طالبانو د جرمني د مرستندویه ادارې څلور سیمه ییز کارکوونکي نیولي دي

د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت په وینا؛ طالبانو د دغه هېواد د دولتي مرستندویه ادارې څلور سیمه ییز کارکوونکي نیولي دي.

د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت په وینا؛ طالبانو د دغه هېواد د دولتي مرستندویه ادارې څلور سیمه ییز کارکوونکي نیولي دي.
د دغه وزارت یوې ویاندې اسوشیتیډ پرېس خبري اژانس ته منلي چې د (GIZ) سیمه ییز کارکوونکي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي؛ خو زیاته کړې یې ده چې په رسمي توګه دوی ته لا ندي ويل شوي، چې دغه کسان ولې نیول شوي دي.
دغې ویاندې ویلي: “موږ دا وضعیت په جدي توګه په پام کې نیولی او له ټولو ممکنه لارو کار اخلو چې خپل همکاران خوشې کړو.”
د جرمني د نړۍوالې همکارۍ اداره یا GIZ د دغه په هېواد حکومت پورې تړلې اداره ده.
دغه اداره د نړۍ په شاوخوا ۱۲۰ هېوادونو کې د "اقتصادي پراختیا، د کارموندنې ودې، انرژي او چاپیریال، سولې او امنیت" برخو کې پروژې او خدمات وړاندې کوي.


د کندهار په دامان ولسوالۍ کې کوچیان وايي، طالبان یې له خپلو مېنو لرې کوي او پرون یې د دوی یو کس هم وژلی دی. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې یو جسد هم لیدل کېږي او پکې کسان د «مظلوم» په نوم یو ځايي طالب چارواکی د نوموړي په وژلو تورنوی.
دوی وايي، د طالبانو د غصب شويو ځمکو د خلاصون کمېسون غوښتل، چې په زور د کوچيانو کورونه ونړوي او دوی له خپلو مېنو وباسې، خو دوی يې مخينوی کاوه.
د دې خلکو په خبره، طالبانو پر کوچيانو ډزې کړې او د ميرزا په نوم يو کس يې وواژه او ځينې مشران يې اوس هم په بند کې دي.
دا پېښه د کندهار په ختيځه برخه دامان ولسوالۍ کې پرون رامنځ ته شوې.
د دې ولسوالۍ صنعتي پارک ته نژدې او په نورو بېلابيلو سمېو کې سلګونه کورنۍ کوچيان مېشت دي.
کوچينان وايي د میرزا تر وژل کېدو وروسته دوی غوښتل مظاهره وکړې، خو د ځايې طالبانو له لوري پرې پرله پسې ډزې کېدې.
د کوچينانو يو مشر حاجي مولوی صاحب وایې، له طالبانو يې پرله پسې غوښتنه کوله، چې د دوی کورنه نړول ودروي او له مشرانو سره يې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.
مولوی صاحب وایې، هر مشر چې به طالبانو ته د ستونزي د حل لپاره ورته، هغه به يې بندي کاوه.
د کوچيانو يو بل ځایي مشر مولوي رحمت الله وایې، تېره ورځ يې غوښتل چې ولايت مقام ته د ستونزې د حل لپاره ولاړ شي، خو اجازه نه ورکول کېده.
دده په خبره، طالبان دومره ظلم ورسره کوې، چې حتی خبرو ته یې لا غوږ نه نيسې.
دوی وایي، چې د طالبانو له لوري مخکې له مخکې د کورنو د خالي کېدو خبر هم نه دی ورکول شوی.
کوچيان له بنده د خپلو مشرانو د ازادېدو غوښتنه هم کوې.
د کندهار پر نورو سيمو سربېره په دامان ولسوالۍ کې دغه کوچيان له ۲۰۰۴ کال را هیسې ژوند کوي.
په دامان ولسوالۍ کې دا لويې دښتې د هغه وخت د حکومت له لوري په نارسمي ډول دغو کوچيانو ته ورکول شوې.
د اوسنيو واکمنو د مشر ملا هیبت الله د فرمان پر اساس د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې د غصب شويو مځکو د خلاصون کمېسونونه جوړ شوې، چې ډېری کورنۍ يې بې مېنو کړې دې.
د طالبانو عدليې وزارت د معلوماتو له مخې په تېره عيسوي مياشت اکتوبر کې يې څه باندې ۶۸ زره جريبه او په روانه نومبر مياشت کې يې بيا ۱۲ زره جريبه دولتي مځکه له غصب خلاصه کړې ده.

