• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلت وهونکو د اعتراض په نوې څپه کې د پولیو واکسین کمپاین بند کړ

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۳ GMT+۰

پرلت وهونکي وايي، که يې پیل کړې مبارزه بایلوده بیا به په چمن کې هم د اوسیدو اجازه نه ورکول کیږي. بل خوا د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي، د چمن په پرلت کې ۸۰ سلنه افغانان دي، پرلت وهونکي دې خپل اعتراضونه پای ته ورسوي موږ د چمن د خلکو ته سترې سوداګریزې تګلارې پلې کوو.

دغه پرلت وهونکي چې له تېرو ۳۹ ورځو راهیسې یې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کیدو په غبرګون پرلت وهلی، وايي‌ له خپلې مبارزې نه پرشا کیږي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي اجازه نه ورکوي چې په چمن کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پلی شي، نوموړی وايي تر څو چې حکومت د دوی غوښتنه نه وي منلي تر هغو به د حکومت له لوري د پلې کیدونکو برنامو مخنیوی کوي.

غوث الله وايي: «د پاکستان حکومت که مو غوښتنه نه مني دفترونه یې وربندوو، موږ مخکې هم ویلي و، چې نور د ګوزڼ ضد کمپاین په چمن کې بند دی، خو د چمن د پولیسو مشر د چمن په ځینو سیمو کې یاد کمپاین پیل کړی دی د چمن خلکو دا کمپاین بند کړی او که هره پيښه وشوه مسولیت یې د چمن د پولیسو پر غاړه دی. هغه کسان چې د ګوزڼ ضد واکسین په برنامه کې کار کوي له دې کاره دې لاس واخلي که نه مسولیت د دوی په خپله غاړه دی.»

بل خوا د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی د چمن پرلت ته په غبرګون کې وايي، د چمن په پرلت کې۸۰ کې سلنه ناست کسان افغانان دي.

نوموړی وايي، په پاکستان کې د ډيرو سیاسي ګوندونو پلویان افغان کډوال دي او د سیاسي ګوندونو مالي ملاتړ کوونکي هم دي.

نوموړي د پاکستان د دولتي ټلویزیون سره په یوې مرکه کې ویلي: «په پرلت کې ناست کسان ۸۰ سلنه افغانان دي د سیاسي ګوندونو پلویان او مالي ملاتړ کوونکي یې هم افغانان دي.»

نوموړی وايي د چمن خلک دې د روانو اعتراضونه پای ته ورسوي ځکه د پاکستان حکومت پلان لري چې د چمن د خلکو له پاره د معیاري سوداګرۍ سیسټم جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي: «د چمن د خلکو له پاره موږ هلته صنعتي ښارګوټی جوړوو، د مرکزي اسیا او منځني ختیځ او چمن تر منځ د سوداګرۍ اسانتیاوې برابرو او هغه کاروبار چې دوی فکر کوي د افغانستان له لوري ورته زمینه برابره شوې ده هغه امکانات موږ ورته برابروو او تر دې مهاله چې د هغه سیمې خلکو هر څومره پیسې ترلاسه کړې دي د پاکستان حکومت له لوري ورسره هیڅ حساب او کتاب نه کیږي. او له چمن څخه به دویم ګوادر جوړ کړو.»

له یوې میاشتې زیاته موده وشوه چې دغه پرلت د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون کې دوام لري چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ پر پاسپورټ او ویزه تر سره شي.

د چمن پرلت د بلوچستان ایالت د ګڼو سیاسي ګوندونو ملاتړ هم له ځانه سره لري او وايي تر راتلونکو ورځو به د پرلت د دویم پړاو اعتراض هم پیل کړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی: که د چمن پرلت غوښتنې ونه منل شي،‌ دغه پرلت به لا پراخ شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي؛ که د چمن پرلت غوښتنې ونه منل شي،‌ د ډسمبر په دویمه به په یوې عمومي غوڼډه کې د دغه پرلت د پراخېدو عملي‌ پلان وړاندې کړي.

اڅکزي په پاکستان کې یوه سیمینار ته د وینا پر مهال د دغه هېواد په اوسني لومړي وزیر او نورو چارواکو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د دوی خلک باید نور ونه ځورول شي.‌

نوموړي د پاکستان سرپرست لومړي وزیر او کابینې ته په اشارې وویل: “مونږ مه مجبوره کوی، کنه دا سرپرستان به بیا په سړکونو ګرځي؟‌ والله که له کوره هم راووځي”.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د پاکستان اوسنۍ کابینه د خلکو د رایو په اساس نه ده رامنځته شوې.

