• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسماعیل خان: د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مشر نه لري

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند غړی اسماعیل خان وايي، چې دا مهال دغه ګوند «مشر نه لري.» دغه طالب ضد سیاسي څېرې له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د دغه ګوند د مشرانو عطاء محمد نور او صلاح الدین رباني د مشرۍ وخت پاې ته رسیدلی دی.

په همدې مهال محمد اسماعیل خان وویل، چې د جمعیت ګوند غړي اوس له یو بل سره اختلاف نه لري او د "ملي یووالي شورا" جوړول د اسلامي جمعیت له اهدافو سره په ټکر کې نه ده.

د اسماعیل خان په وینا؛ که څه هم د "ملي يوالي شورا" غړي له لرې او له بېلا - بېلو هېوادونو له یو بل سره په تماس کې دي؛ خو په ۹۰ سلنه موضوعاتو کي يو ډول نظر لري.

د هرات د پخواني والي په وينا؛ دغه شورا هڅه کوي، چې د سوله ييزو مشورو او خبرو اترو له لارې د افغانستان د ژغورنې لاره پېدا کړي.

اسماعيل خان ددې پوښتني په ځواب کې چې طالبان څنګه واک ته ورسېدل وویل: «دغه ډله له امریکايانو سره د اړيکو له لاري پر افغانستان مسلطه شوه».

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه وویل، هغسې لکه نور هېوادونه تهران هم ددغې ډلې سره اړیکې لري.

دغه پخواني جهادي مشر د مسکو غونډه د طالبانو د مخالفینو د خوځښت پیلامه ګڼلې ده.

د مسکو غونډه یوه اونۍ مخکې (پنجشنبه د قوس په دویمه) د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود او یو شمېر روسي چارواکو په ګډون د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو په حضور کې جوړه شوې وه.

اسماعیل خان په خپله لومړنۍ ټلویزیوني مرکه کې چې د طالبانو له خوا د هرات ښار له سقوط وروسته ثبت شوې وه، د دغه ښار د سقوط په اړه نور جزییات ورکړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط په وروستیو ورځو کې دغه با نفوذه جهادي مشر د افغانستان په لویدیځ کې د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې په جوړولو سره جګړه وکړه، تر دې چې د طالبانو له خوا ونیول شو او بيا د هغوی په موافقت ایران ته ولاړ.

نوموړي په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له لوري د هرات ښار د سقوط د عواملو او لاملونو په اړه لږ وغږید.

اسماعیل خان وویل، چې دولتي چارواکو لکه د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستيال، امنیه قوماندان، د قول اردو قوماندان او د هرات د امنیت ريیس «د هرات ښار طالبانو ته تسلیم کړ».

د طالبانو ضد د مقاومت ډلې دغه مخکښه څېره وايي، چې د حکومت له چارواکو او پوځي مشرانو يې وغوښتل، چې د ښار په دفاع کې ورسره مرسته وکړي؛ خو هغوی بې پروایي وکړه «دوی د جګړې روحیه نه درلوده او تسلیمېدو ته یې ځانونه چمتو کړي وو».

اسماعیل خان وویل؛ د هغې ورځې په سهار چې هغه د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو غوښتنه وکړه، د قول اردو قوماندانان او امنيتي معين «دوی ټول خپل نظامي لباسونه لرې کړل او تسلېمېدو ته اماده شول».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

تسنیم خبري اژانس: د ایران حکومت افغانستان ته پټرول نه صادروي

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د ایران سپاه پاسدران ته نېږدې رسنۍ تسنیم وايي؛ د دغه هېواد حکومت افغانستان ته د پټرولو صادرولو تړون نه لري. د دې رسنۍ دا غبرګون له هغه وروسته دی، چې نن د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې ویلي ۲۴ ټانکره ټیټ کیفیته سونتوکي یې ایران ور وګرځول.

خو تسنیم خبري اژانس دغه خبر ته په شاره وایي؛ افغانستان ته د قاچاق یا هم د خصوصي برخې له خوا د هایدرو کاربوري محصولاتو په چوکاټ کې پټرول صادرېږي.

د دې رسنۍ په خبره؛ دې ته په پام چې ایران د خپلې اړتیا پټرول تولیدوي او بل صادراتي پټرول په یورو څلور او یورو پنځه معیار سره تیاروي؛ نو د افغانستان سټنډرډ اداره چې تر نورو هېوادونو کمه سختي کوي، څنګه به د ایران پټرول بې کیفته وبولي.

دا رسنۍ د همدې پورته دلیلیونو په یادولو سره وايي، چې ایران په دولتي چوکاټ کې له افغانستان سره د پټرولو سوداګري نه لري.

