• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وژنې یوه دسیسه به امریکا او هند سره لرې کړي؟

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۶ GMT+۰

د یو امریکایی وګړي د کرایې قاتل د بې رحمه وژنې دسیسه چې د چارواکو په وینا د هند د حکومت یوه چارواکي پلان کړې وه وه، ښايي د متحده ایالاتو او هند کمزورو اړیکو ته زیان ورسوي.

مګر دغه دواړه هیوادونو د چین مخ پر زیاتیدونکي نفوذ سره د مباررزې لپاره د متحدینو په لټه کې دي. د امریکا له خوا د چهارشنبې په ورځ د قضیې په اړه رپوت ښکاروي، چې دغه هیواد دې ته چمتو دی چې پر دغه قضیه سترګې پټې کړي.

د نیویارک په منهاټن کې د فدرال حکومت څارنوالانو ويلي چې، دغه هندي چارواکی چې نوم یې نه دی خپور شوی او د امنیت او ستخباراتو په برخه کې کار کوي، او یو بل ۵۲ کلن هندي وګړي، نیکیل ګوپتا، سږکال په دوبي کې د نیویارک د اوسیدونکي د وژلو دسیسه جوړه کړه. وژل شوي امریکايي د هند په شمال کې د سکانو لپاره د خپلواک هېواد د جوړیدو ملاتړ کاوه.‌

دوی د وژلو دغه پلان په داسې حال کې عملي کړ چې د امریکا متحده ایلاتو د مخدره توکو سره د مبارزې ادارې له یوه مخفي ایجنټ یې د وژنې د پلان د عملي کولو په اړه پیغامونه تبادله کول.

د دغې دسیسې د عملې کیدو سره هممهاله، د جون په ۲۲ مه نیټه د امریکا ولسمشر جو بایډن امریکا ته د یو رسمی سفر په ترڅ کې د هندوستان د لومړي وزیر نرندرا مودي هرکلی کوو.

د امریکا د یو لوړپوړي دولتي چارواکي په وینا، له دغې دسیسې تر خبریدو وروسته، د متحده ایالاتو چارواکو، د جولای په وروستیو کې له هنده وغوښتل چې د دې موضوع په اړه څیړنې وکړي.

‌ بایډن د سي ای اې مشر نوي ډیلي ته واستاوه او په سپتمبر کې په یوه سرمشریزه کې یې له مودي سره دا مسله راپورته کړه او هغه ته یې وویل چې دغه ډول پیښې به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي زیانمن کړي.

روانه میاشت ډیلې ته د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د سفرونو او لوړې کچې مجلسونو په لړ کې، هندي چارواکو د دغې قضیې په اړه د پراخې همکارۍ ژمنه کړې ده.

کله چې روانه اونۍ د دغې قضیې جزییات خپاره شول، امریکا د دغو جزییاتو په غبروګون کې یوه نرمه او محاسبه شوې اعلامیه خپره کړه.

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي د وژنې دغه دسیسه یوه "جدي موضوع" وبلله او ویې ویل چې واشنګټن تمه لري چې هند باید دا ډول کړنې ونه کړي ځکه چې د بایډن اداره له هند سره د همکارۍ د پراخولو لویه اجنډا تعقیبوي.

د بهرنۍ سیاست کارپوهان وايي چې د متحده ایالاتو غبرګون ښیې چې دوی نه غواړي دا مسله د دواړو هیوادونو پراخو اړیکو ته زیان رسوي.

بایډن له هند سره د اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکړی تر څو په اسیا کې د چین پراخیدونکي نفوذ سره مقابله وکړي او هند له روسیې یې لرې کړي تر څو په دې ډول روسیه په اوکراین د یرغل له امله منزوي کړي.‌

'دوی یو بل ته اړتیا لري'

تر دې دمه، د نیویارک د وژنې قضیې پرمختګ، په کاناډا کې سږکال د رامنځ ته شوې یوې ورته قضیې سره خورا توپیر لري.

