• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عمران خان ګوند د راتلونکو ټاکنو لپاره سرپرست مشر وټاکه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۳۲ GMT+۰

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند، نن وکیل ګوهر علي خان د راتلونکو ټاکنو لپاره د ګوند سرپرست مشر وټاکه. دا چې عمران خان په بند کې دی او په ټاکنو کې له ګډون منع شوی، نو له نوي سرپرست سره به یې ګوند په ټول ټاکنو کې ولوبېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، پخپله عمران خان وکیل ګوهر علي خان د ګوند د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

وکیل ګوهر علي خان پښتون او د پښتونخوا د بونېر اوسېدونکی دی.

د پاکستان ټاکنو کمېسون له تحریک انصاف ګوند غوښتي و چې د نوي مشر لپاره رایه ور کړي او که غواړي چې د فبرورۍ پر اتمه ټاکنو کې ګډون وکړي، خپل ټاکنیز سمبول بېټ ساتلی شي.

تحریک انصاف ګوند به راتلونکو ټاکنو کې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ نواز ډلې سره سیالي کوی، خو که د عمران خان ګوند ټاکنې وګټي، د لومړي وزیر په توګه د ګوهر علي خان ټاکل کېدل لازمي نه دي.

د عمران خان بل وکیل ظفر علي خان د ګوهر علی خان غوره کېدل د مېلمستیا د خوندیتوب لپاره د ماشوم ګومارلو سره پرتله کوي.

۷۱ کلن عمران خان چې د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې له لومړي وزارت لرې کړل شوی، تراوسه په سیاسي او حقوقي جنجالونو کې ګیر دی.

نوموړی تېر اګسټ کې د دریو کلونو لپاره جېل ته له تلو راهیسې په عامه محضر کې نه دی لیدل شوی.

عمران خان تورن دی چې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال یې د لومړي وزارت پر مهال ترلاسه شوې ډالۍ بې قانونه پلورلې دي.

خان او د ګوند مرستیال یې شاه محمود قریشي د پټو حکومتي رازونو د بربنډولو له امله هم له دوسیې سره مخ دي، خو نوموړی دا ټول تورونه ردوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان امنیتي ځواکونو مردان کې «تر ټولو مهم وسلوال» ونیو

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي، د پښتونخوا په مردان کې یې د تحریک طالبان پاکستان «تر ټولو مهم غړی»نیولی دی. د پاکستان دولتي رادیو د شنبې ورځې د راپور له مخې، «دغه ترهګرو په راتلونکو ورځو کې په پېښور کې د لویو بریدونو پلان درلود.»

ویل کېږي نوموړي د پلټنو پر مهال مهم معلومات امنیتي ځواکونو ته ور کړي او له مخې یې په خیبر ولسوالۍ کې مهمات او داسې باروت موندل شوي چې په ځانمرګو واسکټونو کې کارېږي.

په راپور کې دا نه دي راغلي چې دا کس کله نیول شوی او د نیولو پر مهال له امنیتي ځواکونو سره کوم مقاومت هم شوی که نه.

د پاکستان پوځ د تېر نومبر پر ۱۶ هم د پېښور په بډه بېره کې د تحریک طالبان پاکستان د پنځو وسلوالو د وژلو خبره کړې وه او دې ډلې هم د خپلو غړو وژل کېدل منلي و.

اسراییل د حماس د برید له پلانه یو کال وړاندې خبر و

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د اکټوبر په اوومه پر اسراییل د حماس برید په پراخه کچه د اسراییلي د پوځ د یوې سترې استخباراتي ناکامۍ په توګه یاد شوی دی. خو اوس نوي معلومات ښیې چې اسراییلي چارواکو د "جیریکو وال" په نوم یو ۴۰ مخیز سند ته لاسرسی درلود چې د برید لپاره د حماس پلان یې په ګوته کړی و.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي چې بریښنايي لیکونه، اسناد او د دوی مرکې ښیې چې اسراییل د دغه برید په اړه له بریده یو کال وړاندې معلومات درلودل.

