پاپ فرانسیس د سږو د پړسوب له امله تر درملنې لاندې دی

د اسوشییتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې؛ واتیکان د دوشنبې په ورځ ویلي چې پاپ فرانسیس د سږو د پړسوب له امله تر درملنې لاندې او انټي بایوټیک ترلاسه کوي او له دې امله یې ځینې لیدنې ځڼډېدلي دي.

د اسوشییتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې؛ واتیکان د دوشنبې په ورځ ویلي چې پاپ فرانسیس د سږو د پړسوب له امله تر درملنې لاندې او انټي بایوټیک ترلاسه کوي او له دې امله یې ځینې لیدنې ځڼډېدلي دي.
فرانسیس پخپله د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې د سږو د پړسوب له امله دا اونۍ د سینټ پیټر په څلورلارې کې راڅرګند نه شو نو په واتیکان کې له خپل استوګنځي یې خلکو ته دعا ورکړه.
د واتیکان مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د سږو پړسوب ۸۷ کلن پاپ فرانسیس ته تنفسي ستونزو لامل شوی.
په اعلامیه کې راغلي، چې د پاپ فرانسیس وضعیت د ډاډ وړ دی او دا چې نوموړی تبه نه لري؛ نو تنفسي ستونزه یې هم مخ په ښه کېدو ده.
د پاپ د استراحت په موخه په راتلونکو ورځو کې د هغه ځینې مهمې غوڼډې ځڼډول شوي دي؛ تر څو هغه خپله بشپړه روغتیا ترلاسه کړي.
د یکشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې پاپ فرانسیس ویلي وو، چې د ډسمبر په لومړۍ به عربي متحده اماراتو ته په یو درې ورځني سفر ځي تر څو چې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غوڼډې ته وینا وکړي.
د دغه وینا پر مهال د هغه په لاس کې یو کنول لیدل کېده، چې د هغه پلویان یې د نوموړي د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښمن کړي وو.

د جمهوري اسلامي ورځپاڼې په تهران کې یوه محافظه کاره رسنۍ له ایراني امنیتي داستګاه غوښتي چې د طالبانو چلند وڅاري او په سیمه کې د «دویم اسراییل» د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي. دغې رسنۍ لیکلي، چې د طالبانو ډلې له خپل تاسیس راهیسې د اسراییل پر ضد کوم اقدام نه دی کړی.
جمهوري اسلامي ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ د میاشتې په شپږمه) په یوه یادښت کې لیکلي، چې طالبان د امریکا له خوا تاسيس شوي او د جوړېدو هدف د ایران له اسلامي جمهوریت سره ټکر او په سیمه کې د امریکا او صهیونیستي رژیم د ګټو ملاتړ دی.
دې ایراني رسنۍ طالبان یوه "توکمپاله" ډله وبلله چې په چټکۍ سره "د غیر پښتون قومونو د ویجاړولو لپاره راپورته شوې".
لیکوال او د ایران رسنیو له طالبانو سره د اسراییلي جاسوسي ادارې موساد د درېیو اجنټانو په نیولو کې د همکارۍ په اړه د دغه هېواد د حکومت ادعا جدي نه ده نیولې.
د لیکوال په وینا؛ طالبانو د خپل تاسیس راهیسې "د اسراییل په وړاندې تر ټولو کوچنی اقدام" نه دی کړی.

د یرغملو او فلسطیني بندیانو د تبادلې لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند نن پای ته رسېږي؛ خو دواړه خواوې وايي، چې د نورو یرغمل شویو او بندیانو د تبادلې لپاره د موقت اوربند غځولو ته چمتو دي. تمه کیږي، چې په لسګونه اسراییلي یرغمل شوي او فلسطیني بندیان نن تبادله شي.
د تېرې یکشنبې په ورځ ۱۷ یرغمل د ۳۹ فلسطینیانو په بدل کې تبادله شوي وو.
حماس د اکټوبر د اوومې د بریدونو په پایله کې له نیول یرغملو اسراییلیانو له ډلې تر اوسه ۵۸ کسان خوشې کړي دي.
په همدې حال کې اسراییل هم تر اوسه ۱۱۷ فلسطیني بندیان خوشي کړي دي.
ډېری خوشې شوي یرغمل او بندیان ښځې او ماشومان دي.
تمه کیږي چې د بندیانو او یرغملو یو بله تبادله نن هم ترسره شي.
د امریکا د ملي راډیو این پي ار د رپوټ له مخې؛ دا شونتیا شته دی، چې اوربند د دوو نورو ورځو لپاره هم وغځول شي، ځکه چې حماس په لسګونو یرغمل په غزه کې د تبادلې لپاره راټول کړي دي.
ویل کیږي لا هم ۱۷۰ اسراییلي یرغمل په غزه کې شته او د اسراییل په زندانونو کې د شته فلسطینیانو شمېر بیا زرګونو ته رسیږي.
د اسراییل لومړي وزیر په یوې خپرې شوې ويډیو کې ویلي، چې نوموړی دې ته چمتو دی چې د هرو لسو یرغمل شویو د خوشې کېدو په بدل کې اوربند د ۲۴ ساعتونو لپاره وغزوي او دغه راز تر ۱۵۰ فلسطینیان د اسراییل له زندانونو خوشې کړي.
پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اوومې په برید کې دغې ډلې ۲۴۰ اسراییلي وګړي یرغمل کړي او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې وژلي وو.
د دغه برید د غچ اخیستو په موخه اسراییل پر غزې د اوو اونیو لپاره پراخې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې ۱۳،۳۰۰ فلسطینیان چې ډېری یې ماشومان او مېرمنې وې ووژل شول او پراخې سیمې ویجاړې شوې. د اسراییل د بریدونو په پایله کې لسګونه زره فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شول.

