ټي‌ټي‌پي: پرون ناوخته مو د خېبر اېجنسۍ په تېرا دره کې ۷ پوځیان وژلي دي

د پاکستان تحریک طالبان ډلې ویاند محمد خراساني په خپرې شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دوی پرون ناوخته د باړې ولسوالۍ په تېرا دره کې د پوځ یو کاروان په نښه کړ چې په پایله کې یې د یوه جګړن په ګدون اووه کسه ووژل شول.