په تورخم کې یو شمېر د تازه میوو سوداګرو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د پاکستان د ګمرک چارواکو د افغانستان د "طایفي" ډوله انګورو بار موټرو مخه نیولې ده. پاکستاني چارواکو دغو سوداګرو ته ویلي، چې "طایفي" انګور د تاجکستان هېواد دي او دوي یې د افغانستان په نامه نه محصولوي.
په تورخم کې یو شمېر د تازه میوو سوداګرو نن یکشنبه د ( لیندۍ ۵ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې د پاکستان د ګمرک چارواکو ادعا ناسمه ده او کوم د "طایفي" ډول انګورو موټر چې بار دي، دا د افغانستان خپل کرنیز محصلات دي.
دغه سوداګر وايي؛ نن یې په تورخم کې د پاکستان چارواکو د دې کار پرضد لاریون هم کړی دی.
دوی وايي، چې له شلو څخه تر دېرشو پورې بار موټر په تورخم کې ولاړ دي.
په تورخم د تازه میوو یو سوداګر خارج خان وايي: "مونږ چې له افغانستانه کوم سره انګور راوړو، له دې سره دافغانستان د ټولو ادارو سرټیفیکیټونه شته چې دا د افغانستان دي، پاکستان دا موټر ودرولي دي امکان شته چې دا انګور خراب شي".

هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلې پکې ښکاري چې د افغانستان "طایفي" انګور په موټرو کې د خرابېدو په حال کې دي.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي، چې دا د تاجکستان انګور دي او دوی یې د افغانستان د تازه میوو په توکه نه شي محصولولی او دا انګور به په لوړه مالیه د تاجکستان په نوم محصولوي.
که څه سوداګرو پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې د سالنګ لاره د تګ او راتګ لپاره تړل شوې او هېڅ کومه تازه میوه د تاجکستان څخه افغانستان ته نه صادریږي.
تر اوسه پورې د دې راپورته شوې ستونزې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
څو ورځې وړاندې د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړی ویلي وو؛ پاکستان په وروستیو کې د افغان سوداګرو پر وړاندې بېلابېلې ستونزې جوړې کړې دي.
زلمی عظیمي زیاته کړې وه، چې پاکستان له افغان سوداګرو سره دښمني شروع کړې.
دوی زیاتوي؛ کله د مېوې پر وخت ستونزې جوړوي او کله هم د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو مالیه لوړوي یا هم په کراچۍ د کې افغان سوداګرو مالونو څخه ډک کانټینرونه ودروي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت پرون په هلمند او نن په بلخ کې د نويو صنعتي پارکونو او ښارګوټي د جوړولو بنسټ ډبرې کېښودې. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، دا ډله د صنعتي پارکونو جوړولو سره افغانستان له وارداتي پر صادراتي اقتصاد بدلول غواړي.
نوموړي دا خبره پرون په هلمند کې د صنعتي پارک د پټۍ پرېکولو مراسم کې کړې ده.
د طالبانو د اعلامیې له مخې د هلمند بوست صنعتي ښارګوټی په ۱۷۵ جریبه او دوراهي صنعتي پارک په دوه زره جریبه ځمکه کې جوړېږي.
طالبانو نن د بلخ باستان په نوم صنعتي پارک د جوړېدو پرانیسته هم وکړه چې په نږدې څلور زره جریبه ځمکه کې جوړېږي او پر پارک سربېره تجارتي مرکز به هم ولري.
د طالبانو د صتعت او تجارت وزارت د پلاوي مشر ریاض الحق ریاض د یکشنبې په ورځ په دې مراسمو کې وویل، چې د پارک لومړني کارونه نن د شل میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شول چې ه د ۳.۶ کیلومتره دېوال او لس کیلومتره سړک چارې پکې شاملې دي او په شپږو میاشتو کې به بشپړې شي.
د طابانو په اعلامیه کې دا نه دي راغلي چې دا پارک د بلخ په کومه سیمه کې جوړېږي.
طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې مختلفو ولایتونو کې د سړکونو، بندونو او نورو بېخ بنسټو د جوړولو پرانیستې کړې دي، خو لا یې هم کومه یوه بشپړه کړې نه ده.