د ایران د ولسمشر اقتصادي سلاکار محمد مهدي جوانمرد قصاب د تېر مارچ په لومړیو کې د طالبانو له خوا د بې کیفیته سونتوکو ګرځولو ته په اشاره ویلي وو، چې ځینې وخت د عراق سونتوکي هم د ایران له لارې افغانستان ته ځي.

د هغه په خبره؛ د ایران محصولات اړین معیارونه پوره کوي.

خو د ایران د سونتوکو صادروونکو اتحادیې مشر حمید حسیني په تېر جون کې منلې وه، چې افغانستان ته د ایران صادرېدونکي سونتوکي هم ځینې وخت په معیار برابر نه وي.

د هغه په خبره؛ همدې نیمګړتیا ته په پام اوس افغانستان او عراق د اړتیا وړ سونتوکي په لوړ معیار له ازبکستان او روسیې اخلي او ایران په دې برخه کې خپل بازار بایلي.

طالبان د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غونډې ته د دوی د استازي نه بلل "ستره جفا او ظلم" بولي

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۴ GMT+۰

طالبانو په متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غونډې ته د دې ډلې د استازي نه بلل له افغانستان سره "ستره جفا او ظلم" بللی دی. د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډه، چې د COP28 په نوم پیژندل کیږي، نن په دوبۍ کې پیل شوه او د ډیسمبر تر ۱۲ به روانه وي.

د طالبانو "د چاپېریال ساتنې ملي ادارې" دې غونډې ته د دوی د استازي پر نه بللو نن اعتراض کړی او لیکلي یې دي، چې د اقلیم بدلون ناسته نړیوالو عملي اقداماتو ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اقلیم بدلون د افغانستان د خلکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت خراب کړی او بې موسمي ورښتونو او سختو سېلابونو ورته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې په خپله اعلامیه کې لیکلي، چې د دې ډلې استازي د «سیاسي دلایلو له مخې» د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په غونډه کې له ګډون څخه منع شوي دي.

دې ادارې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې له «سیاسي ملحوظاتو پرته» له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په نړیوالو غونډو کې د دې ډلې د استازو د ګډون ډاډ ور کړي.

په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په غونډه کې به د نړۍ هېوادونه د اقلیم د بدلون د مهارولو لپاره د یوه ګډ دریځ خپلولو هڅه وکړي، چې د فوسیلي سونتوکو نه کارولو ته د مهالوېش ټاکل او د ککړو سونتوکو د پرېښودو لپاره مخ پر وده هېوادونو ته مالي مرسته هم پکې راځي.

په جنیوا کې د افغانستان سفارت تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم په سرمشریزه کې د افغانستان پر ګډون ټینګار کړی و.

دغه سفارت ویلي، چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیات زیانمن شوی دی؛ خو د طالبانو د واکمنۍ له امله د ملګرو ملتونو په تېرو دوو ناستو کې ګډون نه دی کړی.

د طالب ضد اړخونو څلور اصلي خبرې

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۸ GMT+۰
•
صفدر سلېمانخېل

په تاجکستان کې د هرات امنیتي ناسته د افغانستان په اړه یوه وروستۍ مهمه غونډه وه چې پر خارجي لوریو سربېره اویا کسه افغان شخصیتونو هم پکې برخه واخیسته او د هېواد د راتلونکې په اړه خبرې پکې وشوې.

د جمهوریت له سقوط وروسته د طالبانو مخالفان په ګڼو لویو او وړو غونډو کې په مختلفو مناسبتونو سره یو ځای شوي او د هېواد د برخلیک په اړه یې بحثونه سره کړي دي.

د دوی د بحثونو، ویناوو او مرکو مرکزي ټکي دغه څلور دي:

یو، طالبانو د افغانستان د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړې دي. بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته یې درناوی نه دی کړی، د خلکو سیاسي ازادۍ یې غصب کړې دي، دولتي سیستم یې ویجاړ کړی دی، بې قانونه حالت یې راوستی دی، خپل مخالفان په تېره بیا پخواني نظامیان وژني، سیاسي مخالفان بندیخانو ته اچوي، فردي ازادیو ته درناوی نه لري، قومي توازن نه رعایتوي، کانونه او نورې ملي شتمنۍ یې لیلام ته وړاندې کړې دي او د هېواد اقتصاد ته یې ډېر تاوان رسولی دی.

د طالبانو په مخالفانو شاید نیوکه وشي چې شکایتونه یا حد اقل ځینې شکایتونه په مبالغه امیزه بڼه کوي، مګر دې کې به لږ کسان شک ولري چې طالبانو د افغانستان خلکو ته دغه ټول یا ځینې مشکلات جوړ کړي دي. د طالبانو د مخالف لوري له دغو خبرو سره د هېواد دننه همدردي موجوده ده او کیدای شي چې نړیوال هم د افغانستان ستونزو ته متوجه کړای شي.

