کې د مرستې ورکوونکو هیوادونو په سر کې وو، جرمني، جاپان او فرانسه هغه نور هیوادونه دي چې تر امریکا وروسته یې تر ټولو ډیرې مرستې کړې دي.
د بهرنیو مرستو د ارزونې په برخه کې د امریکا د حکومت یو رسمې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، امریکا د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۲۱۳ هیوادونه سره ملیارده ډالرو په ارزښت مرسته کړې.
په تیرو دوو لسیزو کې، د هر کال په تیریدو سره د اسراییل سره شوې مرسته کې ډیروالی راغلی.
دغه هیواد په ۲۰۰۱ کال کې ۲.۷ میلیارد ډالره او په ۲۰۲۲ کال کې ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې وه.
په همدې حال کې د مصر سره پوځې مرسته له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه ۱.۱میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه.
د لبنان سره نظامي مرستې په ۲۰۱۱ کې د ۷۴ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۲ کې ۲۱۰ میلیون ډالرو ته لوړې شوي.
امریکا لومړنی هیواد و چې په رسمي توګه یې د اسراییل دولت جوړیدل په رسمیت وپیژندل او د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې یې د پام وړ مالي مرستې او په ځانګړې توګه دفاعي مرستې ورسره کړې دي.
د مصر په قضیه کې، متحده ایالات په لویدیزهاسیا کې د ځواک د توازن لپاره دغه هیواد سره د پام وړ نظامي مرستې کړې دي.
اسراییل ته د متحده ایالاتو د ۶۵ ملیارد ډالرو مرستې څخه نږدې ۹۴ سلنه نظامي مرستې جوړوي.
د کانګرس د څېړنو د خدماتو د ۲۰۲۳ کال راپور په ډاګه کوي چې د دوو لسیزو په اوږدو کې امریکا او اسراییل درې تاریخي تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.
هر تفاهم لیک په نظامي مرستو کې د تدریجي زیاتوالي لامل شوی دی.
د کلینټن د ادارېپه وخت کې لاسلیک شوی تفاهم لیک د ۲۱ ملیارد ډالرو لپاره و، چې وروسته د بوش د په مهال دغه کچه ۳۰ ملیارد ډالرو ته لوړه شوه او بیا د اوباما وخت کې یې اندازه ۳۳ میلیارده ډالرو ته ورسیده.

ازبک رسنیو تاشکند ته د طالبانو د پلاوي د سفر انځورونه خپاره کړي، چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام یې ځان ته اړولی دی. په انځورونو کې لیدل کېږي چې په ازبکستان کې یوه متخصصه د طالبانو پلاوي ته په یوه لابراتوار کې د بوټو د معاینې په هکله معلومات ور کوي.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سه شنبې په ورځ د تلې په ۳۰ مه اعلان وکړ، چې د دې ډلې یو پلاوی د دې وزارت د مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ ازبکستان ته لاړ.
د ازبکستان سیمه ییزو رسنیو د پنجشنبې په ورځ ( لیندۍ ۲مه) راپور ورکړ چې دغه پلاوي د دغه هېواد د نباتاتو د ساتنې او قرنطین ادارې له مشر ابراهیم ارګاشف سره وکتل.
د «درکچي اوز» په راپور کې راغلي چې په دې غونډه کې طالب چارواکو ته د قرنطین او نباتاتو د ساتنې ادارې د جوړېدو د تاریخ او د هغو عصري تجربو په اړه چې دغه سازمان د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې ترلاسه کړې، توضیحات ورکړل شول.
په راپور کې دا هم راغلي چې د دې ناستې په پای کې د طالبانو د پلاوي غړي "د ادارې د نباتاتو د لابراتوار له فعالیتونو سره اشنا شول".
د دې غونډې د عکسونو خپرېدل، چې په کې ازبکې کارپوهانې لیدل کېږي چې طالب چارواکو ته علمي توضیحات ورکوي، په ټولنیزو شبکو کې د خلکو توجو ځان ته اړولې.
د پیتسبورګ پوهنتون جنیفر بریک مورتازاشویلی په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې یوه ازبکه طالبانو ته تشریح کوي چې په سوداګرۍ کې د خوراکي توکو او قرنطین نباتاتو د ساتنې لپاره د خوندیتوب کوم میکانیزمونه کارول کیږي.
د بشري حقونو کارپوهان او د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونه وايي چې د طالبانو رژیم په تېرو دوو کلونو کې تر ۸۰ ډېر فرمانونه صادر کړي چې له مخې یې ښځې له عامه ډګره ایستل شوې دي.
دغو فرمانونو د ښځو ډېر بنسټیز حقونه چې د زده کړې، کار، سپورټ، سیاسي ګډون او ازاد سفر حقونه پکې شامل دي، منع کړې دي.