• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: افغانستان د تل لپاره په بېړني حالت کې دی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، افغانستان د تل لپاره بېړني حالت کې دی او دا ځکه چې د طالبانو نظام بشري حقونو ته د نه درناوي له امله د نړۍوالې ټولنې له خوا څڼډې ته شوې، چې د هېواد پر وضعیت یې خورا بد اغېز کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازی لیونارد زولو وايي؛ دغه هېواد د تل لپاره بېړني حالت کې دی او دغه وضعیت لا پسې ځکه خراب شوی، چې پر هېواد حاکم د طالبانو نظام، بشري حقونو د نه درناوي له امله د نړۍوالې ټولنې له خوا څڼډې ته شوې دی.‌

هغه واک ته د طالبانو رسېدو ته په اشارې ویلي: "هغه بېړنی حالت چې موږ د ۲۰۲۱ په اګسټ کې درلود، له منځه نه دی تللی او په د همدې په خاطر وایم چې دغه هېواد د تل لپاره په بېړني حالت کې دی".

زولو او د هغه دفتر د افغانستان په پلازمینه کابل کې دی؛ خو هغه بروسلز ته په خپل سفر کې د دوشنبې په ورځ د اروپايي چارواکو سره په لیدنه کې په هغو ستونزو خبرې وکړې، چې اوسمهال په افغانستان کې مېشتې مرستندویه ادارې ورسره لاس او ګریوان دي.‌

هغه وویل؛ تېر کال شاوخوا شپږ میلیونه کسان د "قحطۍ" له ګواښ سره مخامخ وو. په دې سربیره ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. په همدې کال کې د یو لړ زلزلو او سیلابونو له امله کلي ویجاړ شوي او ډېر شمېر خلک بې ځایه شوي دي.‌

د نوموړي‌ په وینا؛ د نومبر میاشتې راهیسې په هېواد کې مېشتې مرستندویه ادارې باید له پاکستانه د راستنو شویو نېږدې نیم میلیون افغان کډوالو سره هم مرسته وکړي.‌

پاکستان اوسمهال د شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو کوربه توب کوي، چې ډېری یې پر افغانستان د شوروي اتحاد له تېري وروسته دغه هېواد ته تښتیدلي وو او یو شمېر یې د ۲۰۲۱ کال پر اګست میاشت کې په دغه هېواد د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته پاکستان ته پناه یوړه.

پاکستان ځینې هغه افغانان هم له خپلې خاورې ایستلي دي، چې دوی هېڅ کله په افغانستان کې ژوند نه دی کړي.‌

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په وینا؛ له پاکستانه راستانه شوي افغانان مجبوره دي‌، چې له سخت ژمي د رارسېدو سره سم بېرته په خپل هېواد کې دېره شي.

د هغه په خبره؛ له پاکستانه د افغان کډوالو د رایستلو د لړۍ له پیل راهیسې ان د ورځې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ هم افغانستان ته راستنې شوې دي،‌ دغه شمېره تر دې وړاندې د ورځې درې سوه کسانو ته رسېده.‌

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

د یو بهرني ټورسټي شرکت په وینا افغانستان ته د سفر لیوالتیا بیخي ډېره شوې ده

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۴ GMT+۰

د دغه ټورسټي شرکت مشر ادعا کوي، چې د پخوا په پرتله اوس افغانستان ته سفر کول خورا خوندي دي؛ ځکه هغو ډلو چې پخوا امنیتي ستونزې رامنځته کولې اوس یې دغه هېواد په واک کې دی.

د برېټانیا د انډیپنډینټ ورځپانې د یو راپور له مخې؛ د لوپین ټراول په نوم د ټورسټي شرکت خاوند ډیلان هاریس وايي؛ افغانستان ته د سفر لپاره د خلکو پراخه لیوالتیا پېدا کړې ده.

هغه وویل: "دا وروستی ځای دی چې ما یې تمه درلوده چې د سفر ټکټونه به یې په بشپړ توګه وپلورل شي".

د هاریس په وینا؛ دوی سږکال د سپټمبر په میاشت کې خپل یو کارکونکی افغانستان د لومړنیو ارزونو لپاره استولی و او دغه ارزونه مثبته وه.

وروسته دوی د افغانستان لپاره د درې ډله ییزو سفرونو ټکټونه پلور ته وړاندې کړل، چې ټول ټکټونه ډېر ژر وپلورل شول.

