د پاریس ښارواله: ما د اېکس پاڼه، دا «لوی نړیوال ککړځای» پریښود

د پاریس ښاروالې این ایډالګو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اېکس پاڼې پخواني ټویټر کارول يې پریښودل. هغې دغه شبکه د «لوی نړیوال ککړځای» په توګه یاده کړه چې د ځورونې، ناسمو معلوماتو، د ساینس پوهانو او ښځو په وړاندې د کرکې په خپرولو سره «ډیموکراسي ویجاړوي.»