• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: برېښنا شرکت د خلکو لپاره ځانګړې شوې برېښنا هم د بډو بدل کې فابریکو ته ور کوي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۲ GMT+۰

د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینې وايي، د برېښنا له کمښت سره مخ دی او په ژمي کې د پرچاوي زیاتېدو سره ښايي ازبکستان هم خپله برېښنا کمه یا پرې کړي. افغانستان انټرنشنل پښتو ته سرچینو ویلي، چې برېښنا شرکت د بډو په بدل کې فابریکو ته د خلکو د وخت برېښنا هم ور کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینې وايي د ژمې په را رسیدو سره د برېښنا مصرف زیات شوی دی، چې له دې سره د کابل په شمول ګڼو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوی زیاته شوې ده او لا به ډېره شي.

د دوی په وینا احتمال شته چې ازبکستان هم په ژمي کې د برښنا د کمښت له امله افغانستان ته خپله وارداتي برېښنا قطع یا هم کمه کړي چې له دې سره به پلازمینه کابل یوځل بیا توره تیاره شي.

د افغانستان برېښنا شرکت ادارې په رسمي ډول د برېښنا پرچاوي په اړه کوم مهالویش نه دی اعلان کړی .

خو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته داسې معلومات رسېدلې چې په دغه شرکت کې د فساد له امله پر عامه خلکو برېښنا قطع کیږي.

د دغو معلوماتو له مخې د افغانستان برېښنا شرکت د خلکو لپاره ځانګړې شوې برېښنا هم پر یو شمیر فابریکو او تجاراتي پلازو باندې د رشوت په بدل کې پلوري.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو هم نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په څلوریشت ساعتونو کې اته ساعته برېښنا لري.

د کابل د احمدشاه بابا مېنې یو اوسیدونکی سمیع الله وايي: «ټوله ورځ برېښنا نه وي، یوازې شپې د څو ساعتونو لپاره برېښنا راشي، د دې سیمې اوسیدونکي له بېلابیلو ستونزو سره مخ کړي دي.»

یو شمیر وېډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلط پکې ښکار ي د کابل ښار دوکانداران د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي.

د کابل یو دوکاندار وايي د برېښنا پرچاوۍ له امله یې کاروبار یې په ټپه ولاړ دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ځايي سرچینې وايي په هرات ښار کې وسلوالو نهو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د هرات په جبریل سیمه کې سرچینې وايي، پر کرولا موټر د وسله والو په برید کې شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د هرات د انجيل ولسوالۍ د خوشرود په سيمه کې د يوه هزاره ديني عالم د څلوېښتۍ له مراسمو ستنېدل چې پرې ډزې وشوې.

دغه بريد د جمعې په ورځ ( لیندۍ ۱۰ مه ) ماسپښين شاوخوا دوه بجې د هرات ښار د جبرایيل ښارګوټي کې شوی دی.

سرچينې زياته کړې، چې په وژل شويو کسانو کې د سيمې د جوماتونو دوه ملا امامان او څلور ښځې هم شاملې دي.

وژل شوي کسان د يکشنبې په شپه د عیدمحمد اعتمادي د وژنې د څلوېښتۍ له مراسمو له مراسمو ستنېدل.

عید محمد اعتمادي هم د تلې ۳۰ مه انجیل ولسوالۍ په خوشرود کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شوی و.

په دې وروستیو میاشتو کې په هرات کې پر هزاره ګانو بریدونو زور اخیستی دی.

تېره اونۍ هم په هرات ښار کې د شیعه علماوو د شورا دوه غړي رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي ووژل شول.

په افغانستان کې پر شیعه ګانو/ هزاره ګانو د بریدونو زیاتوالي اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دې دوو عالمانو په وژل کېدو پسې له نړیوالو معیارونو سره سم د خپلواکې څېړنې او د هغې د عاملینو د سزا غوښتنه کړې وه.

طالبان وايي چین بلال کریمي د دوی د رسمي سفیر په توګه ومانه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۱ GMT+۰

طالبان وايي، د چین حکومت د دوی له خوا ګومارل شوی ډیپلوماټ بلال کریمي په دغه هېواد کې «د افغانستان د رسمي سفیر په توګه ومانه.» چین هم لومړنی هېواد دی چې په تېر سپټمبر کې یې د افغانستان لپاره خپل رسمي سفیر معرفي کړ او د طالبانو ریس الوزرا یې په ځانګړو مراسمو کې باورلیک ومانه.

که څه هم کوم هېواد طالبانو پر رسمیت نه پېژني، خو دا پر ۲۰۲۱ کال واک ته د دوی تر رسېدو راهیسې لومړی ځل دی چې یو هېواد یې استازی د رسمي سفیر په توګه مني.

طالبانو تېره اونۍ وویل، چې د خپل حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي یې د چین لپاره د سفیر په توګه ټاکلی دی.

نوموړی د نومبر پر ۲۴ چین ته لاړ او نن د طالبانو ویاند د چینايي چارواکو له خوا د هغه د باورلیک منلو خبره کوي.