خو د اسرابیل پوځي او استخباراتي چارواکو دا سند رد کړ،‌ ځکه دوې په دې باور و چې د داسې یو پلان عملي کول به د حماس لپاره خورا ستونزمن وي.

دغه سند ټکي په ټکي د حماس خونړی برید انځور کړی و چې د ۱۲۰۰ کسانو د وژل کیدو لامل شو.‌

دغږ اسنادو کې د برید د تاریخ په اړه څه نه و ویل شوي، خو داسې یو برید یې ببللی و چې د غزې په شاوخوا دیوالونو له لارې به حماس د اسراییل ښارونه نیسي او په مهمو پوځي اډو به بریدونه کوي.

حماس د اسراییل لاس ته لویدلی دغه سند په ټول دقت سره تعقیب کړ چې پکې راغلي و چې حماس به اول پراخ راکټي بریدونه کوي او بیا به د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون پر مټ امنیتي کمرې له منځه وړي او تر هغه وروسته به ډېر شمیر جنګیالي پر موټرسایکلو او پياده له اتومات وسلو سره اسراییلو ته ننباسی. دا هر څه د اکټوبر په اوومم نيټه عملي شو.

په دې سند کې د اسراییلي ځواکونو د موقعیت او شمیر، د اړیکو مرکزونو او نورو حساسو مواردو په اړه معلومات شامل و، چې دا پوښتنې راپورته کوي چې حماس څنګه دغه معلومات راټول کړي وو او ایا د اسراییل په امنیتي ځواکونو کې کومه خلا شته؟

دا سند د اسراییل د پوځي او استخباراتي چارواکو تر منځ په پراخه کچه لاس په لاس شوی و، خو حکومتي کارپوهان دې نتیجې ته رسیدلي وو چې داسې یو پراخ برید د حماس له توانه بهر دی.

دا معلومه نه ده چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یا نورو لوړ پوړو سیاسي مشرانو هم دا سند لیدلی که نه.

له برید درې میاشتې مخکې، د اسراییل استخباراتو خبرداری ورکړ چې حماس یو سخت، یو ورځېی تمري کړی چې له هغه څه سره ورته والی لري چې د دې ډلې د حملې په اړه د اسراییل لاس ته ورغلي سند کې یې یادونه شوې.‌ خو اسراییلي پوځیانو دغه اندیښنه جدي ونه بلله.

اسراییلي چارواکي په شخصي توګه دا مني چې که دغه اندیښنې د پوځ له خوا په جدي توګه په پام کې نیول شوی وای او د اسراییل سویل ته، اضافه ځواکونه لیږل شوی وای،‌ تر یوه حده او یا په بشپړه توګه د دغه برید مخنیوی کیدای شوی.‌

پاکستان: له افغان طالبانو چې زموږ کومه تمه وه هغه تر لاسه نه شوه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، پاکستان چې د طالبانو له حکومت کومه تمه درلوده، هغه ترلاسه نه شوه او دا ډېره «مایوسوونکې» ده. ممتاز زهرا بلوڅ زیاتوي، پاکستان له ټي ټي پي سره د جدي معاملې لپاره د طالبانو له حکومته ناهیلی شوی، خو بیا هم هڅه کوي چې طالب چارواکي قانع کړي.

ممتاز زهرا بلوچ د جمعې په ورځ په اسلام اباد خبري غونډه کې زیاته کړه چې له دې سره بیا هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې د «ارتباطي چینلونو» له لارې روانې دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې مېرمن بلوڅ وویل، افغان طالبانو د پاکستان طالبانو تحریک د ګواښ له منځه وړلو لپاره «ځانګړي تضمینونه» ورکړي دي.