کاناډایې چارواکو په سپتمبر میاشت کې ویلي و چې په وینکوور ښار کې د یو سک بېلتون غوښتونکي مشر هردیپ سینګ نیجار په وژلو کې د هندي ایجنټانو د لاس لرلو په تړاو "معتبر" دلایل شته دی.‌

هند په ډیرې غوسې د کاناډا دا ادعا رد کړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ ډيپلوماټیکې اړیکې خرابې شوې. ان دا چې دواړو هیوادونو خپل ډيپلوماټان بیرته خپلو هیوادونو ته راوغوښتل او هند خبرداری ورکړ چې دغه چاره به د دواړو هیوادونو ترمنځ روانې سوداګریزې خبرې اترې ګډوډې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا تورونو ته د هند ځواب خورا نرم و.‌ هندي چارواکو ویلي‌ چې د دغې قضیې په اړه به په جدي توګه څیړنې کوي.‌

په نوي ډیلي کې د جواهر لال نهرو په پوهنتون کې د هند د بهرنۍ پالیسۍ کارپوه هیپیمون جیکب په وینا هند له کاناډا سره ستراتیژیکه ملګرتیا نه لري، خو له امریکا سره یې لري.

نومړي وویل:‌ "متحده ایالات او هند دواړه په دې پوهیږي چې دوی یو بل ته اړتیا لري، شاید امریکا هند ته یو څه ډیره اړتیا ولري."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پښتونخوا کې د ایډز د وړیا تشخیص او علاج ۱۳ مرکزونه شته

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د پښتونخوا د روغتیا سرپرست سلاکار د اېډز نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، په دغه صوبه کې پر اېډز د اخته ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره ۱۳ مرکزونه شته. د ریاض انور په خبره، پخوا دا مرکزونه شپږ و، خو سږ کال نور هم زیات او شمېر یې پنځلسو ته ورسول شو.

د هغه په خبره، نوي مرکزونه په سوات، سوابۍ، مردان، ایبټ اباد، پاړه چینار، میرانشاه او باجوړ کې جوړ شوي دي.
که څه هم نوموړي په خپلو خبرو کې په پښتونخوا کې د اېډز نیولیو شمېر ته اشاره ونه کړه، خو د دې مرکزونو زیاتېدو ته په کتو ښکاري چې دا ناروغي نوره هم ډېره شوې ده.

د روان میلادي‌کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو کې د پښتونخوا روغتیا وزارت وویل، چې په دغه صوبه کې ۱۳ زرهډېر کسان اخته دي.

په دوی کې د پنځه زرو ۸۸۳ کسان د درملنې لپاره راجسټر شوي دی.

په صوبه کې پر اېډز د اخته کسانو ډېر شمېر پېښور کې دی چې ۸۶۸ ته رسېږي او ور پسې بنو کې ۷۱۰ کسان پرې اخته دي

حماس: اسراییل د نورو بندیانو د ازادولو او د جسدونو ترلاسولو وړاندیز رد کړ

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۸ GMT+۰

حماس وايي، اسراییل د نورو یرغمل کسانو د ازادولو او په هوايي بریدونو کې د وژل شوې اسراییلي کورنۍ د جسدونو د ایستلو وړاندیز رد کړی دی. الجزیرې د حماس له خولې ویلي: "موږ وړاندیز وکړ چې مړي وسپارو او پلار یې ازاد کړو چې د دوی په تدفین کې برخه واخلي."

د الجزیرې د راپور له مخې حماس د دوو اسراییلي بندیانو د سپارلو وړاندیز کړی، خو اسراییل دا ټول وړاندیزونه رد کړي دي.

حماس وویل چې د دوی وړاندیزونه ځکه رد شوي چې د اسراییل پوځ لا پخوا پریکړه کړې وه چې د غزې په تړانګه کې خپل "جنایي تجاوز" بیا پیل کړي.

د بيباس کورنۍ کې چې حماس يرغمل ګړې، په دې وروستیو اونیو کې خبرسازه شوه. په دې یرغمل کورنۍ کې د "کافیر" په نوم لس مياشتنى ماشوم، د "اريل" په نوم څلور کلن ماشوم، مور "شيري" او پلار "یاردن" شامل دي. ".

