د ایران د کورنیو چارو وزیر: طالبان دې په افغانستان کې د افغان کډوالو لپاره شرایط برابر کړي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو سره هم مهاله ایراني چارواکو هم طالبانو ته ویلي، چې په خپل هېواد کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره شرایط چمتو کړي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو سره هم مهاله ایراني چارواکو هم طالبانو ته ویلي، چې په خپل هېواد کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره شرایط چمتو کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي، چې په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه مېلیونه افغان کډوال دېره دي، چې یوه برخه یې په قانوني او بله برخه یې په ناقانونه توګه هلته ژوند کوي.
که څه هم چې ښاغلي وحیدي د ناقانونه کډوالو کره شمېره په ډاګه نه کړه؛ خو تر دې وړاندې یو شمېر ایراني چارواکو ویلي و، چې په ایران کې شاوخوا دوه مېلیونه افغانان په ناقانونه توګه مېشت شوي دي.
ایران له ډېرې مودې راهیسې افغان کډوال په زوره له هغه هېواده باسي؛ خو بیا هم هره ورځ په زرګونه افغان ځوانان د وزګارتیا له امله هغه هېواد ته په قاچاقی لارو سفر کوي.
په دې وروستیو کې د پاکستاني چارواکو د پرېکړې له مخې هره ورځ زرګونه افغانان له هغه هېواده په زور اېستل کېږي، چې دې کار د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی؛ خو که له ایرانه هم د افغانانو د ستنولو ورته بهیر پیلیږي، نو د دغه هېواد کړکېچن اقتصادی وضعیت به نور هم ورسره کړکېچن شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالینو د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په نهمه) په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر مخې ته د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ځورولو پر ضد لاریون وکړ.
د پي ټي ایم غورځنګ فعالانو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو لېږل او زور زیاتی غندلی.
لاریون کوونکو ویلي، چې پاکستاني چارواکو د افغانانو یو شمېر شخصي او سوداګریز جایدادونه هم ړنګ کړي دي، چې اکثرو یې د نوم لیکنې کارتونه درلودل او په قانوني توګه استوګن وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلې فیسبوک پانې لیکلي چې د جمعې په ورځ (د لیندۍ په لسمه) د جمعې له لمانځه څخه وروسته په ټانک پرېس کلب، قلعه سیف الله، بنو، لورلايي او کویټه کې د چمن پرلت او له افغانانو سره د روان زور زیاتي او د دوی بندي ملګرو په ملاټړ به لاریون وکړي.
د چمن پرلت نن ۴۱مه ورځ ده.

لیکواله: شانتي ماریت دسوزا سخت دریځو په طالبانو کې دننه خپل دریځ پیاوړی کړی دی او په نېږدې کې د دې ډلې د راپرځېدو امکان ناشونې ښکاري. له بهره داسې ښکاري، چې د دغې پخوانۍ اورپکې ډلې بېلابېل اړخونو د اختلاف پر ځای یووالی انتخاب کړی.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یوازې درې ځلې په عامه مظهر کې راڅرګند شوی دی.
په منزوي توګه د نوموړي شتون او د هغه د روغتیا په اړه شکونو سره بیا هم هغه کندهار د خپل رژیم د قدرت پر مرکز بدل کړي، چې د رژيم د وفادارو کسانو په ګډون د ۴۰ زره کسانو جوړ شوي قوي پوځي ځواک له خوا یې محافظت کيږي.
د دغه ځواک په جوړېدو ۶۰ میلیارده افغانۍ لګول شوي دي.
اخوندزاده د اکټوبر په میاشت کې عبدالاحد طالب چې د هلمند پخوانۍ والي او د طالبانو د ځانمرګي بریدګرو پخوانی قوماندان و، د خپلو ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه وټاکه.
هغه لوی واک چې اخوندزاده ترې برخمن دی، د منځلارو او سخت دریځو طالبانو ترمنځ د واک متناسب انډول ښیي چې منځلاري طالبانو د څنډې ته کولو سبب شوی.