د حماس او اسراییل ترمنځ د تبادلې د هوکړې په درشل کې د خوشې شویو کسانو په ډله کې پیژندل شوې فلسطینۍ زنداني اسراء جعابیص هم شامله ده.
نوموړې په ۲۰۱۵ کال کې تر هغه وروسته چې د اسراییلي پولیسو پوستې ته نږدې د موټر بم په چاودنه کې چې د یوه پولیس افسر د ټپي کیدو لامل شو په ۱۱ کاله بند محکومه شوه او اوسمهال یې د بند اته کاله تېر شوي دي.
د هغې د سوځیدلي مخ انځور له کلونو راهیسې د فلسطین په لاریونونو او اعتراضي راټولیدنو کې په یوه مشهورانځور بدل شوی دی.
د جعابیص د نيول کېدو د پېښې په اړه بېلابېلې او متضادې کيسې ويل شوې دي.
هغې له خوشي کېدو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، چې په خپل موټر کې يې د ګازو يوه ډبه د ډکولو په نيت لېږداوه، چې په ناڅاپي ډول د اسرایيلي پوليسو يوې پوستې ته څېرمه وچاودید.
له دې چاودنې وروسته اسراییلي پولیسو هغه په سوځېدلي او ټپي حالت کې ونیوله.
له بلې خوا اسراييلي چارواکي بیا ویلي و چې، نوموړې د ترهګریز برید د ترسره کولو په نيت د ګازو يوې ډبې ته د «الله اکبر» په ویلو سره چاودنه ورکړه چې د یوه پولیس افسر د ټپي کیدو لامل شو.
اسراء جعابیص له خوشې کیدو وروسته ختیځ اورشلیم کې خپل کور ته ولاړه.
د یادولو ده، د هغې زوی معتصم چې اوس پنځلس کلن دی، د مور د نیولو پر مهال یې اته کلن و.
په غزه کې د اوربند د هوکړې له مخې چې د قطر په منځګړیتوب شوې ده، ټاکل شوې د اوربند په څلورو ورځو کې ټول ۵۰ اسراییلي یرغمل شوي په۱۵۰ فلسطینیانو تبادله شي.

همهاله په غزه کې د موقت اوربند دریمه ورځ ده، د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لویدیځې غاړې په لاندې شویو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو اته فلسطینیان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د جنین په ښار کې د اسراییلي ځواکونو د شپې په برید کې پنځه فلسطینیان وژل شوي دي. د اسراییل پوځ ویلي چې د دغو عملیاتو موخه د یوه فلسطیني نیول دي چې د اګست په میاشت کې يې په یوه برید کې دوه اسراییلیان یې وژلي وو.
د اتو فلسطینیانو د وژل کېدو په غبرګون کې په لوېدیځه غاړه کې فلسطیني ډلو د اعتصاب او ماتم غوښتنه وکړه.
په تېر کال کې په جنین کې سلګونه فلسطیني وسله وال او ملکیان وژل شوي دي. په دوی کې یو شمېر په لویدیځه غاړه کې د مېشتو اسراییليانو له خوا د تاوتریخوالي او غچ اخیستنې بریدونو له امله وژل شوي دي.

د افغانستان له پاره د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او د هند بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزې ادارې عمومي مدیر د افغانستان وضعیت ته د رسیدو لپاره د «سیمه ییزې تماس ډلې» پر جوړولو خبرې وکړې. د ایران استازي ویلي دي چې د سیمه ییزې تماس ډله د افغانستان د ټیکاو له پاره مهمه ده.
حسن کاظمي قمي په اېکس پاڼه لیکلي چې د یکشنبې په ورځ یې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزې ادارې له عمومي مدیر جی بي سنګ سره په کتنه کې له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي چارو د پرمختګ له پاره د «سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو او په دې هیواد کې د ټیکاو او ودانولو په موخه خبرې اترې وکړې.»
دوی له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې د چابهار بندر د ځانګړي رول په اړه هم خبرې وکړې.
کاظمي قُمي د تماس ډلې د طرحې په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو دا پلان د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول د ټینګار او د امریکا د رول د کمولو له پاره د ایران یوه هڅه ګڼل کېږي.
ایراني ډیپلوماټانو په تېرو کلونو کې د افغانستان په اړه د مسکو په ناسته او د مسکو په فارمټ ناسته کې د افغانستان په اړه دا خبره یاده کړې، خو تر اوسه سیمه ییزې اجماع ته نه ده رسېدلې.
په همدې حال کې د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر چې له تیرو دوو ورځو راهیسې په تهران کې دی، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او د هغه له سیاسي او اقتصادي مرستیالانو سره په کتنه کې د چابهار بندر په اړه خبرې کړې دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت مرستیال ویني کواټرا د ایران بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د چابهار بندر په ګډون یې د اتصالي پروژو په اړه خبرې وکړې.
چابهار بندر له هند سره د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه بلل کیږي چې د کراچۍ بندر اصلي بدیل دی.
اوس چې د کراچۍ بندر له لارې د مالونو د لېږد رالېږد پر سر د طالبانو او پاکستان تر منځ کړکېچ ډېر شوی، د افغانستان د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې د چابهار بندر د ځانګړي رول په اړه د ایران او هند د لوړپوړو ډیپلوماټانو خبرې مهمې دي.