دغه کورنۍ د اکټوبر په اوومه د حماس په برید کې د اسراییل په جنوب کې په کیبوتص کې له خپل کور څخه وتښتول شوه. کافیر په هغو ۲۴۰ کسانو کې تر ټولو ځوان یرغمل دی چې د دغې وسله والې ډلې له خوا تښتول شوي دي.

څو ورځې وړاندې د اوربند د موافقې د عملي کېدو په منځ کې حماس ویلي وو چې کافیر، د هغه څلور کلن ورور او مور یې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

د جمعې په سهار د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې حماس له اوربند څخه په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل چې دې ډلې د نورو یرغملو له ازادولو ډډه وکړه او د جمعې په سهار د اوربند د رسمي پای ته رسیدو دمخه یې خپل بریدونه بیا پیل کړل.

د طالبانو خپل منځي اختلافات او طالبي حل لارې

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۹ GMT+۰

لیکواله: شانتي ماریت دسوزا سخت دریځو په طالبانو کې دننه خپل دریځ پیاوړی کړی دی او په نېږدې کې د دې ډلې د راپرځېدو امکان ناشونې ښکاري. له بهره داسې ښکاري، چې د دغې پخوانۍ اورپکې ډلې بېلابېل اړخونو د اختلاف پر ځای یووالی انتخاب کړی.

  • دطالبانو دغه اتحاد ظاهراً د یو ډېر قوي مدیریت ثمره ده.
  • د حکومتولۍ په برخه کې په دوامداره ناکامه او وروسته پاتې ارزښتونو ته نه تسلیمېدونکې لیوالتیا سره- سره په افغانستان کې د طالبانو واکمني پیاوړې ښکاري.
  • لومړنۍ هیلې چې ګواکې په دویمه واکمنۍ کې طالبان بدل شوي، غلطې څرګنده شوې. حتا دا وړاندوینه چې د منځلارو او سخت دریځو طالبانو ترمنځ سیالي کیدی شي دغه ډله ضعیفه او دې ته اړ کړي‌ چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي،‌ هم په رښتیا بدله نه شوه.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یوازې درې ځلې په عامه مظهر کې راڅرګند شوی دی.

په منزوي توګه د نوموړي شتون او د هغه د روغتیا په اړه شکونو سره بیا هم هغه کندهار د خپل رژیم د قدرت پر مرکز بدل کړي، چې د رژيم د وفادارو کسانو په ګډون د ۴۰ زره کسانو جوړ شوي قوي پوځي ځواک له خوا یې محافظت کيږي.

د دغه ځواک په جوړېدو ۶۰ میلیارده افغانۍ لګول شوي دي.

اخوندزاده د اکټوبر په میاشت کې عبدالاحد طالب چې د هلمند پخوانۍ والي او د طالبانو د ځانمرګي بریدګرو پخوانی قوماندان و، د خپلو ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه وټاکه.

هغه لوی واک چې اخوندزاده ترې برخمن دی، د منځلارو او سخت دریځو طالبانو ترمنځ د واک متناسب انډول ښیي چې منځلاري طالبانو د څنډې ته کولو سبب شوی.

د بېلګې په توګه؛ د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې اخوندزاده د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د کندهار د علماو د ولایتي شورا رییس مولوي حبیب الله اغا وټاکه.

منیر سره له دې چې د سخت دریځو طالبانو استازیتوب کاوه او د لوړو زده کړو اهمیت یې ردولو؛ خو د نجونو لپاره د ښوونځي د پرانستلو لپاره د هغه ښکاره ملاتړ د لوړ پوړي مشرتابه د افکارو سره په ټکر کې و.

له بلې خوا په خټه کندهاری اغا رسمي زده کړې نه لري؛ خو د طالبانو په لومړي دور کې یې له ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وه.

اغا د خپل کار سره سم وویل چې “د اسلامي امارت په چارواکو ښکاره نیوکه حرامه ده”.

