• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په سرپل کې د تېلو له اتو څاګانو څخه د استخراج چارې پیل کړې

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۶ GMT+۰

طالبان وايي، چې د امو د تېلو په ساحه کې یې له اتو نورو څاګانو څخه د تېلو استخراج د دې ډلې د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر په موجودیت پیل کړ. ملا برادر وويل، چې د دې پروژې په پيل سره به په سرپل کې "يو لوى روغتون، يو معياري سړک او د اوبو يو بند" جوړ شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو څاګانو څخه د تېلو د استخراج چارې د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په اوومه پيل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو اتو نورو څاګانو په فعالېدو سره به له دغې نفتي حوزې څخه د تېلو په استخراج کې هره ورځ ۸۰۰ متر مکعبه زیاتوالی راشي او په پام کې ده، چې په نېږدې راتلونکي کې به ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي.

د طالبانو دغه دفتر وايي، چې دا مهال د امو د نفتو په ساحه کې ۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارکوونکي په مستقیمه توګه کار کوي او د اتو نورو څاګانو په فعالېدو سره به د دغو کسانو شمېر زیات شي.

تر دې مخکې د سرپل ولایت لپاره د طالبانو والي ویلي وو، چې د قشقري له سیمې د تیلو د استخراج ورځنی عاید ۶۰۰ زره ډالرو ته رسیږي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې د قشقري د تېلو د عوایدو یوه برخه په پرمختیايي پروژو کې لګول کېږي، چې په کې د کوتل ناری بند او د دره سلطان ابراهیم بند جوړول شامل دي.

د طالبانو والي ویلي، چې د جوزجان او فاریاب په امو سیند حوزه کې د قشقري د نفتو او نورو نفتو د استخراج چارې یوه چینايي شرکت ته سپارل شوي دي.

په سرپل او فاریاب ولایتونو کې د "قشقري"، "بازار" او "زمردسازي" په نومونو درې کانونه ثبت شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې؛ د دې تېلو زېرمې ۸۷ میلیونه بېرله اټکل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو استخباراتو د هلمند د صرافۍ مارکېټ بند کړی او ۲۰ صرافان یې نیولي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۵ GMT+۰

د هلمند صرافۍ مارکېټ یو صراف افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو په مرکز لښکرګاه کې د کلدارو د حوالو پر سر د صرافۍ مارکېټ بند کړی او ۲۰ تنه صرافان يې بنديان کړې دي. طالبانو په ټول افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د پولي واحدونو پر کارونې بندیز اعلان کړی دی.

د هلمند د صرافۍ مارکېټ یو صراف افغانستان انټرنشنل- پښتو ته نن سې شنبه ( د لیندۍ ۷ مه) په يوه لېږلې غږیز پيغام کې وویل، چې د طالبانو ورته ویلي؛ د صرافيو حوالې دې بندې کړي او د پاکستانۍ کلدارې د استعمال هم منع اعلان شوی.

ددې صراف د معلوماتو له مخې؛ د سويل لوېديځې حوزې د سوداګرو ډېره راکړه - ورکړه د پاکستان هېواد سره ده او د کلدارو د حوالو پر مطلق بندېدو به خلک له سخت مالي زيان سره مخ شي.

ددې مارکېټ صرافان وايي، چې د کلدارو د حوالو په بندېدو دوی مجبوريږي، چې پاکستان ته ډالر حواله کړي او په دې سره دوی درې برابره زيان ويني.

صرافان په ښار کې د کلدارو د راکړې - ورکړې د بندېدو هر کلی کوي؛ خو د حوالو د لېږد بندېدل د سوداګرو او د افغانيو د رالوېدو په زيان بولي.

د هلمند د لښکرګاه د صرافۍ مارکیټ دا مهال په بشپړ ډول بند دی او د طالبانو د استخباراتو ریاست له لوري پرې وسله وال کسان ولاړ دي، چې هېڅ کس ته د تګ - راتګ اجازه نه ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې له تېرو څلورو ورځو راپه دې خوا په کندهار کې هم طالبانو د صرافۍ په مارکېټ کې د کلدارو حوالې او پاکستانۍ کلدارې بندې کړې دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت: د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو ۳۰۰۰ کانټینرونو خلاص شول

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو د لېږد بهیر چې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې و، بېرته پیل شوی دی.

دغه وزارت وايي، چې د پاکستان د نوې ټرانزیټي تګلارې له امله د تلې له ۱۱ مې تر عقرب ۲۵ مې پورې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو ۳ زره کانټینرونه درول شوي وو.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت نن سې شنبه (د لیندۍ ۷ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان، پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزو خبرو کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو د خلاصون په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو په وینا؛ د دې ډلې او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو درې زره کانټینرونه خوشې شوي دي.

د پاکستان موقت حکومت د تلې په ١٥مه اعلان وکړ، چې افغان سوداګر د کراچۍ له بندر څخه د خپلو ټرانزيټي توکو له لېږدولو مخکې بايد د هغو توکو د بيو په اندازه بانکي ضمانت ورکړي، چې یو شمېر یې احتمالي قاچاق کېږي.

په دغو توکو کې شریني باب، بوټان، جامې، میخانیکي او بریښنایي ماشینونه، کمپلې او د کور توکي شامل دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د کراچۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو ټرانزیټي توکي یا په پاکستان کې پلورل کېږي او یا له افغانستانه بېرته د پاکستان بازار ته قاچاق کېږي.

