• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېټانیا کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د ۱۷زرو کډوالو د اوسېدو په اړه معلومات نه لري

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۰ GMT+۰

د برېټانیا کورنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د دغه هېواد پارلمان ته وویل چې د څه باندې ۱۷ زره کډوالو د اوسېدو د ځای په اړه معلومات نه لري.

نوموړي وویل، تر هغه وروسته چې یاد شمیر پناه غوښتونکو د دغه وزارت اړیکو ته ځواب ورنه کړ، د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه لغوه شوي او باید له برېټانیا څخه و اېستل شي.

دا خبره د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د کمولو په اړه د پارلماني بحث په ترڅ کې څرګنده شوه.

د برېټانيا لومړي وزير ريشي سونک ژمنه کړې چې د روان کال تر پايه به د کډوالو د قضيو د بيا کتنې بهير چټک کړي او دغه ستونزه به هواره کړي.

د برېټانیوي رسنیو د راپورونو له مخې، د پارلمان د كورنيو چارو د كمېټې په غونډه كې استازو د رد شويو غوښتنلیکونو په اړه د كورنيو چارو وزارت د شمېرو په اړه پوښتنې وكړې او ویې ویل چې ايا دغه پناه غوښتونكي به بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي او كه نه؟

د کورنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي سایمون رایډلي د کمیټې غړو ته وویل:«فکر نه کوم چې موږ وپوهیږو دا خلک اوس مهال چیرې دي «

د بي بي سي انګلیسي برخې له قوله، د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت چارواکو، استازو ته ویلي چې که یو کډوال د پناه غوښتنې د مامور اړیکې ته دوه ځله د مرکې لپاره ځواب ورنه کړي، د هغه پناه غوښتنه لغوه کیږي.

تېر کال کې د دغو پناه غوښتونکو د نه ځواب ویلو له امله د پناه غوښتنې ۱۷ زره او ۳۱۶ غوښتنلیکونه لغوه شوي دي او د مقرراتو له مخې دغه پناه غوښتونکي په برېټانیا کې د پاتې کېدو حق نه لري او باید و اېستل شي.

د برېټانیا حکومت تر فشار لاندې دی چې د پناه غوښتنې هغو غوښتنلیکونو ته چې ارزول شوي نه دي، شمیر یې کم کړي.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه پورې د پناه غوښتنې څه باندې ۴۰ زره غوښتنلیکونه نه دي څېړل شوي.

د بریټانیا د کورنیو چارو لوړپوړي چارواکي میټیو ریکرافټ د پارلمان غړو ته ژمنه ورکړه چې د روان کال تر پایه به د پاتې دوسیو شمیر کم کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د سعودي د پانګونې صندوق د لندن د هیټرو هوايي ډګر ۱۰ سلنه ونډه اخیستې

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۵ GMT+۰

له ۱۷ کلونو وروسته هسپانوي شرکت «فروویال» د هیټرو په هوايي ډګر کې خپله۱۰ سلنه ونډه د یو میلیارد پونډو په بدل کې د سعودي پانګونې صندوق ته وپلورله. د لندن هیټرو هوایي ډګر د نړۍ یو د هغو هوایي ډګرونو څخه دی چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره ده او هیټرو د بریتانیا تر ټولو لوی هوایي ډګر هم دی.

د "فروویال" شرکت اعلان کړی، چې د ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت یې ۲۵ سلنه سهمونه ورکړي.

۱۵ سلنه نور یې د اردیان په نوم یوې فرانسوي خصوصي شرکت ته پلورلي دي.

د سعودي د پانګونې صندوق اعلان وکړ، چې خوښ دی د هیټرو په هوايي ډګر کې چې ستراتیژیک او نړۍوال موقعیت لري د پانګونې فرصت لري.

د دغه هوایي ډګر ۲۰ سلنه ونډه د قطر د پانګونې سازمان سره ده او تمه ده چې دا هوایي‌ ډګر به په راتلونکې کې د دغه سازمان لخوا رهبري شي.

پر قطر او سعودي سربېره، د سنګاپور د پانګونې صندق، د استرالیا د تقاعد صندق او دوه چینايي او کاناډايي شرکتونه هم په دې هوایي ډګر کې ونډه لري.

د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره په هیټرو کې د هر مسافر اوسط لګښت شاو خوا ۳۱.۵۰ یورو دی، خو ویل کیږي چې دا اندازه به په ۲۰۲۴ میلادي کال کې۲۵.۴۳ ته راښکته شي او د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پایه به په پراخه کچه ثابت پاتې شي.

ماموندزی: هند په فعاله توګه ډیپلوماتان هڅولي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیسي

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۰ GMT+۰

په هند کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزی وایي؛ هند په فعاله توګه ډېپلوماتان هڅولي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیسي. نوموړی زیاتوي، چې هند د هغو ډېپلوماټانو ملاتړ کوي، چې د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

له بلومبرګ نیوز سره په مرکه کې په هند کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې د هند او طالبانو اړیکې سره نېږدې شوي او داسې ښکاري چې د نېږدې ملګري په توګه یې د پاکستان پر ضد استعمال کړي.

د پخواني نظام لسګونه ډېپلوماټانو خپلې دندې پرېښودې، یوازې هغه ډېپلوماټان پاتې دي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ماموندزي زیاته کړه، چې د ممبۍ جنرال قونسله ذکیه وردک، په حیدر اباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل او همداراز د سوداګرې برخې سلاکار قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

هند غواړي له طالبانو سره ښې اړیکي ولري؛ ترڅو په افغانستان کې خپلې پانګې خوندي‌ او خپل نفوذ وساتي.

