• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي اتحادیه د صنعتي شنو خونو د ګازونو د اخراج کمولو لپاره لومړنۍ موافقې ته رسېدلې ده

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د اروپایي اتحادیې غړو هېوادونو د چهارشنبه په ورځ اعلان وکړ، چي د صنعتي شنو خونو د ګازونو د اخراج محدودولو لپاره د چرګانو فارمونو، ډبرو کانونو او د خنزير د فارمونو په ګډون لومړنۍ موافقې ته رسېدلې دي.

اروپايي شورا وویل، چې دا اتحادیه به د زیان رسونکي صنعتي ګازونو اخراج کم کړي.

په دې اړوند د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکي رادان کانف وویل، چې اروپايي اتحادیه باید د پام وړ د شنو خونو ګازونو اخراج کم کړي او د هغو شرکتونو لپاره چې له دې قوانینو څخه سرغړونه کوي درنې جریمې په پام کې نيول شوي دي.

د دې موافقې له مخې؛ په دې جریمو کې به په اروپايي ټولنه کې د یوه شرکت د کلنۍ تبادلې لږ تر لږه درې سلنه جریمه شامله وي.

دا تړون د شنو خونو د ګازونو د اخراج په اړه د موجوده قوانینو د بیاکتنې له لارې د شرکتونو له خوا د هوا، خاورې او اوبو ککړتیا کمول دي.

د اروپا د شورا په اعلامیه کې راغلي، چې د لویو شرکتونو له خوا د شنو خونو ګازونو اخراج کولای شي، چي د روغتيايي ستونزو لکه رونکايټس او سرطان لامل شي.

د اروپايي پارلمان د غړو هېوادونو له خوا د دغه تړون له رسمي لاسليک څخه درې اونۍ وروسته به د دغه قانون عملي کېدل پيل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پښتونخوا کې سږ کال د «ترهګرۍ ۸۰۶ پېښې» شوې

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد اداره خپل کلني راپور کې وايي، چې په دغه صوبه کې پر ۲۰۲۳ کال د «ترهګرۍ» ۸۰۶ پېښې شوې دي. دا اداره وايي، د پښتونخوا تر نورو سیمو ډېرې پېښې په دېره اسماعیل خان کې شوې چې شمېر ۱۳۲ ته رسېږي.

ور پسې په خیبر کې ۱۰۳، پېښور کې ۸۹، شمالي وزیرستان کې ۸۶، سوېلي وزیرستان کې ۵۰ پېښې شوې دي.

روان کال کې د وسلوالو بریدونو په زیاتېدو سره تر ډېره امنیتي ځواکونه په نښه شوي دي.

په دې راپور کې یوازې پر پولیسو بریدونو ته اشاره شوې او پکې راغلي چې سږکال دې پېښو ۲۴۳ کې پولیس په نښه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ترهګرۍ ضد امنیتي ځواکونو ۸۳۷ وسلوال نیولي چې له دې ډلې ۲۴۵ په پېښور، ۵۷ خیبر، ۵۸ کوهاټ او ۳۹ په چارسده کې نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو راپور ته د ایران غبرګون: طالبانو د نشه يي توکو تولید او قاچاق لا پراخ کړی

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۵ GMT+۰

ایران د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړی، چې په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې د ۹۵ سلنه کموالي ښيي. د ایران د نشه یي توکو د کنټرول ادارې ویلي، چې په افغانستان کې نه یوازې دا چې د تاریاکو کښت کم شوی بلکې څو چنده زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو راپور چې د نومبر په پنځمه خپور شو ښیې، چې په افغانستان کې پر نشه يي توکو د طالبانو بندیز د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کمښت راوستی؛ خو د تېر کال د معلوماتو له مخې د افغان بزګرانو عاید درې چنده شوی دی.

په ایران کې د نشه یي توکو د کنټرول د مرکزي دفتر د نړۍوالو اړیکو مشر امیر عباس لطفي د ملګرو ملتونو د موندنو په غبرګون کې وویل، چې په افغانستان کې نه یوازې د نشه یي توکو تولید کم شوی؛ بلکې طالبانو د نشه یي توکو تولید لا پسې پراخ کړی دی.

لطفي د تېر کال د ملګرو ملتونو یو بل راپور ته اشاره وکړه او په ډاګه یې کړه، چې د افغان بزګرانو عاید ناڅاپه درې چنده زیات شوی، چې تر څلور میلیاردو ډالرو ډېر شوی دی.