دوه، د طالبانو مخالفان وایي چې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه هماهنګ دریځ ولري او پر طالبانو سیاسي، اقتصادي او حتا نظامي فشارونه واچوي چې له نورو افغانانو سره واقعي خبرو ته چمتو شي او په دې ډول پراخ بنسټه نظام ته لاره اواره شي.

دا غوښتنه د جمهوریت له سقوط وروسته ډېره تکرار شوه خو لږ تر لږه تر اوسه داسې ښکاري چې سیمه او نړۍ که د افغانستان په اړه کومه هماهنګي لري هغه دا ده چې طالبان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني خو نور نو څه خاص فشار ورباندې نه اچوي.

کله کله پاکستان یا ایران د ټي،ټي،پي یا اوبو په سر له طالبانو سره کشمکش کړی دی خو دغه کشمکش د دغو ملکونو د خپلو منافعو لپاره وي، نه هاغسې چې د طالبانو مخالفان یې غواړي او د افغانستان د خپلو ستونزو د حل یا د مخالفانو په ګټه وي.

د طالبانو یو شمېر مخالفان په دې هم ګیله من دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره مالي مرستې کېږي. پخواني خارجه وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د روان کال د سپتمبر په اتمه په خپل ایکس کې ولیکل چې افغانستان د دنیا یوازینی هېواد دی چې یوه ظالم بنسټ پال سیستم ته د نړۍ د ولسواکو هېوادونو له خوا د اونۍ څلوېښت میلیونه ډالر ورکول کېږي.

مرستندویان استدلال کوي چې دوی دا پیسې د افغانستان خلکو ته استوي چې اقتصادي فشارونه یې کم شي. دغو مالي مرستو د افغانۍ د ثبات په ساتلو کې برخه لرلې ده چې په نهایت کې قیمتونه ورسره کنټرولېږي.

حقیقت دا دی چې که بهرنۍ مالي مرستې نه وي، دا تضمین نشته چې د څو ویشت کاله پخوا غوندې د افغانیو ارزښت زر برابره راپرېوځي چې طبعا د خلکو ژوند نور هم ورسره بربادېږي.

درې، د طالبانو مخالف لوري وایي چې طالبان نه یوازې د افغانستان خلکو ته صدمه رسوي بلکې د نړۍ هېوادونو ته ستونزې پېښوې، د تروریزم ملاتړي دي او د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.

د دې خبرې له کولو مطلب دا دی چې نړیوال رامخکې شي او د خپلو ګټو په پار د طالب خلاف جدي دریځ ونیسي. داسې ښکاري چې دغه خبره په نړۍ کې چندان نه ده اورېدل شوې.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په وروستیو میاشتو کې څو ځله په مرکو کې وویل چې امریکا د طالبانو له هغو اقداماتو راضي ده چې د داعش په وړاندې یې کوي.

که څه هم مختلفو منابعو تایید کړې ده چې طالبانو له القاعدې سره رابطه نه ده غوڅه کړې او ان معلومه شوه چې ایمن الظواهري ته طالبانو په کابل کې پناه ورکړې وه، مګردغه رابطه نړیوالو ته تر هغو پورې د خطر د زنګ حیثیت نه لري چې القاعده د افغاسنتان له خاورې د لویدیځ د امنیت خلاف اقدامات نه وي کړي.

د هرات په وروستۍ امنیتي ناسته کې د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبیل وویل چې یو شمېر طالبان د تاکتیکي اتمي وسلو د ترلاسه کولو په احتمال فکر کوي.

د دې خبرې له کولو د ښاغلي نبیل مطلب طبعا دا دی چې دنیا ووېروي چې د طالب شتون درته امنیتي خطر پېښولای شي.

څلور، د طالبانو د مخالفانو په ناستو، ویناوو او مرکو کې یوهمهمه خبره دا وي چېباید په خپلوکې سره منسجم شو، خپل اهداف توحید کړو او مشترک کار ته چمتو واوسو.

که څه هم د تاجکستان د وروستۍ غونډې یوه برخه وال، محمد اسماعیل خان وویل چې د طالبانو مقابل لوري په خپلو کې سره مشکل نه لري، خو حقیقت دا دی چې د طالبانو مخالف لوري یوازې په یوه ټکي کې سره متحد دي او هغه له طالبانو سره مخالفت دی. البته د مخالفت په اندازه کې یې فرق دی. ځینې په سیاسي مخالفت تاکید کوي، ځينې نور یې په نظامي مخالفت.

د طالبانو مخالفان که غواړي چې هم د ولس پراخ حمایت جلب کړي او هم د نړیوالو، نو فعلا یې تر ټولو لوی کار چې په مخ کې دی، همدا انسجام دی.

