
د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر په هرات کې پروني برید ته په اشاره وايي، «په افغانستان کې هزاره ګان او شیعه یان په سیستماتیک ډول وژل کېږي.» کریم خلیلي په خپل بیان کې زیاتوي «طالبان د هزاروو د وژنې په پټولو سره هڅه کوي چې د امنیت ټینګولو پوچه ادعا یې له پوښتنې سره مخ نه شي.»
د افغان ولسمشر پخواني مرستیال د هزاروو او شیعیانو د وژنې له غندلو سره پر طالبانو غږ کړی «د وحشیانه او هدفي وژنو ننداره او بې غوري مه کوئ.»
د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالی شورا د مشرتابه غړی محمد محقق په هرات کې د شپږو هزاره وګړو وژنې ته په اشاره د امنیت د ښه والي په هکله د ملګرو ملتونو د استازي پر راپور نیوکه کوي.
محمد محقق وايي، «داسې ښکاري چې د هزاروو او شیعه یانو سیستماتیکه وژنه د عمومي امنیت خنډ نه بلل کېږی.»
د محقق اشاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي فریدون سینیور اوغلي راپور دی چې تېره میاشت امنیت شورا ته وړاندې شو.
وسلوالو کسانو پرون د هرات په جبریل سیمه کې د دوو روحانیانو په ګډون شپږ هزاره ووژل او درې یې ټپیان کړل.
دا کسان د یوه روحاني د څلوېښتۍ مراسمو کې له ګډون وروسته هرات ښار ته ستنېدل چې برید پرې وشو.

طالبانو په خوست کې د قومي مشر او د ولسي جرګې د پخواني غړي پاچا خان ځدراڼ کلا ونړوله چې د پخواني ولسمشر د فرمان پر اساس ورکړل شوې وه. افغانستان انټرننشنل ـ پښتو ته رسېدلي اسناد هم ښيي چې حامد کرزي، پاچا ځدراڼ ته دا ۱۵ جریبه ځمکه د مېلمستون او مرغدارۍ لپاره ورکړې وه.
پاچا خان ځدراڼ د خوست - ګردیز پر لویه لاره له دغې ځمکې د کور ګټه اخیسته، خو پرون طالبانو په بولدوزرو سره ړنګ کړ.
د باچاخان ځدراڼ کورنۍ وايي د دې جایداد ټول قانوني اسناد لري او د تېر جمهوریت پرمهال یې دا ځمکه د پيسو په بدل کې د فرمان له مخې اخیستې وه.
د دوی پر وینا د طالبانو چارواکو د دې کور د اسنادو په اړه له دوی سره کوم تماس نه و نیولی.
د دوی نیوکه دا ده چې په خوست کې د طالبانو ځايي چارواکو د دوی غږ نه دی اوریدلی او نه یې دوی ته له وړاندې خبرداری ورکړی و.

د پاچا خان ځدراڼ د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل: « طالبان د شپې راغلل چې تر سبا سهار نهو بجو پورې کور تخلیه کړئ، مونږ ورته وویل چې دا موده کمه ده خو د طالبانو ټینکار دا و چې له کابله د مشرانو امر دی چې دا کور ونړوی.»
پاچا خان ځدراڼ او کورنۍ یې د طالبانو ترحاکمیت لاندې په افغانستان کې ژوند کوي.
د معلوماتو له مخې پاچا خان ځدراڼ په دغه ځمکه کې پر باغ او مرغدارۍ سربېره کلا باندې یو میلیون ډالره مصرف کړی و.
د خوست ځايي اداره چې د حقاني شبکې د غړو په لاس کې ده، تر اوسه یې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
که څه هم داسې راپورنه خپاره شوي چې دغه ځمکه د خوست صنعتي پارک کې ده، خو د پاچا خان ځدراڼ کورنۍ بیا وايي د صنعتي پارک ځمکه د دوی جایداد ته څېرمه پرته ده او د دوی ځمکه له صنعتي پارک جدا ده.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په خوست کې ځايي سرچینو وویل، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې پر قوم هم ځدراڼ دی، له پاچا خان ځدراڼ سره د قومي مشکلاتو سابقه هم لري.