پاکستان دغه مساله د دغه هېواد اقتصادي زیان ګڼي.
​

د ای اېس ای پخوانی مشر: هېوادونه باید له طالبانو سره ځانګړې اړیکې ونیسي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د ای اېس ای پخواني مشر اسد دراني د هرات په امنیتي غونډه کې وویل، چې هېوادونه باید له طالبانو سره ځانګړې اړیکې ونیسي او د هغوی په چلند کې تعادل وساتي. بل خوا د روسیې د سي ای اې د موسسې مشر ولادیمیر اوسف د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د سیمې د هېوادونو پر کلیدي رول ټینګار وکړ.

دوی د سې شنبې په ورځ د لیندنۍ په ۷ مه په تاجکستان کې د هرات امنیتي غونډې په دویمه ورځ د "سیمه ییزې اجماع، نړۍوال ملاتړ" تر نامه لاندې په شپږم ګردي میز کې خبرې وکړې.

په دغه تاسته کښې د ای اېس ای پخوانی مشر د جیو پولیټیکل منظرې په بدلیدا کې د پاکستان په دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل دغه دریځ د داعش په شان د سخت دریځو ډلو له ګواښونو سره په مقابله کې ډېر مهم دی.

په دې ګردي مېز کې ستراتیژیک تړونونه او نړۍوالې ژمنې چې د افغانستان راتلونکی جوړوي وڅېړل شوې.

په دغه ګردي مېز کې په روسيه او برېتانيا کې د افغانستان پخواني سفير طيب جواد، په ملګرو ملتونو کې د ملګرو ملتونو د سازمان سيمه ييز استازي اشیتا میتال او د روسيې د اسلامي مطالعاتو د انسټيټيوټ مشر ولادیمر اوسف هم د یادې موضوع په تړاو بحث او خبرې وکړې.

د کار پخوانی وزیر: په شمال کې د ټي ټي پي ځای پر ځای کول به له دغه ځایه دویمه غزه جوړه کړي

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د هرات د امنیتي کنفرانس په دویمه ورځ د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو او کډوالو د خوځښت او ځای پر ځای کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي وويل، چې په شمالي ولايتونو کې د ټي ټي پي په راتګ سره به طالبان دغه سيمه په يوې بلې غزې بدله کړي.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو پخواني وزير د لیندۍ په ٧مه په دې کنفرانس کې زياته کړه، چې دغه لېږد د ټولو افغانانو لپاره خطرناک دى.

بشیر احمد ته ینج د افغانستان له خلکو وغوښتل چې په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ځای پر ځای کېدو پر ضد اعتراض وکړي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا د هرات امنیتي غونډه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د دوو ورځو لپاره جوړه شوې ده.

پخواني جهادي مشر اسماعیل خان هم په دې غونډه کې وویل، چې طالبان هڅه کوي د افغانستان په شمال کې د پاکستاني مهاجرینو په مېشته کولو سره د نفوسو په جوړښت کې بدلون راولي او د هېواد په شمال کې ناامنۍ ته پراختیا ورکړي.
​

اسماعیل خان: طالبانو ته یوازې ایران نه، بلکې د نړۍ حوصله تنګه شوې ده

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۵ GMT+۰

جهادي مشر اسماعیل خان په تاجکستان کې د هرات امنیتي کنفرانس په دویمه ورځ وویل، چې طالبانو ته نه یوازې ایران بلکې نړۍ حوصله تنګه شوې ده. هغه وویل، چې نړۍ د طالبانو سیاست او د افغانستان وضعیت ته په کتو سره دا جرئت نه کوي چې طالبانو ته مشروعیت ورکړي؛ ځکه د دې کار پایلې به سختې وي.

پخواني جهادي مشر اسماعیل خان د لیندنۍ په ۷ مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات د امنیتي غونډې په دویمه ورځ وویل، چې طالبان به یوازې په منبرونو، جوماتونو او کورونو کې په وهلو ډبولو ظلم سره د مقاومت بنسټ پیاوړی کړي.

اسماعیل خان زیاته کړه: "مقاومت به ظلم له منځه یوسي. د هېواد لومړی مقاومت د همدې ادب پر ​​بنسټ پاتې شو او مخ پر وړاندې روان شو. د نن ورځې مقاومت د همدې عقیدې پر بنسټ ولاړ دی".

هغه زیاته کړه، چې طالبان له خپلو مخالفینو غواړي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره دا ډله ومني.

دغه پخواني جهادي مشر ټینګار وکړ، چې د طالبانو د واکمنۍ په ۸۰۰ ورځو کې بېکاري او بې وزلي خپل اوج ته رسېدلې ده.

پخوانی جهادي مشر اسماعیل خان وايي؛ طالبان هڅه کوي چې د افغانستان په شمال کې د پاکستاني مهاجرینو د ځای پر ځای کولو سره د خلکو جوړښت بدل کړي او د هېواد په شمال کې ناامني رامنځته کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې لسګونه زره "ځانمرګي ښوونځي" جوړ شوي، چې د سیمې د هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

دغه پخواني جهادي مشر ټینګار کړی، چې دی له هغو مشرانو او سیاستوالو سره بحث او خبرې کوي، چې د افغانستان له سقوط وروسته د طالبانو لاس ته ورغلي.

د هرات د امنیتي کنفرانس یوولسم پړاو "په افغانستان بیا فکر کول، بېلابېلې حل لارې" تر سرلیک لاندې په دوشنبې کې د دوو ورځو لپاره جوړ شوی.

اسماعیل خان څو اونۍ وړاندې له طالبانو سره په جګړه بوخت و، چې له څه مودې مقاومت وروسته په هرات ولایت کې د طالبانو لاس ته ولوېد.

کله چې هرات د طالبانو لاس ته ولوېد، اسماعیل خان د دې ډلې له خوا ونیول شو او څو ورځې وروسته خوشې شو.
​