• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مشرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۷ GMT+۰

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر جین بیک کولبایف د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۸مه) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي او د افغانستان په اړه یې خبري کړي.

روزا اوتونبایوا د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دیارلسمه غونډه کې ګډون وکړ او هلته یې د افغانستان په اړه راپور وړاندې کړ.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر کولبایف وویل، چې قرغزستان په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو څلور بستې استولې دي.

روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د ټولنیز، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي هڅې وستایلې.

دواړو خواو د قرغزستان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ترمنځ د مثبتو خبرو اترو د دوام او په افغانستان کې د روانو بهیرونو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره چمتووالی څرګند کړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په سرپل کې د تېلو له اتو څاګانو څخه د استخراج چارې پیل کړې

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۰

طالبان وايي، چې د امو د تېلو په ساحه کې یې له اتو نورو څاګانو څخه د تېلو استخراج د دې ډلې د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر په موجودیت پیل کړ. ملا برادر وويل، چې د دې پروژې په پيل سره به په سرپل کې "يو لوى روغتون، يو معياري سړک او د اوبو يو بند" جوړ شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو څاګانو څخه د تېلو د استخراج چارې د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په اوومه پيل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو اتو نورو څاګانو په فعالېدو سره به له دغې نفتي حوزې څخه د تېلو په استخراج کې هره ورځ ۸۰۰ متر مکعبه زیاتوالی راشي او په پام کې ده، چې په نېږدې راتلونکي کې به ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي.

د طالبانو دغه دفتر وايي، چې دا مهال د امو د نفتو په ساحه کې ۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارکوونکي په مستقیمه توګه کار کوي او د اتو نورو څاګانو په فعالېدو سره به د دغو کسانو شمېر زیات شي.

تر دې مخکې د سرپل ولایت لپاره د طالبانو والي ویلي وو، چې د قشقري له سیمې د تیلو د استخراج ورځنی عاید ۶۰۰ زره ډالرو ته رسیږي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې د قشقري د تېلو د عوایدو یوه برخه په پرمختیايي پروژو کې لګول کېږي، چې په کې د کوتل ناری بند او د دره سلطان ابراهیم بند جوړول شامل دي.

د طالبانو والي ویلي، چې د جوزجان او فاریاب په امو سیند حوزه کې د قشقري د نفتو او نورو نفتو د استخراج چارې یوه چینايي شرکت ته سپارل شوي دي.

په سرپل او فاریاب ولایتونو کې د "قشقري"، "بازار" او "زمردسازي" په نومونو درې کانونه ثبت شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې؛ د دې تېلو زېرمې ۸۷ میلیونه بېرله اټکل شوي دي.

د طالبانو استخباراتو د هلمند د صرافۍ مارکېټ بند کړی او ۲۰ صرافان یې نیولي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۵ GMT+۰

د هلمند صرافۍ مارکېټ یو صراف افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو په مرکز لښکرګاه کې د کلدارو د حوالو پر سر د صرافۍ مارکېټ بند کړی او ۲۰ تنه صرافان يې بنديان کړې دي. طالبانو په ټول افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د پولي واحدونو پر کارونې بندیز اعلان کړی دی.

د هلمند د صرافۍ مارکېټ یو صراف افغانستان انټرنشنل- پښتو ته نن سې شنبه ( د لیندۍ ۷ مه) په يوه لېږلې غږیز پيغام کې وویل، چې د طالبانو ورته ویلي؛ د صرافيو حوالې دې بندې کړي او د پاکستانۍ کلدارې د استعمال هم منع اعلان شوی.

ددې صراف د معلوماتو له مخې؛ د سويل لوېديځې حوزې د سوداګرو ډېره راکړه - ورکړه د پاکستان هېواد سره ده او د کلدارو د حوالو پر مطلق بندېدو به خلک له سخت مالي زيان سره مخ شي.

ددې مارکېټ صرافان وايي، چې د کلدارو د حوالو په بندېدو دوی مجبوريږي، چې پاکستان ته ډالر حواله کړي او په دې سره دوی درې برابره زيان ويني.

صرافان په ښار کې د کلدارو د راکړې - ورکړې د بندېدو هر کلی کوي؛ خو د حوالو د لېږد بندېدل د سوداګرو او د افغانيو د رالوېدو په زيان بولي.