هغه سرپرست لومړي وریز او کابینې غړو ته په خطاب کې وویل: ” تاسې کوڅه کې ګرځيدلئ، یو یې له غوږه را ونیوه چې دا لومړۍ وزیر دی او بل یې ونیوه چې دا پلانه دی.‌ یو رقم غرور کې دي دوی،‌ هلکه په کوم طاقت؟‌ تاسې ته چا رایې درکړې دي؟‌ یا که درپسې ډېر لوی ولس ولاړ دی؟”.

هغه وویل، چې د چمن خلک په ډېر بد اقتصادي‌ وضعیت کې دي او د خوراک ډوډۍ نه لري؛ خو د پاکستان حکومت ورته وايي، چې د پولې هغه خوا خپلو ځمکو ته د تلو او راتلو لپاره باید پاسپورټونه واخلي.

هغه زیاته کړه: “هلته لیکه ده او تا پرې تار لګولی دی،‌ دا لیکه خو ټولې نړۍ ته معلومه ده. زه به د لیکې هغه خوا خپلې ځمکې ته ځم او د ورځې به دېرش وارې پاسپورټ درته ښیم؟‌ څومره ټاپې به په پاسپورت لګیږي”.

اڅکزي وویل، چې د پاکستان حکومت پښتانه په سند، لاهور او کراچۍ کې نه پرېږدي او یوازې پښتانه کاروباریانو ته ستونزې جوړوي.

د هغه په وینا؛ یوازې د پښتنو دوکانونه تالاشي کیږي او بندیان کیږي، بیا د یو لک رپیو په بدل کې بېرته خوشې کیږي.

هغه له پاکستاني چارواکو وپوښتل، چې پښتانه د دغه وضعیت د بدلېدو لپاره باید څه وکړي:‌ “زه ږیره وخریم؟‌ ږیره دې بدې راځي؟‌ لنګوټه وغورځوم او که پتلون واغوندم؟‌ څه بلا وکړم؟”.

هغه ټینګار وکړ، چې د پاکستان اساسی قانون هر پاکستاني تا دا حق ورکوي‌، چې هر چېری واده کولی شي، هر چېرې کاروبار کولی شي او هر چېرې ژوند کولی شي؛ خو بیا هم په پښتنو پابندي لګول شوې ده.

د چمن پرلت وروسته له هغې پیل شو، چې د پاکستان موقت حکومت پرېکړه وکړه، چې وروسته له دې به د چمن پر لاره تګ راتګ یوازې په پاسپورټ او ویزې سره کېدلی شي.

پر طالبانو د نن شپې درېیم برید؛ازادۍ جبهې په درېیم برید کې درې طالبان وژلي او دوه ټپیان دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خواله رسنۍ (اېکس) کې په یو لیکلي پیغام کې ویلي، چې نن دوشنبه یې په خپل درېیم برید کې په پلازمنې کابل کې د طالبانو د استخباراتو درې غړي وژلي او دوه نور ټپیان دي.

دغه برید چې د شپې ۰۸:۳۰ بجې د کورنیو چارو وزارت ترڅنګ د طالبانو د استخباراتو په لوجستیک ریاست شوی، د جبهې په وینا دوه طالبان پکې زخمیان شوي هم دي.

تر دې وړاندې نن د شپې په دوو نورو بریدونو د جبهې له خوا د شپږ طالبانو د وژل کیدو او درېیو نورو د زخمې کېدو خبر ورکړل شوی و.

دغه بریدونه د کابل په څلورمه او نهه حوزه کې شوي وو.‌

طالبانو لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ازادۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالبانو د وژلو او د یو بل د ټپي کېدو ادعا کړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې په کابل کې یې په یو بل برید کې څلور طالب وسلوال وژل او یو بل یې ټپي کړی دی. دغې جبهې پر خپلې اېکس پاڼې د دغه خبر تایید کړی دی.

په پیغام کې ویل شوي، چې نن دوشنبه ماخوستن مهال یې د پلازمنې کابل په څلورمه حوزه کې د طالبانو د تالاشۍ پر یوې پوسته برید کړی او څلور طالب وسلوال یې وژلي دي.