هغه وویل: «له افغانستان څخه ایران ته د مخدره موادو دودیز قاچاق، لکه تریاک او د رواني موادو قاچاق اوس هم دوام لري».

ایران اروپایي بازارونو ته د مخدره توکو د قاچاق لپاره د پام وړ بازار په توګه پېژندل کیږي. د لویدیځو او سیمه ییزو استخباراتي ادارو راپورونه ښیي، چې ایران د خپلو نیمه پوځي ملګرو سره په منځني ختیځ او لویدیځ کې د مخدره توکو د قاچاق په شبکو کې د پام وړ رول لوبوي.

څېړنې ښيي، چې له ايران څخه عربي هېوادونو، جنوب ختيځې اسيا او اروپا ته د نشه يي توکو د لویو بستو په لېږد رالېږد کې د پام وړ زياتوالى راغلی.

خو ایراني چارواکي بیا پړه پر لویدیځو حکومتونو وراچوي.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مشرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۲ GMT+۰

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر جین بیک کولبایف د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۸مه) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي او د افغانستان په اړه یې خبري کړي.

روزا اوتونبایوا د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دیارلسمه غونډه کې ګډون وکړ او هلته یې د افغانستان په اړه راپور وړاندې کړ.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر کولبایف وویل، چې قرغزستان په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو څلور بستې استولې دي.

روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د ټولنیز، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي هڅې وستایلې.

دواړو خواو د قرغزستان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ترمنځ د مثبتو خبرو اترو د دوام او په افغانستان کې د روانو بهیرونو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره چمتووالی څرګند کړ.

د هند په لوېدیځ کې تندر او برېښنا لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۹ GMT+۰

هندي چارواکو اعلان کړی، چې په تېرو دوو ورځو کې په ګجرات ایالت کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې؛ د دغو بارانونو په پایله کې یو شمېر کورونه هم زیانمن شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷ مه) راپور ورکړی، چې د هند ګجرات ایالت په تېرو دوو ورځو کې له تندر سره د سختو بارانونو شاهد دی.

هندي چارواکو ویلي دي، چې له ۲۴ تنو څخه لږ تر لږه ۱۸ تنه د تندر برېښنا له امله مړه شوي دي.

د ۱۳۹۹ کال د اسد په میاشت کې په ګجرات ایالت کې په دوو ورځو کې د سختو بارانونو او سیلابونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۴ تنه مړه شوي وو.

د اوربند په څلورمه ورځ اسراییل ۳۳ فلسطینیان ازاد کړل

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند په څلورمه ورځ ۳۳ نور فلسطینیان د اسراییل له زندانونو ازاد شول. د دغو ۳۳ بندیانو په خوشې کېدو سره د جمعې له ورځې راهیسې چې دواړو خواو د یرغمل شویو او بندیانو تبادله پیل کړې، ۱۵۰ فلسطینیان او ۵۱ اسراییلي یرغمل شوي ازاد شوي دي.

قطر چې د اوربند په خبرو کې منځګړیتوب کوي ویلي دي، چې اوربند به دوه ورځې نور هم وغځول شي؛ خو اسراییل تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې او نه یې هم رد کړې ده.

حماس ژمنه کړې، چې که اوربند دوه ورځې نور هم وغځول شي شل نور یرغمل شوي کسان به چې ښځې او ماشومان دي ازاد کړي.

اسراییل په ښکاره د اوربند د غځولو په اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ: "د نورو اسراییلي یرغمل شویو د ازادېدو په صورت کې د خوشې کېدو وړ بندیانو په لېست کې د ۵۰ ښځینه بندیانو شاملول تصویب کړي".

د هغو ۳۳ فلسطیني بندیانو په اړه چې خوشې شوي دي، تر اوسه بشپړ معلومات نه شته.

د اسراییل د زندانونو د خدماتو ادارې ویلي، چې دا کسان د لویدیځې غاړې د عوفر له زندان او په بیت المقدس کې د توقیف له مرکز څخه ازاد شوي؛ خو د دوی جنسیت او ​​عمر یې نه دی په ډاګه کړی.

ځینې ​​راپورونه وایی، چې ازاد شوي فلسطینیان د لویدیځې غاړې رام الله ته رسېدلي دي.
​