د روغتیا نړۍوال سازمان: په غزه کې د ساري ناروغیو خپرېدل ښايي تر بمباریو ډېر وژونکې وي

د روغتیا د نړۍوال سازمان ویانده په غزه کې د ماشومانو په منځ کې د ساري ناروغیو او د نس ناستي د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، که په غزه کې روغتیايي سیستم سم نه شي؛ ښايي لا زیات کسان له دې ناروغۍ مړه شي.