د پاکستان ټولټاکنې؛ د ټاکنو کمېسیون به نن د ټاکنیزو حوزو وروستی نوملړ اعلان کړي

د پاکستان د ټاکنو د څارنې مرکزي ادارې د ټاکنو د ځنډېدو په اړه اوازې رد کړې او پلان لري، چې نن پنجشنبه د ټاکنیزو حوزو وروستی نوملړ خپور کړي.

د پاکستان د ټاکنو د څارنې مرکزي ادارې د ټاکنو د ځنډېدو په اړه اوازې رد کړې او پلان لري، چې نن پنجشنبه د ټاکنیزو حوزو وروستی نوملړ خپور کړي.
د پاکستان پارلمان د اګست په نهمه د هغه وخت د لومړي وزیر شهباز شریف په مشوره د ولسمشر لهخوا ړنګ شو، چې د سیاسي او اقتصادي کړکېچونو په منځ کې یې د ملي ټاکنو لپاره زمینه برابره کړه چې له هغې وروسته باید لنډ مهاله اداره باید د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې په ۹۰ ورځو کې نوې ټاکنې ترسره کړي.
شنونکي وایي، چې په ټاکنو کې هر ډول ځنډ د خلکو غوسه راپارولی شي او په ټاکنو د خلکو بې باوري نوره هم زیاتېدلای شي.

پخوانی امریکايي ډیپلوماټ هنري کېسینجر د سلو کالو په عمر په خپل کور کې مړ شوی دی. هغه د ریچارډ نېکسون او جرالد فورډ په دولت کې د امریکا په بهرني سیاست کې ژور اغېز درلود او د سیاسي خوځښتونو او په نړۍوالو اقتصادي برخو کې یې رغنده ونډه لرله.
هنري کېسینجر په سل کلنۍ کې هم فعاله و او د سپینې ماڼۍ په غونډو کې به یې برخه اخیسته.
هغه د عمر په همدغو شپو ورځو کې د مشرتابه د بڼو او سبکونو په اړه کتاب خپور کړ او د شمالی کوریا د هیتوي ګواښونو په اړه یې د سنا جرګې ته معلومات وړاندې کړل.
هنري کېسینجر په تېره جولای میاشت کې په ناڅاپي توګه بیجېنګ ته سفر وکړ او د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره یې لیده کاته درلودل.
هنري کېسینجر په ۱۹۲۳ کال د جرمني په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی او په ۱۹۳۸ کال کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای امریکا ته ولاړ.
هغه د هاروارډ په پوهنتون کې زدهکړې وکړې او په نړۍوالو اړیکو کې یې زیات شهرت وموند.
نوموړی په ۱۹۶۹ کال کې د ملي امنیت سلاکار او په ۱۹۷۳ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شو.
کېسینجر په ۱۹۷۳کال کې په ویتنام کې د اوربند د ټینګښت له امله د سولې نوبل جایزه په داسې شرایطو کې تر لاسه کړه، چې د کمېټې دوه تنو د اعتراض په توګه استعفاوې هم ورکړې.
هغه د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۷ کلونو تر منځ د امریکا په بهرني سیاست کې رغنده ونډه لرله.
هغه په دغه پېر کې د پخواني شوروي سوسیالیستي نظام سره د تاوتریخوالي په کمولو کې زیاته ونډه لرله.
نیویارک ټایمز لیکلي، کېسینجر د شلمې پېړۍ تر ټولو ډیپلوماټانو زیات اغېزناک و، هغه د دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د نړۍ د بڼې په بدلون کې بنسټیزه ونډه لرله.

د پاکستان نړۍوال هوایي شرکت حسابونه د چهارشنبې په ورځ د عوایدو د فدرالي بورډ لهخوا کنګل شول. بلخوا د پاکستان دولتي تېلو ادارې خبرداری ورکړی، که تر ننه پورې پورونه ور نه کړي؛ دغه هوايي شرکت ته به د تېلو رسول هم بند کړي.
د پی ای اې ویاند وایي:« اېف بي ار تر اوسه د پيایاې ۲۸ اکاونټونه کنګل کړي دي.»
نوموړي زیاته کړې:« د پيایاې رهبري هیله منه ده، چې دغه ستونزه به ژر هواره شي.»
تر دې وړاندې هم د تېلو د نشتوالي له امله پيایاې خپلې ګڼې الوتنې لغوه کړې وې.

