له پنجاب وروسته سند هم په کراچۍ کې د هوا ککړېدو د مخنیوي لپاره تابیاوې نیسي

د هوا ککړتیا پر داسې مهال پراخېږي، چې کراچۍ د دوشنبې په ورځ د هوا د ککړتیا له امله په درېیم مقام کې ځای درلود.

د هوا ککړتیا پر داسې مهال پراخېږي، چې کراچۍ د دوشنبې په ورځ د هوا د ککړتیا له امله په درېیم مقام کې ځای درلود.
د پنجاب لنډمهاله حکومت د هوا ککړتیا د لوړې کچې پر وړاندې د وروستیو اقداماتو وروسته، د سند لنډمهاله حکومت هم پرېکړه کړې چې په کراچۍ کې د هوا د ککړېدو له امله د مبارزې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.د سند د وزیر اعلی دفتر په یوې خبر پاڼه کې د دغه ښار له اوسېدونکو وغوښتل، چې د کراچۍ د ککړې هوا له امله دې له ماسکونو کار واخلي.سربیره پر دې دغې ادارې له ټولو ښاریانو غوښتي، چې د شخصي موټرو پرځای دې عامه ټرانسپورټ وکاروي.تر دې وړاندې په لاهور کې د ککړې هوا له امله حکومت څو ورځنی ګرځبندیز اعلان کړی و.


د پاریس ښاروالې این ایډالګو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اېکس پاڼې پخواني ټویټر کارول يې پریښودل. هغې دغه شبکه د «لوی نړیوال ککړځای» په توګه یاده کړه چې د ځورونې، ناسمو معلوماتو، د ساینس پوهانو او ښځو په وړاندې د کرکې په خپرولو سره «ډیموکراسي ویجاړوي.»
امریکايي میلیارډر ایلن ماسک تېر کال د ټویټر له اخیستو وروسته دغه نوم اېکس ته بدل کړ او سلګونه کارکونکي یې له دندو ګوښه کړل. ډیری نېوکه کونکي په دې باور دي چې د اېکس مدیرانو په دې ټولنیزه شبکه کې د کرکې وینا، ځورونې او د یهودیت ضد مبارزې د مخنیوي له پاره کافي هڅې نه دي کړې.
په فرانسوي او انګلیسي ژبو په یوه پوسټ کې، آغلې ایډالګو لیکلي چې «دا پلیټ فارم او څښتن یې په لوی لاس دا ډول تاوتریخوالي او شخړو ته لمن وهي.»
هغې زیاته کړه: «دا شبکه په یو لوی نړیوال ککړځای بدله شوې ده. ایا موږ لا تر اوسه په دې کې بوخت یو؟ "زه د دې ناوړه پلان او دغې شیطاني طرحې له منلو منکره یم.»
ایلن ماسک، د جنجال جوړونکې اېکس پاڼې څښتن، په ځلونو د بیان د ازادۍ او په دې شبکه کې پر سانسور د مخالفت دفاع کړې ده. هغه، هغو کارونکو ته هم اجازه ورکړه چې د کرکې وینا او د پخوانیو ټویټر چارواکو لخوا د توکمپالنې خپرولو له امله يې حسابونه ځنډول شوي و، چې بیرته اېکس پاڼې ته راستانه شي.