نوي ډیلي تېر کال په کابل کې خپل سفارت د بشري مرستو لکه خوراکي توکو او درملو د رسولو لپاره پرانیست؛ خو لا تراوسه یې د افغان اتباعو لپاره د وېزو په ګډون قونسلي خدمات په پراخه کچه ځنډولي دي.

هندي رسنیو د ماموندزي د څرګندونو په اړه داسې مهال راپور ورکړی، چې وروسته له دوه کلونو طالبانو په هند کې د ډېپلوماتیکو ماموریتونو کنټرول په خپل لاس کې واخیست.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي د سې شنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په ممبۍ او حیدراباد کې زموږ قونسلګرۍ فعالیت کوي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي».

هغه وویل، چې په ډیلي کې افغان سفارت چې تېره اونې تړل شوی و، په راتلونکو څو ورځو کې به بېرته پرانیستل شي.

فرید ماموندزي څو میاشتې وړاندې له دندې استعفاء وکړه او اوس مهال په لندن کې دی.

د ترکیې ولسمشر اردغان د اسراییل لومړی وزیر نتنیاهو "د غزې قصاب" وباله

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۴ GMT+۰

رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې د پېړۍ تر ټولو ستر جنایت ترسره کړی او خپل نوم یې د غزې د قصاب په نوم ثبت کړ.

اردوغان دغه څرګندونې د ترکیې په پارلمان كې د عدالت او پراختيا ګوند په غونډه كې وكړې.

د ترکیې ولسمشر ویلي، هېواد به یې د ټولو یرغمل شویو کسانو د خلاصون او دایمي اوربند لپاره خپلې ټولې ډېپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړي.

رجب طیب اردوغان دا هم وویل، چې د اسراییلي چارواکو څرګندونو دا هیلې کمې کړې، چې د دښمنۍ ختمېدل به په دایمي اوربند بدل شي.

د اکټوبر په اوومه د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له پیل وروسته اردوغان په پرله پسې ډول نتنیاهو او اسراییلي چارواکي په غزه کې د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړل.

د ترکیې ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوتریش سره په یوه وروستۍ تلیفوني اړیکه کې اسراییل تورن کړ، چې پر غزې د خپلو بریدونو په ترڅ کې له نړۍوالو بشري قوانینو سرغړونه کوي.

اروپايي اتحادیه د صنعتي شنو خونو د ګازونو د اخراج کمولو لپاره لومړنۍ موافقې ته رسېدلې ده

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د اروپایي اتحادیې غړو هېوادونو د چهارشنبه په ورځ اعلان وکړ، چي د صنعتي شنو خونو د ګازونو د اخراج محدودولو لپاره د چرګانو فارمونو، ډبرو کانونو او د خنزير د فارمونو په ګډون لومړنۍ موافقې ته رسېدلې دي.

اروپايي شورا وویل، چې دا اتحادیه به د زیان رسونکي صنعتي ګازونو اخراج کم کړي.

په دې اړوند د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکي رادان کانف وویل، چې اروپايي اتحادیه باید د پام وړ د شنو خونو ګازونو اخراج کم کړي او د هغو شرکتونو لپاره چې له دې قوانینو څخه سرغړونه کوي درنې جریمې په پام کې نيول شوي دي.

د دې موافقې له مخې؛ په دې جریمو کې به په اروپايي ټولنه کې د یوه شرکت د کلنۍ تبادلې لږ تر لږه درې سلنه جریمه شامله وي.

دا تړون د شنو خونو د ګازونو د اخراج په اړه د موجوده قوانینو د بیاکتنې له لارې د شرکتونو له خوا د هوا، خاورې او اوبو ککړتیا کمول دي.

د اروپا د شورا په اعلامیه کې راغلي، چې د لویو شرکتونو له خوا د شنو خونو ګازونو اخراج کولای شي، چي د روغتيايي ستونزو لکه رونکايټس او سرطان لامل شي.

د اروپايي پارلمان د غړو هېوادونو له خوا د دغه تړون له رسمي لاسليک څخه درې اونۍ وروسته به د دغه قانون عملي کېدل پيل شي.

پښتونخوا کې سږ کال د «ترهګرۍ ۸۰۶ پېښې» شوې

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد اداره خپل کلني راپور کې وايي، چې په دغه صوبه کې پر ۲۰۲۳ کال د «ترهګرۍ» ۸۰۶ پېښې شوې دي. دا اداره وايي، د پښتونخوا تر نورو سیمو ډېرې پېښې په دېره اسماعیل خان کې شوې چې شمېر ۱۳۲ ته رسېږي.

ور پسې په خیبر کې ۱۰۳، پېښور کې ۸۹، شمالي وزیرستان کې ۸۶، سوېلي وزیرستان کې ۵۰ پېښې شوې دي.

روان کال کې د وسلوالو بریدونو په زیاتېدو سره تر ډېره امنیتي ځواکونه په نښه شوي دي.

په دې راپور کې یوازې پر پولیسو بریدونو ته اشاره شوې او پکې راغلي چې سږکال دې پېښو ۲۴۳ کې پولیس په نښه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ترهګرۍ ضد امنیتي ځواکونو ۸۳۷ وسلوال نیولي چې له دې ډلې ۲۴۵ په پېښور، ۵۷ خیبر، ۵۸ کوهاټ او ۳۹ په چارسده کې نیول شوي دي.