د هلمند د لښکرګاه د صرافۍ مارکیټ دا مهال په بشپړ ډول بند دی او د طالبانو د استخباراتو ریاست له لوري پرې وسله وال کسان ولاړ دي، چې هېڅ کس ته د تګ - راتګ اجازه نه ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې له تېرو څلورو ورځو راپه دې خوا په کندهار کې هم طالبانو د صرافۍ په مارکېټ کې د کلدارو حوالې او پاکستانۍ کلدارې بندې کړې دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت: د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو ۳۰۰۰ کانټینرونو خلاص شول

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو د لېږد بهیر چې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې و، بېرته پیل شوی دی.

دغه وزارت وايي، چې د پاکستان د نوې ټرانزیټي تګلارې له امله د تلې له ۱۱ مې تر عقرب ۲۵ مې پورې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو ۳ زره کانټینرونه درول شوي وو.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت نن سې شنبه (د لیندۍ ۷ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان، پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزو خبرو کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو د خلاصون په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو په وینا؛ د دې ډلې او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو درې زره کانټینرونه خوشې شوي دي.

د پاکستان موقت حکومت د تلې په ١٥مه اعلان وکړ، چې افغان سوداګر د کراچۍ له بندر څخه د خپلو ټرانزيټي توکو له لېږدولو مخکې بايد د هغو توکو د بيو په اندازه بانکي ضمانت ورکړي، چې یو شمېر یې احتمالي قاچاق کېږي.

په دغو توکو کې شریني باب، بوټان، جامې، میخانیکي او بریښنایي ماشینونه، کمپلې او د کور توکي شامل دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د کراچۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو ټرانزیټي توکي یا په پاکستان کې پلورل کېږي او یا له افغانستانه بېرته د پاکستان بازار ته قاچاق کېږي.

پاکستان دغه مساله د دغه هېواد اقتصادي زیان ګڼي.
​

د هند په لوېدیځ کې تندر او برېښنا لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۹ GMT+۰

هندي چارواکو اعلان کړی، چې په تېرو دوو ورځو کې په ګجرات ایالت کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې؛ د دغو بارانونو په پایله کې یو شمېر کورونه هم زیانمن شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷ مه) راپور ورکړی، چې د هند ګجرات ایالت په تېرو دوو ورځو کې له تندر سره د سختو بارانونو شاهد دی.

هندي چارواکو ویلي دي، چې له ۲۴ تنو څخه لږ تر لږه ۱۸ تنه د تندر برېښنا له امله مړه شوي دي.

د ۱۳۹۹ کال د اسد په میاشت کې په ګجرات ایالت کې په دوو ورځو کې د سختو بارانونو او سیلابونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۴ تنه مړه شوي وو.

د اوربند په څلورمه ورځ اسراییل ۳۳ فلسطینیان ازاد کړل

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند په څلورمه ورځ ۳۳ نور فلسطینیان د اسراییل له زندانونو ازاد شول. د دغو ۳۳ بندیانو په خوشې کېدو سره د جمعې له ورځې راهیسې چې دواړو خواو د یرغمل شویو او بندیانو تبادله پیل کړې، ۱۵۰ فلسطینیان او ۵۱ اسراییلي یرغمل شوي ازاد شوي دي.

قطر چې د اوربند په خبرو کې منځګړیتوب کوي ویلي دي، چې اوربند به دوه ورځې نور هم وغځول شي؛ خو اسراییل تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې او نه یې هم رد کړې ده.

حماس ژمنه کړې، چې که اوربند دوه ورځې نور هم وغځول شي شل نور یرغمل شوي کسان به چې ښځې او ماشومان دي ازاد کړي.

اسراییل په ښکاره د اوربند د غځولو په اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ: "د نورو اسراییلي یرغمل شویو د ازادېدو په صورت کې د خوشې کېدو وړ بندیانو په لېست کې د ۵۰ ښځینه بندیانو شاملول تصویب کړي".

د هغو ۳۳ فلسطیني بندیانو په اړه چې خوشې شوي دي، تر اوسه بشپړ معلومات نه شته.

د اسراییل د زندانونو د خدماتو ادارې ویلي، چې دا کسان د لویدیځې غاړې د عوفر له زندان او په بیت المقدس کې د توقیف له مرکز څخه ازاد شوي؛ خو د دوی جنسیت او ​​عمر یې نه دی په ډاګه کړی.

ځینې ​​راپورونه وایی، چې ازاد شوي فلسطینیان د لویدیځې غاړې رام الله ته رسېدلي دي.
​