• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جمهوریت له ړنګېدو وروسته په ننګرهار کې د ختیځ ۱۰۰۰ بستریز روغتون چارې په ټپه ولاړې دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۰ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنې ښيي، چې د جمهوریت ړنګېدو راپه دې خوا په ننګرهار کې د ختیځ زر بستریز روغتون ودانۍ چارې په ټپه ولاړې دي. په ننګرهار کې یو شمېر د پخواني حکومت چارواکي وايي، چې د جمهوریت پر مهال د ختیځ زر بستریز روغتون اتیا سلنه کارونه ترسره شوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ څخه شاوخوا دوه کاله تیریږي؛ خو د دې پروژې لپاره د بودېجې د نشتوالي له امله شل فیصده کارونه په ټپه ولاړ دي.

د طالبانو تر واک لاندې په ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د ننګرهار روغتیايي خدمات یوازې د د دې ولایت د نفوس لپاره بسنه نه کوي؛ خو دغه ولایت د زون مرکز دی، بلکې د لغمان، کنړ او نورستان څخه هم ناروغان د درملنې لپاره دغه ولایت ته راځي.

دغه سرچینې زیاتوي؛ د طالبانو د واک لاندې مرکزي حکومت ته یې څو - څو وارې د ختیځ زر بستریز روغتون پاتې کارونو او د پرانیستلو لپاره مراجعه کړې ترڅو بودیجه ځانکړې شي او دغه روغتون پرانیستل شي؛ خو تر اوسه کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه شوی.

د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ځیني ډاکتران وايي؛ په روغتون کې ځای نه لري او زیاتره وخت په یو کټ کې دوه ناروغان ځای پر ځای کوي او درملو نه شتون هغه لویه ستونزه ده، چې ناروغان او دوی ورسره مخامخ دي؛ خو دا ستونزې د ننګرهار په ولسوالیو کې څو برابره زیاتې دي.

د افغانستان انټرنشنل ته رارسېدلو معلوماتو له مخې؛ د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په یو کرايي کور کې فعالیت کوي.

د ختیځ زر بستریز روغتون کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست پاره ودانۍ هم په پام کې نیول شوې ده.

د ختیځ ۱۰۰۰ ستریز روغتون د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې کې په ۲۷۰ جریبه ځمکه کې پلان شوی دی.

دا لویه پروژه د تېر حکومت له خوا د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ له خوا پرمخ وړل کېدله.

د ختيځ زر بستریز روغتون څخه تمې دا وې، چې دا روغتون به په نوي موډرن ډول او نوي پرمختللو طبي وسایلو سمبال وي او د ختیځ ولایتونو ناروغان به نور نه اړ کیږي؛ چې د سختو ستونزو سره پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي.

هغه تمې چې اوس ختيځ میشتي له ناامیدۍ سره مخ کړي دي او د دې روغتون ساختماني چارې په ټپه ولاړې دي.

د تېر حکومت له ولسمشر څخه د هېواد د ختیځو ولایتونو د اوسېدونکو یوه لویه غوښتنه دا وه، چې د زون په کچه دې ختیځ زر بستیریز روغتون جوړ او پرانیستل شي.

دا د هغو خلکو غوښتنه وه، چې پخواني ولسمشر اشرف غني ته یې د ولسمشریزو ټاکنو په دوه دورو ډیرې رایې ورکړې وې.

په جلال اباد ښار کې د ختیځ زر بستریز روغتون بنسټ ډبره د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په ۲۰۱۸ کال کې کېښودل شوې وه.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

اصف درانی: له امریکا څخه د راغلي پلاوي سره مو د افغان کډوالو په اړه ګټورې خبرې وشوې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په اېکس پاڼه لیکلي:« موږ د امریکا د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ په چارو کې د هغه هېواد مرستیالې وزیرې او مل پلاوي سره ګټورې خبرې وکړې.»

هغه لیکلي:« په دغهې لیدنه کې د افغان کډوالو د مېشتېدنې او د هغوی د کډوالۍ په کیسونو کې د چټکتیا په برخه کې مو یو بل سره سلا مشورې ورکړې.»

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو نیوکې کولې، چې ګڼ افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کیسونو د څېړلو له پاره میاشتې کلونه انتظار باسي؛ خو لا یې هم برخلیک نه جوتېږي.


افغان کډوالو هم نیوکه لرله، چې په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د ویزو د نشتوالي له امله د پاکستاني پولیسو له لورې ځورول کېږي او د دوی د مېشتېدنې برخلیک نه جوتېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د د دغه وزارت یو جګپوړې چارواکې به راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته ولاړه شي او له پاکستاني چارواکو سره به پر یو لړ مسایلو خبرې وکړي.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي و، د نفوسو، کډوالو او کډوالۍ ډلې مرستیاله جولیتا والس نویس به د ډسمبر له څلورمې څخه تر اوومې نېټې پورې په اسلام بباد کې پاتې شي.

