المان د هرات د زلزلې له قربانیانو او افغان کډوالو سره ۶۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

المان د هرات د زلزلې له قربانیانو او له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ۶۰ میلیونه یورو ځانګړې مرستې اعلان وکړ.

المان د هرات د زلزلې له قربانیانو او له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ۶۰ میلیونه یورو ځانګړې مرستې اعلان وکړ.
د افغانستان لپاره د المان سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا پیسې به په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د خوړو له نړۍوال پروګرام له لارې مرسته کړي.
په هرات کې د (تله ۱۵ مه) له خونړۍ زلزلې وروسته المان د دغې زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
هغه مهال د المان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په لوېدیځ کې زلزله ټکان ورکوونکې او وحشتناکه بللې وه او ویلي یې وو، چې د دې پېښې ژوندي پاتې شوي کسان به یوازې پرې نه ږدي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد ندیم په کابل کې يوې غونډي ته د خبرو پرمهال وويل، چې د نړۍ اکثره هېوادونه د دوی له اصولو سره سمې اړيکې جوړول نه غواړي. د نوموړي په خبره؛ چې د دوی اداره هم د نړۍ هېڅ غوښتنه نه شي منلی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير د کابل د طبي پوهنتون د محصلینو د فراغت په یوې غونډې کې وويل، چې نړۍ د بشر دوستۍ په نوم، د دوی ادارې ته ستونزې جوړوي.
د هغه په خبره؛ نړۍ د کډوالو او د اسلامي هېوادونو د اشغال اړوند غلې ده او همدردي يوازي د اعلاميو په خپرولو سره کوي.
که څه هم ښاغلي نديم له کډوالو سره د ناسم چلند او د اشغال شوي اسلامي هېواد نوم ياد نه کړ؛ خو د ډېرو په باور چې د نوموړي اشاره پاکستان او فلسطين ته وه.
هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې زياته کړه، چې د نړۍ هېڅ فرمايش نه شي منلی:" دوی له موږ سره پر هغه تعامل نه ځي، چې زموږ د ملک د اصولو او دين غوښتنه وي، دوی خپل فرمايشات غواړي پر موږ تطبيق کړي، موږ د هېڅ يوه هېواد غوښتنې نه شو منلی".
د طالبانو د لوړو زده کړو دغه وزير غونډې وويل؛ د ځان بساينې لپاره نه د نړۍ او نه هم د ستونزو پروا کوي.
ندا محمد ندیم څه موده وړاندې د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې ویلي وو، چې نړۍواله ټولنه غواړي په افغانستان کې بې حیايي رامنځته کړي او دوی یې مخنیوی کوي.
نوموړي د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه هم د نړۍوالې ټولنې غوښتنې فحاشۍ ته زمینه مساعدول ګڼلي وو او زیاته کړې یې وه، چې دوی به هېڅ کله دا ډول اعمالو ته په افغانستان کې اجازه ورنه کړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو چارواکي د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو په اړه دا ډول څرګندونې کوي، له دې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله هم ویلي وو، چې د نړۍوالې ټولنې غوښتنې ورته د منلو وړ نه دي.
همدا راز د دغې ډلې د امر بالمعروف وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو، چې نړۍواله ټولنه هڅه کوي، چې پر طالبانو خپلې ناجایزې غوښتنې ومني؛ خو دوی به اجازه ورنه کړي.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته دغې ډلې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه، دغې چارې په ملي او نړۍواله کچه ګڼ غبرګونونه راپارولي؛ مګر طالبان بیا دا مساله خپله داخلي مساله ګني.