د سرچینو په خبره، د دغو ستونزو له امله سراج الدین حقاني د واک کارولو سره د پاچا خان ځدراڼ کور نړولی دی.

سرچینې زیاتوي د جمهوریت له پرځېدو وروسته د سراج الدین حقاني تره او د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني له پاچا خان ځدراڼ سره په ناسته کې تېر په هیر ټینکار کړی و.
د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د نړیوالې ټولنې په یرغل پیلېدو پسې پخوانی مشر حامد کرزی په سوېل، قومندان عبدالحق په ختیځ او باچاخان ځدران په سوېل ختیځ کې هغه درې کسان و چې د طالبانو پرضد یې لښکرې جوړې او جګړې ته یې ودانګل.
د طالبانو پرځېدو سره باچاخان ځدران د خپلو وروڼو کمال خان او امان الله خان په ملګرتیا، پکتیا، خوست او پکتیکا ونیول، خو وروسته له حکومت سره د جنجال له امله یې د نړیوالو ځواکونو په زور او فرېب له دې دریو ولایتونو وسلوال و اېستل شول.
پاچا خان ځدراڼ د بون لومړي کنفرانس کې هم ګډون درلود او د خوست پر والي سربېره د ولسي جر ګې په لومړۍ دوره کې د پکتیا د خلکو استازی پاتې شوی دی.
د جمهوریت پر مهال د پاچا خان ځدراڼ پر کور څو ځله طالبانو بریدونه وکړل او په ۲۰۰۷ کال کې پر موټر یو ځانمرګی برید هم شوی و.
د ۲۰۱۲ کال په اګسټ کې هم د سړک غاړې ماین چاودنه کې د نوموړي یو ورور، وراره او ماما ووژل شول.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه افغانان چې د دغه هېواد وګړتوب لري، له افغانستانه خپلې کورنۍ او لا یې هم غړي متحده ایالتونو ته را بللی شي. دا وزارت خپله اعلامیه کې وايي، له کورنۍ سره د بیا یو ځای کېدو ویزه د بشرپالو دلایلو له مخې د افغان توکمه امریکايي وګړو غړو ته ور کوي.
په اعلامیه کې راغلي: د امریکا حکومت له امریکايي وګړو او متحده ایالتونو کې افغانانو سره مرستې ته ژمن دی چې په افغانستان کې د پاتې کورنیو غړو سره یو ځای شي.
د وزارت په وېبپاڼه کې د دا ډول کسانو لپاره په پښتو او دري لارښوونې هم پرلیکه شوې دي.
په دغه اعلامیه کې راغلي که امریکايي وګړی یاست، ښايي مېرمن، بچیان او مور پلار دې امریکا ته د راتلو شرایط پوره کړي.
د دې اعلامیې له مخې، امریکايي وګړي د خپلې خور، ورور او بالغو مجردو بچیانو لپاره هم د ویزې غوښتنه کولی شی.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغان جمهوریت په پرځېدو پسې امریکا د همغې میاشتې تر پایه له کابل هوايي ډګر په زرګونو افغانان ولېږدول.
په تېرو دوو کلونو کې هم له امریکايي ادارو سره د کاري مخینې افغانان پاکستان ته کډه شوي او دغه هېواد ته د تلو په تمه دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیلېدو سره دغه د امریکا کېس لرونکي افغانان هم له ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، پاکستان چې د طالبانو له حکومت کومه تمه درلوده، هغه ترلاسه نه شوه او دا ډېره «مایوسوونکې» ده. ممتاز زهرا بلوڅ زیاتوي، پاکستان له ټي ټي پي سره د جدي معاملې لپاره د طالبانو له حکومته ناهیلی شوی، خو بیا هم هڅه کوي چې طالب چارواکي قانع کړي.
ممتاز زهرا بلوچ د جمعې په ورځ په اسلام اباد خبري غونډه کې زیاته کړه چې له دې سره بیا هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې د «ارتباطي چینلونو» له لارې روانې دي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې مېرمن بلوڅ وویل، افغان طالبانو د پاکستان طالبانو تحریک د ګواښ له منځه وړلو لپاره «ځانګړي تضمینونه» ورکړي دي.