د چمن پرلت وهونکي: پولیسو پر پرلت وهونکو برید کړی او دوه کسان يې ټپیان کړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۱ GMT+۰

د چمن پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین تر برید او نیولو وروسته تېره شپه د پرلت پر خیمو ډزې کړې او دوه پرلت وهونکو يې ټپیان کړي. د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، پولیس هڅه کوي چې د چمن پرلت پای ته ورسوي. ځکه يې تېره ورځ پر منظور پښتین برید وکړ او بندي يې کړ.

نوموړی وایي تېره شپه ځايي پولیسو د پرلت پر خېمو ډزې کړې او په خېمو کې ناست دوه پرلت وهونکي يې ټپیان کړي.

ښاغلی غوث الله د یادې پيښې په اړه وايي: «له تېرو څو ورځو راهیسې د بلوچستان ایالت ځايي چارواکي په دې لټه کې دي چې د چمن پرلت پای ته ورسوي خو موږ په هیڅ صورت پرلت پای ته نه رسوو. پرون یې منظور پښتین بندې کړ، زموږ پر پرلت یې ډزې وکړې خو موږ قربانۍ ته چمتو یو او موږ به خپلې غوښتنې خامخا د پاکستان په حکومت منو.»

د پېښې عیني شاهدان وايي، د ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او د لا ښې درملنې لپاره باید د کوټې روغتونونو ته ولېږدول شي.

د چمن پرلت مرکزي کمېټې غړی مولوي عبدالمنان وايي: «پولیسو یو ځل زموږ پر ملګرو ډزې وکړې، د ملګرو روغتیايي حالت ښه نه دی خو اوس پولیس له دې ځایه د ټپیانو د لیږد اجازه نه راکوي موږ غواړو د پولیسو د رسمي مکتوب له لارې خپل ټپیان کوټې ته د ښې روغتیا په موخه ولیږدو.»

دغه پرلت له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې روان دی او په دغه موده کې د پرلت وهونکو پر یو شمېر غړو عریضې هم شوې دي، پر پرلت وهونکو تور دی چې په پرلت کې يې د خبرو پر مهال د پاکستان حکومت خلاف ویناوې کړې دي.

پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۸ GMT+۰

په پاکستان کې مېشت افغانان په دغه هېواد کې د پولیسو له‌خوا له مزاحمتونو سرټکوي. دغه افغانان وايي:« نه یوازې دا چې له کوره بهر مو دروي او د اسنادو پوښتنه کوي؛ بلکې هره اونۍ وخت ناوخته د کورونه شاته راځي.»

حاجي داوود چې د پاکستان په پلازمېنه کې مېشت دی، وایي:« د هرې اونۍ په اوږدو کې یو ځلې پولیس ماښام مهال زما د کور ور ټکوي او له ما د اسنادو غوښتنه کوي.»

هغه وایي:« سره له دې چې ما په ځلونو خپل اسناد له دوی سره شریک کړي دي؛ خو بیا هم دوی بیاځلې زما اسناد غواړي او ان کله ناکله پیسې هم اخلي.»

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لاهم د افغان کډوالو ځورونه، نیونه او له دغه هېواده یې اېستنه روانه ده، چې کله ناکله ځینې یې د لنډې مودې لپاره د پیسو په بدل کې خوشې کېږي.

تېره اونۍ هم د اسلام اباد په بي۱۷ کې د پولیسو په یولړ عملیاتو کې د یوه ښوونیز کورس د استادانو په ګډون یوشمېر افغانان له نیول کېدو وروسته تورخم ته ولېږدول شول.

د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو چلند تل تریخ و؛ خو د اېستنې پروسه له هغه وخت راهیسې پیل شوه، چې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ چې نور په خپله خاوره کې پردي ناقانونه بهرنیانو ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي او د دوی پر وړاندې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې پراخ عملیات روان دي.

تېره اونۍ د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي وویل، د دغې صوبې پولیسو ته امر شوی چې هره ورځ دې تر لس زرو افغان کډوال له دغې صوبې افغانستان ته ستانه کړي.

طالبانو ژولیا پارسي د "درملنې لپاره روغتون" ته لېږدولې ده

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۰

د طالبانو په زندان کې د "شکنجې" له امله د ژولیا پارسي د «بد فزیکي حالت» په اړه د راپورونو له خپرېدو سره سم، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې دغه ښځینه لاریون کوونکې روغتون ته لېږدول شوې ده. خو دوی روغتون ته د هغې د لېږد د لامل په اړه بې خبري وښوده.

یو شمېر میرمنو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې جولیا پارسي «د طالبانو په زندان کې د سختو شکنجو له امله چې فزیکي او رواني حالت يې ډیر سم نه و» روغتون ته وړل شوې.