د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې تر دې وروسته یو کس په اونۍ کې له خپل حساب څخه تر ۷۰ زرو افغانیو یا زر ډالر اېستلی شي. د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري وايي؛ دا کسان په میاشت کې تر ۲۵۰ زرو افغانۍ یا درې زره امریکايي ډالر له خپل حساب څخه اېستلی شي.
نوموړي په یوه ویډیو پیغام کې چې د پنجشنبې په ورځ له ملي راډیو تلوېزون څخه خپور شوی زیاتوي؛ دولتي او خصوصي شرکتونه په دې شرط له خپل حساب څخه په میاشت کې پنځه سلنه پیسې اېستلی شي، چې تر یو لک ډېر ډالر یا د هغو په اندازه افغانۍ په خپل بانکي حساب کې ولري.
تر دې مخکې یو کس په اونۍ له خپل بانکي حساب څخه پنځوس زره افغانۍ اېستلې شوې؛ خو اوس دا اندازه د شلو زرو په زیاتېدو سره ۷۰ زرو افغانیو ته پورته شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو سره چې خلکو د پیسو اېستلو لپاره پر بانکونو بیروبار جوړ کړ و؛ نو دې ډلې په اونۍ کې له بانکي حساب څخه د پیسو اندازه شل زره افغانۍ یا دوه سوه امریکايي ډالره وټاکله.
وروسته یې د همغه کال په نومبر کې دا اندازه ۳۰ زره افغانۍ یا ۴۰۰ ډالرو ته پورته کړه.
د طالبانو په واک کې افغانستان بانک په تېر اپرېل کې وویل، چې یو کس په اونۍ کې پنځوس زره یا ۶۰۰ امریکايي ډالر اېستلی شي.
دا څلورم ځل دی، چې طالبان له بانکي حساب څخه د پیسو اېستلو اندازه زیاتوي؛ خو تر هر وار زیاتولو وروسته بیا هم خلک شکایت کوي چې بانکونه ورته پوره پیسې نه ور کوي.

په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسله ذکیه وردګ وایي، چې دوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر بېرغ لاندې کار کوي. له دې وړاندې په ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي ویلي وو، چې ذکیه وردګ، سید محمد ابراهیم خیل او همداراز قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.
ذکیه وردګ د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۹مه) له وایون سره په مرکه کې ویلي، چې د فعالیتونو موخه یې لومړی په هند کې د مېشتو افغانانو ملاتړ او دویم په روانه شرایطو کې د افغانستان د خلکو په ګټه کار کول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي د سې شنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په ممبۍ او حیدراباد کې زموږ قونسلګرۍ فعالیت کوي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي».
هغه وویل، چې په ډیلي کې افغان سفارت چې تېره اونۍ تړل شوی و، په راتلونکو څو ورځو کې به بېرته پرانیستل شي.
همدا راز پخواني سفیر فرید ماموندزي هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، چې د ممبۍ جنرال قونسله ذکیه وردګ، په حیدر اباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل او همداراز د سوداګرې برخې سلاکار قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.
هندي رسنۍ لیکي، چې د روانې میاشتې په پیل کې په نوې ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي «د هند د حکومت پرله پسې ننګونو» په حواله د سفارت د دایمي تړلو اعلان کړی و.
په دې اړه په ممبۍ جنرال قونسلې ذکیه وردګ او په حیدر اباد جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل په ګډه د دغه ننګوونکي وضعیت د هواري لپاره د دوی پر هڅو رڼا واچوله.
دوی وویل: «موږ د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره په دوامداره توګه په تماس کې یو او هڅه کوو، چې اوسنی ستونزمن حالت ته د رسېدو لپاره چې د ډېپلوماتانو او رسمي کارکوونکو له کمښت سره مخ یوو د حل لار پېدا کړو».
سره له دې چې هند په کابل کې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني؛ خو تېر کال یې په کابل کې خپل سفارت د بشري مرستو لکه؛ خوراکي توکو او درملو د رسولو لپاره پرانیست خو لا تر اوسه یې د افغان اتباعو لپاره د وېزو په ګډون قونسلي خدمات په پراخه کچه ځنډولي دي.