بې له شکه چې ملت له طالبانو په تنګ دی خو دا احتمال کم دی چې د هغوی په غیر منسجمو مخالفانو باندې زیاته تکیه وکړي، ځکه خلک له بې نظمي او انارشي سخته وېره لري.

له شوروي سره د جهاد په وخت کې چې تنظیمونو په خپلو کې انسجام نه درلود، ملت ډېر تاوان وکړ او بیا چې کله مجاهدینو خپل حکومت جوړ کړ نو همدې عدم انسجام هر څه ګډوډ کړل او د طالب ظهور ته زمینه مساعده شوه.

دغه تجربې د ولس نه هېرېږی او له تیت و پرک حالت څخه وېره لري.

له بلې خوا دنیا، چې نن سبا د داعش له ترهګري په وېره کې ده، په افغانستان کې صرف هغه وخت د یو مثبت حرکت حمایت ته زړه ښه کولای شي چې په افغانستان کې انارشي رانه شي.

طالب مخالف لوري که په خپلو موخو، فعالیتونو او تشکیلاتو کې انسجام راولي، بیا دا احتمال هم زیاتېږي چې طالب ورسره واقعي خبرو ته ځان مجبور وویني.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.


د بلوچستان والي د چمن پرلت وهونکو څخه د دوی د غوښتنو د حل په موخه پنځه ورځې وخت غوښتی

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۸مه) د چمن د پرلت وهونکو مشرانو او د بلوچستان صوبې، ایالتي مشر تر منځ ناسته شوې. د بلوچستان والي (ګورنر) ملک عبدالولي کاکړ تېره ورځ له څلوېښت ورځو وروسته د چمن پرلت وهونکو سره د پرلت وهونکو د غوښتنو د حل په موخه ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د بلوچستان ایالتي مشر د پرلت وهونکو څخه پنځه ورځې وخت وغوښت چې د دوی غوښتنې به د مرکزي حکومت سره شریکې کړي او د حل لار به ورته راوباسي.

د پرلت د کمېټې غړی قاري امداد الله چې د بلوچستان له ګورنر سره یې د تېرې ورځې په ناسته کې ګډون درلود وايي: «د بلوچستان ګورنر سره مو ناسته ښه وه او ګورنر د پرلت وهونکو څخه پنځه ورځې وخت وغوښت چې دغه مسله په هر اړخیز ډول هواره کړي.»

نن د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۹مه) ۴۲ ورځې وشوې چې زرګونه کسانو د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبرې کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، که د پرلت غوښتنې یې ونه منل شي نو دوی به په چمن کې حکومت ته هیڅ ډول مالیه نه ورکوي.

نوموړی وایي: «په پنجاب او نورو صوبو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کیږي هلته قانون یو ډول دی او دلته بیا بل ډول، دلته نه خدمتونه شته او پر موږ ځانګړی قانون پلي کیږي. موږ دلته کار او روزګار غواړو موږ پاسپورټ نه منو، دا که په زور وي که په رضا وي زموږ غوښتنو ته به حکومت غاړه ږدي.»

تر دې مهاله پاکستاني چارواکو د چمن پرلت وهونکو غوښتنو ته غوڅ دریځ نه دی ښودلی، خو پرلت وهونکي هیله مند دي، چې تر راتلونکو پنځو ورځو به د سپین بولدک ـ چمن د دروازې په اړه د حکومت دریځ روښانه شي.

د طالبانو سټنډرډ ملي اداره: ۲۴ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته واستول شول

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د طالبانو سټنډرډ ملي اداره وايي، د فراه له بندر څخه یې د بې کیفیته تېلو ۲۴ ټانګره بېرته ایران ته ور وګرځول. دغه اداره وايي هڅه کوي چې په ټول هیواد کې د بې کیفیته تېلو د واردولو مخنیوی وکړي.

د طالبانو سټنډرډ ملي ادارې د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ په ۹مه) په خپله اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې، په تېرو دوه ورځو کې یې د فراه د ۷۸ میل بندر کې ۲۴ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ستانه کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرد ملي اداره له سوداګرو څخه غوښتنه کوي چې هیواد ته د بې کیفیته تېلو د واردولو څخه ډډه وکړي کنه له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري ایران ته د بې کیفیته تېلو د ستنولو بهیر چټک شوی دی.

دوه ورځې وړاندې هم دغې ادارې د بې کیفیته تېلو ۱۲ ټانکره بېرته ایران استولي وو.

همدارنګه د طالبانو د سټنډرډ اداره د دوشنبې په ورځ هم ایران ته د تېلو د ۴۳ ټانکرو د بېرته ستنولو خبر ورکړی و.