هغه وايي؛ بیا یې افغانستان اته نور ډله ییز سفرونه پلان کړل او هغه ټول هم ډېر ژر وپلورل شول.

دغه شرکت بیلابیلو هېوادونو ته د ډله ییزو سفرونو پلان جوړوي او بیا یې ټکټونه پلوري.‌

څوک چې دغه ټکټونه اخلي نو په یو ګروپ کې یو هېواد ته د سفر کوي.

د طیارې ټکټ، په هوتل کې پاتې کېدو لګښت او د بیلابیلو سیمو لیدل د همدغه ټورسټي شرکت له خوا تنظیمیږي.

افغانستان ته د دغه شرکت د لس ورځني سفر د ټکټ بیه ۲۲۵۰ پوڼډه ده، چې نېږدې دوه لکه افغانۍ کیږي.‌

هر څوک چې دغه ټکټ اخلي په بدل کې به یې د پلازمینې کابل په ګډون د هرات، بلخ او بامیان ولایتونو مشهورو سیمو لکه؛ بند امیر او د بودا له نړېدلې مجسمې لیدنه وکړي.

د ټکټ اخیستونکو ته د بوزکشۍ د لوبې د لیدو او د افغاني پلو د خوړلو زمینه هم برابریږي. د بودا مجسمې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا نړېدلې وې.‌

د دغه شرکت له خوا په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره د تنظیم شویو ډله ییزو سفرونو یوازې دوه ټکټه پاتې دي او نور ټول ټکټونه یې پلورل شوي دي.‌

د هاریس په وینا؛ له طالبانو وړاندې هم خلک افغانستان ته سفر ته لیواله وو؛ خو هغه مهال د شته امنیتي ګواښونو له امله خلکو د سفر جرئت نه کاوه.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو خلکو ته خبرداری ورکړي، چې افغانستان ته سفر کول خورا خطرناکه دي.

هاریس وايي: "دا راته د باور وړ نه ده چې سږ کال افغانستان د سفر لپاره زموږ تر ټولو مشهور ځای دی".

نوموړي وايي؛ دوی تمه درلوده چې لږ تر لږه لس کاله وخت به ونیسي چې افغانستان د سفر لپاره پر امن ځای بدل شي.

افغانستان ته د سفر پر مهال د میرمنو لپاره دا ویره شته چې طالبانو ورته اجازه ورنه کړي، چې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړي او له همدې امله دغه ټورسټي شرکت تل یو احتیاطي دویم پلان لري.

بله ستونزه دا ده، چې هېڅ یو شرکت هم افغانستان ته سفر کوونکو ته د بیمې اسانتیا نه برابروي، او هغه څوک چې سفر کوي، که افغانستان له کومې روغتیايي ستونزې سره مخامخ شي، باید خپله یې هلته حل لاره پېدا کړي.‌

عمر داوودزی: په افغانستان کې د بلې بهرنۍ مداخلې امکان شته

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۱ GMT+۰

د پاکستان په چارو کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت ځانګړي استازي عمر داوودزي د افغانستان انټرنشنل- فارسي څانګې ته په یوې مرکې کې ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په شتون او له طالبانو سره د خلکو په ټکر کې د هېوادونو د بیا مداخلې امکان شته.

نوموړي وویل، چې دی د بهرنیو هېوادونو د مداخلې پلوی نه دی؛ خو که طالبان دوام وکړي "بهرنۍ مداخله به پېښه شي".

ښاغلي داوودزي ټینګار وکړ، چې د ۱۹۷۰ کلونو په څېر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د طالبانو د واکمنۍ لپاره یو ګواښ دی.

هغه وويل: "هغه ډلې چې تېر ځل يې د سقوط لامل شو او نور هېوادونه يې اړ کړل چې افغانستان ته راشي او مداخله وکړي، هماغه حالت به تکرار شي".

طالبانو تل په افغانستان کې د وسله والو او ترهګرو ډلو د موجودیت خبره رد کړې ده.

په دغو ډلو کې د پاکستاني طالبانو تحریک هم دی، چې د افغان طالبانو تر څنګ په افغانستان کې د پخواني افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد په جګړه بوخت وو.

د پاکستان حکومت وايي، چې تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه پر دغه هېواد بریدونه کوي او له افغان طالبانو یې غوښتي چې د دغې ډلې غړي له افغانستانه وباسي.

