په یوګانډا کې یوې ۷۰ کلنې میرمنې دوه غبرګوني ماشومان وزیږول

په یوګانډا کې یوې ۷۰ کلنې میرمنې سفینه ناموکایا د مصنوعي القاح له لارې غبرګوني «هلک او نجلۍ» زیږولي دي. دغې یوګانډایې میرمنې اوس د «افریقا تر ټولو زړې مور» لقب اخیستی دی.

په یوګانډا کې یوې ۷۰ کلنې میرمنې سفینه ناموکایا د مصنوعي القاح له لارې غبرګوني «هلک او نجلۍ» زیږولي دي. دغې یوګانډایې میرمنې اوس د «افریقا تر ټولو زړې مور» لقب اخیستی دی.
د ډاکټرانو په وینا، د مور او ماشومانو روغتیایي حالت ښه دی.
دغې ښځې په ۲۰۲۰میلادي کال کې هم د مصنوعي القاح (IVF) له لارې یوه نجلې زیږولې وه.
د IVF په پروسه کې د یوې ښځې له ځیلان یا تخمدان څخه د هګۍ اخیستل کیږي او بیا په لابراتوار کې له سپرم سره القاح کیږي.
القاح شوې هګۍ بیا د ودې لپاره د ښځې رحم کې کېښودل کیږي.


د کاناډا په پخواني پارلمان کې افغان ټبرې مریم منصف د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سلوک کټ، مټ د جنسیتي توپیر په مانا دی. مېرمن منصف په ټینګار سره وویل، چې په افغانستان کې د ښځو په وضعیت کې د بدلون راوستنه د ټولو خلکو دنده او مسوولیت دی.
نوموړې چې پخوا په کاناډا کې د جنسیتي برخې وزیره هم پاتې شوې، طالبان یې «ترهګر» یاد کړل او په افغانستان کې یې په نارینهو غږ وکړ، چې په دغه هېواد کې دې د مېرمنو ملاتړ ته راودانګي.
مېرمن منصف هغه بندیزونه چې د طالبانو لهخوا په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي یو، یو یې وشمېره او زیاته یې کړه:« د طالبانو لهخوا ټول دغه لګول شوي بندیزونه د جنسیتی توپیر ښکاره بېلګې دي.»
هغې وویل، سره له دې چې دا مهال د کاناډا د پارلمان غړې نه ده؛ خو ژمنه یې وکړه چې په کاناډا کې به د افغانانو له فعالیتونو په تېره بیا د ځوان کول له هلو ځلو ملاتړ کوي.
مریم منصف د افغان ځوانانو هڅونه او د هغوی ملاتړ په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره اړین وباله.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته کاناډا ویلي و، چې ۴۰ زره افغان کډوال به مني او د روان کال د اکټوبر په پای کې یې وویل چې خپله ژمنه یې عملي کړې ده.

