• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله د ټیسټ لوبلړۍ لپاره اسټرالیا ته ورسیده

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۶ GMT+۰

د پاکستان کرېکټ لوبډله د جمعې په ورځ «د ډسمبر په لومړۍ» د شان مسعود په مشرۍ د اسټرالیا سیډني ته ورسیده. د پاکستان کرېکټ ټیم به په کینبرا کې د دسمبر له ۱۴ د جنورۍ تر څلورم مې له کوربه لوبډلې سره درې ټسټ لوبې وکړي.

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ به شل اوریزې لوبې د ډسمبر په ۱۴مه پیل شي او ورپسې دویمه لوبه به د ډسمبر په ۲۶مه نېټه په میلبورن ښار کې ترسره شي.

د دغه سفر وروستۍ لوبه به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۳مه نېټه په سیډني کې وشي.

پاکستانۍ لوبډله کې د لوبغاړو، چارواکو او روزونکو په ګډون ۳۱ غړي شامل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پښتونخوا کې د ایډز د وړیا تشخیص او علاج ۱۳ مرکزونه شته

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د پښتونخوا د روغتیا سرپرست سلاکار د اېډز نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، په دغه صوبه کې پر اېډز د اخته ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره ۱۳ مرکزونه شته. د ریاض انور په خبره، پخوا دا مرکزونه شپږ و، خو سږ کال نور هم زیات او شمېر یې پنځلسو ته ورسول شو.

د هغه په خبره، نوي مرکزونه په سوات، سوابۍ، مردان، ایبټ اباد، پاړه چینار، میرانشاه او باجوړ کې جوړ شوي دي.
که څه هم نوموړي په خپلو خبرو کې په پښتونخوا کې د اېډز نیولیو شمېر ته اشاره ونه کړه، خو د دې مرکزونو زیاتېدو ته په کتو ښکاري چې دا ناروغي نوره هم ډېره شوې ده.

د روان میلادي‌کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو کې د پښتونخوا روغتیا وزارت وویل، چې په دغه صوبه کې ۱۳ زرهډېر کسان اخته دي.

په دوی کې د پنځه زرو ۸۸۳ کسان د درملنې لپاره راجسټر شوي دی.

په صوبه کې پر اېډز د اخته کسانو ډېر شمېر پېښور کې دی چې ۸۶۸ ته رسېږي او ور پسې بنو کې ۷۱۰ کسان پرې اخته دي

د پاکستان تکراري غوښتنه: طالبان دې سملاسي د وسلوالو ډلو پرضد ګامونه پورته کړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۳ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې په افغانستان د وسلوالو پرضد سملاسي ګامونه پورته کړي. ممتاز زهرا بلوڅ وايي، په افغانستان کې «ترهګرې ډلې پټنځي لري» او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي، خو طالبانو تل د اسلام اباد دا تورونه رد کړي دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن جمعه ورځ د ( لیندنۍ ۱۰ مه) په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل پاکستان له افغانستان سره پرامنه او دوستانه اړیکې غواړي.

طالبانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دې تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې پاکستان په بنو کې له چاودنې وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړ او د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې د مشر حافظ ګل بهادر د سپارلو غوښتنه یې وکړه.

پاکستان ادعا کوي چې په وروستیو ځانمرکو بریدونو کې افغان طالبان هم برخه لري.

طالبانو د پاکستان دا ادعاوې تل رد کړې دي او ټينکار یې کړی چې دوی د پاکستان د امنیت مسوول نه دي.

طالبانو له پاکستانه دا هم غوښتي چې د نیوکو پرځای د خپلې خاورې امنیت وساتي.

د پي ټي ام غړو په جینوا کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ځورولو پر ضد لاریون وکړ

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالینو د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په نهمه) په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر مخې ته د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ځورولو پر ضد لاریون وکړ.

د پي ټي ایم غورځنګ فعالانو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو لېږل او زور زیاتی غندلی.

لاریون کوونکو ویلي، چې پاکستاني چارواکو د افغانانو یو شمېر شخصي او سوداګریز جایدادونه هم ړنګ کړي دي، چې اکثرو یې د نوم لیکنې کارتونه درلودل او په قانوني توګه استوګن وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلې فیسبوک پانې لیکلي چې د جمعې په ورځ (د لیندۍ په لسمه) د جمعې له لمانځه څخه وروسته په ټانک پرېس کلب، قلعه سیف الله، بنو، لورلايي او کویټه کې د چمن پرلت او له افغانانو سره د روان زور زیاتي او د دوی بندي ملګرو په ملاټړ به لاریون وکړي.