د برېټانیا کورنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د دغه هېواد پارلمان ته وویل چې د څه باندې ۱۷ زره کډوالو د اوسېدو د ځای په اړه معلومات نه لري.
نوموړي وویل، تر هغه وروسته چې یاد شمیر پناه غوښتونکو د دغه وزارت اړیکو ته ځواب ورنه کړ، د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه لغوه شوي او باید له برېټانیا څخه و اېستل شي.
دا خبره د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د کمولو په اړه د پارلماني بحث په ترڅ کې څرګنده شوه.
د برېټانيا لومړي وزير ريشي سونک ژمنه کړې چې د روان کال تر پايه به د کډوالو د قضيو د بيا کتنې بهير چټک کړي او دغه ستونزه به هواره کړي.
د برېټانیوي رسنیو د راپورونو له مخې، د پارلمان د كورنيو چارو د كمېټې په غونډه كې استازو د رد شويو غوښتنلیکونو په اړه د كورنيو چارو وزارت د شمېرو په اړه پوښتنې وكړې او ویې ویل چې ايا دغه پناه غوښتونكي به بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي او كه نه؟
د کورنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي سایمون رایډلي د کمیټې غړو ته وویل:«فکر نه کوم چې موږ وپوهیږو دا خلک اوس مهال چیرې دي «
د بي بي سي انګلیسي برخې له قوله، د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت چارواکو، استازو ته ویلي چې که یو کډوال د پناه غوښتنې د مامور اړیکې ته دوه ځله د مرکې لپاره ځواب ورنه کړي، د هغه پناه غوښتنه لغوه کیږي.
تېر کال کې د دغو پناه غوښتونکو د نه ځواب ویلو له امله د پناه غوښتنې ۱۷ زره او ۳۱۶ غوښتنلیکونه لغوه شوي دي او د مقرراتو له مخې دغه پناه غوښتونکي په برېټانیا کې د پاتې کېدو حق نه لري او باید و اېستل شي.
د برېټانیا حکومت تر فشار لاندې دی چې د پناه غوښتنې هغو غوښتنلیکونو ته چې ارزول شوي نه دي، شمیر یې کم کړي.
د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه پورې د پناه غوښتنې څه باندې ۴۰ زره غوښتنلیکونه نه دي څېړل شوي.
د بریټانیا د کورنیو چارو لوړپوړي چارواکي میټیو ریکرافټ د پارلمان غړو ته ژمنه ورکړه چې د روان کال تر پایه به د پاتې دوسیو شمیر کم کړي.

د پاکستان تحریک طالبان ډلې ویاند محمد خراساني په خپرې شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دوی پرون ناوخته د باړې ولسوالۍ په تېرا دره کې د پوځ یو کاروان په نښه کړ چې په پایله کې یې د یوه جګړن په ګدون اووه کسه ووژل شول.
خراساني همداراز ویلي، چې په دغه برید کې د پوځ او ملېشو یوه لارۍ او یو ډاتسن موټر سوځېدلي، چې په کې د یوه جګړن په ګډون ۷ تنه پوځیان وژل شوي او ۶ نور یې سخت ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې هم ټيټيپي د میرانشاه پر لویه لاره د پاکستان پر ملیشه ځواکونو د برید پړه منلې وه، چې وروسته بیا پاکستاني پوځ ویلي و، هغه ځانمرګی برید ګر افغان و او له هغه سره یې افغاني پیژندپاڼه هم موندلې ده.
خو د پاکستان پوځ تر دې مهاله په تېرا کې د وروستي برید په اړه څه نه دي ویلي.

د جرمني چارواکو دوه تنکي ځوانان چې عمرونه یې ۱۵ او د ۱۶ کالو تر منځ دي، د کرسمس په بازار کې د برید پلان په تور نیولي دي. د چارواکو په وینا، افغاني الاصله جرمنی د دغه هېواد د لویدیځ په یوه ښار کې د خپل کور د تلاشۍ پر مهال نیول شوی او دویم مشکوک کس روسي وګړی دی.
د دوسلدورف ښار جرمني څارنوالانو ویلي، چې یاد افغان الاصله جرمنی د سه شنبې په ورځ د بورشاید په ښار کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.
د لورکوزن ښار یوې محکمې امر وکړ، چې دغه ځوان دې د یوه ترهګریز برید د پلانولو او چمتو کولو په تور په بند کې وساتل شي.
دویم مشکوک چې روسي وګړی دی، د برانډنبرګ په شمال ختیځ کې په ویتشټوک/ډوزه ښار کې نیول شوی.
په دواړو ښارونو کې څارنوالانو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.
د برید پلان
د نورډراین-وېسټفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر هربرټ ریول ویلي، دغه افغان وګړی وروسته له هغه ونیول شو چې چارواکو په سیمه کې د یوه کس لهخوا د برید د احتمالي پلان په اړه معلومات ترلاسه کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې چارواکو ژر تر ژره مشکوک کس پېژندلی دی.
دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي زیاته کړه، چې دواړو مشکوکو کسانو په ټېلیګرام کې د برید د پلان په اړه خبرې کړې وې او د بېلابېلو سناریوګانو تر بحث وروسته «د کرسمس په بازار کې د برید لپاره په ځانګړي پلان یې سره هوکړه کړې وه.»
هغه له خبریالانو سره په مرکه کې د جزیاتو له ورکولو پرته وویل، «دا پلان ډېر جدي ښکاري.»
د جرمني ډبلیو، ډي، ار خبري شبکې راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ د ډسمبر لومړۍ نېټه د دې دوو تنکیو ځوانانو لهخوا د احتمالي برید نېټه ټاکل شوې وه.
د احتمالي برید د دقیق ځای په اړه لا هم پوښتنې شته.
د لومړنیو راپورونو له مخې، د برید موخه د بورشاید سویل لویدیځ کولن ښار و؛ خو جرمني سرچینو وروسته وویل چې هدف لورکوزڼ ښار و.
د جرمني د کورني امنیت ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل، د حماس لهخوا د اسراییلو په سویلي برخه کې د اکټوبر اوومې نیټې تر برید وروسته په جرمني کې د ګواښونو کچه لوړه شوې ده.
په جرمني کې د کرسمس پر مهال ترهګریز برید بې ساری نه دی.
د یادولو ده چې، د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې په برلین کې د کرسمس په یوه بازار کې د غلا شوې لارۍ پر مټ د برید له امله ۱۳ کسان وژل شوي وو.