نړۍوالو رسنیو په پرله پسې ډول د طالبانو په تحریک کې اختلافاتو ته اشاره کړې، چې دغه چاره تر اوسه د طالبانو د متحد پاتې کېدو لامل شوې.‌

سره له دې هم داسې ټول دلایل موجود دي، چې دا ومنل شي چې سخت دریځه طالبان خپل مسیر تعقیبوي او منځ لاري طالبان د لا ډېر منزوي کېدو له وېرې تسلیم شوي‌ دي.

د طالبانو د مشرتابه تګلاره دا ده، چې هغه کسان ونازوي چې له سخت دریځ ملاتړ کوي.

ملا عبدالغني برادر چې په اقتصادي چارو کې د طالبانو د لومړي وزير مرستيال دی؛ يو مهال د منځلاري طالب په توګه ستايل کېده.

خو هغه اخوندزاده ته د وفادارۍ له امله خپل موقف کې پاتې شوی دی. بل بانفوذه طالب مشر په خټه کندهاری د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي دی.

متقي د خپل موقف سربیره د مولوي عبدالکبیر تر ناروغېدو وروسته د هغه پرځای د لومړي وزیر مرستیال په توګه وټاکل شو.

خو د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې مولوي عبدالکبیر د ملا حسن اخوند پر ځای د طالبانو د سرپرست صدراعظم په توګه وټاکل شو.

د حقاني شبکه چې د کورنیو چارو وزارت په ګډون مهم وزارتونه په واک کې لري؛ لا هم ځواکمنه ده او کله ناکله د ملا هبت الله له پالیسیو سره مخالفت څرګندوي.

د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو پر مشر اخوندزاده “د واک انحصار” نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې “وضعیت نور د زغملو وړ نه دی”.

 د طالبانو رهبري د نوموړي د وفادارۍ لاسته راوړلو په موخه هغه ته د کورنیو مخاالفینو د سرکوب لپاره پراخه عملیاتي خپلواکي ورکړه.‌

دا په دې معنا چې هغه او د هغه د امر لاندې د متوسطې کچې طالبان دا خپلواکي لري، چې د پرځېدلي جمهوریت پخواني کارکونکي او خپل مخالفین ونیسي، بندي یې کړي او یا یې هم په زوره تری تم کړي.‌

حقانيانو ته د پنجشیر د ځپلو امتیاز هم ورکول کیږي. پنجشیر د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وروسته د طالبانو ضد مقاومت مرکز و.

د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې پنجشېر ته د خپل لومړني سفر پر مهال سراج الدین حقاني د پنجشیر د خلکو او د طالبانو د سرپرست حکومت ترمنځ د اعتماد پر جوړولو ټینګار وکړه او "د شرعیت په چوکاټ کې هغوی ته د حق ورکولو” ډاډ وکړه.‌

د کندهاري طالبانو برلاسي ظاهراً د طالبانو د یووالي او د پالیسیو په برخه کې له اختلاف څخه د لرې پاتې کېدو سبب شوي،‌ چې په دې کې له لوړو زده کړو د نجونو منع کول او په نړۍوالو ادارو کې هغوی ته د کار اجازه نه ورکول هم شامل دي.‌

په دې اړه د اخوندزاده له خوا د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې صادر شوي سخت دریځه فرمانونو سره یوازې په چپه خوله مخالفت وشو.

طالبانو په ښکاره ويلي، چې د دغو پرېکړو بدلون د دوی لومړیتوب نه دی.‌

له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې هم طالبان متحد پاتې شوي دي. سره له دې چې ځینې طالب مشران په ښکاره توګه د پاکستان پلوي دي، دغې ډلې د پاکستان په وړاندې په ځینو مسایلو کې قوي دريځ درلودلی، چې په هغې کې په پاکستان کې د افغان کډوالو او د ډېورند کرښې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې موضوعات شامل دي.

د طالبانو وزیرانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک غړو ته د پناه ورکولو په اړه د اسلام اباد تورونه په کلکه رد کړي دي.