افغان طالبانو دا ادعا رد کړې او د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو تر منځ یې د وسله والو د بریدونو د ستونزې د حل لپاره پر هوکړې ټینګار کړی دی.

د پاکستان لپاره د پخواني ولسمشر اشرف غني دغه استازي وویل، چې افغان ټولنه بدله شوې او د افغانانو لویه برخه لوستي او ښاري اوسېدونکي دي.

د هغه په ​​وينا؛ لوستی قشر له طالبانو سره په تقابل کې واقع شوی دی.

هغه وړاندوينه کوي، چې داخلي شخړې به د نورو هېوادونو پښې افغانستان ته وغځوي؛ خو داوودزي ټینګار وکړ، چې "که بهرنیان د افغانانو په استازیتوب هر څومره پرېکړې وکړي، دا به بې پایلې وي".

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې په کابل کې یې درې طالبان وژلي دي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د افغانستان ازادۍ جبهه وايي، چې د کابل په کمپنۍ سیمه کې یې د طالبانو د تالاشۍ پر یوې پوستې برید کړی او درې طالبان یې وژلي دي.‌

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خواله رسنۍ اېکس کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې نن دوشنبه یې د پلازمنې کابل پنځمه حوزه کې د طالبانو پر یو چک پاینټ برید کړی او درې طالب جنګیالي یې وژلي دي.‌

د یادې جبهې په وینا دغه برید چې د ماښام شاوخوا شپږ بجې د کابل کمپنۍ په سیمې کې شوی، دوه طالب جنګیالي هم پکې ژوبل شوي دي.‌

طالبانو لا د دغې برید په اړه څه نه دي ویلي.

د ترکیې پولیسو په تېره میاشت کې ۲۵۰ افغان کډوال د چاناک کلا په ښار کې نیولي دي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د ترکیې پولیسو اعلان کړی، چې په تېره میاشت کې یې ۲۵۰ افغان کډوال د چاناک کلا په ښار کې نیولي او توقیف ځایونو ته يې ليږلي دي.

د دغه هېواد پولیس وايي؛ د هغو ۲۱۴ افغان کډوالو سره هم مخ شوي او هغه يې نيولي دي، چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه د یونان لسبوس ټاپو ته واوړي.

د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پوليسو د چاناک کلا ښار په سرحدي دروازو کې لس کسه د انساني قاچاق د تنظيمونکې (قاچاقبرۍ) په تور نيولي دي.

د ترکیې پولیسو ویلي، چې ددې سره ترڅنګ ۱۴ موټرونه، ۳۷د ژغورنې جاکټونه، ۳۳ټوپونه او شاوخوا ۸۳ زره لېرې هم نیول شوي دي.

له بلې خوا د دوشنبې په ورځ د (ليندۍ ۱۳ مه) د اغري ولایت پولیسو د دوغو بایزید په سیمه کې په یوه بار وړونکې لارۍ کې د ۲۴ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د دغه هېواد پولیسو درې تنه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل، د اسکې په ښار کې نیولي، چې هغوی يې۴۳ زره او ۲۳۰ لېرې(۱۴۰۰ امریکايي ډالر) جریمه کړي دي.

ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده.

په دې وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو نيول او له دې هېواده ايستل زیات شوي دي.

ایراني چارواکي وايي، په یزد کې د هېڅ افغان کډوال کور نه دی سوځول شوی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۶ GMT+۰

د يزد مرستيال والي علي اکبر عزيزي په دې ښار کې د افغان کډوالو د کورونو د سوځولو خبره رد کړه او ويې ويل؛ چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي انځورونه د بهرنيو اتباعو د کورونو له سوځولو سره هېڅ تړاو نه لري. هغه وویل، چې دا عکسونه د کثافاتو د سوځولو اړوند دي.

د یزد د والي سیاسي او امنیتي مرستیال د دوشنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۳مه) په یوه خبري غونډه کې دغه موضوع مطرح کړه.

تر دې مخکې سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان له وژل کېدو وروسته قهرجنو خلکو د افغانانو کورونه سوځولي دي.

د ټولنیزو رسنيو په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي، چې یوه ډله خلک د کډوالو پر کورونو برید کوي.

تر دې مخکې د ایران ګډو ټولنو هم د افغان کډوالو پر کورونو برید یو غیر انساني عمل بللی و.