د بشري حقونو څارډله وايي، چې په افغانستان کې طالبان د ښځو د حقونو فعالانې په خپل سر نیسي، ګواښي یې او شکنجه کوي یې. دا اداره وايي؛ طالبانو د ښځو د حقونو پر څلورو فعالانو زحل پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي او پاریسه ازاده سربېره نورې ډېرې ښځې هم په خپل سر بندي کړې دي.
دغه اداره د پنجشنبې په ورځ خپله اعلامیه کې زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته په رسېدو پسې د ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو اراده سملاسي ښکاره شوه.
خو د طالبانو له دې ارادې سره ښځې هم سملاسي لاس په کار شوي او سړکونو ته په وتلو سره یې دا شعار پیل کړ چې کار، ډوډۍ او ازادۍ.
د انساني حقونو د څارډلې په خبره، طالبانو دغو مظاهرو ته په بند او شکنجه ځواب ور کړ او له هغه راهیسې د ښځو یو بهیر بندیانوي، خاموشوي یې او کورنۍ یې وېروي.
د دې ادارې په خبره؛ طالبانو پر معترضو ښځو سربېره هغه ښوونکې هم نیولې ده، چې د نجونو پر زدکړو له بندیز وروسته یې د کورنو په ځمکتل کې ښوونځي درلودل.
یوې فعالې دې ادارې ته ویلي، چې د دوی غړې د خپل ځان او کورنیو خوندیتوب ته سختې اندېښمنې دي، له سخت فشار سره مخ دي او وېرېږي چې وبه نیول شي.
د بشري حقونو څارډله وايي، چې طالبانو ډېرې ښځې د کورنۍ له غړو او ماشومانو سره نیولې دي، په بد حالت کې یې اچولې او ځینې یې شکنجه کړې دي.
د دې ادارې په خبره؛ که طالبان دا ښځې ازادې کړې، نو د کورنۍ د جایداد اسناد یې ترې غوښتي او ګواښلي یې دي چې که بیا خپل غږ اوچت کړي، نو ملکیت به یې مصادره شي.
د بشري حقونو څارډله وايي، پخوا او اوس د نیول شویو ښځو له حال خبر دي؛ خو نومونه یې اخیستلی نه شي.
که څه هم نړۍ او د انساني حقونو ډلې له طالبانو بیا - بیا غواړي، چې د ښځو په هکله خپل چلن نرم کړي، د زدکړو او کار حق ور کړي؛ خو د بشري حقونو څارډله وایي، د وخت په تېرېدو سره طالبانو د ښځو پرضد نوې ځپونکې پالیسۍ غوره کړې او په وحشت سره یې پلي کوي.
دې ادارې ته ښځو ویلي، چې اول طالبانو دوی د سړک له اعتراض منع کړې؛ خو اوس یې په کور کې هم اعتراض ته نه پرېږدي.

د نوي زیلنډ د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې نن د پاکستان لوبډلې ته په شل اوره سیالي کې په ۲۸ منډو ماته ور کړه. د دواړو لوبډلو دا تمریناني سیالي د کوربه نوي زیلنډ په توپ وهلو سره پیل شوه.
نوي زیلنډ د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې، خو د پاکستان لوبډلې د اتو لوبغاړو په بایللو سره ۱۴۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.
د پاکستان کرېکټ لوبډله تېره جمعه د نومبر پر ۲۴ د نوي زیلنډ پر وړاندې د ۳ شل اوره او ۳یو ورځنیو سیالیو لپاره نوي زیلنډ ته لاړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې شل اوریزې لوبې د ډېسېمبر په ۳مه، ۵مه او ۹مه نېټه په ډونېډن او کوینزټاون کې او یو ورځنۍ لوبې به د ډیسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې په کوینزټاون او کریسټ چرچ کې ترسره شي.