د بېلګې په توګه؛ د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې اخوندزاده د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د کندهار د علماو د ولایتي شورا رییس مولوي حبیب الله اغا وټاکه.
منیر سره له دې چې د سخت دریځو طالبانو استازیتوب کاوه او د لوړو زده کړو اهمیت یې ردولو؛ خو د نجونو لپاره د ښوونځي د پرانستلو لپاره د هغه ښکاره ملاتړ د لوړ پوړي مشرتابه د افکارو سره په ټکر کې و.
له بلې خوا په خټه کندهاری اغا رسمي زده کړې نه لري؛ خو د طالبانو په لومړي دور کې یې له ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وه.
اغا د خپل کار سره سم وویل چې “د اسلامي امارت په چارواکو ښکاره نیوکه حرامه ده”.
نړۍوالو رسنیو په پرله پسې ډول د طالبانو په تحریک کې اختلافاتو ته اشاره کړې، چې دغه چاره تر اوسه د طالبانو د متحد پاتې کېدو لامل شوې.
سره له دې هم داسې ټول دلایل موجود دي، چې دا ومنل شي چې سخت دریځه طالبان خپل مسیر تعقیبوي او منځ لاري طالبان د لا ډېر منزوي کېدو له وېرې تسلیم شوي دي.
د طالبانو د مشرتابه تګلاره دا ده، چې هغه کسان ونازوي چې له سخت دریځ ملاتړ کوي.
ملا عبدالغني برادر چې په اقتصادي چارو کې د طالبانو د لومړي وزير مرستيال دی؛ يو مهال د منځلاري طالب په توګه ستايل کېده.
خو هغه اخوندزاده ته د وفادارۍ له امله خپل موقف کې پاتې شوی دی. بل بانفوذه طالب مشر په خټه کندهاری د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي دی.
متقي د خپل موقف سربیره د مولوي عبدالکبیر تر ناروغېدو وروسته د هغه پرځای د لومړي وزیر مرستیال په توګه وټاکل شو.
خو د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې مولوي عبدالکبیر د ملا حسن اخوند پر ځای د طالبانو د سرپرست صدراعظم په توګه وټاکل شو.
د حقاني شبکه چې د کورنیو چارو وزارت په ګډون مهم وزارتونه په واک کې لري؛ لا هم ځواکمنه ده او کله ناکله د ملا هبت الله له پالیسیو سره مخالفت څرګندوي.
د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو پر مشر اخوندزاده “د واک انحصار” نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې “وضعیت نور د زغملو وړ نه دی”.
د طالبانو رهبري د نوموړي د وفادارۍ لاسته راوړلو په موخه هغه ته د کورنیو مخاالفینو د سرکوب لپاره پراخه عملیاتي خپلواکي ورکړه.
دا په دې معنا چې هغه او د هغه د امر لاندې د متوسطې کچې طالبان دا خپلواکي لري، چې د پرځېدلي جمهوریت پخواني کارکونکي او خپل مخالفین ونیسي، بندي یې کړي او یا یې هم په زوره تری تم کړي.
حقانيانو ته د پنجشیر د ځپلو امتیاز هم ورکول کیږي. پنجشیر د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وروسته د طالبانو ضد مقاومت مرکز و.
د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې پنجشېر ته د خپل لومړني سفر پر مهال سراج الدین حقاني د پنجشیر د خلکو او د طالبانو د سرپرست حکومت ترمنځ د اعتماد پر جوړولو ټینګار وکړه او "د شرعیت په چوکاټ کې هغوی ته د حق ورکولو” ډاډ وکړه.
د کندهاري طالبانو برلاسي ظاهراً د طالبانو د یووالي او د پالیسیو په برخه کې له اختلاف څخه د لرې پاتې کېدو سبب شوي، چې په دې کې له لوړو زده کړو د نجونو منع کول او په نړۍوالو ادارو کې هغوی ته د کار اجازه نه ورکول هم شامل دي.