ذبیح الله مجاهد د بلال کریمي او چینايي چارواکو د عکس شریکولو سره وايي: «محترم بلال کریمي نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډیسمبر په اوله نیټه د خپلې اعتمادنامې کاپي د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رئیس هونګ لې ته وسپارله.«

نوموړی د هونګ لي له قوله په خپله اعلامیه کې زیاتوي، چې د طالبانو د رسمي سفیر صاحب په راتګ سره د چین او افغانستان ترمنځ دغه مثبتې اړيکې لا پیاوړي او پراخې شي.

د دوی په خبره، د طالبانو د سفیر باورلیک اصل به په ځانګړو مراسمو کې د چین ولسمشر ته هم وړاندې کړل شي.

ښاغلي کریمي هم له نوموړي سره خبرو کې ویلي چې، د دواړو هیوادونو تر منځ لوړې کچې ته د روابطو پورته کیدل یو مهم فصل دی او د لا قوي کیدو او پراخیدو هیله یې لري.

مریم منصف: د ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي توپیر غوره بېلګه ده

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۹ GMT+۰

د کاناډا په پخواني پارلمان کې افغان ټبرې مریم منصف د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سلوک کټ، مټ د جنسیتي توپیر په مانا دی. مېرمن منصف په ټینګار سره وویل، چې په افغانستان کې د ښځو په وضعیت کې د بدلون راوستنه د ټولو خلکو دنده او مسوولیت دی.

نوموړې چې پخوا په کاناډا کې د جنسیتي برخې وزیره هم پاتې شوې، طالبان یې «ترهګر» یاد کړل او په افغانستان کې یې په نارینه‌و غږ وکړ، چې په دغه هېواد کې دې د مېرمنو ملاتړ ته راودانګي.

مېرمن منصف هغه بندیزونه چې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي یو، یو یې وشمېره او زیاته یې کړه:« د طالبانو له‌خوا ټول دغه لګول شوي بندیزونه د جنسیتی توپیر ښکاره بېلګې دي.»


هغې وویل، سره له دې چې دا مهال د کاناډا د پارلمان غړې نه ده؛ خو ژمنه یې وکړه چې په کاناډا کې به د افغانانو له فعالیتونو په تېره بیا د ځوان کول له هلو ځلو ملاتړ کوي.

مریم منصف د افغان ځوانانو هڅونه او د هغوی ملاتړ په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره اړین وباله.


د طالبانو له واکمنېدو وروسته کاناډا ویلي و، چې ۴۰ زره افغان کډوال به مني او د روان کال د اکټوبر په پای کې یې وویل چې خپله ژمنه یې عملي کړې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: طالبان دې په افغانستان کې د افغان کډوالو لپاره شرایط برابر کړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۸ GMT+۰

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو سره هم مهاله ایراني چارواکو هم طالبانو ته ویلي، چې په خپل هېواد کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره شرایط چمتو کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي، چې په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه مېلیونه افغان کډوال دېره دي، چې یوه برخه یې په قانوني او بله برخه یې په ناقانونه توګه هلته ژوند کوي.


که څه هم چې ښاغلي وحیدي د ناقانونه کډوالو کره شمېره په ډاګه نه کړه؛ خو تر دې وړاندې یو شمېر ایراني چارواکو ویلي و، چې په ایران کې شاوخوا دوه مېلیونه افغانان په ناقانونه توګه مېشت شوي دي.


ایران له ډېرې مودې راهیسې افغان کډوال په زوره له هغه هېواده باسي؛ خو بیا هم هره ورځ په زرګونه افغان ځوانان د وزګارتیا له امله هغه هېواد ته په قاچاقی لارو سفر کوي.

په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو د پرېکړې له مخې هره ورځ زرګونه افغانان له هغه هېواده په زور اېستل کېږي، چې دې کار د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی؛ خو که له ایرانه هم د افغانانو د ستنولو ورته بهیر پیلیږي، نو د دغه هېواد کړکېچن اقتصادی وضعیت به نور هم ورسره کړکېچن شي.

د پي ټي ام غړو په جینوا کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ځورولو پر ضد لاریون وکړ

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالینو د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په نهمه) په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر مخې ته د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ځورولو پر ضد لاریون وکړ.

د پي ټي ایم غورځنګ فعالانو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو لېږل او زور زیاتی غندلی.

لاریون کوونکو ویلي، چې پاکستاني چارواکو د افغانانو یو شمېر شخصي او سوداګریز جایدادونه هم ړنګ کړي دي، چې اکثرو یې د نوم لیکنې کارتونه درلودل او په قانوني توګه استوګن وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلې فیسبوک پانې لیکلي چې د جمعې په ورځ (د لیندۍ په لسمه) د جمعې له لمانځه څخه وروسته په ټانک پرېس کلب، قلعه سیف الله، بنو، لورلايي او کویټه کې د چمن پرلت او له افغانانو سره د روان زور زیاتي او د دوی بندي ملګرو په ملاټړ به لاریون وکړي.

د چمن پرلت نن ۴۱مه ورځ ده.