د پوهنې پخواني وزیرې د ښوونځیو د بدیل په توګه له دیني مدرسو او جوماتونو څخه د کار اخیستلو وړاندیز وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د نجونو د زده کړو د دوام لپاره د سیمه ییزو فرصتونو په لټه کې شي.
رنګینه حمیدي په دې اړه خواشني څرګنده کړه، چې امريکا او نور هېوادونه له طالبانو سره همکاري نه کوي.
مېرمن حمیدي ټینګار وکړ، چې افغانستان دښوونځیو د پانګونې لپاره لازمه بودیجه نه لري؛ خو د هغې په وینا په هر دوه کیلومترۍ کې یو جومات شته، چې د زده کړو ځایونه ګڼل کېږي.
هغې وویل: "ننني ښوونځي د دیني مدرسو مترادف دي؛ مګر په تاریخي لحاظ دا د زده کړو مرکزونه دي".
هغې د طالبانو د بنديزونو د لري کولو او حل لارو په پېدا کولو کې پر کورنيو حل لارو ټينګار وکړ او وړانديز يې ورکړ، چې طالبان باید مدرسې او جوماتونو کې ده زده کړو اجازه ورکړي.
د اشرف غني د حکومت د پوهنې دغه وزیره وايي؛ نړۍواله ټولنه کولی شي د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د نظر له اختلاف څخه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره کار واخلي.
د چهار شنبې په ورځ ګارډین ورځپاڼې د هغې خبرې په یوه راپور کې بيا خپرې کړې، چې څه موده وړاندې يې د ترکیې په استانبول کې د نجونو د تعلیم په اړه د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې کړې وې.
د ګارډین د راپور له مخې؛ دغې پخوانۍ حکومتي چارواکې ویلي، چې ډېری طالب چارواکې د نجونو پر زده کړو د بنديز د لري کولو ملاتړي دي او دوی قانع کېدلی شي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانيزي.
هغې وویل:" که نړۍ طالبان په رسمیت وپېژني یا نه، د نېږدې ۴۰ میلیونو افغانانو لپاره چې لږ تر لږه نیمایي یې ښځې او نجونې دي؛ طالبان یو حقیقت دی، چې هره ورځ ورسره ژوند کوي، زما له پاره دا دردونکې ده، چې له دوه کاله وروسته هم نړۍواله ټولنه نه پوهیږي، چې له طالبانو سره څنګه چلند وکړي".
نوموړې په دې اړه خواشیني څرګنده کړې، چې د نړۍ هېوادونه له طالبانو سره له خبرو او کار کولو ډډه کوي.
هغې وویل:"څه موده وړاندې د امریکا حکومت له متحدینو او نړۍوالو ادارو سره یوځای له طالبانو سره په سیاسي خبرو بوخت و؛ نو هېوادونه نن ورځ ولې له طالبانو سره په همکارۍ کې ستونزه لري؟".
په ورته وخت کې ګارډین راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې ځینو ښځینه ګډونوالو له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر هر ډول وړاندیز نیوکي وکړې.
په ترکیه کې د «ښځو د اتحاد» غړې سلما اچونر په دې غونډه کې وویل: "له طالبانو سره کار کول، چې په پرله پسې ډول ښځې له خپلو حقونو څخه محروموي او د مدرسو له لارې د بنسټپالې ایډیالوژۍ عملي کوي، یو ډېر متضاد حالت رامنځته کړی دی".
اغلې اچونر ومنله چې دیني مدرسې ښایي نجونو ته دا فرصت برابر کړي، چې په یوه تعلیمي چاپیریال کې ګډون ته دوام ورکړي؛ خو ویې ویل:" موږ له دیني بنسټونو تمه نه شو کولی چې د ثانوي زده کړو له لاسه ورکړل شوی فرصت دې جبران کړي".
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم دغې ډلې د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو پر کار بندیزونه لګولي، دغه چاره بیا د نړۍوالې ټولنې او د ښځو د حقونو د سازمانونو له ګڼو نیوکو سره مخ شوې ده.
طالبانو بیا دا د دوی داخلي مساله ګڼلې او ویلي یې دي، چې بهرني هېوادونه حق نه لري، چې د دوی په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

په پښتونخوا کې پولیس وايي، د هغې نجلۍ پلار، تره، د تره زوی او یو بل خپلوان یې ونیول، چې څو ورځې مخکې د عزت په نوم ووژل شوه. په کوهستان کې دا ۱۸ نجلۍ د خپلوانو په غوښتنه خپل پلار له هغه وروسته ووژله چې خواله رسنیو کې یې له یوې نجلۍ او دوو هلکانو سره ګډ انځور خپور شو.
یو پولیس مشر مسود خان له رویټرز سره خبرو کې د نجلۍ د پلار ارسلان محسېن او د پاتې دریو کسانو نیول او محکمې ته یې ور پېژندلي منلي دي.
دې خپلوانو د هغه هلک د وژلو غوښتنه هم کړې ده چې له نجلۍ سره یې ګډ تصویر خپور شوی دی، خو پولیس وايي دا هلک او دوه نورې نجونې یې خوندي ځای ته رسولې دي.
په پاکستان کې هر کال په سلګونو ښځې د پت په نوم د خپلو خپلوانو له خوا وژل کېږي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، پر ۲۰۲۲ کال هم په دغه هېواد کې د ورته وژنو ۳۸۴ پېښې راپور شوې دي.
د پاکستان قانون جوړوونکي د دا ډول وژنو عاملانو ته سخته سزا غواړي او د انساني حقونو ډلې د ورته جرمونو په مخنیوي کې د حکومت په پاتې راتلو اندېښنه ښيي.