په دې اړه د اخوندزاده له خوا د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې صادر شوي سخت دریځه فرمانونو سره یوازې په چپه خوله مخالفت وشو.
طالبانو په ښکاره ويلي، چې د دغو پرېکړو بدلون د دوی لومړیتوب نه دی.
له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې هم طالبان متحد پاتې شوي دي. سره له دې چې ځینې طالب مشران په ښکاره توګه د پاکستان پلوي دي، دغې ډلې د پاکستان په وړاندې په ځینو مسایلو کې قوي دريځ درلودلی، چې په هغې کې په پاکستان کې د افغان کډوالو او د ډېورند کرښې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې موضوعات شامل دي.
د طالبانو وزیرانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک غړو ته د پناه ورکولو په اړه د اسلام اباد تورونه په کلکه رد کړي دي.
په همدې ډول د نړۍوالې ټولنې او همدارنګه د سیمې د هېوادونو له خوا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کولو غوښتنې د طالبانو له خوا په بشپړه توګه له پامه غورځېدلي دي.
د راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې په کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر متقي دغه غوښتنه رد کړه.
پرته له دې چې په مستقیمه توګه د ایران نوم واخلي متقي په ایران کې د بشري حقونو پر وضعیت ریشخند وهلی و.
تر هغه وړاندې ایران هم په افغانستان کې د ټول شموله حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی و. هغه ویلي وو: "ستاسو په هېواد کې زرګونه کسان تری تم شوي دي؛ خو بيا هم څوک جرئت نه کوي چې پوښتنه يې وکړي".
هغه دغه راز د ایران نوم وانه خیست؛ خو پوښتنه یې وکړه چې "ایا تاسو ټولشموله حکومت لرئ؟"
په نېږدې وخت کې د طالبانو د رژيم رانسکوریدل ناشونی ښکاري. په داسې حال کې چې په دغه ډله کې دننه سخت دریځو خپل موقف قوي کړي دی، طالبان ممکن په منځنۍ او اوږدې مودې کې د دوی د ناسمې حکومتولۍ، د اقتصادي فرصتونو نشتوالي، د ښځو او مخالفو ډلو پر وړاندې د تاوتریخجن چلند او د افغانانو د بد وضعیت له امله په پښتون مېشتو سیمو کې هم کې ورو - ورو د زیاتیدونکې ناخوښۍ سره مخ شي.
یادونه: دغه تحلیلي لیکنه له "ده ډیپلوماټ" مجلې څخه ژباړل شوې ده.

المان د هرات د زلزلې له قربانیانو او له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ۶۰ میلیونه یورو ځانګړې مرستې اعلان وکړ.
د افغانستان لپاره د المان سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا پیسې به په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د خوړو له نړۍوال پروګرام له لارې مرسته کړي.
په هرات کې د (تله ۱۵ مه) له خونړۍ زلزلې وروسته المان د دغې زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
هغه مهال د المان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په لوېدیځ کې زلزله ټکان ورکوونکې او وحشتناکه بللې وه او ویلي یې وو، چې د دې پېښې ژوندي پاتې شوي کسان به یوازې پرې نه ږدي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد ندیم په کابل کې يوې غونډي ته د خبرو پرمهال وويل، چې د نړۍ اکثره هېوادونه د دوی له اصولو سره سمې اړيکې جوړول نه غواړي. د نوموړي په خبره؛ چې د دوی اداره هم د نړۍ هېڅ غوښتنه نه شي منلی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير د کابل د طبي پوهنتون د محصلینو د فراغت په یوې غونډې کې وويل، چې نړۍ د بشر دوستۍ په نوم، د دوی ادارې ته ستونزې جوړوي.
د هغه په خبره؛ نړۍ د کډوالو او د اسلامي هېوادونو د اشغال اړوند غلې ده او همدردي يوازي د اعلاميو په خپرولو سره کوي.