په همدې ډول د نړۍوالې ټولنې او همدارنګه د سیمې د هېوادونو له خوا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کولو غوښتنې د طالبانو له خوا په بشپړه توګه له پامه غورځېدلي دي.

د راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې په کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر متقي دغه غوښتنه رد کړه.

پرته له دې چې په مستقیمه توګه د ایران نوم واخلي متقي په ایران کې د بشري حقونو پر وضعیت ریشخند وهلی و.

تر هغه وړاندې ایران هم په افغانستان کې د ټول شموله حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی و.‌ هغه ویلي وو: "ستاسو په هېواد کې زرګونه کسان تری تم شوي دي؛ خو بيا هم څوک جرئت نه کوي چې پوښتنه يې وکړي".

هغه دغه راز د ایران نوم وانه خیست؛ خو پوښتنه یې وکړه چې "ایا تاسو ټولشموله حکومت لرئ؟"

په نېږدې وخت کې د طالبانو د رژيم رانسکوریدل ناشونی ښکاري. په داسې حال کې چې په دغه ډله کې دننه سخت دریځو خپل موقف قوي کړي دی، طالبان ممکن په منځنۍ او اوږدې مودې کې د دوی د ناسمې حکومتولۍ، د اقتصادي فرصتونو نشتوالي، د ښځو او مخالفو ډلو پر وړاندې د تاوتریخجن چلند او د افغانانو د بد وضعیت له امله په پښتون مېشتو سیمو کې هم کې ورو - ورو د زیاتیدونکې ناخوښۍ سره مخ شي.

یادونه:‌ دغه تحلیلي لیکنه له "ده ډیپلوماټ" مجلې څخه ژباړل شوې ده.

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۸م کنفرانس په دوبۍ کې پیل شو

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۸م کنفرانس نن پنجشنبه (لیندۍ په ۹مه) په دوبۍ کې پیل شو. د صنعت او پرمختللې ټېکنالوژۍ وزیر سلطان بن احمد الجابر او د ابوظبۍ د نفتو ملي شرکت مشر د هېوادونو او فوسیل تیلو شرکتونو څخه وغوښتل چې د دې غونډې اهدافو ته د رسېدو لپاره همکاري وکړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې حکومتونه د ډبرو سکرو، تیلو او ګازو چې په نړۍ کې د کاربن ډای اوکسایډ تر ټولو لوی اخراجونکي دي او د ګلخانه یې ګازو د اخراج د اصلي سرچینې په توګه د جدي خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي، چې استعمال یې باید په تدریجي توګه بند شي.

خبر زیاتوي؛ الجابر د دغه کنفرانس د مشر په توګه د ټاکل کېدو سره له څو میاشتنیو نیوکو وروسته هڅه وکړه، چې په دغه کنفرانس کې سولیزه لهجه وکاروي.
نوموړي په خپلو پرانیستونکو خبرو کې وویل، چې په دې غونډه کې د بحث په متن کې اختلاف شته؛ خو له ګډونوالو يې وغوښتل، چې يوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دې په ګډه کار وکړي.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي کنفرانس مشر وویل: «اړینه ده چې هېڅ یوه مساله دې د میز له سره لېرې نه شي او هو! لکه څنګه چې ما وویل؛ موږ باید د هغو لارو په لټه کې واوسو او د فوسیلي سون توکو رول ته په کتو باید ډاډ ترلاسه کړو».
هغه د خپل هېواد د پریکړې ملاتړ وکړ، چې د فوسیل د تیلو شرکتونو سره "په فعاله توګه تعامل" لري او ویې ویل، چې د تیلو ډېری ملي شرکتونو د ۲۰۵۰ میلادي کال لپاره «د صفر کاربن» پالیسي اهداف غوره کړي دي.

