جان اڅکزی: ټول هغه کسان چې د افغانستان پېژندپاڼې لري، بېرته خپل هېواد ته ستنول کېږي

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې دا د امنیتي ګواښونو وروستي زیاتوالي ته د رسېدو لپاره یو اړین ګام دی. ښاغلي اڅکزي زیاته کړې، د بنو پرونۍ چاودنه د هغو ترهګرو لهخوا ترسره شوې چې د افغان حکومت اسناد لري.