د هغې په خبره: «د طالبانو له چارواکو زموږ غوښتنو ته په کتو، موږ ته خاص تضمینونه راکړل شوي دي. موږ اوس لیوال یو چې د ټي ټي پي په وړاندې اغېزناک اقدام په عمل کې وګورو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د طالبانو د تضمینونو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
پاکستان تل طالبان په دې تورن کړي چې د پاکستان تحریک طالبان ته یې پناه ورکړې او له دغې ډلې یې د ټي ټي پي پر وړاندې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د پاکستاني طالبانو له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړ.
پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې پناه اخیستې او هلته روزل کیږي او د پاکستان په خاوره کې ترهګریز فعالیتونه کوي.
په تېرو میاشتو کې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد ځینې بریدونه کړي دي.
له بلې خوا طالب چارواکو ویلي دي چې پاکستان د خپل امنیت په تامین کې پاتې راغلی، «خپلې ستونزې د افغانانو پر اوږو اچوي.»
طالبان او پاکستان سره نږدې اړیکې لري. پاکستان د طالبانو له ملاتړو هېوادونو څخه بلل کیږي، خو په دغه هېواد کې د ناامنیو د زیاتېدو له امله له طالبانو سره د اسلام اباد اړیکې په تېره بیا په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې او د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.
له بلې خوا د افغانستان او پاکستان طالبان هم سره نږدې اړیکې لري. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم پاکستاني طالبانو د پاکستاني پوځ پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اعلان وکړ چې د پخوانۍ خبریالې او د سینما لوبغاړې حسنا سادات د وژنې په اړه تحقیقات کوي. خالد ځدراڼ په اېکس ټولنیزې شبکه کې لیکلي، چې دغه خبریاله د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې له یوه اپارتمان څخه له غورځیدو وروسته مړه شوې ده.
خالد ځدراڼ ویلي، چې د دغې خبريالې د وژنې په تړاو يو کس نيول شوى او پلټنې ترې روانې دي. دغه طالب چارواکي زیاته کړې، «د عدلي طب لومړنۍ پایلې ښيي چې دغه مېرمن او خاوند یې دواړه نشه وو.»
تر اوسه د حسنا سادات د وژنې په اړه یې کورنۍ او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو څه نه دي ویلي.
یو شمېر خبریالان او د ښځو د حقونو فعالان د حسنا سادات د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته وايي، کله چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو تېره شپه د هغې پر کور چاپه واچوله، نو دې کوره وغورځاوه.
خو د کابل دپوليسو وياند ویلي: په ټولنيزو رسنيو کې د دغې قضيې اړوند اوازې حقيقت نه لري .
حسنا سادات د خورشید تلویزیون پخوانۍ خبریاله، سندرغاړې او فلمي اداکاره وه.
نوموړي د افغان سینما له اداکار بصیر مجاهد سره په «ویلګرد» فلم کې رول لوبولی دی.
ښاغلي مجاهد په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي، «د افغان سینما د تکړه اداکارې د مړینې خبر زما لپاره ډېر دردونکی او غمجن وو.»
ښاغلي مجاهد په دې یادښت کې لیکلي: «ویل کېږي چې زموږ ښه همکاره مېرمن حسنا سادات په کابل کې وژل شوې ده.»
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستانه د راستنېدونکو یو میلیون افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۶.۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان مهاجرین تر ټولو بد وخت کې اېستل کېږي او دوی نه پوهیږي چې څنګه له سخت ژمي ځان وژغوري.
دغه سازمان وايي چې په نومبر میاشت کې یې د نږدې ۲ سوه اتیا زره راستنیدونکو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسنادهکډوالو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان سره، له ۳۷۰ زروډېر افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کورونو او ملکیتونو پرېښودو ته اړ شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې له شپږ میلیونو څخه زیات کسان بې ځایه شوي، له پاکستانه راستانه شوي کډوال له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.
له بلې خوا ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان ځينې برخې لا هم د هغې زلزلې له خطر سره مخ دي چې په تلې مياشت کې يې د هرات ولايت ډېر کلي له خاورو سره خاورې کړل.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې په افغانستان کې چې د پرله پسې ناورینونو شاهده ده، د خپلو حیاتي مرستو د دوام لپاره بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.