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند غړی اسماعیل خان وايي، چې دا مهال دغه ګوند «مشر نه لري.» دغه طالب ضد سیاسي څېرې له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د دغه ګوند د مشرانو عطاء محمد نور او صلاح الدین رباني د مشرۍ وخت پاې ته رسیدلی دی.
په همدې مهال محمد اسماعیل خان وویل، چې د جمعیت ګوند غړي اوس له یو بل سره اختلاف نه لري او د "ملي یووالي شورا" جوړول د اسلامي جمعیت له اهدافو سره په ټکر کې نه ده.
د اسماعیل خان په وینا؛ که څه هم د "ملي يوالي شورا" غړي له لرې او له بېلا - بېلو هېوادونو له یو بل سره په تماس کې دي؛ خو په ۹۰ سلنه موضوعاتو کي يو ډول نظر لري.
د هرات د پخواني والي په وينا؛ دغه شورا هڅه کوي، چې د سوله ييزو مشورو او خبرو اترو له لارې د افغانستان د ژغورنې لاره پېدا کړي.
اسماعيل خان ددې پوښتني په ځواب کې چې طالبان څنګه واک ته ورسېدل وویل: «دغه ډله له امریکايانو سره د اړيکو له لاري پر افغانستان مسلطه شوه».
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه وویل، هغسې لکه نور هېوادونه تهران هم ددغې ډلې سره اړیکې لري.
دغه پخواني جهادي مشر د مسکو غونډه د طالبانو د مخالفینو د خوځښت پیلامه ګڼلې ده.
د مسکو غونډه یوه اونۍ مخکې (پنجشنبه د قوس په دویمه) د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود او یو شمېر روسي چارواکو په ګډون د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو په حضور کې جوړه شوې وه.
اسماعیل خان په خپله لومړنۍ ټلویزیوني مرکه کې چې د طالبانو له خوا د هرات ښار له سقوط وروسته ثبت شوې وه، د دغه ښار د سقوط په اړه نور جزییات ورکړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط په وروستیو ورځو کې دغه با نفوذه جهادي مشر د افغانستان په لویدیځ کې د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې په جوړولو سره جګړه وکړه، تر دې چې د طالبانو له خوا ونیول شو او بيا د هغوی په موافقت ایران ته ولاړ.
نوموړي په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له لوري د هرات ښار د سقوط د عواملو او لاملونو په اړه لږ وغږید.
اسماعیل خان وویل، چې دولتي چارواکو لکه د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستيال، امنیه قوماندان، د قول اردو قوماندان او د هرات د امنیت ريیس «د هرات ښار طالبانو ته تسلیم کړ».
د طالبانو ضد د مقاومت ډلې دغه مخکښه څېره وايي، چې د حکومت له چارواکو او پوځي مشرانو يې وغوښتل، چې د ښار په دفاع کې ورسره مرسته وکړي؛ خو هغوی بې پروایي وکړه «دوی د جګړې روحیه نه درلوده او تسلیمېدو ته یې ځانونه چمتو کړي وو».
اسماعیل خان وویل؛ د هغې ورځې په سهار چې هغه د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو غوښتنه وکړه، د قول اردو قوماندانان او امنيتي معين «دوی ټول خپل نظامي لباسونه لرې کړل او تسلېمېدو ته اماده شول».

د ایران سپاه پاسدران ته نېږدې رسنۍ تسنیم وايي؛ د دغه هېواد حکومت افغانستان ته د پټرولو صادرولو تړون نه لري. د دې رسنۍ دا غبرګون له هغه وروسته دی، چې نن د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې ویلي ۲۴ ټانکره ټیټ کیفیته سونتوکي یې ایران ور وګرځول.
خو تسنیم خبري اژانس دغه خبر ته په شاره وایي؛ افغانستان ته د قاچاق یا هم د خصوصي برخې له خوا د هایدرو کاربوري محصولاتو په چوکاټ کې پټرول صادرېږي.
د دې رسنۍ په خبره؛ دې ته په پام چې ایران د خپلې اړتیا پټرول تولیدوي او بل صادراتي پټرول په یورو څلور او یورو پنځه معیار سره تیاروي؛ نو د افغانستان سټنډرډ اداره چې تر نورو هېوادونو کمه سختي کوي، څنګه به د ایران پټرول بې کیفته وبولي.
دا رسنۍ د همدې پورته دلیلیونو په یادولو سره وايي، چې ایران په دولتي چوکاټ کې له افغانستان سره د پټرولو سوداګري نه لري.
د ایران د ولسمشر اقتصادي سلاکار محمد مهدي جوانمرد قصاب د تېر مارچ په لومړیو کې د طالبانو له خوا د بې کیفیته سونتوکو ګرځولو ته په اشاره ویلي وو، چې ځینې وخت د عراق سونتوکي هم د ایران له لارې افغانستان ته ځي.
د هغه په خبره؛ د ایران محصولات اړین معیارونه پوره کوي.
خو د ایران د سونتوکو صادروونکو اتحادیې مشر حمید حسیني په تېر جون کې منلې وه، چې افغانستان ته د ایران صادرېدونکي سونتوکي هم ځینې وخت په معیار برابر نه وي.
د هغه په خبره؛ همدې نیمګړتیا ته په پام اوس افغانستان او عراق د اړتیا وړ سونتوکي په لوړ معیار له ازبکستان او روسیې اخلي او ایران په دې برخه کې خپل بازار بایلي.