دغه برید چې د جبهې په وینا؛ د ماخوستن نېږدې اووه بجې د سلیم کاروان څلور لارې ته څېرمه ترسره شوی دی، یو طالب جنګیالی پکې زخمي شوی هم دی.

تر دې وړاندې یادې جبهې ویلي وو، چې د دوشنبې په ورځ یې په نهمه حوزه کې د طالبانو د تالاشۍ پر پوستې برید کې دوه طالب وسلوال وژلي او دوه نور یې زخمیان کړي دي.

طالبانو لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ایران په تېرو ۱۰ ورځو کې شاوخوا ۲۵ زره افغان کډوال له هېواده ایستلي دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۰

ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) خبر ورکړ، چې په تېرو لسو ورځو کې ۲۴۸۸۴ افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

د راپورونو له مخې؛ د روان کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د لېږل شويو کډوالو شمېر شاوخوا ۳۲۸ زرو تنو ته رسېږي.

د ایران د خراسان رضوي سرحدي قوماندان مجید شجاع په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د بهرنیو هېوادونو اتباع باید د رسمي او قانوني دروازو له لارې ایران ته داخل شي که نه نو له جدي غبرګون سره به مخامخ شي.

په دې وروستیو میاشتو کې ایران د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته لېږلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

چینايي سوداګر په کندهار کې د سوداګريزو اړیکو د پراختیا په نوم له طالبانو سره اړیکې جوړوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۱ GMT+۰

له کندهاره یو شمېر سوداګر وايي، چې یو شمېر چینايي سوداګر له کندهاري سوداګرو سره د اړیکو په نوم په کندهار کې په کانونو او له کندهاري طالبانو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي.

نن دوشنه ( د لیندۍ ۶مه) يو شمېر چینايي سوداګر د کندهار له سوداګرو سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.

دغه ليدنه د کندهار په سوداګرۍ او پانګونې خونه کې تر سره شوې.

په ليدنه کې چنيايي سوداګرو ويلي؛ پلان لري چې د کندهار انار د چين هېواد ته صادر کړي.

ددوی په خبره؛ غواړي پلټنه وکړي، چې افغانستان د چين کومو توکو ته اړتيا لري؛ تر څو د صادراتو او وارداتو لړۍ پيل کړي.

د کندهار يو سوداګر چې نه غواړې نوم یې واخیستل شي؛ کندهار ته د چینایانو تګ ته په اشارې وايي؛ دوی اکثره وخت د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په نوم د کانونو پلټنې کوي او يا هم د واکمنو طالبانو سره خپلې اړيکې جوړوي.

د دغه سوداګر په خبره؛ له چين هېواد څخه چې هره ډله د سوداګريزو اړيکو د پراختیا او يا هم پانګونې په نوم کندهار ته راغلي، تر تګ وروسته پسې ورکه شوې او بيا یې هېڅ درک نه دی معلوم شوی.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونۍ خونې مشر حاجي محمد صديق مومند د چينایي سوداګرو سره په کتنه کې ويلي؛ په کندهار کې د تازه مېوو حاصلات زيات دي او پيل به یې د انارو د صادراتو وکړي.

مومند د چینایي سوداګرو د ورتګ اصلي موخه روښانه نه کړه؛ خو وایي چې سیمه امن شوې او د نړۍوالو سوداګرو پاملرنه ورته ډېره شوې ده.

مومند په دې کتنه کې له چنایي سوداګرو غوښتنه وکړه، چې افغان سوداګرو ته دې چين ته د تګ زمينه برابره کړي څو دوه اړخيزې سوداګريزې اړيکې زياتې شي.

اوس مهال په سويلي حوزه کې د تازه مېوو د حاصلاتو وخت دی؛ خو يو شمېر سوداګر او باغ لرونکي په کور دننه او بهر د حاصلاتو لپاره د بازار د نشتوالي سره مخ دي.

په دې کتنه کې سوداګرو هيله مندي ښودلې، چې که چېرې زمينه برابره شي د تازه مېوو حاصلات به یې د چين په بازار کې په ښه قيمت وپلورل شي.

د یادونې وړه ده، چې په روان ۲۰۲۳ عيسوي کال کې کندهار ته دا د چینايي سوداګرو درېيمه ډله ده، چې دې ولایت ته سفر کوي.