د مېرمن پارسي کورنۍ ته د یوې نږدې سرچینې په ګډون باخبرو سرچینو تایید کړې، چې نوموړې روغتون ته لېږدول شوې، خو طالبانو د هغې د لېږد لامل، د ناروغۍ د څرنګوالي او د هغې د فزیکي حالت په اړه د هغې کورنۍ ته معلومات نه دي ورکړي.

سرچینې وايي چې د جولیا پارسي کورنۍ د هغه روغتون په اړه هم معلومات نه لري چې د هغې درملنه پکې کیږي.

وسله والو طالبانو مېرمن پارسي او د هغې ماشوم د تلې په پنځمه په کابل کې له خپل کور څخه ونیول. هغه په ​​کابل کې د افغان اعتراض کوونکو ښځو د غورځنګ مشره وه چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې د ښځو پر وړاندې د تبعیض او محرومیت پر ضد لاریونونه کول.

د بشري حقونو د څار ډلې د لړم په نهمه نېټه خبر ورکړ چې طالبان په افغانستان کې لاریون کوونکې ښځې نيسي، ګواښي يې او سختې يې ربړوي.

د دغه سازمان په وینا ډیری کورنۍ د خپلو غړو د نیول کېدو خبر پټوي چې ګنې دغه فعالان به خوشي شي او یا به په زندان کې لږ وځورول شي.

د دغه سازمان په وینا د هغو اعتراض کوونکو ښځو شمېر زیات دی چې د طالبانو په زندانکې دي، خو د هغوی د کورنیو په ګډون هیڅوک د دغو ښځو له حالته په سمه ډول نه دي خبر.

دوی د طالبانو په زندان کې د جولیا پارسي، ندا پرواني، منيژې صدیقي او پریسا آزادې د پرله پسې نيونو او وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ملګري ملتونه: افغانستان د تل لپاره په بېړني حالت کې دی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، افغانستان د تل لپاره بېړني حالت کې دی او دا ځکه چې د طالبانو نظام بشري حقونو ته د نه درناوي له امله د نړۍوالې ټولنې له خوا څڼډې ته شوې، چې د هېواد پر وضعیت یې خورا بد اغېز کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازی لیونارد زولو وايي؛ دغه هېواد د تل لپاره بېړني حالت کې دی او دغه وضعیت لا پسې ځکه خراب شوی، چې پر هېواد حاکم د طالبانو نظام، بشري حقونو د نه درناوي له امله د نړۍوالې ټولنې له خوا څڼډې ته شوې دی.‌

هغه واک ته د طالبانو رسېدو ته په اشارې ویلي: "هغه بېړنی حالت چې موږ د ۲۰۲۱ په اګسټ کې درلود، له منځه نه دی تللی او په د همدې په خاطر وایم چې دغه هېواد د تل لپاره په بېړني حالت کې دی".

زولو او د هغه دفتر د افغانستان په پلازمینه کابل کې دی؛ خو هغه بروسلز ته په خپل سفر کې د دوشنبې په ورځ د اروپايي چارواکو سره په لیدنه کې په هغو ستونزو خبرې وکړې، چې اوسمهال په افغانستان کې مېشتې مرستندویه ادارې ورسره لاس او ګریوان دي.‌

هغه وویل؛ تېر کال شاوخوا شپږ میلیونه کسان د "قحطۍ" له ګواښ سره مخامخ وو. په دې سربیره ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. په همدې کال کې د یو لړ زلزلو او سیلابونو له امله کلي ویجاړ شوي او ډېر شمېر خلک بې ځایه شوي دي.‌

د نوموړي‌ په وینا؛ د نومبر میاشتې راهیسې په هېواد کې مېشتې مرستندویه ادارې باید له پاکستانه د راستنو شویو نېږدې نیم میلیون افغان کډوالو سره هم مرسته وکړي.‌

پاکستان اوسمهال د شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو کوربه توب کوي، چې ډېری یې پر افغانستان د شوروي اتحاد له تېري وروسته دغه هېواد ته تښتیدلي وو او یو شمېر یې د ۲۰۲۱ کال پر اګست میاشت کې په دغه هېواد د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته پاکستان ته پناه یوړه.

پاکستان ځینې هغه افغانان هم له خپلې خاورې ایستلي دي، چې دوی هېڅ کله په افغانستان کې ژوند نه دی کړي.‌

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په وینا؛ له پاکستانه راستانه شوي افغانان مجبوره دي‌، چې له سخت ژمي د رارسېدو سره سم بېرته په خپل هېواد کې دېره شي.

د هغه په خبره؛ له پاکستانه د افغان کډوالو د رایستلو د لړۍ له پیل راهیسې ان د ورځې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ هم افغانستان ته راستنې شوې دي،‌ دغه شمېره تر دې وړاندې د ورځې درې سوه کسانو ته رسېده.‌