د افغانستان بانک له بانکي حساب د پیسو اېستلو اندازه د څلورم ځل لپاره زیاته کړه

د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې تر دې وروسته یو کس په اونۍ کې له خپل حساب څخه تر ۷۰ زرو افغانیو یا زر ډالر اېستلی شي. د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري وايي؛ دا کسان په میاشت کې تر ۲۵۰ زرو افغانۍ یا درې زره امریکايي ډالر له خپل حساب څخه اېستلی شي.