د ایران دولتي خبري اژانس ايرنا د يکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۵مه) د نشه يي توکو د قاچاق په تور د درېيو افغانانو د نيولو خبر ورکړ. د ایرنا د راپور له مخې درې کسان چې ۳.۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي یې د خولې له لارې په کېډه کې ځای پر ځای کړي وو، د دوغارون – اسلام کلا په لاره ونیول شول.
د تایباد د سرحدي کنډک قوماندان د ایرنا خبري آژانس ته ویلي دي: «د افغان اتباعو له پیژندلو وروسته، پوله ساتو د قاچاق وړونکو په معده کې تېر شوي هیرویین کشف کړي دي»
د دغه سيمه ييز ايراني چارواکي په وينا، دغو کسانو دوه کيلو او ٩٤٠ ګرامه جوړ شوي هيرويين د ١٣٥ کڅوړو په بڼه او ٦٢٤ ګرامه پوډر هيروين د ٥٠ کڅوړو په بڼه تېر کړي وو.
په راپور کې راغلي چې تورن کسان د ایران قضايي ادارو ته ور پيژندل شوي دي.

د دوغارون ـ اسلام کلا سرحد یو ایرانی چارواکی وایي چې د ایران او افغانستان تر منځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ اسانه شوی او په دې لاره کې کاري ساعتونه زیات شوي دي. تر دې وړاندې افغان موټر چلونکو له ایران څخه د مالونو پر وړلو د لوړ لګښت په اعتراض کې اعتصاب کړی و.
د دوغارون د سرحدي ترمینل مدیر اسماعیل پور عابد وايي، تر دې مخکې به د دوغارون په پوله (اسلام کلا) کې کاري ساعتونه د تهران پر وخت د سهار له ۷ بجو پیل او د ماښام تر ۶ بجو پورې به یې دوام درلود، خو اوس یې کاري ساعتونه د تهران پر وخت سهار له ۷ بجو پیل او د شپې تر ۱۱ بجو دوام کوي.
د دغه سيمه ييز ايراني چارواکي د شمېرو له مخې، له هغه راهيسې چې په اسلام کلا کې کاري ساعتونه زيات شوي، هره ورځ له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ له ۹۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې رسېدلی دی.
تر دې وړاندې د اسلام کلا په بندر کې د بار وړونکو موټرو چلونکو له ایران څخه د مالونو د لوړ لګښت په اعتراض کې اعتصاب کړی و.
اعتراض کونکو د لړم میاشتې په نیمايي کې افغانستان انټرنېشنل ته ویلي وو چې ایران په ځینو برخو کې د نورو هېوادونو د موټر چلونکو په پرتله له افغان موټر چلونکو څو برابره زیاتې پیسې اخلي.
د اسلام کلا په بندر کې د بار وړونکو موټرو یو شمېر استازو د افغانستان انټرنشنل ته پیغامونه او ویډیويي کلیپونه استولي او ویلي یې وو چې د ایران له خوا له افغان ټرانسپورټي شرکتونو څخه د پاکستاني، عراقي او ازبک موټر چلونکو په پرتله ډیرې پیسې اخلي.
د دغو موټر چلونکو د استازو له ډلې څخه یوه یې ویلي وو چې د اسلام کلا په بندر کې ایراني لوري ته د هرې لارۍ چې ایران ته داخلیږي ۱۲۰ډالره او د هر لیتر تیلو ۶۰ سنټه اخلي. په همدې حال کې د دغه افغان موټر چلونکي په وینا پاکستاني، عراقي او ازبک موټر چلونکي یوازې لس سنټه ورکوي.
هغه زیاته کړه چې بندر عباس ته د دوی سفر شاوخوا ۱۲۰۰ ډالره لګښت لري.
تر اوسه پورې د ایران او طالبانو ترمنځ د باروړونکو موټرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د شوي تړون جزیات نه دي په ډاګه شوي. دا هم څرګنده نه ده چې افغان موټر چلونکي راضي شوي او که نه.