د هغې په خبره: «د طالبانو له چارواکو زموږ غوښتنو ته په کتو، موږ ته خاص تضمینونه راکړل شوي دي. موږ اوس لیوال یو چې د ټي ټي پي په وړاندې اغېزناک اقدام په عمل کې وګورو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د طالبانو د تضمینونو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

پاکستان تل طالبان په دې تورن کړي چې د پاکستان تحریک طالبان ته یې پناه ورکړې او له دغې ډلې یې د ټي ټي پي پر وړاندې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د پاکستاني طالبانو له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړ.

پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې پناه اخیستې او هلته روزل کیږي او د پاکستان په خاوره کې ترهګریز فعالیتونه کوي.

په تېرو میاشتو کې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد ځینې بریدونه کړي دي.

له بلې خوا طالب چارواکو ویلي دي چې پاکستان د خپل امنیت په تامین کې پاتې راغلی، «خپلې ستونزې د افغانانو پر اوږو اچوي.»

طالبان او پاکستان سره نږدې اړیکې لري. پاکستان د طالبانو له ملاتړو هېوادونو څخه بلل کیږي، خو په دغه هېواد کې د ناامنیو د زیاتېدو له امله له طالبانو سره د اسلام اباد اړیکې په تېره بیا په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې او د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.

له بلې خوا د افغانستان او پاکستان طالبان هم سره نږدې اړیکې لري. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم پاکستاني طالبانو د پاکستاني پوځ پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د وژنې یوه دسیسه به امریکا او هند سره لرې کړي؟

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۶ GMT+۰

د یو امریکایی وګړي د کرایې قاتل د بې رحمه وژنې دسیسه چې د چارواکو په وینا د هند د حکومت یوه چارواکي پلان کړې وه وه، ښايي د متحده ایالاتو او هند کمزورو اړیکو ته زیان ورسوي.

مګر دغه دواړه هیوادونو د چین مخ پر زیاتیدونکي نفوذ سره د مباررزې لپاره د متحدینو په لټه کې دي. د امریکا له خوا د چهارشنبې په ورځ د قضیې په اړه رپوت ښکاروي، چې دغه هیواد دې ته چمتو دی چې پر دغه قضیه سترګې پټې کړي.

د نیویارک په منهاټن کې د فدرال حکومت څارنوالانو ويلي چې، دغه هندي چارواکی چې نوم یې نه دی خپور شوی او د امنیت او ستخباراتو په برخه کې کار کوي، او یو بل ۵۲ کلن هندي وګړي، نیکیل ګوپتا، سږکال په دوبي کې د نیویارک د اوسیدونکي د وژلو دسیسه جوړه کړه. وژل شوي امریکايي د هند په شمال کې د سکانو لپاره د خپلواک هېواد د جوړیدو ملاتړ کاوه.‌

دوی د وژلو دغه پلان په داسې حال کې عملي کړ چې د امریکا متحده ایلاتو د مخدره توکو سره د مبارزې ادارې له یوه مخفي ایجنټ یې د وژنې د پلان د عملي کولو په اړه پیغامونه تبادله کول.

د دغې دسیسې د عملې کیدو سره هممهاله، د جون په ۲۲ مه نیټه د امریکا ولسمشر جو بایډن امریکا ته د یو رسمی سفر په ترڅ کې د هندوستان د لومړي وزیر نرندرا مودي هرکلی کوو.

د امریکا د یو لوړپوړي دولتي چارواکي په وینا، له دغې دسیسې تر خبریدو وروسته، د متحده ایالاتو چارواکو، د جولای په وروستیو کې له هنده وغوښتل چې د دې موضوع په اړه څیړنې وکړي.

‌ بایډن د سي ای اې مشر نوي ډیلي ته واستاوه او په سپتمبر کې په یوه سرمشریزه کې یې له مودي سره دا مسله راپورته کړه او هغه ته یې وویل چې دغه ډول پیښې به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي زیانمن کړي.