که څه هم ښاغلي نديم له کډوالو سره د ناسم چلند او د اشغال شوي اسلامي هېواد نوم ياد نه کړ؛ خو د ډېرو په باور چې د نوموړي اشاره پاکستان او فلسطين ته وه.
هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې زياته کړه، چې د نړۍ هېڅ فرمايش نه شي منلی:" دوی له موږ سره پر هغه تعامل نه ځي، چې زموږ د ملک د اصولو او دين غوښتنه وي، دوی خپل فرمايشات غواړي پر موږ تطبيق کړي، موږ د هېڅ يوه هېواد غوښتنې نه شو منلی".
د طالبانو د لوړو زده کړو دغه وزير غونډې وويل؛ د ځان بساينې لپاره نه د نړۍ او نه هم د ستونزو پروا کوي.
ندا محمد ندیم څه موده وړاندې د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې ویلي وو، چې نړۍواله ټولنه غواړي په افغانستان کې بې حیايي رامنځته کړي او دوی یې مخنیوی کوي.
نوموړي د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه هم د نړۍوالې ټولنې غوښتنې فحاشۍ ته زمینه مساعدول ګڼلي وو او زیاته کړې یې وه، چې دوی به هېڅ کله دا ډول اعمالو ته په افغانستان کې اجازه ورنه کړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو چارواکي د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو په اړه دا ډول څرګندونې کوي، له دې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله هم ویلي وو، چې د نړۍوالې ټولنې غوښتنې ورته د منلو وړ نه دي.
همدا راز د دغې ډلې د امر بالمعروف وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو، چې نړۍواله ټولنه هڅه کوي، چې پر طالبانو خپلې ناجایزې غوښتنې ومني؛ خو دوی به اجازه ورنه کړي.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته دغې ډلې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه، دغې چارې په ملي او نړۍواله کچه ګڼ غبرګونونه راپارولي؛ مګر طالبان بیا دا مساله خپله داخلي مساله ګني.

د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې تر دې وروسته یو کس په اونۍ کې له خپل حساب څخه تر ۷۰ زرو افغانیو یا زر ډالر اېستلی شي. د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري وايي؛ دا کسان په میاشت کې تر ۲۵۰ زرو افغانۍ یا درې زره امریکايي ډالر له خپل حساب څخه اېستلی شي.
نوموړي په یوه ویډیو پیغام کې چې د پنجشنبې په ورځ له ملي راډیو تلوېزون څخه خپور شوی زیاتوي؛ دولتي او خصوصي شرکتونه په دې شرط له خپل حساب څخه په میاشت کې پنځه سلنه پیسې اېستلی شي، چې تر یو لک ډېر ډالر یا د هغو په اندازه افغانۍ په خپل بانکي حساب کې ولري.
تر دې مخکې یو کس په اونۍ له خپل بانکي حساب څخه پنځوس زره افغانۍ اېستلې شوې؛ خو اوس دا اندازه د شلو زرو په زیاتېدو سره ۷۰ زرو افغانیو ته پورته شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو سره چې خلکو د پیسو اېستلو لپاره پر بانکونو بیروبار جوړ کړ و؛ نو دې ډلې په اونۍ کې له بانکي حساب څخه د پیسو اندازه شل زره افغانۍ یا دوه سوه امریکايي ډالره وټاکله.
وروسته یې د همغه کال په نومبر کې دا اندازه ۳۰ زره افغانۍ یا ۴۰۰ ډالرو ته پورته کړه.
د طالبانو په واک کې افغانستان بانک په تېر اپرېل کې وویل، چې یو کس په اونۍ کې پنځوس زره یا ۶۰۰ امریکايي ډالر اېستلی شي.
دا څلورم ځل دی، چې طالبان له بانکي حساب څخه د پیسو اېستلو اندازه زیاتوي؛ خو تر هر وار زیاتولو وروسته بیا هم خلک شکایت کوي چې بانکونه ورته پوره پیسې نه ور کوي.
