یونیسېف: د تورخم په پنډغالو کې مو د ماشومانو لپاره امن ځایونه جوړ کړي

یونیسېف په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د تورخم په پنډغالو کې یې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغان ماشومانو لپاره خوندي او دوستانه ځایونه جوړ کړي دي. یونیسېف زیاته کړې، چې دغه خوندي ځایونه به هره ورځ ۲۴ ساعته فعالیت کوي.