د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د اسنادو له مخې چارواکو پرېکړه کړې چې د کابل او نورو بهرنیو ماموریتونو سره په ډیپلوماټیکه توګه د بې اسناده بهرنیانو د بېرته ستنېدو پر اهمیت ټینګار وکړي.
د راپور له مخې د دغه اقدام موخه دا ده چې، بې اسناده بهرنیان به په عزت او درناوي سره ستنول کېږي.
راپور کې راغلي، د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د چارواکو په یوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اسناد لرونکو بهرنیانو سره د ناوړه چلند او د هغوی د شړلو شکایتونه دې وڅېړل شي؛ تر څو حقایق یې په قضیو کې روښانه شي او پایلې دې د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکې شي.
چارواکو وویل، چې د راجسټریشن (پي او ار) کارتونو او د افغان تابعیت کارت (اې سي سي) درلودو سره بیا هم د دغو کسانو ستنول راپور شوي، چې د بې اسناده بهرنيانو د ستنولو پروګرام برخه نه وه.
چارواکو ویلي، افغان حکومت هیله لري چې د اخراج په بهیر کې له خپلو قونسلګریو سره د اېستل شویو افغانانو د تابعیت د تایید لپاره سلامشوره وشي.
دغه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې بې اسناده کډوالو ته د پاکستان حکومت ضرب الاجل د نومبر میاشتې پورې پای ته ورسېده او د روانې میاشتې په لومړیو کې د دغو کډوالو جبري اېستنه پیل شوه.
د دغو جبري ستنېدو پرمهال ډېری (پي او ار ) او ( اې سي سي) کارټونو درلودونکي هم له دغه هېواده په جبري توګه شړل شوي دي.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي؛ که د چمن پرلت غوښتنې ونه منل شي، د ډسمبر په دویمه به په یوې عمومي غوڼډه کې د دغه پرلت د پراخېدو عملي پلان وړاندې کړي.
اڅکزي په پاکستان کې یوه سیمینار ته د وینا پر مهال د دغه هېواد په اوسني لومړي وزیر او نورو چارواکو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د دوی خلک باید نور ونه ځورول شي.
نوموړي د پاکستان سرپرست لومړي وزیر او کابینې ته په اشارې وویل: “مونږ مه مجبوره کوی، کنه دا سرپرستان به بیا په سړکونو ګرځي؟ والله که له کوره هم راووځي”.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د پاکستان اوسنۍ کابینه د خلکو د رایو په اساس نه ده رامنځته شوې.
هغه سرپرست لومړي وریز او کابینې غړو ته په خطاب کې وویل: ” تاسې کوڅه کې ګرځيدلئ، یو یې له غوږه را ونیوه چې دا لومړۍ وزیر دی او بل یې ونیوه چې دا پلانه دی. یو رقم غرور کې دي دوی، هلکه په کوم طاقت؟ تاسې ته چا رایې درکړې دي؟ یا که درپسې ډېر لوی ولس ولاړ دی؟”.
هغه وویل، چې د چمن خلک په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې دي او د خوراک ډوډۍ نه لري؛ خو د پاکستان حکومت ورته وايي، چې د پولې هغه خوا خپلو ځمکو ته د تلو او راتلو لپاره باید پاسپورټونه واخلي.
هغه زیاته کړه: “هلته لیکه ده او تا پرې تار لګولی دی، دا لیکه خو ټولې نړۍ ته معلومه ده. زه به د لیکې هغه خوا خپلې ځمکې ته ځم او د ورځې به دېرش وارې پاسپورټ درته ښیم؟ څومره ټاپې به په پاسپورت لګیږي”.
اڅکزي وویل، چې د پاکستان حکومت پښتانه په سند، لاهور او کراچۍ کې نه پرېږدي او یوازې پښتانه کاروباریانو ته ستونزې جوړوي.
د هغه په وینا؛ یوازې د پښتنو دوکانونه تالاشي کیږي او بندیان کیږي، بیا د یو لک رپیو په بدل کې بېرته خوشې کیږي.
هغه له پاکستاني چارواکو وپوښتل، چې پښتانه د دغه وضعیت د بدلېدو لپاره باید څه وکړي: “زه ږیره وخریم؟ ږیره دې بدې راځي؟ لنګوټه وغورځوم او که پتلون واغوندم؟ څه بلا وکړم؟”.
هغه ټینګار وکړ، چې د پاکستان اساسی قانون هر پاکستاني تا دا حق ورکوي، چې هر چېری واده کولی شي، هر چېرې کاروبار کولی شي او هر چېرې ژوند کولی شي؛ خو بیا هم په پښتنو پابندي لګول شوې ده.
د چمن پرلت وروسته له هغې پیل شو، چې د پاکستان موقت حکومت پرېکړه وکړه، چې وروسته له دې به د چمن پر لاره تګ راتګ یوازې په پاسپورټ او ویزې سره کېدلی شي.

د اسوشییتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې؛ واتیکان د دوشنبې په ورځ ویلي چې پاپ فرانسیس د سږو د پړسوب له امله تر درملنې لاندې او انټي بایوټیک ترلاسه کوي او له دې امله یې ځینې لیدنې ځڼډېدلي دي.
فرانسیس پخپله د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې د سږو د پړسوب له امله دا اونۍ د سینټ پیټر په څلورلارې کې راڅرګند نه شو نو په واتیکان کې له خپل استوګنځي یې خلکو ته دعا ورکړه.
د واتیکان مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د سږو پړسوب ۸۷ کلن پاپ فرانسیس ته تنفسي ستونزو لامل شوی.
په اعلامیه کې راغلي، چې د پاپ فرانسیس وضعیت د ډاډ وړ دی او دا چې نوموړی تبه نه لري؛ نو تنفسي ستونزه یې هم مخ په ښه کېدو ده.
د پاپ د استراحت په موخه په راتلونکو ورځو کې د هغه ځینې مهمې غوڼډې ځڼډول شوي دي؛ تر څو هغه خپله بشپړه روغتیا ترلاسه کړي.
د یکشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې پاپ فرانسیس ویلي وو، چې د ډسمبر په لومړۍ به عربي متحده اماراتو ته په یو درې ورځني سفر ځي تر څو چې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غوڼډې ته وینا وکړي.
د دغه وینا پر مهال د هغه په لاس کې یو کنول لیدل کېده، چې د هغه پلویان یې د نوموړي د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښمن کړي وو.

ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) خبر ورکړ، چې په تېرو لسو ورځو کې ۲۴۸۸۴ افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.
د راپورونو له مخې؛ د روان کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د لېږل شويو کډوالو شمېر شاوخوا ۳۲۸ زرو تنو ته رسېږي.
د ایران د خراسان رضوي سرحدي قوماندان مجید شجاع په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د بهرنیو هېوادونو اتباع باید د رسمي او قانوني دروازو له لارې ایران ته داخل شي که نه نو له جدي غبرګون سره به مخامخ شي.
په دې وروستیو میاشتو کې ایران د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته لېږلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.