الجابر ادامه ورکړه: «مګر دا کافي نه دي او زه پوهیږم چې دوی ډېر څه کولی شي».
رویټرز لیکي، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي کنفرانس له پیل سره د هېوادونو استازو هیله لرله چې د اقلیم د بدلون په اړه د ناورین د وجهي صندوق د تمویل په اړه ژر یوې موافقې ته ورسیږي.
د کنفرانس ریاست د چهارشنبې په ماښام هېوادونو ته یو وړاندیز وړاندې کړی، چې د ملګرو ملتونو نوی صندوق چې په بې وزلو هېوادونو کې د اقلیمي ناورین لکه سختو سیلابونه یا دوامداره وچکالۍ د مرستې لپاره جوړ شوی په رسمي توګه تصویب کړي.
رویټرز لیکلي، چې اقلیمي بدلون پورې اړوند د ناورین صندوق مالي تمویل کولو کې لومړنی پرمختګ چې بې وزله هېوادونه یې له کلونو راهیسې غوښتنه کوي؛ کولی شي د دوه اونیو کنفرانس په جریان کې د نورو جوړجاړیو په برخه کې مرسته وکړي.
یو شمېر ډېپلوماتانو هیله څرګنده کړه، چې د دغه صندوق د جوړېدو په اړه د موافقې مسوده به ژر تصویب شي.
دا تړون له بډایه او پرمختللو هېوادونو سره د څو میاشتو سختو خبرو اترو په جریان کې رامنځته شوی.
اروپایی ډېپلوماتانو رویټرز ته وویل، چې د دغه مالي صندوق رامنځته کول به بډایه هېوادونو ته اجازه ورکړي، چې مرستې پیل کړي او تمه کیږي چې د جرمني ، ډنمارک او هالنډ په ګډون هېوادونه به په راتلونکو څو ورځو کې خپلې مرستې اعلان کړي.
اروپايي اتحادیې د "پام وړ مرستو" ژمنه کړې؛ خو له هغو هېوادونو چې په وروستیو لسیزو کې یې اقتصاد وده کړې، لکه چین او متحده عربي امارات څخه یې د مشارکت غوښتنه کړې.
د اروپایی اتحادیې د اقلیمي مسایلو کمېشنر ووپکه هوکسټرا وویل: «هرڅوک چې د مرستې توان لري، ودې کړي ځکه چې دا د دې کال واقعیت منعکس کوي».
عدنان امین چې د دې کال د کنفرانس تنظیم کوونکی دی، په روانه میاشت کې رویټرز ته وویل، چې هغه هیله لري چې متحده ایالات به د کنفرانس په جریان کې د اقلیم د ناورین وجهي صندوق ته څو سوه میلیون ډالر ځانګړي کړي او متحده عربي امارات دې هم په دې برخه کې مرسته وکړي.
د سږ کال د کنفرانس بله موخه د نړۍ د اقلیم اهدافو ته د رسېدو په برخه کې د هېوادونو د پرمختګ ارزونه ده، کوم چې په عمده توګه د پاریس د موافقې پر بنسټ د نړۍ تودوخه د ۲ درجو سانتي ګراد څخه کموي.

اصف زرداري: بلاول بوټو زرداري به د پاکستان تر ټولو ځوان لومړی وزیر وي

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۴ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر اصف علي زرداری وايي، د نوموړي زوی او پخوانی د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري به د دغه هېواد تر ټولو ځوان لومړی وزیر وي. اصف علي زرداري نن د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د پاکستان پیپلز ګوند د ۵۶ کلیزې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې دا خبره وکړه.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ هغه د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې د پاکستان او بلوچستان د پرمختګ په هکله ویل چې بلاول بوټو به د ځوانانو او راتلونکي مشر وي او ملاتړ یې پکار دی.

د اصف علي زرداري په خبره؛ بلاول او اصفه به د پیپلز ګوند له مینوالو سره له پاکستان څخه ستر هېواد جوړ کړي.

د هغه په خبره؛ خلک اوس هم بلاول په دې پېژني چې هغه به د پاکستان تر ټولو کم عمره لومړی وزیر جوړ شي.

د پاکستان راتلونکې ټولټاکنې د راتلونکې فیبرورۍ پر اتمه نېټه کېږي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند چې مشران یې له مختلفو دوسیو سره مخ دي، د دې سیالۍ ډګر یې تر ډېره پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوندونو ته پرېښودلی دی.