روانه میاشت ډیلې ته د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د سفرونو او لوړې کچې مجلسونو په لړ کې، هندي چارواکو د دغې قضیې په اړه د پراخې همکارۍ ژمنه کړې ده.

کله چې روانه اونۍ د دغې قضیې جزییات خپاره شول، امریکا د دغو جزییاتو په غبروګون کې یوه نرمه او محاسبه شوې اعلامیه خپره کړه.

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي د وژنې دغه دسیسه یوه "جدي موضوع" وبلله او ویې ویل چې واشنګټن تمه لري چې هند باید دا ډول کړنې ونه کړي ځکه چې د بایډن اداره له هند سره د همکارۍ د پراخولو لویه اجنډا تعقیبوي.

د بهرنۍ سیاست کارپوهان وايي چې د متحده ایالاتو غبرګون ښیې چې دوی نه غواړي دا مسله د دواړو هیوادونو پراخو اړیکو ته زیان رسوي.

بایډن له هند سره د اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکړی تر څو په اسیا کې د چین پراخیدونکي نفوذ سره مقابله وکړي او هند له روسیې یې لرې کړي تر څو په دې ډول روسیه په اوکراین د یرغل له امله منزوي کړي.‌

'دوی یو بل ته اړتیا لري'

تر دې دمه، د نیویارک د وژنې قضیې پرمختګ، په کاناډا کې سږکال د رامنځ ته شوې یوې ورته قضیې سره خورا توپیر لري.

کاناډایې چارواکو په سپتمبر میاشت کې ویلي و چې په وینکوور ښار کې د یو سک بېلتون غوښتونکي مشر هردیپ سینګ نیجار په وژلو کې د هندي ایجنټانو د لاس لرلو په تړاو "معتبر" دلایل شته دی.‌

هند په ډیرې غوسې د کاناډا دا ادعا رد کړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ ډيپلوماټیکې اړیکې خرابې شوې. ان دا چې دواړو هیوادونو خپل ډيپلوماټان بیرته خپلو هیوادونو ته راوغوښتل او هند خبرداری ورکړ چې دغه چاره به د دواړو هیوادونو ترمنځ روانې سوداګریزې خبرې اترې ګډوډې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا تورونو ته د هند ځواب خورا نرم و.‌ هندي چارواکو ویلي‌ چې د دغې قضیې په اړه به په جدي توګه څیړنې کوي.‌

په نوي ډیلي کې د جواهر لال نهرو په پوهنتون کې د هند د بهرنۍ پالیسۍ کارپوه هیپیمون جیکب په وینا هند له کاناډا سره ستراتیژیکه ملګرتیا نه لري، خو له امریکا سره یې لري.

نومړي وویل:‌ "متحده ایالات او هند دواړه په دې پوهیږي چې دوی یو بل ته اړتیا لري، شاید امریکا هند ته یو څه ډیره اړتیا ولري."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي،له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۱ GMT+۰

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستانه د راستنېدونکو یو میلیون افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۶.۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان مهاجرین تر ټولو بد وخت کې اېستل کېږي او دوی نه پوهیږي چې څنګه له سخت ژمي ځان وژغوري.

دغه سازمان وايي چې په نومبر میاشت کې یې د نږدې ۲ سوه اتیا زره راستنیدونکو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسنادهکډوالو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان سره، له ۳۷۰ زروډېر افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کورونو او ملکیتونو پرېښودو ته اړ شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې له شپږ میلیونو څخه زیات کسان بې ځایه شوي، له پاکستانه راستانه شوي کډوال له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.

له بلې خوا ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان ځينې برخې لا هم د هغې زلزلې له خطر سره مخ دي چې په تلې مياشت کې يې د هرات ولايت ډېر کلي له خاورو سره خاورې کړل.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې په افغانستان کې چې د پرله پسې ناورینونو شاهده ده، د خپلو حیاتي مرستو د دوام لپاره بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.