د چمن پرلت نن ۴۱مه ورځ ده.

اصف زرداري: بلاول بوټو زرداري به د پاکستان تر ټولو ځوان لومړی وزیر وي

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۴ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر اصف علي زرداری وايي، د نوموړي زوی او پخوانی د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري به د دغه هېواد تر ټولو ځوان لومړی وزیر وي. اصف علي زرداري نن د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د پاکستان پیپلز ګوند د ۵۶ کلیزې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې دا خبره وکړه.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ هغه د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې د پاکستان او بلوچستان د پرمختګ په هکله ویل چې بلاول بوټو به د ځوانانو او راتلونکي مشر وي او ملاتړ یې پکار دی.

د اصف علي زرداري په خبره؛ بلاول او اصفه به د پیپلز ګوند له مینوالو سره له پاکستان څخه ستر هېواد جوړ کړي.

د هغه په خبره؛ خلک اوس هم بلاول په دې پېژني چې هغه به د پاکستان تر ټولو کم عمره لومړی وزیر جوړ شي.

د پاکستان راتلونکې ټولټاکنې د راتلونکې فیبرورۍ پر اتمه نېټه کېږي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند چې مشران یې له مختلفو دوسیو سره مخ دي، د دې سیالۍ ډګر یې تر ډېره پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوندونو ته پرېښودلی دی.

سرفراز بګټي: د ورکو کسانو د موندلو پوره کوشش کوو

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وایي، د دغه هېواد حکومت د ورکو کسانو د مسلې د حل کولو پوره کوشش کوي. د نوموړي تر دې خبرو مخکې د پاکستان سترې محکمې مرکزي حکومت ته خبرداری ور کړ، چې که ورک بلوڅان پیدا نه کړي، مشران به یې محکمې ته کش کړي.

خو سرفراز بګټي د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې د ورکو کسانو کمېسیون د ۲۵ کسانو د موندلو په هکله خپل راپور محکمې ته وړاندې کوي.

د پاکستان ستره محکمه وايي، که حکومت تر راتلونکې جنورۍ پورې ټول ورک بلوڅان و نه موندل؛ نو لومړي وزیر کورنیو او دفاع وزیرانو پر ضد به شکایتونه درج کړي

د حکومت وکيل پرون سترې محکمې ته ویلي و، چې تر اوسه پورې ۲۲ نا درکه شوي بلوڅان موندل شوي؛ خو ۲۸ نور یې لا تر اوسه معلوم نه دي.

د سترې محکمې قاضي محسن اختر کياني چې د ورکو بلوڅانو د کورنیو عریضې یې کتلې، وويل چې عدالت د دې پروا نه کوي چې د محکمې پایلې به څه وي.

د هغه په خبره، له پلټنو داسې ښکاري چې حکومت په دې برخه کې سم راپور نه دی ورکړی او زیاته ناغېړي یې کړې ده.

هغه وویل، چې حکومت ته په کار دي د نادرکه وګړو په موندلو کې هلې ځلې وکړي او له هغوی پاتې کورنیو سره باید لازمې مرستې وکړي.

د حکومت له اړخه لوی څارنوال منصور اعوان په عدالت کې وویل، چې حکومت د لادرکه کسانو د موندلو لپاره کميسون جوړ کړی او په دې کې پرمختګ هم شوی.

هغه وويل، چې مرکزي حکومت ته بايد نور وخت هم ورکړل شي چې په دې اړه د صوبايي حکومتونو سره سلا مشورې وکړي.

پخوانی لومړی وزیر شهباز شریف هم د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په ورته یوه قضیه کې د اسلام اباد سترې محکمې ته حاضرشوی و.

هغه به محکمه کې د بې درکه شویو کسانو په پیدا کولو کې د هر راز مرستې او همکارۍ ژمنه کړې وه.

لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ تېره مياشت ادعا وکړه، چې د ملګرو ملتونو د یوې فرعي کمېټې د اټکل له مخې په بلوچستان کې شاوخوا ۵۰ کسان په زوره تري تم شوي دي؛ خو هغه ویلي و چې تر ډېره یو شمېر خلک او بنسټونه په دې برخه کې پروباګنډ هم کوي.